د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سوداګرۍ په نړیواله ټولنه کی د افغانستان غړیتوب

حضرت سهاک 18.12.2015 12:26

سوداګری نړیواله ټولنه یو بین المللی سازمان دی چی په انګلیسی کی ورته World Trade Orgainzation (WTO)
وایی داسازمان یا ټولنه د سوداګری نړیوال قوانین تنظیم او د خپلو غړیو هیوادونو ترمنځ سوداګریز اختلافات حل وفصل کوی. د دی سازمان غړیو هیوادونو شاوخوا 30 موافقتنامی سره امضاکړی دی . مرکز یی د سویس هیواد د ژنیو په ښار کی دی ډیر د خوشحالی ځای دی چی نن افغانستان 164 هیواد دی چی د دی سازمان غړیتوب یی حاصل کړ. د سوداګری نړیواله ټولنه د 1995 کال د جنوری له لومړی نیټی نه راپدیخوا رسما جوړه او په فعالیت یی پيل کړی دی.
پاته دی نه وی چی زمونږ لویدیز ګاونډی ایران هم د 1996 میلادی کال د جنوری له 19 را پدی خوا د دی سازمان د غړیتوب حاصلولو لپاره غوښتنلیک سپارلی وو چی په پای کی د 2005 کال د می له 26 راپدیخوا د دی سازمان دناظر په صفت قبول شوی.
تر 2012 میلادی کال پوری دا لاندی هیوادونو د دی سازمان اصلی غړیتوب نه وو تر لاسه کړی: ایران ، عراق ، لیبیا ، سوریی ، بلاروس ، الجزایر ، بوسینا ، صربستان ، سودان ، ازبکستان او قزاقستان .
د افغانستان شاملیدل په دی نړیوال سازمان کی یو لوی امتیاز دی چی نړیوالو زمونږ هیواد ته ورکړ اودا به زمونږ د کورنیو تولیداتو او نړیوالی سوداګری په ډیریدو کی مرسته وکړی.
افغانستان معمولا چرمی تولیدات ، د حیواناتو پوستکی ، وچه او تازه میوه ، قالینی خارج ته صادروی چی په مقابل کی نقلیه وسیلی ، د سون توکی ، ماشین آلات ، برښنایی وسایل واردوی.