د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۵

پوهندوی آصف بهاند 14.07.2015 11:37

د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په ځینو برخو کې مې پر دې بحث کړی و چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره، د کوچنیانو د ادبیاتو په نامه را ټول شوي، تخلیق شوي، چاپ او خپاره شوي مواد چیرې، څه ډول چاپ او خپاره شوي دي او په کومو آدرسونو آنلاین شوي دي. په دې باب څومره مواد چې ما ته په لاس راغلي یا مې له نظره تیر شوي دي، ما یو په یو د همدې سلسلې(د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت)
 په ځینو برخو کې معرفي کړي دي چې انترنیتي پتې یې په لاندې ډول دي:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kochnian9.pdf   
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kocnian10.pdf
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kochnian11.pdf  
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kochnian12.pdf   

اوس نو پاتې دا شوه چې څنګه دا لیکلي کتابونه او مواد تر کوچنیانو او تر کورنیو پورې ورسیږي. انترنیتي پتې ور وښودل شي، د لوستلو زمینه یې ورته برابره کړای شي، کوچني ته د لوستلو او ور باندې د پوهیدلو چل و ښودل شي.
زما له انده اوس دا د هر مور پلار، د هرې کورنۍ د مشرانو او زلمو کار دی چې دا لیکلي مواد او کتابونه د ماشومانو تر وړو او نازکو لاسونو پورې ورسوي. لارښوونه دې ورته وکړي،  ټکي په ټکي دې ورسره و وايي او د هر توري تشریح ته دې د خپلې حوصلې څادر وغوړوي او که نه، نو ...
د کوچنیانو او د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې چې پاس ما څومره  لیکوال، کتابونه او نشريې معرفي کړي دي او ور باندې غږیدلی یم، په ډاډ سره ویلای شم چې دا کار بشپړ نه دی، د بشپړتیا تر نیمايي هم را ټیټ دی. د همدې خبرې په رڼا کې ویلای شم چې:
دا د دې مانا نه لري چې ګواکې زما څیړنه هر اړخیزه او بشپړه ده او ما به دا توره کړې وي چې تر نن پورې ټول هغه مواد او کتابونه چې په پښتو ژبه باندې د کو چنیانو د ادب په نامه لیکل شوي او تخلیق شوي دي، ما به لیدلي او څیړلي وي. نه داسې نه ده او دا کار یو څه نا شونی هم دی. ما ته د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې چې څومره مواد په مخه راغلي دي او څومره لیکوال او شاعران مې پیژندلي دي، خبرې مې ور باندې کړي دي او معرفي کړي مې دي. ښايي ډیر کتابونه او لیکوال له ما نه پاتې وي او په دې برخه کې ځینې خپاره شوي آثارو نه به زه نا خبره یم. یو مثال یې د کتابونو هغه سلسله ده چې د یوه کتاب په یوازې پیژندنه کې زه ورسره مخ شوم.
یوه ورځ د مخکتاب په بڼ کې ګرځیدم چې د کوچنیانو له پاره د یو نوي کتاب له نامه سره آشنا شوم. دا کتاب «ماشومانو ته د نبوي سیرت کیسې او درسونه» نومیږي. یاد کتاب مصري لیکوال عبدالحکیم عبدالفتاح محمد عبوس لیکلی دی او ښاغلي زاهد جلالي پښتو ته ژباړلی دی. په فیسبوک کې یوازې د کتاب د لومړۍ او وروستۍ پشتۍ عکس ایښودل شوی و چې د کتاب نوم، مولف او ژباړن ورنه پیژندل کیدای شو. د کتاب فهرست او محتویات په کې نه و معرفي شوي، خو د کتاب په عکس کې له عنوان نه پاس لیکلي وو:
«د ماشومانو له پاره کتابي سلسله (۹) »
له دې جملې نه داسې ښکاري چې له دې کتاب نه مخکې اته نور کتابونه هم د کوچنیانو له پاره لیکل شوي او چاپ شوي دي، او زه به یې د دې قحط الکتاب په چاپیریال کې څنګه تر لاسه کړم چې په محتویاتو باندې یې څه ولیکم او ښکاره کړم چې دا کتابونه د ماشومانو او کوچنیانو فکرونه په سمه لار سیخوي او که له سمې لارې نه یې په بله اړوي. څه شی ماشومانو او کوچنیانو ته ورکوي او که څه ور نه اخلي؟
دا یې یوه هغه بیلګه وه چې د تصادف له مخې ما ولیدله، کیدای شي نور ډیر داسې مواد له ما نه پاتې وي چې په رښتیا د کوچنیانو د ادبیاتو په دایره کې راځي، څیړل او پیژندل یې اړین دي، خو ...
د کوچنیانو د ادبیاتو په نامه، یا د ماشومانو او کو چنیانو د روزنې له پاره څه لیکل او حتی په تعلیمي نصاب کې چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره کوم موضوعات انتخابیږي او بیا لیکل کیږي یا ژباړل کیږي؛ د هغو د انتخاب په باب فکر کول ډیر اړین او ضروري دي چې لیکوال او شاعر د لیکلو او ژباړلو له پاره کومه موضوع انتخابوي او بیا یې د تخلیق، تالیف او یا ترجمې په نامه د کو چنیانو د ادبیاتو تر سر لیک لاندې، د هغوی په لاس کې ور کوي .
اصل مقصد دا دی چې باید فکر وشي: زموږ لیکل شوي، ژباړل شوی او یا تخلق شوی آثار یا مواد ماشوم او کوچني ته څه ورکوي د تیارې پر لوري یې بیا یي او که د رڼا پرر خوا، د ژوند او تمدن پر لارې یې سیخوي، که د هغې پر ضد؟
دغه لنډکۍ مقاله(د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت، پنځه لسمه برخه) چې کیدای شي د یوې نتیجه ګیرۍ په بڼه و انګیرل شي، د دې مانا نه لري چې د کوچنیانو د ادبیاتو د پیژندنې او څیړنې په برخه کې زه خپل کار بشپړ یا تمام ګڼم او نور لاس تر زنې کینم؛ نه داسې نه ده. د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه به زما کار روان وي او تل به زما هڅه دا وي چې د نویو موادو په تر لاسه کولو سره به زه هغه څیړم. د نویو ستونزو او نویو پوښتنو په را پیدا کیدو سره به د نورو قلموالو په مرسته د هرې پوښتنې له پاره یو ځواب او د هرې ستونزې له پاره یوه د حل لار پیدا کوو.  
 
د پنځلسمې برخې پای