د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې اتلسمه غونډه وکړه

حکمت ارين 08.02.2015 13:56

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د تېر په څېر نن د شنبې ورځ د دوه زره پنځلسم کال د فبرورۍ د مياشتې په ۵ نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې د کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې اتلسمه غونډه وكړه، دغه غونډه کې چې د څارنوال قدرت الله نرمیوال له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو پيل شوه، پکې ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو، د قلم خاوندانو او مينه والو ګډون کړى وو. ځوان ليکوال بهیر خان مومند د تیرې ناستې راپور ولوست او د نظامت چارې یې ځوان لیکوال او شاعر انعام الله ګوهر پر مخ وړې.
وروسته تکړه لیکوال، شاعر او ژورنالیست حبیب الرحمن تاثیر چې په تېره اوونیزه ناسته کې یې د شعر او په ټولنه د هغه د اغیزې په اړه د لکچر موضوع په غاړه اخیستي وه، په زړه پوری لکچر د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړ.
حبيب الرحمن تاثير په خپلو خبرو کې شاعري د ټولنې او په ټولنه کې د هستېدونکيو وګړو د فګري ودې او ذهني لوړوالي لپاره يو ګټور عمل وباله او ويې ويل: څنګه چې رسول الله ص وايي: تاسو خپلو بچيانو ته شعر ور زده کړئ، ځکه چې ذهن يې پراخوي او زړورتيا وربخښي، نو شاعري چې مثبت اړخ لري انقلاب راوستى شي، دا چې موږ ليدلي دي چې د ډېرى انقلابونو تر شا د شعر لاس دى.
څنګه چې په افغاني ټولنه کې ځينې خلک شعر او يا شاعر ته چندان په ښه سترګه نه ګوري، نو حبيب الرحمن تاثير وويل: که يوې خوا ته زموږ مذهب له شعر سره زيات نزدېکت لري، نو بلې غربي نړۍ هم شعر ته زيات اهميت ورکوي ګټه ورڅخه پورته کوي، ځکه خو والټرپيټر وايي چې شاعري د انسانيت ژبه ده.
تاثير د ډاکټر لطيف بهاند د خبرې په حواله وويل: که هنر د انسان د روحي، فکري او عاطفې اړتياوو پوره کول وي، نو ښه هنر او له هغه ډلې نه ښه شعر بيا د انسان په ارواحي ژورتياوو، ښکلايزو احساساتو (مينې، کرکې او غريزه )کې د هڅو او هاند د بهير پلټنه، څېړنه او يا د دغه بهير د کومې شېبې يا برخې انځورول دي.
تاثير په خپلو لنډو خبرو کې وويل: شعر یو فن دی، داسې یو فن چې ژور فکر ته اړتیا لري په شعر کې تکراري شیان راوړل که په نوې بڼه نه وي یوازې د وخت ضایع کول دي هم د شاعر وخت نیسي او هم د لوستونکي، که داسې و انګيرو چې شعر داسې هنر دی لکه رسامي، نو که چېرې ټول رسامان را پورته شي او یو شی رسم کړي نو فکر نه کوم چې بیا د رسامي دومره ليدونکي ولري همداسې شعر که هر شاعر یوازې تکراري کلمات او موضوع ګانې راوړي شعر به خپل لوستونکي له لاسه ورکړي.
تاثير په خپلو خبرو کې د شعر د ګټو ترڅنګه د زيان په اړه هم رڼا واچوله او ويې ويل: ځينې بازاري شاعران او بازاري شاعري په ټولنه کې منفي فکر خوري او د لوېدلي فکر خلګ نور هم ناسمې لارې ته رابولي او دا چې: موږ ډېرى وخت ليدلي دي چې سندرغاړي او سندغاړې د لوېدلو شاعرانو هغه شعرونه: (خودکشه دهماکه يمه، يا سترګې مې فلانۍ توپانچه ده) يا د چرسو، شرابو، پوډرو او ځينو نورو دا ډول سندرو ويل ټولنې ته سخت زيان اړولى شي.
په دوهمه برخه کې د لکچر په اړه د غونډي د ګډونوالو تر مینځ ازاد بحث وشو، د پښتو ادب د راڼه ستوري اجمل خان خټک روح ته دوعا وشوه، خدای بخښلی خټک له نن څخه پنځه کاله وړاندې له دې پاتې کیدونکي نړۍ سره مخه ښه وکړه او حق ته یې لبیک وویل. د همدې برخې په اخیره کې د غونډې د ګدونوالو تر مینځ مشاعره وشوه او په نورو اړخونو باندې خبرې وشوې.
په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ځوان لیکوال او ژورنالیسټ محمد عارف نوري به د راتلونکي اوونۍ غونډې ته د ډیورنډ کرښې په اړه لکچر برابروي.
د نور کله په څېر غونډه چې د ورځې په دوه بجې پيل شوې وه مازيګر ناوخته د قاضي امين له لورې د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسېده.
په مینه
کلیوال ادبي ملګري ټولنه.