د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارګ به مقابله پارلمان

محمدرفیع یادګاری 15.11.2016 17:05

د افغانستان پارلمان چې د عامه خلکو په ذهنیت کې یې د غوجلې نوم ګټلی په یو بیساری اقدام کې د ملی وحدت د حکومت شپږ وزیران سلب صلاحیت کړ او د نورو یې هم استیضاح او ستجواب روانه ده چې د همدغه سرنوشت سره به مخ شي ، مخکې له دي چې د وزیرانو استیضاح شروع شي ولسي جرګه اعلان وکړ چې هغه وزیران به استجواب او استیضاح ته راوبولې چې د ۱۳۹۴ ه ش کال پراختیايې بودیجه یې سم نه وې مصرف کړی، د ملی وحدت حکومت هم له دغه اعلانه څخه رسمآ خپل ملاتړ اعلان کړ او د استجواب او استیضاح مسله یې د پارلمان حق وباله ،
خو اوس چې د کابینې وزیران سلب صلاحیت کیږی نو د ملی وحدت حکومت د پارلمان په مخالفت کې ځان مومې او له پارلمان څخه غواړې تر څو د هیواد حالاتو ته په کتو د وزیرانو له استیضاح څخه تیر شي ، له یوه پلوه ارګ سم هم وایې دا وخت او شرایط چې افغانستان د ګڼو داخلې او خارجی ستونزو سره مخ دی دومره وزارتونه بی وزیر کول به هیواد نور هم په داخلی سیستم کې کمزوری کړی او بلواګرو دښمنانو ته به موقعه برابر کړې چې حکومت نور هم کمزوری کړی او ځانونه تقویه کړي،
خو که له بلې زاویې ورته وګورو نو کله چې پارلمان د اول ځل لپاره یو سم کار کوې نو په کارونو کې یې نه باید مداخله وشي بلکه تشویق هم شې دي سره به هم پارلمان د ښو کارونو تابیا ونیسي او هم به راتلونکی وزیران په قوی عزم خپل کارونه پیل کړې ، دا دملی وحدت د حکومت مسولیت ؤ چې حکومت یې سم جوړ کړای وای تر څو داسي یوې پیښي سره نه مخامخ کیده چې دا اوس ورسره لاس او ګریوان دی، مونږ پوهیږو چې نه په پارلمان کې سم خلک شتون لری بغیر د یو څو کسانو او نه هم په کابینه کې ،
په تازه اقدام کې ارګ له ستري محکمې غوښتئ چې د قانون په رڼا کې او د هیواد حالاتو ته په کتو پریکړه وکړي او همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غنی له سلب صلاحیت شوو وزیرانو وغوښتل چې د سترې محکمې تر فیصلې پوري دي ټول خپلو وظیفو ته د هماغه صلاحیتونو او مسولیتونو چې پخوا یې درلودل دوام ورکړي،
اوس نو ملت د ارګ او د پارلمان د ټکر تماشاچیان دي ارګ د پارلمان فیصله نه منې او پارلمان د ارګ غوښتنه نه منې ، پارلمان به کوښښ وکړي چې د ملی وحدت حکومت بی وزیرانو کړی او ارګ به په دي لټه کې شې چې پارلمان لغوه کړي
په دغه شان حساسو شرایطو کې آیا دغه شان ټکرونه د ملت او هیواد په ګټه ده چې دوه قوي دي د بلي قوي په مقابل کې سنګر ونیسي ؟ او که ټول سره کښیني او د حل یوه لاره را وباسي ، ولی زمونږ دری ګونه قواوي د همکاري پر ځای د تربوریت خوا نیسي ؟