د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پنځم ستون اصطلاح

حضرت سهاک 08.10.2015 14:22

پدی ورځو کی د پنځم ستون اصطلاح ډیره اوریدل کیږی چی زمونږ یو شمیر ځوانان لدی اصطلاح سره لا ډیر نه دی آشنا نو ځکه غواړم پدی مورد کی خپلو هیوادوالو ته لږ معلومات چی له مختلفو منابعونه می راټول کړی دی، وړاندی کړم.
پنځم ستون یوه اصطلاح ده یعنی لغوی معنی نه لری او د محتوی له مخی هغو پټو جاسوسانو او خرابکارو عواملو ته ویل کیږی چی یوه سازمان ، ګوند ، دولتی مقاماتو او یا د بل هیواد په ارګانونو کی د دوست او طرفداره په نوم پټ شوی دی خو په عمل کی د دښمن په ګټه او د خپلو هیوادوالو یا همنظره خلکو پرضد فعالیت کوی.
د « پنځم ستون » اصطلاح د هسپانی هیواد د کورنیو جګړو پروخت چی له 1936 تر 1939 پوری دوام وکړ رامنځ ته شوه.. پاته دی نه وی چی د موضوع د څرنګوالی لپاره لازمه ده یو لنډ نظر د هسپانیی هیواد د هغه وخت پيښوته وکړو.
په 1931 کال کی د جمهوری غوښتونکو د قیام په نتیجه کی د هسپانیی شاهی نظام سقوط وکړ او « آلفونس دیارلسم » د دغه هیواد پاچا له خپل هیواده و تښتید.
له 1933 نه تر 1936 کال پوری د محافظه کارو جمهوری غوښتونکو له خوا د هسپانیی انقلاب له خپل اصلی مسیر نه منحرف شو. د دوی په مقابل کی د 1936 کال د فبروری په میاشت کی ټول چپی عناصر لکه سوسیالستان ، کمونستان ، آنارشستان او جمهوری خواهان د خپلو سیاسی رقیبانو په مقابل کی چی سلطنت غوښتونکی، د اردو افسران او روحانیون پکی شامل ول سره متحد او دانتخاباتو په نتیجه کی بریالی شول. د جمهوری غوښتونکو په مقابل کی د 1936 کال په جون کی چی له انتخاباتو پنځه میاشتی تیری شوی وی د اردو یو جنرال د فرانسیسکو فرانکو په نوم قیام وکړ او د بارسلونا بندریی ونیو. د دوی پر ضد ټول چپ احزاب او جمهوری غوښتونکی سره متحد شول چی د دواړو خواوو جګړه له ( 1936 تر 1939 ) پوری دوام وکړ. پدی جنګونو کی د هسپانی هیواد یو میلیون خلکو قربانی ورکړه د جګړی په پای کی جنرال فرانکو له څلورو خواوو په جمهوری غوښتونکو برید وکړ او هغوی ته یی خبر ورکړ چی څلور ستونه جنګی ډلی له څلورو خواوو په مادرید برید کوی او پنځم ستون یی ستاسو جمهوری غوښتونکو منځ کی پټ دی او ډیر ژربه هلته پرتاسو برید وکړی او مونږ ته به لاره پرانیزی. چی د جګړی په پای کی همداسی وشول . پنځم ستول د مادرید له مرکزه په جمهوری غوښتونکو او انقلابیونو برید وکړ او د جنرال فرانکو لښکرو ته یی لاره پرانیسته . که دا پنځم ستون هلته موجود نه وایی نو دوی به په دومره آسانی مادرید ته نه و رسیدلی.
له هغه وخته راپدیخوا د یو دولت ، ګوند او یا جبهی په منځ کی پټو جاسوسانو ، د پردیو او خارجی ګټو ملاتړ کوونکو ته د پنځم ستون اصطلاح استعمالیږی. د پنځم ستون غړی په ښکاره ځانونه د لویو ډلو ملاتړی او هوا خواهان معرفی کوی خو په حقیقت کی د هغوی د تضعیف او له قدرته لری کولو لپاره کار کوی. دوی د وسلو پټ ګدامونه لری او د خپلو اصلی دندو ترڅنګ خپل جنګیالی وسله وال کوی چی د ضرورت په وخت کی د نظام له منځه په هغوی بریدونه کوی.
د پنځم ستون اصطلاح د معنی او مجازی مفهوم له نظره همهغه جاسوسان دی خو فرق یی یواځی پدی کی دی چی کیدای شی جاسوسان د بیګانه ګانو په ضرر او دخپل هیواد په ګټه او مصلحت کار وکړی او هغوی ته کشاف هم وویل شی ، که څه هم د خپل ځان په قیمت ورته تمامه شی . اما د پنځم ستون غړی که پوهیږی او یا نه پوهیږی د خپلو خلکو پرضد او د پردیو په ګټه کار کوی. کیدای شی د پنځم ستون غړی د پردیو له خوا استخدام او هغوی ته د خپل هیواد او خلکو پرضد جاسوسی وکړی او ډیر مهم او حیاتی معلومات دښمن ته په واک کی ورکړی. زمونږ ځینی تلویزیونی شبکی د مطبوعاتو د آزادی تر شعار لاندی کله کله داسی معلومات د خپلو خپرونو له لاری د هیواد او خلکو دښمنانو ته په واک کی ورکوی. ډیر وخت دوی ځانته دومره جرا‌‌ت ورکوی چی د دولت له تریبیون نه لکه له خپل پارلمانی موقف او د ولسی جرګی له غړیتوب ، د خصوصی تلویزیونو او یاد د کومی بلی مرجعی نه په استفادی د خپلو هیوادوالو ترمنځ د تفرقی اچولو ، نورو قومونو او مشرانو ته توهین کولو او پرهغوی د داسی اتهاماتو واردول چی خپل ملګری یی پری بی باوره شی ، تبلیغات کوی. د هغوی پيژندل اوس نسبتا آسانه شویدی خو د افغانستان د دولت له خوا د قاطع عمل نه ښودلو له امله هغوی نور هم زړور کیږی.