د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان اسلامی جمهوریت، افغانیت او اسلامیت

حضرت سهاک 07.09.2015 11:27

درنو هیواد والو ټولو ته سلامونه وړاندی کوم
زمونږ ځینی دوستان د حقوقو او ټولنپوهنی دوه بیل بیل مفاهیم او اصطلاحات یو دبل مترادف یا مساوی بولی . مثلا د افغانستان اسلامی جمهوریت چی هغه جغرافیایی ساحه ده چی د افغانستان دولت پری حاکمیت لری . کیدای شی د خاوری یوه برخه موقتا یا د تل لپاره له خپل اصلی هیواده جدا اوپه بل هیواد پوری وتړل شی لکه په اوکرایین کی د کریمیا شبهه جزیره چی له اوکرایین نه جدا او په روسی پوری وتړل شوه ، او یا څو هیوادونه سره یوځای او یو فدراسیون یا کنفدراسیون جوړ کړی لکه سویس.
اوبل افغان ملت دی چی له خلکو او ولسونو نه جوړ شوی دی . خلک یا ولس او یا په بل عبارت ملت یو ژوندی مخلوق دی چی د خپلی خاوری دفاع کوی ، په همدی خاوره کی ژوند کوی او له ټولو امتیازاتو یی ګټه اخلی . اما په دی خاوری کی کیدای شی میلمانه ، ديپلوماتان ، توریستان، مهاجر اونور کسان چی هویت یی نه وی معلوم هم ژوند وکړی . خو هغوی ټول افغانان نشی کیدای. هغه څوک د افغانستان تبعه او د ایرانیانو خبره شهروند یا د ښار اوسیدونکی دی چی د خپل هیواد تابعیت ولری ، یعنی تذکره یی په جیب کی پرته وی اوټول مسوولیتونه او وجایب یی په ځان ومنی. د ضرورت په وخت کی یی دفاع ته حاضر شی. ځینی کسان بنا پر مختلفو عواملو خپل هیواد پریږدی او د بل هیواد تابعیت تر لاسه کوی لکه زمونږ د هیواد پخوانی یهودیان چی د اسراییلو د دولت له جوړیدو سره سم له افغانستانه ووتل او د افغانستان تابعیت یی له لاسه ورکړ.
همدا راز ديپلوماتان ، بهرنی میلمانه ، بی هویته اشخاص ، د بل هیواد مسافرین او توریستان، مهاجرین چی د افغانستان تابعیت یی نه وی غوښتی او د اوسیدو موقته اجازه یا ویزه ولری د افغانستان د اتباعو یا افغانانو په شان مساوی حقوق نه لری. دوی ځان یو دولتی مقام لکه ولسمشری ، معاونیتونه یی ، ولسی جرګی اونورو مقامونو ته نشی کاندیدولی، د جنګ په وخت کی دوی مجبور نه دی نظامی یونفورم واغوندی او زمونږ له خاوری دفاع وکړی ، دوی په بهر کی د افغانستان نمایندګی نشی کولی او ډیر داسی مسایل دی چی له اتباعو سره یی فرق شته. خو هغوی ته هم د ضرورت په وخت د افغانستان د اسلامی جمهوریت اسناد لکه پاسپورت ، په افغانستان کی د اوسیدو یا اقامت موقت کارتونه ورکول کیدای شی. هغوی ته مونږ افغانان نشو ویلی . دا پدی معنی چی یواځی د افغانستان اسلامی جمهوریت اصطلاح د پورته غوښتنی ځواب نشی ویلای بنا ضرور ده چی په قانونی اسنادو کی دواړه اصطلاح ګانی ذکر شی.
همدا راز د اسلام دین زمونږ د قاطع اکثریت دین دی چی ټول پری ویاړو . اما مونږ سره د نورو ادیانو خلک هم اوسی لکه هندوان او سکان ممکن د نورو ادیانو خلک هم دلته وی او یا په راتلونکی کی دلته پناهنده ګی وغواړی او مونږ سره ژوند وکړی نو د دین ذکر د دولت نور راتلونکی کارونه اسانه کولای شی، مثلا په اروپایی هیوادونو کی د مهاجرت په لومړی ورځ د هغوی د ملت او دین پوښتنه هم کیږی او په راتلونکی کی هغوی ته د خپل دین او مذهب مطابق دینی استادان په ښوونځیو کی ورته ټاکی . هغوی په ماشومانو کی استعدادونه لټوی او هر څوک د مذهب او دین له آزادی نه پوره برخمن دی او په خپلو اتباعو ویاړی. بنا مونږ ته په کار دی دور اندیشه اوسو او لنډ له پښو لاندی فکر ونه کړو ، ځکه نن نړۍ د یو واړه کلی حیثیت لری ، یو انسان نن په استرالیا کی وی اما سبا ممکن افغانستان ته راشی او یا برعکس زمونږ افغانان نورو هیوادونو ته لاړ شی. هیله ده نور جامد فکر ونه کړو او هراړخیز تصامیم ونیسو چی راتلونکو نسلونو ته مشکلات پرینږدو.
له بلی خوا د افغانستان اساسی قانون مونږ ته اجازه را کوی چی د خپل هیواد ټولو اتباعو ته افغان وویل شی اوهم په تذکره کی د اسلام د دین ذکر وشی . کله چی د حقوقی او قانونی لحاظه کوم مشکل متصور نه وی نو د یوڅو کسانو د تعصب لپاره ولی خپلی ټولنی او ولس قصدا لوی لوی جنجالونه ایجاد کړو.