د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیا هم د ښاغلي موسی زي د پام وړ

پوهندوی آصف بهاند 17.04.2015 13:58

زه نه غواړم په یوه ساده موضوع خپل، ستا او د درنو لوستونکو قیمتي وخت وړیا ضایع کړم. خو څو خبرې د بیا یادولو وړ دي:
یو دا چې تاسو تیروتي یاستئ، زما ځواب مو زما د درانه استاد، لارښود او ورور ډوکتور لطیف بهاند په آدرس لیکلی دی، نه زما په آدرس.
زما د نیمګړې حافظې کمپیوتر داسې را راته وايي چې آصف بهاند ته خدای تر اوسه پورې د عبدالرحیم موسی زي دیدار نه دی ور په برخه کړی.
او بله دا چې ځواب لیکل ستاسو حق و، خو زما په پته او نیغ په نیغه زما د پوښتنو ځوابونه او زما د نیوکو په اړه بحث کول، نه ستاسو د کلي کیسه او د هغه ځای د ماشومانو ستونزې.
تاسو د خپلې ځوابیه مقالې په یوه برخه کې لیکلي دي چې:
«... او په پای کې یو ځل بیا د موضوع د سپیناوي له پاره وایم چې د بهاند صاحب شخصیت او علمیت ته بشپړ درناوی لرم نوموړي زمونږ ژبې ته ډیر ادبي خدمت کړی دی د هغه د لېکنې ځېنې کرښې مې خوښې شوې نو ځکه مې په خپله تیره مقاله کې رانغاړلي ول او د پورتنۍ مسلې له کبله وه نه د کومې ادبي غلا له وجې، ستاسو روغتیا زما هیله ستاسو د لا ادبي همکارۍ په تمه »
http://www.taand.com/archives/45789
نقل قول د هر چا حق دی، خو د مآخذ د ښودلو په شرط.
بله خبره دا ده چې ما په خپله مقاله تاسو په ادبي غلا نه وئ تورن کړي او په ډیره نرمه لهجه مې داسې لیکلي وو :
«زه د دې مقالې له لیکلو او خپرولو همدا اوس بښنه غواړم په دې چې دا زما له اوصولو سره منافات لري چې زه دې چا سره تنده یا بده خبره وکړم.
زه د کش کړپ شخص نه یم، هر څه په یوه آرامه فضا کې د مخامخ خبرو له لارې حل کول غواړم، خو څه وکړم بله چاره نه وه زه د دې مقالې لیکلو ته د دې په خاطر اړ شوم چې زه ښاغلي عبدالرحیم موسی زي مخامخ نه پیژنم، هیڅ ډول پته یې راسره نه شته چې د ګیلې څادر مې ورته غوړولی وای، خو له خپلو لیکلو کتابونو، شعرونو، مقالو، نظریاتو او افکارونه دفاع کول خپله وظیفه ګڼم.»  
http://www.taand.com/archives/43924  
زه یې بیا تکراروم چې زه د کش کړپ سړی نه یم، زه د زدکړې، د نوي نسل د روزلو او سالمې لارښوونې پلوي یم، هغه هم د عدم تشدد د فلسفې په چوکاټ کې.
ستاسو دې کور ودان وي چې له مآخذونو نه مو پوره استفاده کړې ده. زه پوهیږم چې ستاسو موخه هم د ښیګڼې پر لوري یو ګام و، خو که دا ګام د یو شمیر منل شوو اصولو له مخې اوچت کړای شي، ډیره به ښه وي. زه فکر کوم چې زموږ هدف یو دی، او هغه د نوي نسل سمه روزنه او د معاصرو علومو او د ښوونې روزنې اوسنیو منل شوو نړیوالو قوانینو په چوکاټ د کوچنیانو او ځوانانو لارښوونه ده.
موږ که یو بل سره همغږي شو او یو بل ته لاس ورکړو، دې سپیڅلې موخې ته به ژر ورسیږو او که هر څوک په خپله خوښه خپل آس په هر لوري یې چې زړه غوښتي وي وزغلوي، نو څه به تر لاسه نه شي.
پای