د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نشه اوځوانان

محمدظریف عنایت زی 07.11.2007 23:47
ځوانان په نړۍ کې دنشې دناوړه ښکارندې په وړاندې ترټولواغیزمنه پرګنه ده ځکه دځوانۍپړاوله کشمکشونو ،جنجالونو، روحي او ټولنیزومسلوسره دمقابلې اودهرانسان دژوندد آزمویښت وخت ګڼل کیږي . ځوانان له نوروزیات په دې پړاوکې له ټولنیزو ،جنسي ، روحي ،روغتیایي اوکلتوري بدلونونو سره مخامخ کیږي،په دې برخوکې د مناسبوشرایطونشتوالی ځوانان له بیلابیلو ټولنیزو زیانونو لکه نشې سره مخامخ کوي اونوي ځوانان دیولړ ځانګړنوله امله ترډیره زیانمنیږي .
زلمکیان په دې پړاوکې له هرځاي اوهرشي دخبریدواوپرې د پوهیدو هڅه کوي ،نوکه په دې لاره کې ورته ناوړه خونداولذت هم ورپه برخه شي په ډیره چټکتیا هغې ته مخه کوي، حتی هغه نوي ځوانان چې پاک او صالح کسان هم وي ښايي چې دځیرتیااوتلوسې له مخې بې لاریوته مخه کړي . په بله ویناپه ځوانانو کې د ټولنیزې غړیدازمینې موجودې دي نوکه ځوانانوته په دې پړاوکې جدي پام ونه شي ډیرزرغړیږي اوپه بیلابیلونشودروږدیدوامکان په هغوي کې ډیردی .
کورنۍ:
کورنۍدخپلواولادونوپه روزنه کې تربل هرچازیات مهم رول لري .په ټول کې کورنۍدټولنې ترټولواساسي برخه ده اوهغه څه چې وګړي یې په کورنۍکې زده کوي دټولنې په نوروبرخوکې په هماغه ډول چلند کوي نودنوې ځوانۍاوبلوغ پړاوحتی کورنۍمشران بایدددې پړاودروحي ،رواني ،متضادوګروهنو،بې دلیله اندیښنو،ځان غوښتنواوداسې ډیرونوروفشارونواوروحي توپانونو په اړه مالومات ولري اوپه لیرې کولوکې یې له خپلو اولادونوسره مرسته وکړي . بایدووایوهیڅ یوه دغه اندیښنه بې دلیله نشي کیداي .دبیلګې په توګه په نویوځوانانوکې له ټولنیزو مقرراتو تیښته ،لاسبري ، غروردمیړانې اوزورغوښتنې احساس ،داټول دنوې ځوانۍ طبیعي غوښتنې دي چې په نویوځوانانوکې دهرې یوې په نه کنټرولولوسره دانسان د راتلونکي شخصیت لپاره ناوړه زیانونه لري نوکه دکورنۍمشران ددغوستونزوله علتونوښه خبروي دځوانانوښه لارښوونه کولاي شي .
دموراوپلارترمنځ اختلاف ،داولادونوپه روزنه کې سستي ، دنویو ځوانانوځانګړنوته بې پامي ،تاوتریخوالی ،داولادونو ډیرنازول، او یااصلاهغوي ته بې پامي کول ،دکورنۍلویوالی ،په کومه نشه دموریا پلاراخته کیدل ،بې خبري اوبې سوادي اودموراو پلارنالوستي هم په دې اړه یومهم عامل کیداي شي اودځوانانوپه غړیدوکې ډیراغیزلري ،دټولنیزومسلوپه اړه دځوانانوبې خبري اودهرڅه په وړاندې د مسوولیت احساس نه کول ،داټول په لوي لاس په نشې داولادونوپه تیره بیادنویو ځوانانواخته کول دي .
ښوونځی :
دوهم ټولنیزډګرچې په نشې دځوانانودروږدیدوپه مخنیوي کې مهم رول لري ښوونځی دی .په ټول کې ښوونځی دماشومانواونویوځوانانو په شخصیت جوړونې کې مهم رول لري ،په تیره بیاکله چې مور او پلارله اولادونوسره په چلندکې له ماتې سره مخامخ شي ښوونکي لوي مسوولیت پرغاړه لري، ځکه هغوي له زده کوونکوسره تل په تماس کې وي .ښوونکي بایددومره له عاطفي نظره پیاوړي وي چې دماشومانواونویوځوانانوپه روزنه کې مهم اواساسي رول ولوبولاي شي .په اصل کې همداښوونکی دی چې کولاي شي دماشوم شخصیت جوړکړي .دښوونکوهڅې اووړتیاوې دټولنیزکلتورپه ودې کې مهمه اغیزه لري .
بله مسله چې بایددماشومانوپه روزنه اوپالنه کې ورته جدي پام وشي د ښوونکواودکورنۍدمشرانوترمنځ رابطه اووخت ناوخت دخپلو اولادونوپه باب خبریدل دي، ښه ښوونکی بایددځان پیژندنې ترڅنګ خپل زده کوونکي هم ښه وپیژني اودهغوي ستونزې اوارې اویاهم کم ترکمه دلازیاتیدومخه یې ونیسي .
ټولنه :
په نشه دنویوځوانانوداخته کیدویوبل مهم عامل په چاپیریال کې په نشه له روږدوهمزولوسره ناسته ولاړه ده ، بې له شکه یوروږدی ملګری په آسانۍ خپل دوست بې لارې کولاي شي ځکه دځوانۍپه پړاوکې زلمیان له بل هروخته زیات دخپلوهمزولوتراغیزلاندې راځي . په دې وخت کې چې ځوانان پرکورنۍله تکیې دخلاصون اوځان بسیاینې په فکرکې وي ،دیوه بل پناه ځاي یعنې همزولوپه لټه کې کیږي .په همدې دوستیو،له بې لارې اوبدعمله ملګروسره ناسته پاسته اودهغوي په دې ویناچې په یوځل امتحانولوهیڅ نه کیږي نشه ایزو موادوته مخه کوي .
که دموراوپلاراواولادونوترمنځ متقابل درناوی موجودوي ،میندې اوپلرونه دخپلواولادونوپه وړاندې دمسوولیت احساس وکړي ،د هغوي په ټولوستونزوکې ورسره مرسته اودزړه خواله وکړي ترڅو هغوي دې ته اړنه شي چې دزړه حال دویلولپاره بې لارې ملګروته مخه کړي اوهمدارازپه چاپیریال اوټولنه کې دخپلواولادونوپراړیکوڅارنه وکړي په دې کارسره به سمې لارې ته دهغوي په لارښوونه کې مرسته وکړي .
ډله ایزې رسنۍ:
په نشه دځوانانوداخته کیدودمخنیوي یوبل ټولنیزعامل ډله ایزې رسنۍدي ،نن سبا ډله ایزې رسندویې دومره زیاتې اوپرمخ تللې دي چې ننی پړاودارتباطاتوپیربولي اونړۍدیوه نړیوال کلي په توګه ګڼل کیږي . په ټول کې هغه څه چې نن سبا ټولنیزوزیانونوپه تیربیانشې ته دځوانانودګروهنې سبب کیږي له سپوږمکیواوویدیویي فلمونو ناوړه استفاده ده، ځکه دنویوځوانانو‌ذهنونه ساده او دهرڅه په باب ناڅاپي تصمیم نیسي، بې له دې چې دهغې په ناوړه پایلوفکروکړي ځکه نوکله چې زلمکیان بې له کوم محدودیته سپوږمکۍ،مطبوعاتي پیښې ، پولیسي اوجنایي حوادث ګوري اویایې لولي سخت تراغیږلاندې راځي ،نوپه دې لاره کې دکورنۍدمشرانولخواکنټرول اوله دغو وسایلو سالمې استفادې ته دهغوي هڅول ډیراړین دي .
بې کاري :
دنشې په لوردنویوځوانانودګروهنې بل ټولنیزعامل بې کاري ده .که نوي ځوانان دخپلې بې کارۍدوخت لپاره سالم مصروفیت یاتفریحي پروګرام ونلري ښکاره ده چې ناسالمواوناسموکارونوته مخه کوي . ټولن پیژاندباوري دي دخلکوپه تیره بیادنویوځوانانولپاره بایدد هغوي دذوق اوعلاقې پراساس تفریحي پروګرامونه برابرشي اوپه عین حال کې بایدهغوي پوه کړاي شي چې دبې کارۍوخت په بې ځایه اوچټي کارونوتیرنه کړي .کله چې یوکس ډیردبې کارۍوخت ولري بایده دي چې یوه برخه یې هرومرو دزده کړې لپاره بیله کړي که دازده کړه په هره برخه کې وي فرق نه کوي ،له ناسموتفریحي پروګرامونودې ډه ډه وشي ځکه داکارپه نشه دهغه دروږدیدوسبب کیږي .
نن سباپه ټولنوکې په نشې داخته کیدویولوي علت دادی چې نشه ایز موادپه هره سیمه اوښارکې په آسانۍموندل کیږي چې داکارپه خپله دروږدوکسانود زیاتیدوسبب کیږي .
بې وزلي :
په نشه دروږدیدویوبل عامل دکورنیوبې وزلي اواقتصادي ستونزې دي ځکه دنړۍپه اکثروسیموکې لوږه اوبې وزلي دډیره جرمونواو اخلاقي انحرافاتولکه نشې سبب کیږي .
دنشه ایزوموادودودونکي تل هڅه کوي بې وزله کسان ددې کارلپاره غوره کړي ،لومړی هغوي په نشه اخته کوي اوبیاترې دنشه ایزو موادو دپلورلواودودولولپاره کاراخلي .
کډوالي: :
نشه ایزوموادوته دنویوځوانانودګروهنې یوبل مهم ټولنیزاواقتصادي عامل مهاجرت دی چې له نوي چاپیریال سره دهغوي نوې بلدتیا اود کوربه هیوادله کولتورسره نه غږملتیا،ناوړه کارونوته دهغوي دمخه کولوسبب کیږي ،له بله پلوه کډوالي ډیرځله له بې وزلۍسره یوځاي وي اوپه بې وزلوسیموکې دکډوالو داوسیدوسبب کیږي چې په همداسې سیموکې دغه بې خبره اوپاک زړي ځوانان دنشه ایزو موادو ددودونکوپه ناپاکومنګولوکې راګیرکیږي .
لنډه داچې په نشې دنویوځوانانوداخته کیدودمخنیوي لپاره باید د نشه ایزوموادوله پراختیااوزیاتیدو،بې وزلۍ ،دټولنیزې او اقتصادي ناانډولتیا،په ټولنه کې دپانګې دنه برابرویش ،دکورنۍدمشرانودبې کارۍ،ګرانۍ،په بې وزلوسیموکې دوګړوله زیاتیدواو بې سوادۍسره جدي اوهراړخیزه مبارزه وشي .
په دې لاره کې داهم ډیره ضروري ده چې دموراوپلاراواولادونوترمنځ متقابل درناوی موجودوي اودیوبل په وړاندې دمسوولیت احساس وکړي ، ستونزې اوکړاوونه سره شریک اوپه ګډه یې داوارولوهڅه وکړي .
دکورنۍدمشرانواوښوونکوترمنځ دوامداره رابطه هم په دې لاره کې اغیزمنه چاره ده ،دښوونځي مسوولین اوښوونکي هم بایدد ماشومانواونویوځوانانودسالمې ملګرتیااوغږملتیااودهغوي د شخصیت داحساس درامنځته کولولپاره هڅې وکړي ،او همداراز هغوي وهڅوي چې دکورنۍاوټولنې په وړاندې دمسوولیت احساس وکړي .
ډله ایزې رسنۍهم بایدپه دې زمینه کې خپل رول اداکړي اودنشه ایزو موادودزیانونواوسمې لارې ته دنویوځوانانوپه لارښوونه کې راډیويي ،تلویزیوني پروګرامونه اوپه ورځپانواومجلوکې ارزښتمنې اولارښوونکې مقالې اولیکنې وشي .
دنویوځوانانودبې کارۍدوخت لپاره دګټوروکولتوري پروګرامونو اوناستوبرابرول ،دبیلابیلوسپورتي لوبولپاره دمرکزونو اولوبغالو جوړول هم دنویوځوانانودبې کارۍدوخت اوله ناوړه کارونودهغوي د مخنیوي لپاره ډیره مهمه چاره ده .
په دې لاره کې دټولنې له عادي وګړووراخوا دحکومتونوچارواکي اومسوولین ډیرمسوولیت لري ترڅو د پورتنیوکارونوپه عملي کولوسره دراتلونکونسلونودبې لارۍ او غړیدامخه ونیسي .