د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتيا: دغزني ښار سره ۲ ميليونه افغانۍ مرسته وشوه

ساحل منګل 13.03.2013 21:06

د پکتيا ولايت سوداګرو او ولايتي چارواکو د غزني د ابادۍ او ښېرازي په خاطر د يوې غونډې په ترڅ کې د دوه ميلونه افغانيو مرسته وکړه.
همدارنګه چارواکو او ملي سوداګرو داژمنه هم وکړه ،چې په غزنې ښار کې به يو واټ جوړوي او هم به په پکتيا کې دغزني په نوم ي،ه دروازه جوړوي .
د غزني والي موسی خان  اکبرزاده  پکتيا ته د سفر په مهال وويل چې له دې وړاندې يې په اوو نورو ولايتونو کې هم له يو شمېر سوداګرو سره ليدلي دي او د غزني د ښېرازي په خاطر يې ترې مرسته غوښتې خو د پکتيا والو سوداګرو مرسته له ټولو زياته او د مننې وړ ده .
اکبرزاده زياته کړه چې  اسلامي هيوادونو د غزني ښار د ابادې په برخه کې کړي ژمنې ورسره پورنه کړې او په دې برخه کې نورو نړيوالو هيوادونو په غزني کې د بيلابيلو شپيتو ټولګټو پروژو په برخه کې مرسته کړې .
د پکتيا والي جمعه خان همدرد دپکتيا له سوادګرو او ادري ريسانو او خبريالانو   خوښي وښوده چې د غزني په ښار کې د پکتيا په نوم يو څلور لارې د جوړولو لپاره يې له دغه ولايت سره دوه ميلونه افغانۍ مرسته وکړه .
غزني د يونسکو له خوا په  ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ د تمدن مرکز نومول شوی، د دې غوراوي په خاطر بايد د غزني ښار لرغوني ځايونه ورغول شي، ښار بايد پراخه شي او په ټوليز ډول داسې هڅه وشي چې غزني په رښتيني ډول د اسلامي نړۍ د يو متمدن ښار ښکارندويي وکړي.