د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمطبوعاتوتاریخ اولومړنۍورځپاڼې

محمدظریف عنایت زی 17.05.2008 00:30

ورځپاڼه چې نن سباهرچیرته اوحتی دنړۍپه لیرې پرتوسمیوکې د اکثروخلکوپه لاسونو کې لیدل کیږي څه دپاسه دوه زره کاله وړاندې دژولیوس سزاردحکومت په وخت کې دهغه په نوښت په روم ښارکې د اکتادیوماپه نامه ورځپاڼه خپریده چې په لومړي سرکې به په هغې کې یوازې دسزارتصمیمونه اووروسته دسناجرګې اوحکومت فعالیتونه هم پکې خپریدل .
دغه په لاس لیکل شوې ورځپاڼه به دلوستوکسانودلوستلولپاره دښارپه څوعمومي ځایونوکې چې له باداوباران نه په امن کې و نصبیدله .
په دریمه میلادي پیړۍکې داردشیرپالکان په نوښت ورځپاڼه ګۍ خپریده چې په هغې کې به ددرباراوحکومت فعالیتونه بیانیدل اوخاصوکسانوته به دغه پاڼه لیږل کیده .دې کار د خسرو پرویز د حکومت تروروستیوپورې دوام وکړ.
په ۷۱۳ میلادي کال کې دچین په پلازمیني پیکینګ کې د زردشتیانو لخواورځپاڼه ګۍ خپره شوه .په دې ورځپاڼه ګۍکې به په حکومتي خبرونوسربیره کله کله دعادي خلکو په باب هم مطالب لیکل کیدل . دغه ورځپانه چې لومړۍپه لاس لیکل کیده وروسته مهر یا ټاپې په چاپبڼه چاپیدله . چینایانوله هغې وړاندې دکاغذجوړول زده کړي و.
خوله هغې ډیرکلونه وروسته د۱۶۰۵ میلادي کال په جون میاشت کې دهغه وخت دجرمني اواوس دفرانسې په ستراسبورګ ښارکې لومړنۍ منظمه ورځپاڼه دیوهان کارلوس لخوا خپره شوه، دغه ورځپاڼه ریلیشن نومیده ،ریلیشن لاتینه کلمه ده چې مانایې ارتباط دی چې د ننیو ورځپاڼوموربلل کیږي .
ريليشن یوه اولسي ورځپاڼه وه اودهغې ترټولومهمه ځانګرنه داوه چې خپریدلویې ډیر کلونه په منظمه توګه دوام وکړ.که څه هم له ریلیشن مخکې هم ځینې نورې ورځپاڼې خپرې شوې وې خودالومړۍمنظمه عمومي ورځپاڼه وه چې دباچاددربارخبرونه اوځايي مسایل یې خپرول اواویاکاله خپره شوه .
بایدووایوچې ریلیشن له ډیرواړخونوله اوسنیوورځپاڼوسره توپير درلود،هغه وخت پوسته رسوونکو(ډاګي )دخبرونوپه ټولولوکې مهم رول درلود او هغوي به خبرونه راغونډول اوبې له دې چې هغه سم کړي په دې پاڼه کې به چاپیدل اود چاپ بڼه به په سربي توریووه ،داکاربه په هغوماشینونوکیده چې له لرګیوبه جوړشوي وچې له هغې څوکاله وروسته په نورو هیوادونوکې هم رامنځته شول .
له هغې وروسته په ۱۶۲۱ کال کې په لندن ښارکې دکورنټ په نامه اوپه ۱۶۳۱ کال کې په فرانسه کې دګزټ په نامه ورځپاڼه خپره شوه .
خوپه اوسنۍبڼه لومړنۍورځپاڼه اینګومندزایتونګن einkommende zeitungen نومیده چې په ۱۶۵۰ کال کې دجرمني په لایپزیک کې خپره شوه .دغه ورځپاڼه په اونۍکې شپږورځې خپریده څلورمخه وه اود۳۱ په ۱۷ سانتي متروپه کچه چاپیدله .

دنړۍدیوشمیرهیوادونولومړنۍورځپانې :

په افغانستان کې چاپي خپرونې ۱۳۵ کاله وړاندې پيل شوې او لومړنۍورځپاڼه شمش النهارنومیده چې په ۱۸۷۳ میلادي کال کې دامیرشیرعلي خان دواکمنۍپه وخت کې د لومړي ځل لپاره خپره شوه .
دپاکستان لومړنۍورځپاڼې جنګ اونواي وقت نوميږي چې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له هندوستانه دپاکستان په بیلیدوسره یې فعالیت پیل کړی اوترننه ددغه هیواد لوړ تیراژ لرونکې ورځپاڼې دي .
دفرانسې لومړنۍورځپاڼه دګزت gazetteپه نامه په ۱۶۳۱ کال کې خپره شوه .
په برتانیه کې لومړنۍورځپاڼه په ۱۶۶۵ کال کې دآکسفورډګزټ په نامه خپره شوه .دغه ورځپاڼه په آکسفورډسیمه کې چې هغه وخت دبرتانیې دباچادرباروچاپیده .خوکله چې یوکال وروسته پلازمني لندن ښارته منتقل شودغه ورځپاڼه هلته خپریده اونوم یې لندن ګزت شو.
دسویډن ترټولوپخوانۍورځپاڼه پوست ایچ اینریکزنومیده چې له ۱۶۴۵ کال څخه په دغه هیوادکې خپریده خود۲۰۰۷ میلادي کال له پیله یې چاپیدل بندشول اوله هغې وروسته یوازې دانټرنیټ په مټ خپریږي .
دا د نړۍترټولوپخوانۍورځپاڼه ده چې تراوسه له کومې وقفې پرته خپریږي .
تقریباپنځوس کاله وروسته په امریکاکې هم ورځپاڼه خپره شوه ، لومړنۍ ورځپاڼه دپبلک اکرنسزpublic occurrences په نامه په ۱۶۹۰ کال کې په بوسټن کې خپره شوه .خودغه ورځپاڼه یوازې یوه ګڼه خپره او بیرته بنده شوه ،له همدې امله په امریکاکې دمډرنو ورځپاڼود خپریدو تاريخ ۱۷۳۴ کال بلل شوی دی یعنې کله چې دنیویارک اونیزه new york weekly journalخپره شو.
کاناډاپه ۱۷۵۲ کال کې دهالیفکس ګزت Halifax gazettپه نامه خپله لومړنۍورځپاڼه خپره کړه .
په استرالیاکې په ۱۸۰۳ کال کې دسیدني ګزت sidny gazatt اونیوسوت اډورتایزرnew sout edvertiserپه نامه لومړنۍورځپاڼې خپرې شوې .
بمبئ سماچارbombay samachar دهندلومړنۍورځپاڼه وه چې په ۱۸۲۲ کال کې خپره شوه دغه ورځپاڼه په دووانګریزي اوګجراتي ژبو خپریده .
دجاپان لومړنۍورځپاڼه نیچي نیچي nichi nichiنومیده چې په ۱۸۷۲ کال کې خپره شوه .

نوربیا