د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت۱۳

پوهندوی آصف بهاند 23.06.2015 12:37

یو ځل بیا په فولکلور کې د کوچنیانو ادبیات او په دې باب د آرش ننګیال نوې خبرې:

په فولکلور کې د کوچنیانو د ادبیاتو موضوع یو ځل بیا ما ځکه را تازه کړه چې د ښاغلي آرش ننګیال په یوه نوې خپره شوې مقاله کې دې موضوع ته ډیره نوې، ښه او جدي پاملرنه شوې ده.
http://www.taand.com/pal/archives/1869  
ما د کوچنیانو ادبیاتو د همدې سلسلې په دویمه مقاله کې د «په فولکلور کې د کوچنیانو ادبیاتو څرک» تر سر لیک یوه مقاله ولیکله چې د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ د میاشتې په څلورمه نیټه په ځینو ویبپاڼو ویبپاڼو کې خپره شوه:
http://www.taand.com/pal/archives/1621
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kochnian2.pdf  
http://www.nahimi.dk/web/index.php/ps/2012-08-11-17-36-49/11332-2015-02-04-18-42-04  
http://tolafghan.com/posts/30520  
http://www.taand.com/archives/40346    
په یاده مقاله کې ما په خپل یو پخوا نشر شوي کتاب( دکوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، کابل، ۱۳۶۶ کال) کې د فولکولوریکو ترانو په رڼا کې، په فولکلور کې د کوچنیانو ادبیات څیړلي و. له هغو لیکلو مطالبو او نویو تر لاسه کړو شیانو نه په استفادې سره مې په فولکور کې  د کوچنیانوادبیاتو څرک لګولی و چې لنډیز یې دا دی:
« که د فولکلور په باب له اوږدو بحثونونه تیر شو او په لنډ ډول ووایو چې پښتني فولکلور ښه بډای فولکلور دی، نو په دې بډای فولکلور کې د کوچنیانو له پاره څه شته که نه؟ او که وي نو څومره به وي؟
هوکې، په پښتني فولکلور کې د کوچنیانو له پاره ډیر څه شته چې دوی ته څه ورزده کوي، په دوی کې هنري ذوق او عاطفه روزي او ټولنیزو فعالیتونو ته یې هڅوي. د پښتو ادبیاتو په شفاهي برخه کې د کوچنیانو له پاره یو لړ سندرې، شعرونه، کیسې او متلونه شته چې یا په خپله د دوی له خوا ویل کیږي او جوړیږي، یا د لویانو له خوا د دوی د سویې، طرز تفکر او غوښتنو په نظر کې نیولو سره، د دوی له پاره ویل کیږي او جوړیږي. لکه د میندو سندرې چې د پښتنو په بیلابیلو سیمو کې د کوچنیاو له پاره د میندو له خوا ویل کیږي. یوه ښه بیلګه یې د آللو فولکلوریکه سندره ده. دا سندره مور د ماشوم د ویده کولو په وخت کې په داسې حال کې وايي چې په یوه لاس ماشوم ټپوي، نو په ډیر خواږه آهنګ سره دا سندره وايي:
آللو، للو زویه
سر د شا زلمو زویه
آللو، للو پیشو
پیشو مه راځه له غرو
اڅک جان داسې ویده دی ...»   
http://www.taand.com/archives/40346
د ماشومانو له پاره د میندو همدا سندره په لږ بدلون سره ښاغلي آرش ننګیال هم را اخیستې ده، خو دې سندرې ته ده د کوچنیانو ادبیاتو له کړکۍ نه په داسې عاطفي نظر کتلي دي چې په رښتیا یې په علمي ډول د مور او ماشوم تر منځ  د یوه عاطفي تړون په ډول څیړلی دی او د مور له خوا ماشوم ته د خوب په وخت کې د دې سندرې ویل یې څیړلي دي چې د ماشوم پر ذهن ، روزنې او راتلونکې باندې څه ډول او څومره ښه اثر درلودلای شي. آرش ننګیال لیکي:
  « زه داسې فکر کوم چې له موږ نه زموږ تیرو نسلونو خپلو اولادونو سره ډیره مینه درلوده او له موږ نه ډير هنرمند او ژمن خلک وو. پښتو فولکلور کې د ماشومانو برخه خورا پیاوړې ده، پوره کار ورته شوی.
آللو، للو للو للو للووووو
زوې مې سر د شا زلمو
آللو، للو…
پیشو مه راځه له غرو
غاټول جان داسې ویده دی
لکه ګوډی د رنجو
اللو للو
شاید دې ته ورته یا هم په لږ تفاوت داسې په لسګونه شعرونه ولرو.
که د پورتني اللو متحوا ته زیر شو، داسې خواږه الفاظ پکې کارول شوي دي که یې له مینې پرته د ویلو کوښښ هم وکړې نه ویل کیږي.
شارون بیدالف په خپل کتاب (د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ګټوره روزنه ) کې وايي چې که خپلو ماشومانو ته احمق ووایئ، نو سبا ترې احمق جوړېږي او که یې وستایې او د هوښیار ماشوم په نظر دې ور وکتل، نو هماغه څه به ترې جوړ شي چې ته یې ورته وایې.
نو دا مور او پلار پورې اړه لري چې د خپل ماشوم راتلونکي څه ډول غواړي.
ـ په اللو کې مور خپل زوی ته وايي (زوی مې سر د شازلمو) دا غوره ستاینه ده، جرات ورکول، په خپل نفس اعتماد، په ښه نظر ورکتل، شخصیت ورکول، او یا هم تر ټولو د غوره شخصیت په نظر ورکتل دي چې دا د ماشوم په غوره روزنه کې خوار مثبت رول لري.
کله چې ته خپله خپل اولاد ته شحصیت ور نه کړې نور خلک یې نه ورکوي.»
http://www.taand.com/pal/archives/1869  
 د ده د مقالې په یوه بله برخه کې داسې راغلي دي:
«ایا تیرو نسلونو به د ارواپوهنې پوهنځۍ لوستې وې؟
لکه څنګه چې ماشوم، خوړو او جامو ته اړتیا لري په همدې کچې لوبو ته هم اړتیا لري، نو زموږ په غني فولکلور کې داسې لوبې ایجادې شوي چې که د ګټې په هکله یې څه ولیکو نو شاید کتابونه پرې ولیکل شي.
تیرو نسلونو د ماشومانو ټولنیز ژوند ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده، ځکه ټولنه لکه ښوونځي او پوهنتون د زده کړې ځای دی. دوی خپلو ماشومانو ته داسې ټولنیزې لوبې جوړې کړي چې هم لوبه ده او هم زده کړه.
داسې لوبې چې ګڼه ماشومان پکې برخه اخلي، په داسې لوبو کې ماشومان ډېر څه زده کوي، بریالیتوب، ناکامي، درنښت، احترام، قانون، مقررات، ټولنیز نزاکتونه او په لسګونه نور پیغامونه او ښوونیز مسایل له ځانه سره لري.
اكو، بكو سرسندكو ، غوا مې لاړه په ترپكو، اباسين څپې څپې، درخانۍ خورې راووځه له کړکۍ، پلو کې دې څه دي؟ الوچې دي که مڼې؟ ورور مې ناست دى په دوكان، غشي ولي په ميدان، دا میدان داسې ځلیږي لكه ستورى د اسمان.
لوبې د ماشومان جمسي توازن او همغږي کې مرسته کوي، سندرې او وزن لرونکي لغاتونه، یا کلمې په بیلا بیلو شکلونو ویل او ترې استفاده، د ماشومانو ژبه پیاوړې کوي او د تلفظ او خبرو پر مهال ور سره مرسته کوي. همدا رنګه د معما، کیسۍ ‏( چیستان) حلول د ماشومان ذهن پیا وړۍ کوي»
http://www.taand.com/pal/archives/1869  
تر هغه ځایه چې زه د کوچنیانو ادبیاتو په باب مالومات ، مطالعه او تجربه  لرم، د هغو له مخې دا ویلای شم چې: په فولکلور کې د کوچنیانو د ادبیاتو څرک آرش ننګیال ډیر ښه لګولی او په علمي ډول یې څیړلي دي.
ده په خپله دې لیکنه کې په علمي ډول د مور او ماشومانو رابطه څیړلې ده. د مور یا نورو مشرانو له خوا ماشوم ته داسې ترانې ویل له رواني پلوه څومره د ماشوم په شخصیت جوړونه کې مثبت رول لرلای شي او ده ډیره ښه په مثالونو سره روښانه کړي دي.
ده ډیره ښه اشاره کړې ده چې په دې ترانو کې د ماشوم شخصیت جوړونه څومره ښه په نظر کې نیول شوې ده:
آللو للو زویه     سر د شا زلمو زویه او...
په دې ترانه کې د ترانې ویونکي یا جوړونکي سر له اوسه ماشوم ته داسې شخصیت ورکوي چې په مثبتې خوا ته یې تشویقوي او په سمه لاره یې سیخوي، شخصیت ورکوي او د کار او ښه عمل د سر ته رسولو له پاره یې هڅوي، خو کله مې چې د ښاغلي آرش ننګیال مقاله(پښتو فولکلور کې د ماشومانو برخه) ولوستله، نو ومې لیدل چې ده په فولکلور کې د کوچنیانو ادبیات ښه څیړلي دي، عاطفي او رواني اړیکې یې ورته په نښه کړي دي.
 په روهي وبپاڼه کطې مې هم د آرش ننګیال یوه بله لیکنه هم تر سترګو شوه چې د ۲۰۱۵ کال د جون په پنځه لسمه خپره شوې وه.
http://rohi.af/fullstory.php?id=38599  

 هلته یې د ماشوانو په باب خپل نظریات د«خپل ماشومان پیژنئ؟»    تر سر لیک لاندې بیان کړی وو. د ده له دې ورستیو لیکنو دا سې ښکري چې دی له نوي نسلو، د وی له ادبیاتو او روزلو سره پوره لیوالتیا لري.
 زه فکر کوم چې زما په ګډون د هغو قلموالو فرهنګیانو هلو ځلو نتیجه ورکړه چې د مطالعې، زدکړې او نوي نسل د روزنې پلویان وو او دي، یو نیالګی او یو ثمر یې همدا آرش ننګیال دی.
د ماشومانو اوکوچنیانو په باب د ده د نظریاتو په لیدلو او لوستلو سره مې باور نور هم قوي شو او امید مې نور هم زیات شو چې نوي قلموال به په راتلونکو کې نور ډیر داسې ګټور څه ولیکي، چې ور ته اړتیا ده. زه د آرش ننګیال دا مقاله د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې ډیره مثبته ارزوم او هیله مې دا ده چې ښاغلی آرش د خپلو دغو علمي مطالعاتو او څیړنو لمن نوره هم وغوړوي.
پای