د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپكتيا ژورناليستانواومدني ټولنوغړو دسلطان منادي وژل په كلكه وغندل

ساحل منګل 14.09.2009 15:04

دپكتيا ولايت ژورناليستانواومدني ټولنو غړوپه كندزكې دسلطان منادي وژل كېدل په كلكه وغندل.

هغه غونډه چې دپكتيا ولايت مركز ګردېزكې جوړه شوې وه ددې ولايت دژورنالېستانو سربېره دمدني ټولې غړو پكې برخه اخيستې وه.

په غونډه كې دياد خبريال روح ته دعا وشوه اوبرخوالوله دولت څخه په كلكه وغوښتل چې دمنادي دوژل كېدو لامل مالوم كړي .

دغونډې په پاى كې دپرېكړه ليك په خپرولوسره له دولت،يوناما،بهرنيوځواكونواوله بشرحقوقوڅخه وغوښتل شول چې ددې پېښې پلټنه دې وكړي .

ديادولووړده چې سلطان محمد منادي څوورځې وړاندې په كندزكې ديوه بهرني خبريال سره د بهرنيانو له خوا دعملياتو په مهال ووژل شو.