د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څو مقالې، څو څپیړې او یو یاد داشت

پوهندوی آصف بهاند 25.02.2015 11:57

«ما سور ګل ژاړه، تور ګل یې په خره سپور راوړ»

دا خبره پښتانه هغه وخت کاروي چې یو ورته ټپي پروت وي او بل هم د تلو نه وي او په وینو لړلی یې په خره ۷ورته راوړي.یعنې غم د پاسه غم وي.
زه لګیا یم هره ورځ د خپل ورځني ژوند ډیر ساعتونه په مطالعه او تحقیق د دې له پاره تیرووم چې دا بد مرغه خلک د ماشومانو او کوچنیانو په قدر، تربیه کولو، ښونځي ته د لیږلو ، تعلیم ورکولو، هغوی سره د چال چلن او په پای کې د خپل ځان، خپلو بچیانو، خپلې ټولنې د راتلونکو نیکمرغیو په باب په یو څه پوه شي، خو دوی ډیره سلنه یا سواد  نه لري، یا میډیا ته لاسرسی نه لري او که یې لري، ډیری یې د بیلابیلو دلایلو له مخې دا او دې ته ورته مقالې لولي نه چې له څه خبر شي او په څه پوه شي.
اصل کیسه دا ده چې موږ په ټولنه کې یوبل ګل هم کرلی شوی، غوړیدلی هم دی او د میډیا له ګریوانه څخه یې د ویدیو په بڼه سر هم راوتلی دی او د دې ویدیو لیدل ما ته هم را په برخه شول. د دې ویدیو په لیدلو سره دې نتیجې ته ورسیدم چې:
اوس نو زه یې له لوستلو ورتیر یم او له تیریدو سره سم مې زړه ته را لویږي چې هغه خلک به وايي:
«زه پور غواړم، دی نور غواړي» .
زه لوستل ورنه غواړم هغه ماما؟؟؟ لګیا دی ماشوم وهي. ځان هم نه ورباندې په تکلیفوي. په وار سره یو ماشوم په بل ماشوم وهي. «پکه، دا دې لا بله سپکه» سم دلاسه مې په زړه کې راتیر شول چې: یو بل تور داغ مو هم وګاټه.
د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په درویشمه نیټه سهار مهال، له نورو لوستنو اولیکنو وروسته د مخکتاب بڼ ته ور ننوتم. داسې یې وګڼئ چې دا بڼ هم سم د کابل باغ عمومي پل دی. هر څه په کې شته، هر څوک په کې لیدلای شې.
زما د مخکتاب د بڼ یو همغږی ښه ژورنالست ښاغلی احمد شاه اعظمي دی. ده د خوږ ژبي شاعر عیسی بهرام له صفحې نه یوه ویدیو ور خوښه کړې وه او په دې ډول زما سترګې پرې ولګیدې.  
ما د دې یاد داشت د لیکلو له پاره د ویدیو د اصلي پتې او اخستونکي د پیدا کولو په غرض له ښاغلي بهرام سره اړیکه ونیوله، هغه زما د پوښتنو په ځواب کې داسې راته ولیکل:
«سلامونه استاده!
الله (ج) دې وکړي چې د خپلې درنې کورنۍ سره روغ اوسئ.
استاده!  دا ويديو ما له مخکتاب څخه اخېستې وه. هلته چا د ټوکو په پاڼه کې اچولې وه چې زه يې ‌‌‌‌‌‌ډير زياد خفه کړم. اوس انسانان دې ته هم خاندي چې کله دوه ماشومان يوبل په څپيړه وهې.
استاد کورمو ودان چې پوښتنه مو وکړه. لينک نه تاسي کولای شئ آزادانه استفاده وکړئ.
ستاسې د سلامتيا په هيله
بهرام»
د ویدیو د اصلي اخستونکي او د میدیا جال ته د را رسوونکي پته مالومه نه ده، خو که د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یې عامل هم پیدا کړو، څه کولای شو. اوس عمل تر سره شوی دی. په ټولنه کې دا او دې ته ورته نورې منفي کړنې د دې مانا لري چې د ټولنې د پوهې او سواد سطحه ټیټه نه، بلکې صفر ده. سیاسیون خو یوازې د قدرت په جال کې نښتي دي او هر یو غواړي خپله برخه ډیره او غوړه کړي، «غم ده د لالي په سر» قلموال او فرهنګیان خپله پوه شي چې وکړي، خو زما سلا دا ده چې باید غلي پاتې نه شي.
په لیدو یې ماته د ۱۹۹۱ کال یوه خاطره را په یاد شوه: زه له خپلې کورنۍ سره کابل پوهنتون ته ور څیرمه دهبوري کې د پوهنتون په کورونو کې د نجونو له پاره د جوړیدونکې لیلې په اړخ کې د پوهنتون ملکیت کورونو کې اوسیدم. د سیاف جان؟ او مزاري جان درې جګړې مو همالته په تاخانه کې تیرې کړې، دې ځناورو به چې د خپلو بادارانو په امر د اکمالاتو یا ځینو نورو مرداریو له پاره اوربند وکړ، بیا به یې کوم مجبور لاروی یا کوڅه ډب سپي په لارو کې په نښه ویشتل.
د ماشومانو دا وهل هم هماغسې در واخلۍ. کوم ټوپکوال یا پاټکوال به له خپلو مردارخوریو د وزګارتیا په وخت کې دغه کار د تفریح او خوشالتیا له پاره کړی وي. دوه بې سر پرسته، بې پلاره ماشومان به یې دې کار ته اړ ایستلي وي.
په کوم هیواد کې زه ژوند کوم، د پرمختللې نړۍ یوه غوره بیلګه ده. دلته که څوک بل تن یو سوک و وهي او مضروب له سند(شاهد، ویدیو، عکس) سره پولیس ته عارض شي، ضارب د محکمې له خوا د څو ساعتونو په اوږدو کې له شپږو نه تر اتلس میاشتو پورې زندان ته لیږل کیږي. او هلته زما په هیواد کې وهل خو لا پریږده، وژل هم سزا نه لري.
 سره له دې چې د څاپیړو دا ویدیو څو ورځې مخکې لاس په لاس شوې وه، خو ماته په پاسنۍ نیټه په مخه راغله.
 ویدیو په لاندې لینک کې لیدلای شئ:
https://www.facebook.com/video.php?v=963681976998240    
په هغې شیبه کې مې یا له احساساتو یا له درده او یا له ډیره قهره دا لاندې کامنټ په فیسبوک ورته ولیکه:
ښاغلی بهرام!
لومړی له تاسو او بیا له ښاغلي احمد شاه اعظمي نه مننه چې دا ویدیو مو شریکه کړه.
دا ویدیو او د دې کوچنیانو دا حالت لیدل، نور چا ته چې هر ډول وي، وي به، خو زما له پاره دومره دردونکې وه چې له لیدلو یې وروسته په ځان نه پوهیدم چې څه وکړم. په څو دلیلونو:
زه یو پلار یم او د یو ویشتمې پیړۍ د دویمې لسیزې د قوانینو په رڼا کې په دې پوهیږم چې ماشومانو سره باید څه وخت څه وشي، خو زما په وطن کې څه ور سره کیږي؟
همدا اوس د کوچنیانو پر ادبیاتو د «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر او اوسنی حالت» تر سر لیک لاندې زما مقالې خپریږي، چې پنځمه برخه یې تیره شپه آنلاین شوه. د همدې پنځمې برخې په وروستیو پروګرافونو کې مې په همدې موضوع خبرې کړې دي، مګر چا ته یې وايي؟
«نصیحت په غافلانو اثــر نه کــا
دسړې اوسپنې خوشې ټکول دي»
او په دې زمانه کې زما د وطن له ماشوم سره داسې چلن کیږي.
 هغه قوم چې خپل نوی نسل ښونځي ته د لیږلو په ځای، یو د بل وهلو ته اړ باسي، حال به یې دغسې وي لکه د افغانستان اوسني خلک. همدا ټوپکوال د جګړې او جهاد په نامه د ښونځي په ځای جګړو ته ولیږل شول، اوس ټوله نړۍ ورته اړم ده چې له تشدد نه یې واړوي، خو نه یې شي اړولی.
دغه نازنین کوچنیان، دغه کورنۍ، دغه کلی، دغه ټولنه او دغه خلک هم دغسې در واخله.
زما په وطن کې ښونځی سوځول شوی او ښونکی حلال شوی دی او هر چیرې چې ښونځی نه شته، نو دغسې به وي.
خو دا په یاد ولرئ چې نوره دنیا کې دا دیو زرین اصل په توګه منل شوې ده چې:  
«ماشومان ګلان دي، ګلان ښه وساتئ»
پای