د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ۲۰۱۶ د اوړي المپیک لوبې په ریو برازیل کښې اوزمآحساس

ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی 08.08.2016 14:09

بیګا شپه مې د ټي وي پر صفحې ۴ ساعته کتل
د برازیل په  <ریو>دوژنیرو  کې المپیاېې لوبې
د پرانیستنې شانداره مراسمو پسې
د دوه سوه اوه هیوادونو او سازمانونو پریډ
په پیل کې لرغونی یونان د اولمپیاد پلار تیر شول
ورپسې اِې اِف (الف فا) افغانستان نوبت وي
ښکلی بیرق مو د یو ځوان پر مټو جګ رپیدهء
شاته ېې پیغله افغانۍ ، شایسته افغاني جامو کښې
ډیر پرتمین ښکاریدل
خو
زموږ دیرش میلیوني افغانستان نه
او یو څو میلیونه تیت پرک مهاجر افغان
درې سپورټمینه، تکړه-غښتلي، ورزشکاران
ډیر زیات کم نه دي؟؟؟
د نورو کنټریز ، سازمانونو حتی ریفیوجیز
هم شمیر تر مونږ ډیر ول!

دومره هم غنیمت ده ،څو کاله پخواخو
طالب جانان خو آسټرلیا ته چا پرینښودل؟
خو پوکستیان، سعودي، قطر دلته لیوال ښکاریدل؟
حتی صومال او پلسطین هم پر دیوال اړول!!
څوک په حجاب څوک په نشنل جامو کې
نړیوالو ته یې ځان سیال ښودل

صرف د روسانو له درې سوو نه دوه سوو ته
کم کړای سوي ول...؟

ماته جالبه د ریو د ښاروال خبره
د یو ژورنالیست پوشتنې "؟ ولې د ریو المپیک مصارف له لندنه ۲۰۱۲ ؛ ۱/۱۰ کم دي؟"
!" زمونږ ډیرئ ماشومان
روغتیا او ښوونځي ته اړ دي
موژ د هغوی پیسې دلته اِسراف نه کوو!!"
  ایکاش! زمونږه ښکلي او شایسته ماشومان
هغه سخوندر غوندې سره سپین ځوانان
د یو بل تټرونو د  وژلو په ځای
دشت لیلي او ګمبیری کې د تکړښت (سپوړټ) سیالۍ کولای
ایکاش! تیرو اویا کلو کې
زمونژ بزکښو د یو-کې سره آس ځغلولای!
او پهلوانانو مو جودو او ټیکوانډو زده کړلای!

که غلیمانو، ګاوڼدیانو پرېښودلای!!!.
په ټوله افغاني،پښتني مینه / بروکسل/د زمري یا اسد ۱۷=د ذلقعده الهرام ۴== ۷ آګسټ ۲۰۱۶