ایزمونه
12.11.2016 21:38 دادنیا هم خدای عجیبه پیدا کړې++++ له آدم نه مخکې دلته دیو،جِن ییزم
ملايکه ېې وو له نوره پیدا کړي++++ خو آدم حوا په منځ کښې اِبلسیزم
له جنته چې و ارض ته راګذار شلل++++ قابیل قتل کړو هابيل له نفسانیزم
بیا آدم اولاد جوړ لمړنی کُمون کړ++++ وروسته ېې وخوړل یو بل پر فیوډالیزم
غلامۍ او برده ګۍ په ځنځیرو کړل++++ فلسفې او تمدن تر یونانیزم
د الله په نزد یو دين دی د اسلام++++ له آدم تر محمد "ص" پان اِسلامیزم
هندوچین کې شول پیدا بُت او ارواه++++ په قدس کې موسايزم،عیسايزم
چې جګړې،لښکر کشۍ او استعمار سو+++ خزانې او ثمرې د امپریالیزم
علم،کار،تخنیک کسبونه پر مخ لاړل++++ هنرونه، کلتورونه رونسانسیزم
پر یو ملک ېې پاچاهۍ بسنه نکړه++++ لوی بانکونه، فابريکې کاپیټالیزم
ډیرۍ هیوادونو بیل کړل دین او دنیا!!++++پرمختیا غواړي په فورم د سیکیولریزم
کار،زحمت د بزګرانو او کارګرانو++++ انقلاب راووست نړۍ ته سوسیالیزم
دیوه فرد، یو ملت استبداد ،دیکتا ++++ نړیوال جنګونه پیل کړل له فاشیزم
روسان نه شول سوسیالیست ساړه جنګو کې++++ چینایان دي اوس سوسیال چشوونیزم
عربان دي سرګردانه په صحراوو++++افغانان هم؛؛ ګټې وکړې یهوادیزم
د الله حمیده صبر کړه زړه ور شه++++ خدای به دین او دنیا درکړي اِنسانیزم!