د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملی وحدت حکومت به د افغانستان په اسلامی جمهوریت بدل شي

محمدرفیع یادګاری 17.12.2016 15:53

په هیواد کې ورستیو سیاسي پیښو ته په کتو داسي ښکاري چې د ملی وحدت حکومت به خپله بڼه بدله کړي او یو ځل بیا د افغانستان اسلامی جمهوریت نوم ځانته غوره کړي ،
د دغې چارې لپاره ډیر دلایل شتون لری چې هر یوه ته به په لنډ ډول اشاره وشي
۱-څه موده مخکي د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور ریس ښاغلی محمد اشرف غنی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نماینده محمود صیقل ارګ ته غوښتی ؤ او ورته يي جدې امر کړی ؤ چې پس له دي به د ملګرو ملتونو په ټولو غونډو کې او مکاتیبو کي به د ملی وحدت حکومت پر ځای د افغانستان اسلامی جموریت وایی او لیکي ، ولسمشر صیقل ته دا هم ویلي وه چې په نژدي راتلونکی کې به په حکومت کې لوی تغیر رامنځ ته شي .
محمود صیقل دغه خبره د ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله سره د شکایت په شکل شریکه کړیوه خو هغه ورته ویلی وه چې هغه کار کوه کوم چې ولسمشر يي د کولو امر کړیده ،
۲-ډیره موده کیږي چې د افغانستان په لوی سیاسی چارو کې اجراییه ریاست چندان مهم رول نه لوبوي یا په څنګ کړای شویده ، د سیاسی چارو شنونکي په دي آند دي چې اجراییه ریاست په مکمل ډول د انزوا خواته تللي ده او نور يي شتون او نه شتون چندان مهمه نده .
۳-موده کیږي چې د ولسمشر او د بلخ د والی عطا محمد نور ترمنځ خبري رواني دي او په ډیرو مواردو کې دواړه خواوي سره هوکړي ته هم رسیدلي دي ، ښاغلی عطا محمد نور آزادي رادیو سره په مرکه کې منلي چې د ولسمشر سره يي خبري رواني دي او که جمعیت اسلامي ته د هیواد په کچه موضوعاتو کې ونډه ورکړل شي او دوي په قدرت کې پاتي شي نو دی حاضر دی چې د بلخ له ولایته هم لاس پر سر شي تر څو نورو ته هم چانس ورسیږي.
۴-د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی د پارلمان لخوا سلب صلاحیت شو خو ولسمشر ستري محکمي ته امر وکړ چې د وزیرانو د استیضاح مسله د قانون په چوکاټ کې وڅیړی او صلاح الدین ته يي د ستري محکمې تر پریکړي پخپل پوست کې د پاتي کیدو مشوره ورکړه ، حالانکه مونږ ټول پوهیږو چې هغه ته دغه چوکی په میراثي ډول رسیدلي ده او د دغه وزارت وړ هم ندی خو دا چي ولسمشر وساتلو دا د راتلونکی سیاسی تغیر یوه برخه ده ، حالانکه باید اجراییه ریاست د هغه د پاتي کیدو کوښښونه کړای وای نه ولسمشر ، دي سره دا جوته کیږي چې اجراییه ریاست انزوا ته تللي او ولسمشر د حکومت د بڼې د تغیر په تکل کې دی.
۵-د ولسمشر د لومړی مرستیال ښاغلی دوستم له حکومته مروریدل ، په شمال کې میشت کیدل او اوس اوس د ایشچي او دوستم مسله په ملی او بین المللی سطحه پورته کیدل‎ او دغه مسله د لويي څارنوالی لخوا څیړل کیدل او له هیواده څخه د دوستم وتل او ترکیه کې میشت کیدل دا ثابتوي چې په نژدی راتلونکی کې به د حکومت بڼه تغیر کوي ،
اوس به داسي نتیجه ګیري وکړو چې د عطا محمد نور سره د ولسمشر خبري او د صلاح الدین رباني په غیږ کې نیول دا معنی ورکوي چې ولسمشر غواړي د جمعیت اسلامي دغه دوه مهم غړي خپل کړي او څرنګه چې اجراییه ریاست د انزوا خوا ته تللي ده نو ولسمشر به اجراییه ریاست لغوه اعلان کړي ، چون د جمعیت اسلامي ټول ځواک د عطا محمد نور او صلاح الدین ربانی سره دی نو د اجراییه ریاست په ملغا کیدو کې به د جمعیت اسلامي کسان چندان غبرګون ونه ښايي ،
د بلخ ولایت پریښودل او د اجراییه ریاست له منځه تګ چې د عطا محمد نور په قدرت کې د پاتي کیدو اصلی منبع ګڼل کیږي څه قیمت ولري؟ عطا محمد نور ته باید داسي څه ورکړل شي چي هغه پر دغه سودا راضي شي ؟
امکان لری جنرال دوستم د ایشچي په معامله کې تورن وګرځول شي او څرنګه چې بهرنیو قوي سفارتونو د افغان حکومت څخه د دوستم او د ایشچی د دوسيي د جدي تعقیب او څیړلو غوښتنه کړیده نو امکان به دا ولري چې دوستم د حکومت سره سره د خپلو بهرنیو ملګرو ملاتړ له لاسه ورکړي او د څه مودي لپاره له افغانستانه لیري پاي شي او د هغه د معاونیت اول کرسۍ عطا محمد نور ته حواله شي ، صلاح الدین ربانی به پخپل چوکۍ پاتي شي او د حکومت نوم به د افغانستان د ملی وحدت له حکومته د افغانستان په سلامی جمهوریت بدله شي ،
هر څه چې وي الله ج دي وکړي چې د ملت او هیواد په ګټه تمامه شي دا ټول حتمي نده خو له قراینو معلومیږی چې د حکومت د بڼي د تغیر سلسله روانه ده .