د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرهون او د کوچنیانو ادب

پوهندوی آصف بهاند 21.07.2015 12:20

د کوچنیانو ادبیات
تاریخي پس منظر، اوسنی حالت
شپاړسمه برخه
محمود مرهون په دې کم عمر کې د پاملرنې وړ فرهنګي کارونه تر سره کړي دي. له هغې ډلې نه یې څه چې د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې کړي دي، د ځانګړې پاملرنې وړ دي. د همدې له پاره ما د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په سلسله کې دا مقاله(شپاړسمه برخه) یوازې دې ته ځانګړې کړې ده چې د کوچنیانو د ادب په برخه کې د مرهون کړو کارونو ته یو ځغلند نظر وکړم.
ما محمود مرهون له نږدې  نه و لیدلی، یوازې مې د میډیا له لارې پیژانده. کله، کله به یې مقالې په «لر اوبر» ویبپاڼه کې راتلې. کله مې چې د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې کابل  ته سفر وکړ، نومې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي  په پښتو څانګه کې ولید.  سره ومو پيژندل، ښه روغبړ مو وکړ. ده اجمل ښکلي او د علمي کدر څو تنو نورو نوو او ځوانو غړو  چې ما  نه پیژندل په دقت سره غوږ نیولی و چې زه به څه وایم.
کله چې لږ د استادانو او زده کوونکو ګڼه ګوڼه کمه شوه، مرهون مې ورو خوا ته راغی او را ته و ې  ویل:
«استاده ما هم د کوچنیانو له پاره یو څه کار کړی دی، اوس هم لګیا یم کار کوم او ...»
څو مجله ډوله غیر ستندرد کتابونه یې په لاس کې را ته ونیول او وې ویل:
« دا مې د کار بیلګې دي، دا وړې کیسې مې د کوچنیانو له پاره ژباړلې دي او ...»
ما کتابونه په مینه ور نه واخستل، عنوانونه مې له نظره تیر کړل. په رښتیا ډیر خوشاله شوم چې په یوه وار د کوچنیانو له پاره دومره کتابونه، هغه هم د لسو ټوکو په شمیر. نو سمدلاسه مې ورته و ویل:
مبارک دې شه، په ځوانۍ دې برکت شه چې تا دومره کار کړی دی، هغه هم دکوچنیانو له پاره چې د ډیرو هیر، خو ستا په یاد دي. د اوږدې مرکې په پای کې یې بیا را ته و ویل:
« دې ته ورته نور کتابونه مې هم تر کار لاندې دي، که ژوند باقي و، نو بشپړ به یې کړم.»
کله چې د ده خبرې خلاصې شوې، ما ورته و ویل چې زه به د کوچنیانو له پاره ستا پر کارونو او په ځانګړي ډول پر دې کتابونو یوڅه لیکم.
کله چې ما د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو پنځلسمه برخه خپره کړه، نو مرهون راته د فیسبوک له لارې ولیکل:
«استاده سلام!
هغه زما د كتابو په اړه به دي سه نه وي ليكلي؟»
ما بیرته داسې ور ته ولیکل:
مرهون صاحب درناوی مې د ځان او ټولو همکارانو له پاره و منه!
ستا سو کتابونه مې له دروند والي سره سره تر ډنمارکه پورې را رسولي دي، یو څه یاد داشتونه مې ستا او ځینو هغو کتابونو په باب لیکلي هم دي چې سر سري مې لوستلي دي، خو له بده مرغه چې ټول لیکلي شیان مې په یوه آر ډسک کې پراته و او اوس هغه آر ډسک ما ته د نا مالوم دلیل له مخې تړل شوی دی. همدا پرون مې یو چا ته وسپاره چې خلاص یې کړي. که مواد په لاس راغلل هم ستاسو د کتابونو په باب یو څه لیکم او که آر ډسک خلاص نه شو هم یې لیکم، خو زما ژوند او نورو فرهنګي کارونو ته په کتو سره یو څه وخت ته اړتیا لري.
څنګه چې بحث د مرهون پر هغو کارنو باندې دی چې ده د کوچنیانو له پاره کړي دي، نو د دې له پاره چې زه خپله او درانه لوستونکي یو څه له مرهون سره آشنا او بیا یې پر کړو ادبي کارونو څه وایو، نو ما د فیسبوک د چت خونې له لارې  له ده نه د ده د بیوګرافۍ غوښتنه وکړه.
مرهون صاحب که دې یوه لنډه بیوګرافي را ولیږې، خوشاله به شم!
 ده هم د غفور لیوال هغه لیکنه په لاس راکړه چې لیوال صاحب په شاعرانه انداز او هنرمندانه ډول د ده په باب د ۲۰۰۹ کال د جون د میاشتې په اته ویشتمه نیټه په «ټول افغان» ویبپاڼه کې خپره کړې وه. د هغې لیکنې په یوه برخه کې د مرهون په باب داسې راغلي دي:
« هغه ورځې، چې له شماله جنوب ته راپاڅیدلي بادونه د ونو وروستۍ پاڼې توږي، او انار په خپلو ریښو کې د نویو ګلونو د غوړولو لپاره اوبه پټوي، نو چې د بابا صاحب زیارت ته وخیژې ښکلی ارغنداو یو بل رنګ لري، شل کاله پخوا ( ۱۹۸۹میلادي) د همداسې یوه دسمبر په ۱۳مه یوه ښکلي ماشوم د ښاغلي آغا محمد محرابي کور روښانه کړ، د بارکزو د شیرزیو (خړزیو) په محرابخیلو کې یو بل بارکزی ورزیات شو. دنیکه ملاولي احمد محرابي او غور نیکه محمد امین محرابي د کاله نغری پر یوه تنکي محمود تود شو، چې کلونه وروسته د خپلو ادبي او فرهنګي هڅو له برکته په محمود مرهون مشهور شو. »
http://www.tolafghan.com/posts/13948   
اوس محمود مرهون د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي  د پښتو څانګې په علمي کدر کې تر ټولو ځوان غړی دی.
مرهون یو فعاله ځوان علمي کدر دی چې ادبیاتو پوهنځي کې یې د زدکړې او تدریس تر څنګه ډیرې نورې فرهنګي پروژې او کارونه را پیل کړې دي. د ژورنالیزم په برخه کې فعالیت لري او د «سراج الملت»   په نامه جریده خپروي چې تر اوسه پورې یې دوې ګڼې زما له نظره تیرې شوې دي، په آنلاین ډول یې د پښتو ژبې تدریس(راځئ چې پښتو زده کړو، بیاید پښتو بیاموزیم) ته مټې را نغښتلې دي چې په آنلاین ډول تر لاسه کیدای شي:
https://www.facebook.com/pages/%D8%A8%D9%8A%D8%A7%D9%8A%D9%8A%D8%AF-%D9%BE%D8%B4%D8%AA%D9%88-%D8%A8%D9%8A%D8%A7%D9%85%D9%88%D8%B2%D9%8A%D9%85-%D8%B1%D8%A7%DA%81%D8%A6-%DA%86%D9%8A-%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%D8%B2%D8%AF%D9%87-%DA%A9%DA%93%D9%88/1434426150208055?__mref=message_bubble  
 د کتابونو لیکل او ژباړل یې په یوه عادت بدل شوي دي. له ټاټوبي اونیزې سره یې د خپلو چاپ شوو آثارو په باب داسې ویلي وو:
« تر دې دمه مي ٣١ عنوانه بېلابېل کتابونه په هيواد کي دننه او له هيواده بهر چاپ سوي دي او انشاالله په نږدې راتلونکي کې به دغه شمېر ٣٥ ته ورسېږي »  
https://www.facebook.com/pashtoliterature/posts/1590414281211359:0  
زه د اوس له پاره د ده پر نورو فرهنګي کارونو باندې څه نه وایم، یوازې یې هغه کارونه دلته معرفي کوم چې د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې د کو چنیانو او ماشومانو له پاره کړي دي.
هغه کتابونه چې مرهون ما ته په کابل کې را وسپارل، عنوانونه یې دا دي:
ــ مهربانه سپی او د چرګې ژړ چیچان،
ــ درې نانۍ پیشو ګیانې،
ــ وحشي خرس او هوښیار هلک،
ــ د ځنګل د ماڼۍ راز،
ــ د سرو زرو هګۍ او جادويي بیزوګۍ،
ــ لویشتکی،
ــ د علاالدین څراغ،
ــ هوښیاران خور او ورور،
ــ بامي،
ــ بیرندونکی شوپرک.
د کتابونو نومونه څنګه چې د کتاب پر پشتۍ باندې چاپ شوي دي، ما هغسې ثبت کړل. دا کتابونه د ډیرو ښیګڼو تر څنګ یو څو «خو» ګانې هم لري، په دې ډول:
ــ د کتاب لیکوالان نه دې ښودل شوي،
ــ په ژباړل شوي متن کې د کتاب منبع نه ده راوړل شوې،
ــ د چاپ کال او ځای نه ده ښودل شوی،
ــ د ځینو کتابونو پر وروستۍ پشتي باندې لیکلي دي: انتشارات مستقبل او پر ځینو یې بیا لیکلي دي: کتاب فروشي علمي، خو د ناشر او خپرونکي توري ورسره نه شته او سړی نه شي کولای پوه شي چې ناشر څوک دی او له کوم آدرس نه خپاره شوي دي.
ــ د ژباړې ژبه یو څه ځیږه ښکاریږي چې د پښتو د یوې لهجې رنګ په کې غالب دی.  
د دغو پاسنیو نیمګړتیاوې په باب مې له مرهون سره د چت په خونه کې سوال ځواب کړی دی چې د ځینو پوښتنو او نیمګړتیاوو ځوابونه په کې موندل کیدای شي:
آصف بهاند:
په ښه وخت په لاس راغلې!
دا لس کتابونه دې چې ما ته راکړي، دا ټول ژباړل شوي آثار دي، د دې منبع او ژبه نه ده ښودل شوې چې له کومې منبع او کومې ژبې نه را ژباړل شوي دي؟
به یوه کتاب(مهربانه سپی او د چرګې ژړ چیچان) کې د کتاب پر مخ ژباړن محمود مرهون ښودل شوی دی او په دریم مخ کې یې ژباړن ساحل مرهون ښودل شوی دی. آیا ساحل مرهون او محمود مرهون یو شخص دی که جلا جلا اشخاص دي؟
محمود مرهون:
سلامونه!
هغه يو اشتباه ده دواړه يو کس دي.
دواړه محمود مرهون دى.
او بل دا د انګليسي متن څخه ترجمه سوي دي مګر رسامۍ يې ...
آصف بهاند:
نور ۴۰ ټوکه دې چې چاپ ته لیږل، زما مصلحت دا دی چې ټاکلې منبع(مآخذ) یې ور سره ولیکه چې ستا مسولیت هم تر سره شي او په راتلونکو کې څیړونکي هم له ستونزو خلاص وي. په هر څه کې مآخذ، سر چینه، ریفرینس، لینک، آدرس ښودل ډیره اړینه موضوع ده، بیا تا غوندې یو شخص ته چې استاد او څیړونکی یې.
محمود مرهون:
پر دواړو سترګو،
استاده دې ټکي ته مي فکر دى.
زما هیله دا ده چې چې مرهون صاحب په خپلو راتلونکو کارونو کې دې نیمګړتیاوو ته په پام سره دا کمبود شیان ور اضافه کړي.
د اوس له پاره یې پرتلنه ځکه نه شي کیدلای چې اصل متن په لاس کې نه شته او په هر اړخیزه توګه یې نقد ته هم زړه نه شم ښه کولای. د اوس له پاره د کوچنیانو د ادب په برخه کې همدومره کار که نیمګړتیا هم ولري، غنیمت یې ګڼم چې یو مور او پلار یوه ماشوم ته د دې کتابونو یوه کیسه په مینې سره واوروي او یا کوم کوچني ته له دې کتابونو څخه یو د لوستلو له پاره په لاس کې ورکړل شي او که هیڅ شی نه وای نو ...  
د کتابونو موضوعات د کوچنیانو د ژوند او عمر په سطحه برابر دي او که تر ماشومانو او کوچنیانو پورې ورسیږي، ډیر ګټور دي او کوچنیان به ډیر څه ور نه زده کړي.
 د لسو عنوانه کتابونو له ډلې نه مرهون د ځینو کتابونو په پیل کې د کوچنیانو په ژبه له هغوی سره د زړه خواله کوي چې دا د زړه خواله ماشومان او کوچنیان نور هم مطالعې ته هڅوي او له دې کتابونو سره یې مینه زیاتوي. څو بیلګې یې دا دي:
«خوږو او ګلالیو کوچنیانو! دا دی تاسې ته مې نن یوه ډیره پخوانۍ او ډیره عجبه کیسه راوړې ده. دا کیسه یوه خورا مشهوره کیسه ده چې دیر کلونه پخوا پیښه شوې ده. تاسو به دا کیسه لولئ، خپلو نورو شریکانو ته به یې وایاست او بیا به یې په خپلو کتابچو کې لیکئ. که چیرې مو کوم ځای سر نه خلاصیدئ، بیا به نو خپل ګران پلار جان اویا مور جانې ته و وایاست چې در ته مانا یې کړي ...»(مرهون،محمود(ژباړن)، وحشي خرس او هوښیار هلک، لومړی مخ)
«ګرانو کوچنیانو سلامونه!
دا دی نن د یوې نوې کیسې سره راغلی یم. دا کیسه د چین په اړه ده. تاسو دا کیسه له سره تر پایه و وایاست، په یاد یې کړئ او بیا یې په خپلو کتابچو کې ولیکئ ...»( مرهون،محمود(ژباړن)، د سرو زرو هګۍ او جادویي بیزوګۍ، لومړی مخ)
کتابونه ټول له رنګه انځورونوسره چاپ شوي دي چې دا نور هم کتابونه او د هغو موضوعات د کوچنیانو له پاره په زړه پورې کوي او په لوستلو کې مرسته ورسره کوي.
خو اصلي خبره دا ده چې دا کتابونه به اوس تر ماشومو اوکوچنیو لو ستونکو پورې څوک څه ډول ور رسوي. ما د د کوچنیانو ادبیاتو په پنځه لسمه برخه کې همدې ستونزې ته اشاره کړې وه چې دومره مواد، کتابونه، مجلې چې ما په څو برخو کې معرفي کړل، څنګه به تر کوچنیو لوستونکو پورې ورسیږي.
http://www.taand.com/pal/archives/1920  
د مرهون صاحب د دې کتابونو مسآله هم همدې ستونزې سره مخ ده چې دا ښایسته او د ماشومانو او کوچنیانو له پاره په زړه پورې کتابونه به څنګه او څوک تر خپل ځای، یانې د کوچنیانوتر نازکو لاسونو پورې ورسوي؟
کله چې ما په کابل پوهنتون کې له مرهون سره ولیدل د نورو خبرو تر څنګه مې  همدا موضوع ورته یاده کړه چې دا کتابونه به څنګه تر کوچنیانو پورې ورسیږي؟ او وړاندیز مې ور ته وکړ چې ښه لاره یې دا ده چې په کومه ویبپاڼه کې آنلاین شي، څو هغه کورنۍ چې انترنت ته لاس رسی لري په وړیا او آسانه استفاده ځینې وکړي. ده را ته و ویل چې سمه ده. او اوس یې یوازې د فیسبوک پر یوه ځانګړې پاڼه باندې  یو څو کتابونه آنلاین کړي دي چې ښايي ټول خلک به ور ته لاس رسی و نه لري.
که ښاغلی مرهون که له ځینو داسې ویبپاڼو سره چې دا کتابونه انلاین کولای شي، په تماس کې شي، ډیره به موثره وي. هغه څو پاڼې دا دي:
ــ کتابونه دات کام (ketabton.com )
ــ کتابونه دات کام (kitabtoon.com)   
 ــ پل دات، تاند دات کام  (pal.taand.com)
دوه لومړني یې جلا جلا ویبپاڼې دي چې دواړه په خپل کتابتون کې د کوچنیانو د ادب او ماشومانو او کوچنیانو کتابونو له پاره جلا برخې او ځایونه لري. او دریمه ویبپاڼه (پل) د ماشومانو، کوچنیانو او د هغوی د کورنیو له پاره ځانګړې ویبپاڼه ده، که دا او دې ته ورته کتابونه په خپله لمن کې ولري، ډیر په ځای او مناسب کار به وي.
د شپاړسمې برخې پای