لاندې دوه راپورونه ما ځیرکیار ته نن(۳۱ اکتوبر ۲۰۱۷) د کلیفورنیا په مهال د مازیګـر په ۳ او ۵ بجو له کابل ښار نه راورسیدل. پاس عنوان او دا ۲کرښې زما
زما دي. ځیرکیار
اسلام او افغان رد شو ۳۱ اکتوبر:
دا د ولسمشر اشـرف غـنـي تقـنینی فرمان و چی پارلمان ته د تایید یا رد لپاره لیـږل شوی و.
دا فــرمان پرون ولسی جــرګه کې رد شو یعنی افغان او اسلام دی تذکرو کی نه لیکل کیږی!
اصولي د خوست وکیل وايي: نن د ننګرهار ظاهر قدیر او د کـُنړ مولوي شاهد هم پـارلمان کې د افـغانـيت او اســـلاميـت خلاف رایه ورکړه او وايي تـذکره کې باید اسلام او افغان ونه لیکل شي.
د پکـتیکا وکیل نادر خان کټـوازی بیا پوښتنه کوي چې د تذکرو په اړه د ولسمشر
فرمان ولې د ولسي جرګې له خوا رد شو؟
۱ـ د ولسي جرګې يوه بدنامه کړۍ چي د افغان له کلمې سره دښمني لري
۲ـ د حکومت بې تفاوتي، چي هيڅ ډول لابي يي د فرمان د ګټو په اړه ونکړه
۳ـ د ګڼ شمير هغو وکيلانو غيرحاضريدل، چي هيله کيده د فرمان د تاييد له لپاره به خپله رايه وکاروي
۴ـ د يوه ځانګړي قوم د وکيلانو له خوا د فرمان په ضد کمپاين ځکه په تذکرو کي وشو چې د قوم د ليکلو په صورت کي دوي يو مخ په لږکيو کي راتلل
۵ـ ځينو داسي وکيلانو چي د فرمان په تاييد کي يي د قام ګټي خوندي کېدې ، نه پو هيـږم چي د کومو عواملو په اساس يي د رد رايه ورنکړه
۶ـ د بهرنيو څارګرو لاس هم نه شو رانیولی؛ او نيمګړتيا ټوله په موږ کي ده، ځکه په داسي مسايلو کي ډيری بې تفاوتۍ شته
د پکتیا وکیل عبدالقادر ځاځي وطندوست بیا وایی چې ده ټولو وکیلانو ته زنګونه وهل چې د فرمان په اړه پریکړه کیـږی چې اکثره پښتانه وکیلان حاضر نه شول
چې لیست یی له دی برشنالیک سره مل کوم
دارنګه به د شمشاد تلویزون پوره راپور پدی اړه در ولیـږم. م.ا.