کامبخش دزړی کیسې نوې ویلن
هسې مونږکله دا سوچ کړی دی چې مونږ ډېر جذباتی قوم یو،دومره جذباتی چې هیڅ حد نه لری ـ که فکر وکړو نړیوالو به د څومره سوچ نه روسته دشوروی اتحاد سره دښکر جنګولو لپاره زمونږ انتخاب کړی وو -هغه شوروی اتحاد چاچې دنړۍ اتل نظامی ځواک دخاورو سره خاورې کړی او هغه هټلر ته یې ماتی ورکړی وه چاچې دهغه وخت ستر امپراطوری تر ستونی راخیژولی وه - دشورویانو دمقابلی لپاره دټاکنې په شا هم شاید زمونږ د جذبی او زر تر واکه وتو عنصر پټ وو- او نړیوالو دغه شی په مونږ کې لیدلی وو-
دسړې جګړې روسته بیا هم زمونږ سلیکشن هغه وخت نور هم ګټور ثابت شو کله چې امریکا او لودیز داسلام دسپڅلی دین څخه د ناوړه ګټی اخیستنی او ددغه مقدس دین د بدنامولو په خاطر په خلاص مټ دبن لادن اینډ کمپنی استعمال شورو کړو،او هم یې دترهګرې په ضد مصنوعی جګړه کې سترې بریاوی هم ترلاسه کړی او لګیا دی ترلاسه کوی یې - که ددغې بې نومه جګړې شالید ته وګورو سل په سلو کې همدا مونږ کارول کیږو او ددغه جنګ خاشاک جوړیږو- که څه هم زمونږ دجذبې تر شا زمونږ نور فکر،سوچ،مرام،منزل او مقصد وی،خو زمونږ سادګی او جذبات زمونږ رقیبانو ته پر مونږ د بر لاسی زمینه برابره وی -
لیری به نه ځو بیرته دشوروی اتحاد دماتې تاریخ ته وګرځو ،وینې زمونږ توی شوی،وطن زمونږ ویجاړ شو،هدیری زمونږ ډکی شوی،اقتصاد زمونږ د لادو بادو پریوت او دنیا ولیده چې دسوویت یونین دماتې ګټې چاته ورسید او زیان چاته؟؟؟؟؟؟ ریښتیا تراخه وی،که یوه شیبه دی ته فکر وکړو چې فرض کړه نړۍ ننۍ ده ،خو د امریکې مخې ته د اوسنۍ روسیې پر ځایې هغه پخوانې شوروی اتحاد ولاړ دی ،نو تاسو څه فکر کوی ،امریکا به دومره سترګې سپینې کړی وای،هغوي به په لوی لاس زمونږ د دین،کلتورپسې ښاخۍ راخیستې وای؟؟؟ نا…بالکل نا-
که دتاریخ سترګو کې سترګې واچوو نو راته مالومه به شی چې نن کوم ډول ژوند مونږ او ټول نړیوال (بغیر دامریکایانو او اروپایانو څخه)عن لکه مونږ چې دمصر دفراغنه او یا دمنجودوړو په دنیا کې اوسیږو-داهم زمونږ دساده توب او جذباتو ثمره ده چې دنړۍ ټول ځواک مو د تلې په یوه کاسه کې راټول کړو خو بیا هم زمونږ حیثیت داسې دی چې نن د دریمې نړۍ یو بوډا ډپلوماټ ښه په زوره زوره دا اعلان کوی چې ((دافغانانو له لوری دشوریانو دماتی ورکولو دعوی دپیریانو او ښاپیرو کیسه ده))
که یوه شیبه سوچ وکړو ،مونږ دخپلې ماضې څخه ذره بره هیڅ ذده کړه ونه کړه -او مالومه نه چې تر کومه به آ د پنجابیانو متل چې ((پټهان بعد مین سوچتا هی)) په مونږ صادق خیژی -
زمونږ د سادګۍ او جذباتو یو اړخ دا هم دی چې مونږ د دین چې څومره سخت پلویان او پیروان یو ،په مخالف صورت کې هومره د دین مخالف هم یو- په دغه صورت کې چې مونږ کله جذبه کې راشو نو لمړی خو په خپل شکل او لباس ښه خوا یخه کړو ورپسی ټولنیز اقدارو پسې خندا پېل کړو او په دریم نمبر کې د دینی مسلو پسې ملنډی شورو کړو- زمونږ لادینه کارونه هم لکه زمونږ د دینی کارونو په څېر شخ پخ او په سخت دریځۍ اډانه وی - ددی خبری د لاوضاحت لپاره دافغانستان پارلمان ته ټاکل شوی شپږویشت کلنې وکیلې ملالۍ جویا مثال راواخلو،نوموړې په لمړی سر دلودیز په بنګو دومره رنګ شوه چې په سر پرته لوپټه ورته وحشی توب ښکاره شو،او دجدیدیت دتقاضو دپوره کولو له امله سرتوره شوه،بیا دټولنیزو اقدارو څخه دبغاوت لپاره دمجاهیدینو دجهاد خلاف یې جهاد اعلان کړو او په دریم ځل دخپلو جذباتو له سوخته ټول هیواد او ټول پارلمان یې د غوجل سره تشبه کړه -
نن سبا دمزار شریف کامبخش موضوع هم دجذباتو بیلګه ده،چې نوموړی" ژورنالیست" پته نشته چې کوم خوب یې لیدلې وو او کوم څه یې انګیرلی و چې په لمړی سر کې یې د اسلامی اقدارو په سپکاوی" قلم" اوچت کړواو نن دادی د ارزان شهرت یا د اروپای ویزې ترلاسه کولو ښه چانس یې ځانته برابر کړو-دغه دولایتی محکمې پریکړه هم په خپل ځای دجذباتو دڅرکندونی بیلګه ده،چې دیوې خوا دافغانستان او اسلام امیج په نړۍ کې شکمن کوی -خو که دتصویر دویم اړخ ته وګورو نو یو" نر" ملالۍ جویا په سپینو سترګو زمونږ د اسلامی او کلتوری تشخص په اننګو بد نما داغونه ږدی -
یقین وکړی چې ددغه ساده جذباتی او" نر" ملالۍ جویا ذهنی ګډوډی کې به هم لکه دخور ملالۍ جویا په څېر دچا" پټو پرښتو" لاس او ځانګړي مقاصد وي- دا چې دا قضیه به زمونږ راتلونکی څه اغیز وکړی،ددې کیسې نوې قسط هم دنن څخه شورو کیږی خو فایلې او موخې به یې هغه وي د کوم څه لپاره چې دا کیسه څو لسیزی وړاندی شورو شوی ده -یا په بل عبارت کامبخش د زړې کیسې نوې ښکار او ویلن شو-