د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلنډیو فلسفه

وکيلي 23.01.2015 12:09

دلنډیو پایل او ویونکي ئې څرګند نه دي . ډېرو شاعرانو،ادیبانو،لیکوالانو اودقلم خاوندانو پر لنډیوڅېړني کړي،خودلنډیوپایل اوویونکي ئې نه دي څرګند کړي،داځکه چي دلنډیو ویونکي یویا دوه کسه نه دي . دلنډیو ویونکي زښته ډېر دي . دپښتنونارینه وو ښځو لنډۍ ویلي دي . لنډۍ دپښتنووټولوپرګنوته منسوب دي . لنډۍ خاص الخاص دپښتو ژبي دکلتوري ادب یوه ځانګړې شعري موزونه نمونه ده،چي دغسي یوشعر په بله ژبه کي،چي دټولني له خوا ویل سوی وي نه دی لیدل سوی . دغه راز شعر ته موږ دټولني عامه شاعري وایو.په دغه شاعري کي (لنډۍ) زموږ پښتانه نراو ښځي ونډه پکښې لري ؛خوزه په دغه شاعري کي دښځو ونډه ډېره بولم . ددغوناڅرګندو پسې به دلته ډېري هلي څلي ونه کړو؛ خو دومره به ووایو،چي لنډۍ لاهغه مهال ویل سوي دي،چي پښتانه خواره واره وه او دسندونو پر ژیو او غاړود خراسان، اریانا اوسپین غره په لمنوکي ئې ژوند کاوه .
کلاسیکي لنډۍ ترډېره بریده یوه یوه ویل سوې ده اوپه دغه یوه لنډۍ کي ویونکي خپل ټوله غوښتنه بیانه کړې ده .
لنډې دمانا په لحاظ یاني لنډه ونیه یا خلص بیان یا فرد . دبولګي په توګه یوه کلاسیکه لنډې ګورو : اوښانو بیا غاړي کږې کړې ««« مالدار روان دي بیا دوی نور ملکو له ځینه
سبا به لوړ چنار ته خیژم ««« باد به پوښتم چي جانان څه ویلي دینه
خلک دي هرڅه هرځه وایي ««« دامي دستور دی مدام سترګي توره ومه
ستابه زه هېر که به په یادیم ««« زه چي کدم پرکدم ږدم تا یاده ومه
په دغه پورته لنډیو کي ئې ویونکې یاویونکی خپل معلومات په لنډه توګه پوره اظهاره وي .
لنډۍ دشعر په کتګورۍ کي یوځانګړی هندسي جوړښت لري،چي دغه جوړښت شاعران،ادبپوهان اولیکوالان داسي څېړي : دلنډیو دواړي «میسرۍ » ۲۲ څپې لري،چي لومړې «میسرې » ئې ۹ څپې او دوېمه «میسرې » ئې ۱۳ څپې لري او د دوېمي «میسرۍ » دپای توری « مه » او « نه » سره پای ته رسيږي . خو زه دا ورباندي زیاته وم او وایم چي : سربېره پر موازینوڅپو دلنډیو د«میسریو» وزن او دتورو خوځښت اوبهیر ئې یوپه بل پسې بایدسره تړلي وي . او د دوېمي «میسرۍ » دپای توری چي قافیه نمادی خامخا «مه » یا «نه » وي . داځکه زه قافیه نما بولم ،چي لکه غزل یاقصیده غوندي نه ده،چي څوبیته ولري او قافیه ئې ښکاره وي . بولګه : په انارباغ کي دي خوله راکړه +++ که ته منکر سې زه توتي شاهدلرمه پای ئې «مه » دی . باده پرباد مي سلام وایه +++ پرهغه بادچي دجانان پرلوري ځینه پای ئې «نه » دی . . په ګل ګلاپ دي وویشتمه +++ ترلاس دي جارسم دښمنانو ولیدمه «مه » . ګلان له خاورو پیداکیږي +++ زما لالی ترګل نازک خاروله ځینه «نه »
. سترګي وړې ښه دي که غټي +++ وړې لاښه دي غټي اور رالګوینه «نه»
. ځوانانو یوتر بل جارېږۍ +++ ماد مجلس ځوانان لیده چي خاوري سونه «نه»
. حجره سته طالب ئې نسته +++ پرحجرې لکه ښامار وڅرخېدمه «مه »
لنډۍ هم لکه غزل د«خزم »عیب نه مني . بولګه ګورو:
مادرته خـُور ویلي نه دي +++ دادادي ناست وو له اوربوزئې وشرمېدمه ــــــ په دوېمه مصراع «میسرۍ » کي د «و» خزم دی یاني داسي باید وويل سي! [دادا دي ناست ووله اوربوزئې شرمېدمه] کلاسیکي یانې پخوانۍ لنډۍ طبعي لنډۍ دي چندان وتقطیع ته ئې اړتیا نه ليدل کيږي . داګمان هم نه کیږي، چي ویونکی دلنډیو دي په دې آند کي و و،چي لنډۍ دي داسې ووایي،چي ۲۲ څپه ولري او یادغه ویونکی به په څپو پوهېده . دالنډۍ یوخاص طبعي ځانکړی اوخپلواکه فورم دی دشعرچي پخوانیو په اغلب ګمان سره نالوستو ښځواونارینوو له خوا ویل سوي دي .
دپښتو ژبپوهان،شاعران او دقلم خاوندان په دااخروڅوکلونو کي ودې ته متوجه سوي،چي لنډۍ په شعر کي یوځانګړ ی سبک دی خاص اوصاف لري،چي دغسي یو شعر لکه لنډۍ په نورو ژبو کي نه لیدل ګيږي؛ لکه لنډۍ چي په پښتو ژبه کي نامتو دي . په دغه باره کي دادیبانو له خواڅېړني رواني دي .
لنډۍ دقافیه پوهني ترپښوئې لاندي نه راځي،داځکه چي لنډۍ دشعر اومنظوم پوهني یو بل اړخ دی . دغه عام ټولنیز شعر بخي یوزوړ اوپخوانی سستیم دشعر جوړوي،چي دخلکو له خوا یوه یوه په لنډ مطلب ویل سوې، چي نوم ئې ورته لنډۍ ویلی دی . خودغه لنډې وزن لري اوقافیه نمالري . لنډې هم مطلع اوهم مقطع ده . په لنډیو کي مخاطب ترډېره بريده طبعي شیان اویا لالی یاجانان دی . معلوم فاعل اوفعول په لنډیو کي نه راځي دساري په توګه : سپوږمې پرنیم داسمان راغله +++ زه خواره ناسته مرور پخلاکومه . سپیني سپوږمۍ هال راته وایه +++ چي مي جانان پردنیا څه روزګار لرینه . جانان به لیري له ما نه ځي +++ که ئې دزړه ولي زماله باغه وینه . ستادي قسم وي خوبه راسه +++ چي دجانان بشر په تاکي ووینمه . یار مي هندو زه مسلمان یم +++ دیار له پاره درمسال جاروکومه
. خال به دیار په وینو رنګ کم +++ چي په باغچوکي ګلګلاپ وشرمه وینه
. غم دي ترتالا وفادار دی +++ ته کله کله غم دي تل راسره وینه
لنډۍڅوپرله پسې دیوي موضوع لپاره نه دي ویل سوي دغه دلنډویو کلاسیک ترتیب دی . خواوس ځیني ځایونه وینم،چي لنډۍ یالکه غزل داسي ئې جوړي کړي وي اویا لکه « نارې » .
دلنډیو او د «نارو» توپیر :
ځیني «نارې» داسي کیږي لکه لنډۍ . توپیرئې په دې کي دی،چي په ناروکي دمین اومیني نومانان اخستل کيږي او په لنډیو کي چي څرنګه مخ کي وویل سوه فاعل اومفعول مجهول وي یا طبعي شیان وي؛خو په «نارو » کي نوم دمینانواخستل کیږي؛ خودځینوناروشعري جوړښت ئې خاص دلنډیووي . اوبل پوښتنه او ځواب وي او پر یوې ټاکلي موضوع ږغيږي،چي لنډي داشیان نه پېژني .
دساري په توګه دمؤمن جان او شیرینو ناري :
مؤمن پر لوړه غونډۍ ښخ کړۍ +++ چي هرسهارئې خوارمورزیارت کوینه
مؤمنه ویښ ئې که ویده ئې +++ ستاترکوټې مي لاس تړلې تېره وینه
له پاسه څوجنازي راغلې +++ خودمؤمن جان جنازه پېغلي نجوڼي وړینه
لنډۍ یوه یوه ویل سوې او په هغي کي ویونکي خپل ټول مقصد څرګند کړی وي .
دبولګي په توګه : که دیدن کړې ګدرله راسه +++ زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه . مابه کاغذوباد ورکی +++ وهغه باد چي دجانان پر لوري ځینه
. مازدیګر ښه دی دیدن کیږي +++ بده غرمه ده ځوانان ټول کوي خوبونه
. که دیدن کړې تلوار راوکړه +++ بیابه جهان راپسې غوړې نه به یمه
دپښتو لنډۍ ډېري خوند وري دوزن اوشرنګه ډکي دي .
بولګه : مخ په مړوند کله پوټیږي +++ بې نیازه یاره سلامي ولاړ یمه یا[ظالمه یاره] . طالبه خداګو که ملاسي +++ پرکتاب پروت ئې یادوې شینکي خالونه . دیدن په تلو راتلو زیاتیږي +++ کله راځه کله به زه درځم مینه
. ګل دګلاب بوی دسنځلي +++ سیوری دولي خوب دپیغلي پر ورنونه
څرنګه چي په لوړو کلاسیکو لنډیو کي لیدل کیږي کومه سکته ګي نه پکښې ښکاري او ډېري خوندوري د شرنګ اوخونده ډکي لنډۍ دي . اوس دالاندي څولنډۍ ګورو:
دګلودرخته يې لواېږي +++ خدای دي زماپرطرف راوله ښاخونه
په صبرصبرمي زړه شین سو+++ نورمي دصبرطاقت نسته وبه مرمه
په صبرصبرمي زړه شین سو +++ سبامي نیت دی بې صبرۍ ته ملاتړمه
که په میوندکي شهیدنه سوې +++ خداګولالی یه بې ننګۍ ته دي ساتمه
ژړامي نه ده په چاګرمه +++ خوشي ګرېوان په اوښکو څه له لنده ومه
کوتره بازوخوړه خدایه +++ زه خوار شهین منګولي سرې په بدنام سومه (شاهین) مرغه دی . عالمه ماته بدمه وایاست +++ زه دجانان غمونو چور لېونې کړمه
ځیني لنډۍ دي،چي په دغه اوس مهال کي ویل سوي دي . په دغه لنډیو که یادموټر،تلیفون،موټرسیکل یا پسپورت، ویزي اویا «کله شینکوپ »اودغسي نورنومان یادسوي .
دلنډیوشاعر:
دلنډیوشاعر څرنګه چي پورته هم وویل سوه دپښتنو ټولنه ده . دپښتنو نارینه وو او ښځو په خپل وار سره لنډۍ ویلي دي او هرچا دضرورت له مخي یوه لنډې ویلې ده .
نو په دې ډول سره یو ځانګړی ویونکی یاویونکي یاني شاعر نه لري مانا داچي هرچا په خپل وار سره یوه لنډې ویلې ده؛نو په دې ګون سره ټولو پښتني پرګنو ته لنډۍ منصوبي او دوی دغه لنډۍ ویلي .
لنډۍ دخولې څخه وخولې ته ورغلي ویل سوي اوپه یاد سوي دي؛څرنګه چي یوه یوه لنډې دیوه شخص له خوا کله ناکله ویل سوې؛نوځکه کتاب سوي نه دي . په دې اواخروکي اورم چي کوم چاکلاسیکي لنډۍ راټولي کړي او دلنډیو یوه ټولګه ئې ځیني جوړه کړې ده . اوبل یوه بیا لنډۍ جوړي کړي اوکتاب کړي ئې دي
لنډۍ دموسقۍ سره ډېرښه خوندکوي اوځیني هنرمندان ئې دسروکوسره په ډېرشرنګ اودرنګ وایي،چي ډېر ښه خوند کوي . لکه : دګلودرخته ئې لوېېږې  بي بي شیریني ++ بي بي شیریني ژړي ګُلي راباندي واچوه سورشال دواړه لاسونه ++ بي بي شیریني ــــــــــــ رب دي زماپرطرف راوله ښاخونه  بي بي شیریني اودغسي نور .
په ځینولنډیو سړی پوهیږي،چي ښځو ویلي او که نارینه وو ویلي . لکه دغه لنډۍ چي ښځو ویلي :
جانان دي لیري له ما نه ځي +++ زه بې په تورو زلپولار جاروکومه
سپوږمې پرنیم داسمان راغله +++ زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
جانان زمازه دجانان یم +++ پر هر نخاست مي خرڅوي ورسرځمه ــــــــــــــ اودغسي نور ډېر .
دغه لنډۍ بیادنارینه وو له خوا ویل سوي دي :
اسمان په ستوروښایسته دی +++ لکه دچټي پېغلي غاړه په خالونه
یووار دي لاس په لاس کي راکه +++ بیادي جهان راپسې غواړي نه به یونه
دمخامخ ناسته دي جارسم +++ دشاووخواناسته دي اوُر را لګوینه ــــــــــ اودغسي نور ډېر . لنډۍ سته چي سړی نه په پوهیږي،چي نارینه ویلي او که ښځي لکه :
دقسمتونوکه ځنګل وای +++ مابه داخپل قسمت په اورسېځلی وای نه
اسمان ته لار دختو نسته +++ دمځکي سردی سرې لمبې اوسره اورونه
دلنډیو تاریخ :
دلنډیوتاریخ چندان نه دی څرګند؛څرنګه چي ترمخ وویل سوه کله چي پښتانه په دغه شاوخواکي لکه خراسان، بلخ،اراکوزیا اوګندارا کي لاخواره واره وه لنډۍ ویل سوي دي . موږ کولای سو،چي ددغه نږدې تاریخ دخپلو لنډیو څخه څرګند کړو . دساري په توګه : دغه لنډۍ ګورو!
. یارمي هندو زه مسلمان یم +++ دیارله پاره درمسال جاروکومه
دغه دلنډۍ وروسته تراسلام ویل سوې ده . دا بله لنډۍ ګورو : . که په میوندکي شهیدنه سوې +++ خدای ګولالی یه بې ننګۍ ته دي ساتمه دغه لنډۍ دافغان انګلیس دجنګ پرمهال ویل سوې ده .
دلنډیودتاریخ څرګندونه ډېره ژور ه څېړنه غواړي . زماپه آندباید ډېري لنډۍ راټولي سي کتګوري سي او وکتل سي،چي دا لنډۍ کله ویل سوي دي نوکېداسي،چي تقریبي مهال دلنډیوڅرګندسي .