د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بريالي مديران له نورو سره څنګه اړيکې نيسي ؟

ساحل منګل 09.05.2016 12:27

ژ/ساحل منګل
که يو څوک ونه شي کولای چې له نورو سره ښې اړیکې ټينګې کړي، نو په دې هم نشي توانېدلی، چې يو ښه مدير شي. څه فکر کوئ، چې بريالي مديران له نورو سره څنګه اړيکې ټينګوي ؟په لاندې نهو ټکيو کې دغه مسله روښانه کوو .
۲ـ خپل مخاطبان پېژني .
بريالي مديران دې ته اړتيا نه لري، چې مهم ښکاره شي، خپل تخصص خلکو ته وښيي او يا ځان لوړ وګڼي. ددې پر ځای په دې فکر کوي خلک څه اړتيالري، چې څه واوري او څنګه کولای شي دغه پيغام د خلکو غوږونو ته په سم ډول ور ورسوي . دا په دې معنی نده، چې مديران هر ډول خبرې کوي اوخلک هغه واوري بلکې هغه خبرې کوي،چې خلک پرې پوه شي .
۳ـ د بدن د ژبې په برخه کې تخصص لري .
بريالي مديران هميشه د خلکو عکس العمل تعقيبوي . د خلکو څېرې ته ګوري او دا معلوموي، چې کومه خبره ښه ورباندې لګېږي او کومه بده او د هغې پر بنسټ خپلو خبرو او پيغام ته بدلون ورکوي .
۳ـ صادقه وي .
ښه مديران په دې باندې پوهېږې، چې پر خلکو باندې د اثر کولو په خاطر بايد ريښتونې خبرې وکړي .هغوی دا نه خوښوي، چې داسې خبرې وکړي، چې خلکو ته پکې د شک ټکی پيدا شي، تل حقيقت وايي ځکه، چې دروغ ويل د بې باورۍ او اضطراب رامنځ ته کېدولو لامل کېږې .
۴ـ باوري وي .
بريالي مديران دا هڅه نه کوي، چې څوک نه وي او شي . دوی، چې څومره وي په هماغه اندازه ځان ښيي ځکه، چې د خپل ځان پېژندلو سره سم عمل کول د پيغام په لېږد کې ډير اثر لري او خلک ېې په خبرو هم باور کوي .
۵– د تاثير لاندې نه راځي .
بريالي مديران، مبهم، نا مطمينه او کمزوري نه وي، د اوضاع دثاير لاندې نه راځي او په جرت سره خبرې او وينا کوي .
۶ـ له ډلې سره خبرې .
مديران شايد له يوه يوه کس سره د خبرو کولو وخت ونه لري.پر يوه مېز باندې ډېر خلک راټولوي او په داسې مهارت ورسره خبرې کوي، چې هر کس ددې حس کوي، چې له (ما) سره خبرې کوي .
7ـ غوږ نيسي.
بريالي مديران په دې باندې پوهيږي، چې اړيکه نيول د يوې دوه لارې په څير دي او هغه څه، چې اوري د دوی لپار مهم دي .هغوی، چې کله له نورو سره خبرې کوي دې ته فکر نه کوي، چې څه وواي، بلکې په ډير دقت سره غوږ ږدي او د مقابل لوري د خبرو په مفهوم باندې ډير تمرکز کوي .
۸ ـ خپلې غلطۍ مني .
بريالي مديران همېشته له (وبښه) ،زما غلطي وه) او نورو څخه ګټه اخلي .خپلې غلطۍ سم د لاسه مني او بيا لپاره ېې نه تکراروي. دې ته وخت نه ورکوي، چې نور خلک دده پر غلطيو نيوکې او تبصرې وکړي . د خپلو خبرو او کارونو ټول مسوليت پر خپله غاړه اخلي .
۹ـ عکس العمل ته ګوري .
بريالي مديران په دې پوهيږي هغه پيغام، چې خلکو ترلاسه کړی ريښتيا هم هغه پيغام ندی، چې دوی لېږلی، خپل پيغام څېړي، چې په سم ډول لېږل شوی او که نه، دپيغام دسم نه لېږلو له امله خپل مخاطبان نه ملامتوي بلکې پيغام ته بدلون ورکوي  او د دوهم ځل لپاره ېې ازمويي .