غزل
08.02.2015 17:02ـــــــــــــــ
له ســترګو اوښــکې لـه زړه ویـــنې څــڅوم درپسې
ښـکلیه راســتون شــه ګـنې ټول ښـار نړوم درپسې
پـــه دې ډاده یـــمه چــې تـــا پـــــیــدا کـولی نشم
پــه لار روان یـــــمه او ســــترګــې غـــړوم درپـسې
زمـــــا پــــه ژبــــه پـــولۍ ستا خوږ کې دانې ختلې
څنګه دي پـوه کړم چــې لــه زړه چغې وهم درپسې
تــاتـه تــرې تــوري بـــاســم تـاتــه ترې غزل جوړوم
د زړګــي درد یـــــمه زخـــــمونـــه غـــږوم درپسې
لـــیونۍ شوې وایـــې ځـــه آریـــنه ځــه ورځه خو
ګــوره کــه لاړې زړه لــه خولې نه غورځوم درپسې