د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر سهوه

محمدرفیع یادګاری 05.12.2016 13:11

انسانان نیمګړی مخلوقات دي او سهوه له هر انسان څخه شونی ده. یواځی د رب ذوالجلال والکرام ذات له سهوي مبرآ او پاک دی
تاسو به د سهوي ډیر مثالونه په شاوخوا کې لیدلی وې ځیني خلک په خبرو کې سهوه شي ، ځیني خلک په لمانځه کې سهوه شي ، څوک د جنازې په لمونځ کې سهوه شي او لاسونه په دویم تکبیر کې غوږونو ته پورته کړي ، څوک به مولیدلی وي چې د اختر په لمانځه کې د دي پر ځای چې لاسونه غوږونو ته پورته کړي رکوع ته ځې او داسې زرګونه نور مثالونه راوړلی شو.
سهوه اکثر له هاغو کسانو کیږي چې په یوه نه یوه وجهه تر روحی فشار لاندي وې ، یا یي کارونه هیڅ سّر و نه نیسي چې یو سر ونیسي بل سر تري خطا شي ، خو لوی الله ج مو په سهوه کې نه نیسي ، ګوره که څوک پر لمانځه کې سهوه وکړي نو سجدي سهوه لږوي بس خلاص، له ذمه يي فارغ شي .
دا خبري ځکه لیکم چې ولسمشر څخه هم د یو انسان په صفت سهوه کیدای شي هغه هم یو عام انسان دی حالانکه دا یوه توطیه ده که تاسو ته پوره ویدیو په لاس درغلي وي نو لیدلی به مو وې چې ولسمشر هیڅ سهوه نده کړي او په سمه طریقه خپل لمونځ ادا کوي ، که دا خبره ومنو هم چې هغه د دعا په غږ کې د لاسونو د لپه کولو پر ځای غوږونو ته پورته کوي ، نوڅه آسمان را کوز شو؟ څه د چا روزي کمه شوه؟ هلکه څه وشو که ولسمشر سهوه وکړه ؟ آخر خو دی انسان ،
بدبختی دلته دی چې زمونږ لوستی کسان تر نالوستو ډیر تنګ نظره ، ماجرا جو ، متعصب او ډنډورچیان دي او ولسمشر ته د انتقاد ګوته نیسي ، څوک یې پر ایمان تخت او تاز کوي او څوک یې پر عقل ، او دا ولي کوي ؟ ځکه چې یا یي چوکي او مقام ندی ورکړی او یا یی هم چوکی او شخصې ګټي په خطر کې دي
خو زه له هاغو خلکو چې ولسمشر پوري تړلی سهوي ته په مجازی نړۍ کې هوا ورکوي يوه پوښتنه لرم او هغه دا دی ،
چې د الله ج په نزد باندي د سهوي سزا ډیر دی او که د یو انسان وژل ؟
په لمانځه کې د سهوي سزا ډیر دی که د بیت المال لوټل ؟
په لمانځه کې د سهوي سزا ډیر دی او که د پلونو او سړکونو الوزول؟
په لمانځه کې د سهوي سزا ډیر دی او که د یو محصل وحشیانه قتل ته برآت ورکول؟
ستاسو آیډیال خلک ، ستاسو د ګروپ خلک ، ستاسو د تنظیم خلک ، ستاسو همفکره خلک هره ورځ د دي هیواد بچي، د ولسمشر بچي وژنې ، هر ورځ بیت المال لوټي ، هره ورځ عام المنفعه پروژي ورانوي ، هره ورځ ښځي ماشومان په بمونو الوځوي او تاسو ورته رنګا رنګ پرتوګونه ګنډی ، آیا د دي ګناه د ولسمشر تر سهوې کم درته ښکاري؟
ډاکټر ، انجینیر ، ښوونکی ، محصل چپړاسي او هر دولتی مامور د پردو لپاره وژنی او بیا ورباندي مختلف القاب کیږدی او ځانونو ته برآت ورکړی آیا دا انسانیت او اسلام مني ؟، خیر که له ولسمشر څخه یو سهوه وشوه ،
دا د عجایبو وطن کې چې ولسمشر د دعا په غږ کې سجدي ته ندی تللی هم آفرین يي شه ،
خپل د جنرال جنازه یي په اوږه وړي وه ، د هغه کورنی ته به یی سودا وه ، د وطن د راتلونکی غم به یي پر زړه وه ، ستاسو د وحشتونو تصویر به یي ذهن مشغول کړی ؤ څکه به سهوه شوی وي حالانکی داسي نده شوي ،
خو لکه مخکي مې چې وویل سهوه بخښل کیږي خو ستاسو عمدي عملونه به تر حساب کتاب لاندي ضرور راځي . هر سړی به د خپلو اعمالو او تهمتونو او بهتانونو پور یوه ورځ پرې کوي ،
مونږ پوهیږو چې ولسمشر ستاسو او ستاسو د انسان وژني ، قاچاق او غصب د تجارت دښمن دی او تاسو یي په هر ممکنه لیاره د تخریب کوښښ کوی، خو ملت نور نه شئ غولولی، ملت هوښیار دی او ستاسو پوچو مفکورو او مټکورو کړنو باندی ښه خبر دي .
ولسمشره زرکلن شي
رسم دو رنګی آیین ما نیست
یک رنګ و باشد روز و شب من