د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نور صبر د څه لپاره ؟

خوشحال آصفي 17.07.2016 14:32

د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ځيني اسناد او شواهد له يوې ليکنې سره يو ځاى د رسنيو په واک کې ورکړي چې له حقاني ډلې او طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې اړيکې ثابتوي. ښاغلي نبيل په دې ليکنه کې ويلي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري پر مهال دغه هېواد د افغانستان د مجاهدينو د سمبالښت په پلمه د امريکا په مرسته خپل پوځ تجهيز کړ او د وسله والو د جذب، ښوونې او روزنې او د افغانستان جهاد د پياوړتيا په نوم يې د زرګونو ديني مدرسو بنسټ کېښود. نبيل ويلي چې په پاکستان کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرې ديني مدرسې چې ډېری يې د افراطي اسلام او تاوتريخوالي په ترويج بوختې دي، فعالې دي، دغه راز ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له يادو مدرسو وسله وال جذبوي.
د ښاغلي نبيل ادعا په پوره معنا پر ځای ده چې په پاکستان کې له پنځوسو زياتې ترهګرې ډلې شتون لري چې له مدرسو ترهګر جذبوي. د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د حقانې ترهګرې ډلې په شمول؛ ډیری نورې خطرناکې ډلې لکه د لشکر طيبه، جيش الاسلام، جيش المحمد، تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي، د ملا نذير ډله، حرکت المجاهدين او ځينې نورې ډلې فعالې دي چې په پاکستان کې تمويل، تجهيز او پلان ورکول کيږي څو په افغانستان او د سیمي په نورو هيوادونو کې د پاکستان په ګټه ورانکاري وکړي.
په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د ثبوت دغه اسناد هم عادي اسناد نه دي بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارو هغه رسمي لیکونه دې چې پخپلو منځو کې یې تبادله کړي او په هغه کې یې د حقاني شبکې د غړو د ساتنې او امنیت په اړه خپلو نورو څانګو ته لارښوونې کړې دي. په دې اسنادو کې داسې اسناد هم شته چې د کابل په هوايي ډګر د برید طراحانو ته پکې د آی ایس آی له لوري تر دوه نیم ميلیونو پاکستانیو کلدارو جایزه ورکړل شوې ده.
همداشان له دې وړاندې د افغانستان او په نړيوال سياست کې څو نورو مشهورو څيرو هم د پاکستان د منزوي کیدو لپاره پوره ونډه اخيستې ده. د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو کمېټې ته د ډاکتر زلمي خليلزاد څرګندونې او په ټوله کې د پاکستان خلاف وروستی دريځ يې، د ملګرو ملتونو د جګپوړی کارپوه وحيدالله وحيد څرګندونې ويلي و چې لويديځ هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا تصميم لري چې پاکستان تجزیه کړي؛ په وارسا کنفرانس کې د پاکستان خلاف د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې چې نړیوالو ته ښکاره کړه چې د سیمې نور هیوادونه د افغانستان د سولې لپاره همکارۍ کوي خو پاکستان د افغانستان سولې ته ژمن نه دي ځکه طالب وسلوال په خپله خاوره کې ساتي، په ښه او بد یې ویشي او د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، په وروستيو کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبيل څرګندونې او له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ په تړاو يې د اسنادو افشا کول، او په ټوله کې په امریکا کې دننه د پاکستان پر ضد انتقادونوزياتيدل او د افغان حکومت وروستی دريځ؛ که څه هم ډیر ناوخته دي خو بيا هم ډیر پر ځای او د قدر وړ دي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې له دې زرينې موکې بايد څه ډول ګټه واخيستل شي؟
    •    افغان حکومت په ځانګړي توګه ولسمشر غني بايد همداسې د پاکستان په مقابل کې خپلې پالیسۍ ته دوام ورکړي او تر هغې ترې په شاه نه شي څو د نړۍ هر هيواد په دې پوه شي چې پاکستان يو ترهګر پال او ترهګر زيږونکی هيواد دی.
    •    افغان حکومت بايد له پاکستان سره هر ډول پټ لاسليک شوی تړون لغوه اعلان کړي، په ځانګړي توګه هغه د استخباراتي معلوماتو د شريکولو، اس او پي او بارډر منجمنټ لاسليکونه. که داسې ونه شي او په اساسي توګه له پاکستانه زمونږه خوږه ګوته راخلاصه نه شي نو تش په خوله د پاکستان خلاف دريځ نيول او پر وړاندې يې څرګندونې کول به بې معنا وي.
    •    افغان حکومت بايد د پوځي مقابلې پر ځای له پاکستان سره اقتصادي مقابله وکړي او په اساسي توګه ورته بايد ماتې ورکړي. په دې معنا چې حکومت بايد د هغه افغان پانګوالو لپاره په کور دننه د پانګونې زمينه برابره کړي چې همدا اوس په پاکستان کې په ميلونونو پانګونه لري. دلته بايد د اوړو، غوړو او نورو هغو توکو فابريکې فعالې شي چې همدا اوس يې افغانستان له پاکستانه واردوي. که د پاکستاني توکو تحريم ترسره شي نو پرته له شکه چې افغان حکومت به په اساسي او بنیادي توګه پاکستان په ګونډو کړی وي.
    •    اوس چې په افغانستان، امريکا او په ټوله کې د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د پاکستان ضد روحيه مخ پر ودې روانه ده نو افغان دولت بايد همدا غوره چانس وګڼي او له موکې په ګټه اخيستلو په افغانستان کې د پاکستان د هر منافقت اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي. ځکه همدا يې غوره وخت دی.
    •    وروستيو پيښو وښوده چې پاکستان نه يوازې د افغانستان او هندوستان د امنيت لپاره ګواښ دی بلکې د سعودي عربستان او نورو اروپایې هيوادونو په شمول د ټولۍ نړۍ لپاره ګواښ زيږونکی دی. پس لازمه ده چې د پاکستان په خلاف مبارزه بايد يوازې افغانستان او هندوستان ته پاتې نه شي بلکې د نړۍ ټول هيوادونه په يوه خوله د پاکستان خلاف غږ او چت کړي او پاکستان د خپل عمل په سزا ورسوي.