د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال آصفي

22.01.2017 12:53    |   خوشحال آصفي د شيطان له خولې د انسانيت خبرې؛ سرتاج عزيز څومره رښتيا ويلي؟

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد اړیکې په دې وروستیو کې بیا خرابې شوې دي او کابل تل اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو سره په مرستو او نورو نا امنیو کې په لاس لرلو تورن کړی او پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي؛ څو ورځې وړاندې د پاکستان صدراعظم د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان په اړه داسې څه ويلي چې د مکس او تبصرې وړ دي. سرتاج عزیز له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي طالبان کابل او یا د افغانستان نورې سیمې نشي نیولې، خو د د ډېر وخت لپاره به يي اورپکي او ورانکاري روانه وي. نوموړي ويلي چې په افغان حکومت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه سیاسي اجماع نشته، او زياتوي همدغه کار له طالبانوسره د سولې د خبرو د هڅو، چې نړیوال یې هم ملا تړي، مخه نیولې ده. عزیز همداراز ويلي کابل نه پوهیږي، چې له طالبانو سره د اورپکو په توګه معامله وکړي او که په ملي سیاست کې د یو برخوال په توګه. ښاغلي عزیز ټېنګار وکړ چې باید له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه اجماع موجوده وي. هغه وویل له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د هغوی تګلاره یوه نه ده. هغه د افغانستان د ملي یوالي پر حکومت غږ وکړ چې "طالبانو او نورو اورپکو ډلو ته یو ښکاره پیغام ورکړي او ورته ووايي چې ټوله نړۍ له هغوی څخه غواړي چې له کابل سره خبرې وکړې او ستونزه حل کړي، ځکه چې هېڅوک په افغانستان کې جنګ نغواړي".

16.01.2017 12:44    |   خوشحال آصفي په سوړ ژمي کې تاوده جنګونه؛ ننګرهار بيا سور تنور شو

په داسې حال کې چې دفاع وزارت وايي، داعش ترهګره ډله یې په ننګرهار کې ځپلې؛ تيره ورځ داعش وسله والو په کوټ کې د ولسي خلکو لسګونه کورونه وسوځول. داعش ترهګرو په کوټ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو خلکو لسګونه کورونه سوځولي چې بیا یې اندېښنې راپارولي دي. کوټ، اچین، نازیان او هسکه مینه او پچیراګام د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې د داعش پکې کله کله په ولسي خلکو بریدونه کوي، یا کورونه ورسوځوي او یا یې یرغمل نیسي. څو ورځې وړاندې د کوټ په ولسوالۍ کې داعش وسلوالو په لسګونه کورونه سوزولي چې بیا یې اندښنې راپارولي.

14.01.2017 13:16    |   خوشحال آصفي ډوډۍ له دولت خوري او هګۍ طالب ته اچوي

که څه هم له لومړي سره د سولې عالي شورا د سولې لپاره دومره کار نه دی لکه څومره يې چې ډالري معاشونه او امتيازات نوش جان او قورت کړي؛ خو ځيني وختونه دغه شورا، د سولې شورا کمه، او د ملا عمر ، ملا منصور او ملا هیبت شورا ډيره ښکاري. همداسې يو کار په تازه کې د سولې شورا غړي ملا عبدالحکيم کړی دی. عبدالحکیم مجاهد ويلي وسلوال طالبان د فرښتو په شان خلک او يوه مقدسه ډله ده.  مجاهد وایي، طالبان اول د روس سره وجنګيدل بيا د ټوپکيانو سره وجنګيدل واي امريکا او ناټو يي هم پر ګونډو کړل عبدالحکيم مجاهد واي نجیب خاین او جاني وو، برهان الدین رباني د ګډوډیو عامل وو او احمدشاه مسعود يي یاغي وباله. د سولې شورا دغه غړي چې د ستراتيژیکو مطالعاتو د انستیتیوت لخوا جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، دغه راز وویل، د افغانستان اوسنی دولت هم افراطي دی.

12.01.2017 12:41    |   خوشحال آصفي غني ته د ايران او پاکستان خبرداری؛ په يوه ورځ څلور خونړي بريدونه

وروسته له هغې چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د پخواني صدراعظم شهید محمد موسي شفیق په اړه جوړ شوي سمينار کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وينا وکړه؛ وسله والو ترهګرو د افغانستان په دريو ولايتونو کابل، هلمند او کندهار کې ترهګريز بريدونه ترسره کړل چې په نتيجه کې يې شاوخوا (۱۵۰) کسانو ته اوښتې مرګ ژوبله واوښته. په ورته مهال بيا په هرات ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو له وسله والو ترهګرو سره د اړيکو او ترهګريزو بريدونو په تور درې ايراني اتباع نيولي دي.

09.01.2017 12:56    |   خوشحال آصفي په ځنګلونو چور ګډ دی؛ څوک شته چې غږ يې واوري؟

مشرانو جرګې تيره ورځ په کونړ ولایت کې د ځنګلونو په پرې کولو اندېښه وښوده او له حکومته ‌یې وغوښتل چې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي ته پام او خوندي ساتلو ته يي جدي اقدام وکړي. په ورته مهال د کونړ اوسېدونکي وایي اوس هم په یو شمېر سیمو کې ځنګلونه پرې کېږي خو تراوسه حکومت په دی نه دی بریالی شوی چې د ځنګل وهونکو مخه ونيسي. دوی وايې دولتي چارواكو ورسره په وار وار د ځنګلونو وهلو د مخنيوي ژمنې كړې دي، خو تر دا مهاله يې په دې برخه کې هيڅ ډول اغېزناک ګامونه نه دي پورته كړي؛ بلكې قاچاقبر لا هم د شپې په تياره كې ځنګلونه وهي، د اوښانو او قچرو په مرسته یې راباسي او نورو هېوادونو ته يې وړي. د معلوماتو له مخې د کونړ ۷۲ سلنه برخه ځنګلونه جوړوي چې د هېواد ستره اقتصادي سرچینه بلل کيږي او د طبيعي ښکلا له مخې د وحشي ژوېو او مرغانو دايمي ټاټوبې هم ګڼل کيږي.

08.01.2017 13:41    |   خوشحال آصفي پيشو د غوښې پهره داره

وروسته له هغه چې د پاکستان، چين، امریکا او افغانستان تر منځ د افغان سولې اړوند څلور اړخيزې ناستې ناکامې او نيمګړې پاتې شوې؛ اوس د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د اسلامي هيوادونو تر منځ د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هيوادونو ايتلاف جوړ شو. جالبه دا ده چې د دغه ايتلاف مشري هغه هيواد ته ورکړل شوې چې د ترهګرو ځاله بلل کيږي. د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هيوادونو په ايتلاف کې چې افغانستان يې هم غړی دی؛ مشري يې د پاکستان پخوانی لوی درستيز راحل شريف کوي. هغه څوک چې له ملا فضلو وروسته د ترهګرو دويم معنوي پلار ياديږي.

07.01.2017 13:04    |   خوشحال آصفي بل ته مسلې کوم خپله پرې حملې کوم

په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت بنسټ د اساسي قانون خلاف ايښودل شوی ؛ تيره ورځ په ارګ کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه. ولسمشر غني په دغه لمانځغونډه کې وويل په هېواد کې د اساسي قانون عملي کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به هڅه کوي. نوموړي زياته کړه، افغانان به هله سوکاله او آرامه ژوند ولري چې اساسي قانون او نور قوانین په عادلانه او شفافه توګه په هېواد کې تطبیق شي. ده همدا راز وړاندیز وکړ چې د اساسي قانون په نامه دې حکومتي مډال جوړ شي او هغو کسانو ته به ورکړل شي چې د اساسي قانون د ښه تطیبق په برخه کې یې هڅې کړې وي. غني ومنله چې د اساسي قانون د پلي کېدو په برخه کې ستونزې شته دي خو په وینا یې علت یې هغه بحراني حالت دی چې دوی ته په میراث پاتې و. د هغه په وینا د قوانینو د تطیبق لپاره پراخ پلانونه لري.

05.01.2017 12:16    |   خوشحال آصفي روسيه د اسلامي حزب که د افغان سولې مخالفت کوي؟

په داسې حال کې چې کابو څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په مسکو کې له روسي، پاکستاني او چينايې چارواکو سره وکتل او روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليسته د طالب مشرانو د نومونو د ايستلو سينه وډبوله؛ اوس په افغانستان کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د شوې هوکړې مخالفت کوي او له تور ليست څخه د اسلامي حزب د امير ګلبدين حکمتيار د نوم ايستلو پر وړاندې خنډونه جوړوي. د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، په امنیت شورا کې د روسیې استازي د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لېري کېدو په لار کې خنډونه جوړوي. وال ستریټ ژورنال وايي، د روسیې اقدامات کېدای شي د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار د سولې موافقه له ستونزو سره مخامخ کړي. ورځپاڼه وايي چې روسیې له تور لیسته د حکمتیار د نوم د نه ایستل کېدو لپاره کوم خاص دلیل هم نه دی وړاندې کړی.

31.12.2016 14:43    |   خوشحال آصفي د ترهګرو مور؛ ترهګر ځپي

په داسې حال کې چې په هيواد کې د داعش ترهګرې ډلې زياتيدونکې فعاليت د هيوادوالو تر منځ اندېښنې جوړې کړي دي؛ پاکستان وايې چې له چين روس او ايران سره په ګډه به په افغانستان کې داعش ډله ځپي. پاکستان په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون خطرناک بللی دی. که څه هم افغان حکومت او د نړۍ هيوادونه دغه هيواد د ترهګرو ملاتړی بولي خو پاکستان په مسکو له چین او روسيې سره په ګډه غونډه کې په افغانستان کې د داعش سره د مبارزې ژمنه کړې ده. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي؛ په افغانستان کې د نورو ډلو تر څنګ داعش زمونږ د ټولو لپاره ستر خطر دی او پر وړاندې يې په ګډه مبارزه کوو. سوله ايز افغانستان د پاکستان او ټولې سيمې په ګټه دی او په افغانستان کې سولې ته د رسيدو په موخه بايد يوه سيمه ايزه اجماع رامنځته شي.

28.12.2016 13:40    |   خوشحال آصفي ژمی سوړ شو خو جنګ ولې سوړ نه شو؟

په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت وايې په روان کال کې د داعش ترهګرې ډلې په ګډون ټول وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي او اوس يې پر ضد د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې پوځي عمليات روان دي؛ د مشرانو جرګې غړي په حکومت نيوکه کوي او وايې اوس هم اتلس ولايتونه کلابند دي او په پنځو نورو کې جګړه روانه ده. د افغانستان کې په ختيځ ننګرهار کې د داعش د فعاليتونو پراخيدل، د وسله والو مخالفينو لخوا د يو شمير ولايتونو کلابندي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د خيالي سرتيرو موجوديت او يو شمير نور هغه اندېښنې دي چې د تيرې سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې غړو د امنيتي ځواکونو په استجوابيه غونډه کې څرګندې کړې. په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې غړو په امنيتي چارواکو نيوکه وکړه چې د داعش په ګډون د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې پاتې راغلي دي.

25.12.2016 13:34    |   خوشحال آصفي بې لاس او بې پښو خلک

خيراتخور او ګدایګر هغه چا ته ويل کيږي چې د څو روپيو لپاره بل انسان ته د سوال لاس اوږدوي. ځينې له مجبوريته ورته مخه کوي او د ځينو بيا پلرنی او د نيکونو دود وي چې د خيرات په ډوډۍ ځان مړوي. خو اصلي پوښتنه د کروړپتي خيراتيانو ده، هغه خيراتيان چې په خپله بډایه وي خو بيا هم له نورو د خيرات تمه او هيله لري. د دغو خيراتخورو په ډله کې له بده مرغه چې افغانان هم راځي. افغانان سره له دې چې د اوبو، معدني موادو، طبيعي زيرمو، قيمتي ډبرو او نورې بيلابيلې ذخيرې لري؛ بيا يې هم د خيرات کچکول د نورو لپاره نيولی وي.

24.12.2016 14:24    |   خوشحال آصفي پاکستان بيا زوړ منافقت کوي

په داسې حال کې چې د کابل ــ اسلام آباد اړیکې تر بل هر وخت په حساس پړاو کې دي؛ پاکستاني مليشو يو ځل بيا خپل پخواني منافقت پیل کړ. پاکستاني مليشو د تيرو څو ورځو راهيسې د ډيورند فرضي کرښې له پورې غاړې د کندهار پر معروف ولسوالۍ او د کونړ پر سرکاڼو توغندي توغولي دي. په همدې تړاو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتى او ورته يې د ډيورند له پورې غاړې د توغنديزو بريدونو له امله احتجاج کړى. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان او ملیشه قواوی د افغانستان په سرحدی ولسوالیو په ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او کندهار باندې راکټونه او هاوان توغوي. بلکې څه موده د مخه هم په ورته بريدونو کې په کونړ کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په ډيرې سپين سترګۍ له ډيورنډ هغې غاړې پر کونړ ولایت باندې بریدونه رد کړي دي او ادعا یې کړې چې د افغانستان له اړخه یې مخالف وسلوال په امنیتي پوستو بریدونه کوي چې دوي ورباندې ډزې کوي.

19.12.2016 13:28    |   خوشحال آصفي د روسيې نوې لوبه په مسکو کې د طالبانو غوا لنګيږي

په داسې حال کې چې له وړاندې پاکستان، چين او روسيه د افغانستان په اړه د درې اړخيزې ناستې ‌ډنډ‌ورې غږوي؛ اوس له تيرو پنځو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر غړي د مسکو ميلمانه دي. که څه هم د چین، پاکستان او روسیې چارواکې وایي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابیدو، او په سرحدي سیمو کې د داعش فعالیدلو له امله، دیته اړ شوي دي چې د ترهګرۍ پر ضد سيمه ايزې هلې ځلې پیل کړي او د پراخیدو مخه یې ونیسي. څو اونۍ وړاندې مسکو دا تائید کړه چې د د طالبانو سره "محدودې سیاسي" اړیکې لري او دا کار ددې لپاره کوي چې طالبان د سولې بهیر ته وهڅوي. د افغانستان حکومت د روسیې پر دغه کار سختې نیوکې کړې وې او دا یې یو غیر مشروع عمل بلل و.

18.12.2016 16:57    |   خوشحال آصفي نهايت سپکې څېرې

لکه څنګه چې سوله، ورورولي او خوښول خپل اصول او ځانګړنې لرې ؛ داسې جنګ، غچ او مخالفت هم خپل اصول لري. دا سمه ده چې جنګ له بربادۍ پرته بله معنا نه لري خو بشريت ته د درناوي په خاطر جنګ هم ځينې اصول لري چې بايد ښکيل اړخونه يې مراعات کړي. په جنګ او دښمنۍ کې دواړه خواوې معلومې وې، هر ا ړخ د مقابل لوري د تضعيف هڅه کوي خو دا هڅه داسې نه وي چې په ټولنه کې د بې ګناه ولس د وينې تويدلو سبب شي، دښمني داسې نه وي چې ملامت او سلامت معلوم نه شي او هر څوک له تيغه تير شي، بلکې په جنګ او جګړه کې هم بايد انساني کرامت ته درناوی وشي، ګناه ګار او بې ګناه وپيژندل شي او د ټولنې معصوم قشر ښځينه و هغه ډله چې اسلام ورته په ځانګړي مقام قايل دی؛ بې عزتي ونه شي. همداراز د دينې اماکينو او مقدساتو درناوی بايد وشي. مسجد، مدرسه، پوهنتون، ښوونځی، روغتون، پل پلچک، سړک او نورو عام المنفعه ځايونو ساتنه بايد ترسره شي. خو له بده مرغه په افغانستان کې بيا جګړه د وحشت تر هغو کچو رسيدلې ده چې آن د جاهلت په زمانه کې هم دومره وحشت نه و خپور.

17.12.2016 14:54    |   خوشحال آصفي بې شرمه زور واکي او ړانده چارواکي

افغانستان د نړۍ هغه هيواد دی چې هر ممکن په کې ناممکن او هر ناممکن په کې ممکن کيدلی شي. دلته وحشت د اوج له کرښې اوختی دی. دلته څو لنډغر د اسلام په نوم هغه بې دينۍ ترسره کوي چې حتا په کفر کې هم پرې لعنت ويل شوی دی. دلته د مسلمان د وينې تويولو لپاره د طالب، داعش او القاعده تر څنګ څو لنډغرو هم ملا تړلې ده. دلته جهاد د امتياز اخيستلو او زور ازمايلو وسيله ګرځيدلې ده. همدا تيره ورځ هم په ننګرهار ولايت ښيوې ولسوالۍ کې د پخواني تش په نوم جهادي قوماندان ګل کريم د يو ځايې اوسيدونکي سره هغه عمل کړی دی چې قلم يې په ليکلو شرميږي. او که ونه ليکل شي نو دا د نوموړي مظلوم په حق کې به لويه جفا شوي وي.

15.12.2016 12:31    |   خوشحال آصفي د کابل ـ ډهلي اړيکو؛ د آی ايس مشر په زړه خوړین کړی دی

له کلونو راهيسې پاکستاني چارواکي پر افغان حکومت نیوکه لري، چې د پاکستان په پرتله هندوستان ته ډير نيږدې دی او خوږې اړيکې ورسره لري خو په وروستيو کې د آی ايس آی نوی مشر نويد مختار د کابل ـ ډهلي اړيکو نيږديوالي ته په غبرګون کې وايې چې پاکستان کولى شي په افغانستان کې د هند رول د کمزوري کولو لپاره توندو يا يرغليزو لارو چارو ته مخه کړي، چې د نوي ډهلي لپاره د کابل نيابتي دريځ مخنيوى وشي. هندوستان ټايمز هندۍ ورځپاڼه وايې نويد مختار په امريکا کې د زدکړو پر مهال د "افغانستان، بديلې راتلونکې او پايلې" تر سرليک لاندې خپله يوه ليکنه کې ټينگار کړى چې پاکستان بايد په افغانستان کې د هند د اغېز په وړاندې مبارزه وکړي. سرچينه د آی ايس آی د نوي مشر په حواله وايې که افغانستان د يوې بلې غليمې مورچې په توگه را د بره کېږي او د هند لپاره يو نيابتي دريځ خپلوي نو اړينه ده چې پاکستان يې مخنيوى وکړي. د ورځپاڼې په وينا، نويد مختار د افغان طالبانو په وړاندې د پاکستان نورو پوځي مشرانو ته ورته ذهنيت لري، چې هغوى ته يې ځاى ورکړى او پلوي يې کوي.

14.12.2016 13:09    |   خوشحال آصفي د روسيې، ايران او پاکستان نوی جال

په داسې حال کې چې له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د سولې کولو په اړه بيلابيل خبرونه خپريږي؛ څو ورځې وړاندې ايران او روسيې له دغې ترهګرې ډلې (طالبانو) سره د اړيکو درلودو تايد وکړ. تيره ورځ د افغانستان مشرانو جرګې په کابل کې د روسیې سفیر ور وغوښت چې له طالبانو سره د روسيې د اړیکو او ګډو ګټو په اړه وضاحت ورکړي. په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي په ټینګار سره وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو پرمټ، د داعش د ډلې ځپل غواړي او دا په افغانستان کې له طالبانو سره د روسېې د ګډو ګټو او یا د طالبانو د تمویلولو او تجهیزولو په معنی نه دي. دا لومړی ځل نه دی چې روسيه له طالبانو سره د اړيکو درولودو باندې اعتراف کوي بلکې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې، طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په سوریه کې ورسره په جنګ دي او همدا لامل دی چې زمونږ ګټې سره نېږدې کوي.

12.12.2016 13:46    |   خوشحال آصفي پاکستان او طالبان ولې د سولې ډول ډنګوي؟

په داسې حال کې افغان ولسمشر غني وسله ‌وال مخالفین يو ځل بيا بین ‌الافغاني خبرو ته راوبلل؛ وسله والو طالبانو د جګړې د درولو او د مخامخ خبرو د پیلولو لپاره نوي شرطونه اعلان کړل. افغان دولت د یکشنبې په ورځ د ارګ په سلام ‌خانې ماڼۍ کې د دولتي چارواکو او دیني عالمانو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ ولمانځله. په دغو مراسمو کې ولسمشر غني یو ځل بیا له وسله ‌والو طالبانو څخه وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي. د طالبانو په نویو شرطونو کې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندل او د ملګروملتو له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل شامل دي. د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویندوی سهیل شاهین له قوله لیکلي چې دا شرطونه له امریکا او د دغه هیواد له متحدانو سره د مخامخ خبرو لپاره ضروري دي.

11.12.2016 14:36    |   خوشحال آصفي د پاکستاني ژورناليست په ځواب کې

زمونږ يو ملګري ډيره ښایسته خبره کړې ده چې ويلي يې دي : «د پاکستان مرداريو او په دغه هيواد کې د اسلام ضد کارونو ترسره کيدو ته چې ګورم ای کاش د پاکستان پر ځای يې چټلستان يا ميکروبستان نوم وای». نو رښتيا هم چې په دغه تش په نوم اسلامي هيواد کې هغو اعمالو ته په کتو چې حتا په کفري نړۍ کې هم نه ترسره کيږي؛ کاش يې په نوم کې د (پاک) پر ځای (چټل) يا (ميکروب) ياد شوی وای. اصلاً دغه چټل هيواد ته د پاکستان نوم کارول د (پاک) د کلمې سپکاوی دی. په دغې تش په نامه اسلامي هيواد کې د فحاشۍ او د ښځينه بدن د پلور ښکاره مرکزونه دي چې حکومت يې پر سر ټيکس اخلي، په دغې رذيل هيواد کې هغه اعمال ترسره کيږي چې آن له اسلامه وړاندې د جهالت په دوره کې کفارو ترسره کول لکه د انجلۍ له انجلۍ سره او د هلک له هلک سره واده کول. همدا راز په دغې نهايت سپک هيواد کې د لوطيانو بې شماره اډې شتون لري، خلاصه دا چې داسې غير اخلاقي او غير اسلامي عمل پاتې ندی چې په دغې تش په نوم اسلامي هيواد کې نه وي ترسره شوی.

10.12.2016 10:48    |   خوشحال آصفي مدني حرکت که سرکشي؟

له کله نه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې پرېکړه شوې چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۰ نورو ولایتونو ته تېر شي، او اوسني حکومت يې د نهايې کيدو پريکړه کړې؛ د هزاره هيوادوالو څو تنه مغرض او خود خواه اشخاص چې له ايرانه خړوبه کيږي؛ د روښنايې غورځنګ په نوم راټول شوي او د ايران په غوښتنه د دغې ملي پروژي د عملي کيدو د مخنيوي لپاره په بيلابيلو بڼو لاس په کار شوي دي. په څو ځلونو يې د کابل ښار واټونه او سړکونه بند کړي دي او د ټولو مدني قوانينو خلاف يې لاريونونه کړي چې د يو شمير خبريالانو د ګواښل کيدو سربيره يې ګڼو کابل ښاريانو او سوداګرو ته په ميلونو افغانۍ زيان اړولی دی. په لندن کې يې د ولسمشر غني سپکاوی وکړ. په داسې حال کې چې پخپله د يو ځانګړي قوم لپاره د يوې ملي پروژي چې د هيواد ميشت ټول قومونه په کې برخه لري، د پلي کيدو غوښتنه کوي؛حکومت يې په قومي برخورد تورن کړ.

21.11.2016 11:01    |   خوشحال آصفي پاکستان تياره مړۍ؛ خو څنګه بايد وخوړل شي؟

په داسې حال کې افغان دولت تل په افغانستان کې د ډيری وسله والو ځانمرګو بريدونو، ډله ايزو بريدونو او چاودنو تر شاه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی او په پاکستان کې ميشت وسله والو لاس درلودو ته اشاره کړې ده؛ په ورته مهال يې په نړيواله کچه له پاکستانه د شکايت کولو ګواښونه هم کړي دي. په وروستيو کې افغان ولسمشر غني هم د هندوستان د صدراعظم نريندار مودي په ګډون د نړۍ د مشهورو سياسي مشرانو په همغږۍ په نړيواله کچه له پاکستانه شکايتونه وکړل چې تر ډيره ښې پايلې يې هم درلودې. خو په وروستيو کې په امريکا کې د جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ چې د ډيپلوماسۍ پر ځای زور ته لومړيتوب ورکوي او د پاکستان ضد پاليسي لري؛ په واک ته رسيدو سره؛ دا زمينه ډيره برابره شوې ده چې نور دغه هيواد د سالمو ډيموکراتيکو هيوادونو له نوملړه وايستل شي او د ترهګرو هيوادونو په نوملړ کې شامل کړلی شي.

19.11.2016 17:44    |   خوشحال آصفي په پاکستان کې سياسي زلزله

په داسې حال کې چې په امريکا کې جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ واک ته رسيدلی؛ په پاکستان کې سياسي زلزله راغلې ده. حکومتي چارواکي، آی ايس آی او شنونکي ټول د پاکستان په اړه د ډونالډ ټرمپ له سياسي پاليسۍ متاثره او په ډار کې دي. هر يو يې په دې کوښښ کې دی چې څنګه وکولی شي چې ټرمپ ته ځان سپن وښايې او ورته نيږدې شي. دوی کله له هغه نوم څخه چې پاکستان په تيرو څو کلونو کې د ترهګرو د ملاتړ له کبله ترلاسه کړی دی؛ د خلاصون په خاطر په افغانستان د ترهګرو ساتلو تور لګوي او کله بيا د دې لپاره چې وښايې په افغانستان او سيمه کې امنيت لپاره ژمن دي؛ د افغانستان د سولې ډولې غاړې ته اچوي او په تش ميدان يې ډنګوي. په کور دننه او بهر د پاکستان سياسي استازي په دې هڅه کې دي چې په يو نه يو ډول د پاکستان په اړه د امريکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نظريه بدله کړي. همدا تيره ورځ په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي د افغانستان د سولې ډول ته ډنګ ورکړی دی.

16.11.2016 13:28    |   خوشحال آصفي د معافيت فرهنګ، د جنايې پيښو د زياتيدو عامل

کله چې د افغانستان نوم اخيستل کيږي نو په طبيعي ډول د انسان ذهن ته د افغانستان د اوسنيو سياسي، امنيتي او اقتصادي ستونزو انځور راوړل کيږي. دا هغه هيواد دی چې ډیر ځله د بدبختو هيوادونو په سر کې راځي. دلته نه امنيتي، نه سياسي او نه هم اقتصادي حالات په نورمال حالت کې دي، دلته يوه ډله خلک د خپلو پيسو، مال او جايداد په شمارلو ستړي کيږي خو بل لور ته داسې خلک هم شته چې سهار يې وخوري نو ماښام ته د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره حيران وي، دلته يوه ډله خلک د خپلو چکرونو او عياشيو لپاره د بهرنيو سفرونو مهالويشونه جوړوي خو داسې خلک هم شته چې ښار ته د تداوۍ لپاره ډاکټر ته د

15.11.2016 16:07    |   خوشحال آصفي له تور ليسته د نومونو ويستل او ننويستل

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزو د کمیټې غړي؛ له تور ليست څخه د اسلامي حزب د رهبرۍ د نومونو د ليرې کولو د بحث لپاره کابل ته راغلي دي؛ ولسمشر غني وایي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي. غني د ملګرو ملتونو د بندیزو د کمیټې له غړو سره په کابل کې د لیدنې پر مهال، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله نوم دې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو یاد پلاوی د افغان حکومت د يو بلې پخوانۍ مخالفې وسله والې ډلې (اسلامي حزب) رهبر ګلبدين حکمتيار د تور ليست څخه د ويستلو د بحث لپاره کابل ته راغلی دی. د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه ليک د تلې په اتمه د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامی حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له لوري له اوږدو خبرو وروسته لاسلیک شوه. د دې موافقې پر اساس د افغانستان حکومت باید له ملګروملتو او امریکا وغواړي چې د حکمتیار نوم له تور لیسته وباسي.

13.11.2016 12:38    |   خوشحال آصفي په کور کينول ښه کار خو د ځای ډکول ستونزه

په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت په خپله دوه کلنه دوره کې ايله څو مياشتې وړاندې په دې وتوانيد چې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو په ټاکلو خپله کابينه بشپړه کي؛ تيره ورځ ولسي جرګې درې نور وزيران په کور کينول. ولسي جرګې تيره ورځ په غوڅ اکثریت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون د ملي یووالي د حکومت له دریو وزیرانو د باور رایه بیرته واخیستله. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولینزو چارو، شهیدانو معلولینو وزیره میرمن نسرین اوریاخیله او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحيت شول. نږدې درې میاشتې وړاندې د ولسي جرګې غړو پریکړه کړې وه، چې ۱۸ هغه وزیران به خپلې استیضاحیه غونډې ته راوبلي، چې له ۷۰ سلنه څخه یې د خپلو وزارتونو انکشافې بودیجه کمه مصرف کړې وي. ټاکل شوې ۱۵ نور وزیران هم ولسي جرګې ته د انکشافي بودیجې د کم مصرف په باب په راروانو ورځو کې توضیخات ورکړي.