غزل
17.02.2015 12:10خوښــه دا ســتا ده راشــه ومــې وژنه
چــــې دي رضــــا ده راشه ومــې وژنه
وژنــه یـــې وژنــه مــی فــتوا یـې کړي
هـــــغه مــــلا ده راشـــه ومـــې وژنـه
ســـتا لـــه فـــراقـه سـتا لـه دیر انتظار
تــنګه مـــې ســــاده راشـه ومې وژنه
دغـــه مـــې بــد کـــړي په تـــا نـازیدم
خــــطا زمــــــــا ده راشــــه ومــې ژنه
بیا به مـاښام شـي کور مې لاره څاري
اوس لارڼـــــا ده راشـــــه ومـــې وژنـه
ســتا پــیغورونــو تـه مـــې ساه ورکړي
مـــــرګ مــې رواده راشــه ومـې وژنه
مـلـهم دي مـه راوړه،بـې درده ژونـدون
مـــاتــه ګــناه ده راشــه ومـــې وژنــه
(آریــن) چــاړه پـه لاس پـه زغرده وایې
غــاړه مــــې دا ده راشـــه ومـې وژنـه