د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پام چې پاکستان مو بيا ځلي دوکه نه کړي !

خوشحال آصفي 28.07.2016 23:07

په داسې حال کی چې د سرحدي مسايلو او د ډيورنډ کرښې پر سر د نښتو او جنجالونو له کبله د کابل او اسلام آباد اړیکې خړې پړې شوې او پر یو او بل يې د ترهګرو د ملاتړو تورونه پورې کړي دي؛ تيره ورځ د يادې ستونزې د حل په موخه د افغانستان، پاکستان او غوڅ ملاتړ د اپراسیون رییسانو په کچه درې اړخیزه غونډه ترسره شوه. د افغان حکومت پر وينا په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو،  چې د داعش پرضد باید ګډه مبارزه وشي او په دې برخه کې باید همغږي رامنځ ته شي. په ياده درې اړخيزه ناسته کې پر دې خبرې وشوې چې پاکستانی لوری بايد جدي اقدامات وکړي او داعش ته اجازه ور نه کړي، چې د دوی له خاورې افغانستان ته راشي.
همدغه راز د افغانستان د دفاع وزارت د وياند دولت وزيري پر وينا له درې اړخیزې غونډې وروسته د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ دوه اړخیزه غونډه هم وشوه، چې په کې د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته رامنځ ته کیدونکو ستونزو په اړه بحث وشو. د  وزیري پر وینا پاکستاني پلاوي به په دې غونډه کې د بحثونو مالومات خپلو چارواکو ته وړاندې کوي او هغوی به پرې غورکوي.
په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي ستونزو د حل لپاره خبرې به په راتلونکی اونۍ کې په ايران کې وشي. ولمسشر غني به ایران ته د سفر په ترڅ کې، په تهران کې دا مسله، د پاکستان د پوځي چارو د ملي امنیت سلاکار، ناصر خان جنجوعه، سره چې پدې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو سبب شوي، را وسپړي. پاکستان وایي غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ډيورنډ کرښې څخه پرغیر قانوني تلونکو راتلونکو باندی د کلک څار نوی میکانیزم عملی کړي. پاکستانی چارواکي ټینګار کوي چې تندلاري ددې حالت نه ګټه اخلي او د کلک څار د نشتوالي له کبله د پولو څخه په آزاد تګ راتګ په دواړو غاړو کې خپل تررستي فعالیتونه تر سره کوي.
دلته مهمه دا ده ؛ پاکستان په داسې حال کې چې په سياسي انزوا کې د راګير کيدو په حال کې دی؛ آيا دا ځل به افغان حکومت سره په کړو ژمنو او د سرحدي ستونزو په حل کې رښتونې همکاري وکړي؟
د پاکستان اصلي ترهګريزه او ترهګر پاله څېره په وروستيو کې ټولې نړۍ ته ښه بربنډه شوې ده. آن تر دې چې خپل تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هيواد (امريکا متحده ایالتونه) هم پرې بې باوره شوي دي. د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو کمېټې ته د ډاکتر زلمي خليلزاد څرګندونې او په ټوله کې د پاکستان خلاف وروستی دريځ يې، د امريکا د کانګرس د ډیرو غړو ملاتړ ترلاسه کړی دی. اوس د امریکا د کانګرس ډیری غړي په دې باور دي چې پاکستان له امريکا د ترهګرو د ځپلو په نوم ميلونونه ډالر مرستې اخلي خو برعکس په يادو مرستو ترهګر پالي او روزنه ورکوي. په ټوله کې پاکستان د خپلو نيږدو دوستانو ملاتړ له لاسه ورکړی او د سياسي انزوا پر لور روان دی. اوس د دې لپاره چې بيرته خپل ملاتړي پيدا کړي او امریکا او افغانستان د افغان حکومت سره د مرستې په نوم وغولوي؛ تر ډیره هڅه کوي چې يو ځل بيا په ماهرانه توګه افغان دولت او امریکا په خپلو مکارو اوښکو او نرمو ژمنو دوکه کړي.
له پاکستان سره د درې اړخیزو او څلور اړخيزو ناستو موضوع کومه نوې خبره نه ده، دا هغه نسخه ده چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په لسګونو ځله او اوسني ولسمشر اشرف غني د کار له لومړۍ ورځې تر ننه تجربه کړې ده خو پايله يې يوازې د پاکستان مکارتوب، دوه مخي سياست او لور په لوټه تيرول دي. افغان حکومت دا تیر څوارلس کاله پر همدغو درې اړخیزو غونډو وخت ضایع کړ خو له پاکستانه يې د رښتيوالۍ هيڅ څرک ونه ليد. اوس افغان دولت ته په کار ده چې وخت ضایع نه کړي او د پاکستان د ښکاره او بې شرمانه لاسوهنو په اړه اسناد دې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
دا چې په اوسني وخت کې پاکستان د خپل عمل په سزا کې راګيريدونکي ښکاري او خپل لوي ملاتړي امريکا سره يې هم په اوړو کې شګه پيدا شوې ده نو اوس بايد هم افغان دولت او هم د نړۍ نور هغه هيوادونه چې له پاکستاني ترهګرو څخه په اور کې ولاړ دي؛ بايد په ګټه له دغه فرصته اعظمي ګټه واخلي او په نړيوال ټريبون د ترهګرو هيوادونو په ليست کې د پاکستان نوم د شامليدو غوښتنه دې مطرح کړي. افغان دولت دې نور د پاکستان په هيڅ ژمنې او تړون باندې باور نه کوي او امریکا دې هم نوره د پاکستان په مکارتوب نه تيروځي او خپله هر ډول مرسته چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم يې له دغه هيواد سره هر کال کوله؛ پرې دې بنده کړي.