د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژمی سوړ شو خو جنګ ولې سوړ نه شو؟

خوشحال آصفي 28.12.2016 13:40

په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت وايې په روان کال کې د داعش ترهګرې ډلې په ګډون ټول وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي او اوس يې پر ضد د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې پوځي عمليات روان دي؛ د مشرانو جرګې غړي په حکومت نيوکه کوي او وايې اوس هم اتلس ولايتونه کلابند دي او په پنځو نورو کې جګړه روانه ده. د افغانستان کې په ختيځ ننګرهار کې د داعش د فعاليتونو پراخيدل، د وسله والو مخالفينو لخوا د يو شمير ولايتونو کلابندي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د خيالي سرتيرو موجوديت او يو شمير نور هغه اندېښنې دي چې د تيرې سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې غړو د امنيتي ځواکونو په استجوابيه غونډه کې څرګندې کړې. په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې غړو په امنيتي چارواکو نيوکه وکړه چې د داعش په ګډون د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې امريکايي ورځپاڼې سټارس اینډ سټرايپس په افغانستان کې د امريکايي قواوو وياند جنرال جان کليفلينډ په حواله ويلي و چې، کال وړاندې ښاغلي کليفلينډ اټکل کړی و چې په افغانستان کې له يو نيم زرو نيولی تر درې زرو پورې د داعش ترهګرې ډلې جنګيالي فعال دي خو د ده په وينا روان ميلادي کال دغه شمېر زرو تنو ته راکم شوی دی. د ورځپاڼې په حواله په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ د تروريزم ضد عملياتو کې د داعش ډلې ۱۲ مهم غړي وژل شوي چې د دوی يو امير حافظ سعيد هم په کې شامل دي. د سرچينې په باور په دغو عملياتو کې د القاعده شبکې ته هم درانه ګوزارونه ورکړل شوي دي. د کليفلينډ په وينا د امریکا په ۳۵۰ پوځي عملياتو کې د القاعده شبکې شاوخوا ۲۰۰ جنګيالي يا وژل شوي او يا هم نيول شوي دي.

د افغان حکومت او امريکايې ځواکونو پورته نظرياتو ته په کتو پوښتنه دا پيد کيږي چې په روان کال کې د افغان او امريکايي ځواکونو د پراخو عملياتو سره – سره چې د ترهګرو د ځپلو ادعا کوي؛ ولې په ژمې کې جګړه سړه نه شوه؟ آيا وسله وال مخالفین د پخوا په پرتله سږ کال ډیر منسجم شوي که د کورنيو او بهرنيو امنيتي ځواکونو د عملياتو شيوه نيمګړې ده؟

بيلابيل دليلونه لري.

د حکومتي مشرانو خپلمنځي ناندرۍ او د هيواد ملي مسايل هيرول، په غير مسلکي توګه د جګړې رهبري کول، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د کم تجربه او بې تجربه اشخاصو شتون، په دنده کې ناغيړي او د جګړې ناسالمه ستراتيژي؛ هغه څه دي چې په لوی لاس يې د جګړې دوام زيات کړی دی. معمولاً تير کلونه به د ژمي په رارسيدو په افغانستان کې جنګونه کميدل او ولس به يوه اندازه د ارامتيا ساه اخيستله، خو دا چې سږ د ژمي په رارسيدو سره – سره بيا هم جګړه ګرمه ده؛ دليلونه يې همدا کيدای شي چې پورته ورته يادونه وشوه.

بله ستونزه د امنيتي ځواکونو د جګړې په تاکتيک کې ده، افغان امنيتي ځواکونه تر ډيره په  محافظتي چوکاټ وي او تهاجمي حالت نه غوره کوي. دوی يواځې د دې لپاره منتظر وي چې له وسله والو مخالفانو يواځې مخنيوي وکړي. په داسې حال کې چې د جګړې د ريښو د لمنځه وړلو لپاره اړتيا ده څو دښمن په بشپړه توګه له پښو وغورځولی شي او دښمن هغه وخت له پښو غورځيږي کله چې يې پر وړاندې تهاجمي حالت غوره شي، په هر ځای کې چې يي درک لګيږي پر ضد يې چاڼيز عمليات ترسره شي.

بله ستونزه د امنيتي ځواکونو سياسي کيدل دي. له بده مرغه زمونږ امنيتي ځواکونه له ولس سره سیاسي چلند کوي. په ټيټه کچه امنيتي ځواکونو کې مو دا ستونزه شتون نه لري خو د دوی رهبري سياسې شوې ده او هغه ډول چې يو ملي ساتونکی يې بايد ترسره کړي؛ د خپل رهبر لخوا نه پريښودل کيږي او يا هم غير مسلکي رهبري کيږي. حکومت ته په کار ده چې د جګړې لپاره ځانګړې ستراتيژي ولري. داسې ستراتيژي چې د اړتيا پر مهال بايد تهاجمي حالت غوره کړي او په عادي حالت کې د خاورې او ولس څخه د دفاع حالت.