د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز . دبې نظمۍمخه نیول

محمدظریف عنایت زی 27.11.2007 23:25

له څوورځوراهیسې زموږپه کلي کې اوازه وه کابل ته چې څوک ځي پولیس یې مخه نیسي ،چابه ویل زه یې له نیمې لارې بیرته راوګرځولم چابه ویل زه خویې ان له کوټه سنګي راستون کړم ،زموږیوکلیوال خوپولیسوسم وهلی هم و.
ماهم هوډکړی و یوځل کابل ته ولاړشم هم به له ځان سره دکور داړتیا وړځینې شیان راوړم اوهم به په کابل کې خپل خپلوان ووینم ،هسې هم منی دی دبزګرۍکارنورنشته یوه دوې شپې به هلته په کابل کې تیرې کړم هم به مې لږدټول اوړي دکارونوستړیاووزي اوهم به مې هغه دچا خبره دسترګوحال بل شي خوله پرون راهیسې مې چې دغه اوازې واوریدې خداي شته زړه نازړه وم چې ولاړشم که نه خوماسخوتن مې له ډوډۍوروسته پلارته کابل ته دتلوخبره وریاده کړه هغه راته وویل ګوره وهلکه دنیولواوازې دې نه دي اوریدلې ،کابل ته چې څوک ځي په لاره کې یې پولیس له موټره کوزوي تابه هم ونیسي وهلی به یې وې موږهسې هم طالع نلرو،که زمامنې مه ځه زماخبره ومنه .
ماورته وویل: لالازه خوڅه ډیرې پيسې نه راسره وړم چې پرې ومې ځوروي اویامې ونیسي زه خوهسې یوڅوروپۍدکوردسودالپاره راسره وړم ،پلارمې سروخوځاوه اووې ویل خوښه دې خوزمابه ترهغه اندیښنه وي ترڅوچې بیرته راستون شې .
سهاروختي دکابل په نیت په موټرکې کښیناستم ،موټرروان شوله څه دپاسه یوساعت مزل وروسته کابل ته نژدې په کمپنۍسیمه کې زموږ موټر هم دنوروموټروپه کتارکې دپولیسولخواودرول شولومړی اندیښمن شوم اوله ځان سره مې وویل چې ومې نه نیسي بندي مې نه کړي ...بیابه مې ویل نه نوڅه جرم خونلرم چې ومې نیسي ،خوڅه به دې سرخوږم زموږ د موټر د تلاشی وارهم راورسیدپولیس په لاس اشاره وکړه اوپه ډیره کبرجنه بڼه یې وویل ټول زرراکوزشئ اولاسونه موپورته ونیسئ که ریښتیا راباندې وایې سم ویریدلی وم .موږهم راکوز او لاسونه موپورته ونیول ترمامخکې یوبل کس چې دریشي یې اغوستې اوښه ګیره یې خریلې وه ورتیرشوزه ډیرورته ځیرشوم چې څه ورته وایي آیاپیسې ترې اخلي که کومه بله پوښته ترې کوي خوکله یې چې دهغه جیبونه تلاشي کړل اودپیسوبنډل یې ترې وایست بیرته یې ورکړ اوورته وې ویل ورځه سپورشه ،له هغه وروسته دوهم کس چې زماپه شان یې معمولي جامې اوسپینه خولۍپرسروه تلاشي کړاوپوښتنه یې ترې وکړه څوپیسې درسره دي هغه ورته وویل یوازې زرافغانۍ، سمدستي پولیس هغه له مټوونیوه اوورته وې ویل تاته اجازه نشته دلته ودریږه ،زه هک پک شوم چې داڅه کیسه ده چې څوک پیسې نلري نوولې یې ښارته نه پریږي کله چې زمادتلاشۍوارراغی له ما هم پولیس هماغه دپیسوداندازې پوښتنه وکړه له ماسره پینځه زره افغانۍوې ماورته وویل زه پینځه زره لرم ماته یې وویل ځه سپورشه اوڅلورم کس هم چې زماپه نظرکمې پیسې ورسره وې هغه ېې هم بیرته ستون کړ،هماغه وچې په موټرکې موږدووکسانوکابل ښارته دتلو اجازه ترلاسه کړاي شوه اودکوټه سنګي په لورموحرکت وکړپه لارکې مې له ځان سره سوچ کاوه چې دانوڅه ډ‌ول تلاشي ده ولې یې هغه دوه تنه کابل ښارته له تلوایسارکړل په همدې فکرکې وم چې کوټه سنګي ته ورسیدودلته بیاهم دپولیسولخوازموږموټرودرول شودلته نو لومړی زه ورمخکې شوم اوپولیس مې جیبونه وپلټل اووې ویل ته نشې تلاي اوکله یې چې هغه بل کس تلاشي کړورته وې ویل ته ورځه، موټردښارپه لورروان شو.
زه ډیرخواشنی شوم ،هلته وړاندې دپولیسومشرچې افسرمالومیده په چوکۍناست اوسیګرټ یې په خوله کې نیولی وزه ورغلم اوورته ومې ویل ،
صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم ؟
ــــ وایه څه خبره ده .
ــــ ضابط صیب زه ستاسوپولیسوپرې نه ښودم چې ښارته ولاړشم هیله کوم چې اجازه راکړئ .
ــــ پيسې به درسره کمې وې .
ــــ پینځه زره افغانۍلرم صیب .
ــــ په خنداشواووې ویل ته لکه چې نه یې خبراوکه ځان نه خبروې، ښار ته چې څوک ځي بایدله لسوزروکمې پیسې ونلري ځکه موږ غواړو چې دبې نظمۍاوهسې بیروبارمخه ونیسو،که دې پينځه زره افغانۍنه لرلی نوکوټه سنګي ته موهم نه راپریښودې وپوهیدې که نه ،ورځه له دې مخکې دتلواجازه نه درکوو.