د مولوي جلال الدین بلخي یو نصیحتي نظم
14.12.2016 14:02په ځوانمردۍ کښې
په مرسته کې
لکه د روانو اوبو په شان اوسه!
په شفقت په مرحمت کښې
لکه د لمر غوندې اوسه!
دنورو کسانو د عیبونو په پرده پوښۍ کښې
لکه د شپې غوندې اوسه!
په شدت او
عصبانیت کښې
د مرګ په شان اوسه!
په تواضع
په حلم او فروتني کښې
د خاورې غوندې اوسه!
په ښه نظر لرلو=سمپاتي=اوپتیمیزم کې
لکه بحر(سمندر) په شان اوسه!
یا هغسې چې په اصل کښې ېې ،ځان ښييه!
یا لکه په ظاهرکې چې ښکارې ،همدغه شان اوسه!=شه!!
دا اخري بیت په دري کښې خلک وايي:"چیزې که هستي ،همو طو باش!!"