ورکه انګېزه د شعر ليکلو شوه

نه وه د ليکلو د ويلو شوه

ډېر که راته غوږ کې پسېدلي دي

نه وه د منلو، د منلو شوه

نور به د غزل توري جوړ نکړمه

دا کرونده وچه، د رېبلو شوه

مسته د غزل دنيا ته ووته

پېغله انګېزه د ګډولو شوه

شعر ښکلي کتاب ته به مې ژوند ويل

دا زنده ګي توره، د رټلو شوه