د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د«یې ګانو» نوې څېړنه :

وکيلي 15.02.2016 11:17

پوهاندزیار صیب په تاند ویبپاڼه کي په ۵ .۲ .۲۰۱۶ م ک کي دپښتو ژبي « یې ګاني » شپږ بللي . تر دوی ترمخ استاد محمدمعصوم «هوتک »صاحب دلروبر دویبپاڼي دمسؤلینو له غوښتیني سره دپښتو ژبي د پنځه « یې ګانو» تشریح کړې ده، چي دا اوس هم په لروبر کي ئې ښاغلي لوستونکي لوستلای سي . اودغسي استاد «پالوال » صاحب هم ددغو «یې ګانو » بیان کړې دی.
د «یې ګانو » ستونزه په لیکدود کي نه ده، بلکي د«یې ګانو» ستوزه په لهجو کي ده .
د«یې ګانو » دغه اوسېنی او پخوانی مشکل دختیزو پښتنو، سهیل لوېدیزو او لوېدیزو پښتنو د لهجو خبره ده . د «یې ګانو » ږغونه یاغږونه واضح دي،چي کومه ستوزه نه لري . یوازنې ستونزه د «یې ګانو » د دغو دوو ډلو پښتنو په لهجوکي ده .خو د دواړو لهجو ژبپوهان دي سره کښېني؛ یوې سمي موافقې ته دي سره ورسي . اویا دي پښتو ژبه دوه لیکدود ده ولري . هرکله چي یو ادیب لیکل کوي ښکاره دي و وایي،چي په کوم لیکدود دی لیکنه کوي . پښتانه لیکوالان، ادیبان، ژبپوهان، مسلکي خلک باید په دواړو لیکدودونو وپوهیږي .
هر بهرنی چي پښتو زده کوي دیوه لیکدود څخه دي کار واخلي او دغه زده کوونکی باید وپوهیږي،چي پښتو دوه لیکدود لري؛ خو دی ئې له یوه لیکدوده پښتو زده کوي .
دا وو زما وړاندیز !
د پښتو د« الپبې »توري موږ په دوو احساسو او یوه ږغ پېژندلای سو. لکه : د« ي » توری چي ړومبی ئې ګرافيم وینوچي نیمه پرته «کړې» خوله ئې وپورتي خواته خلاسه او دوه ټکي ورلاندي څنګ پرڅنګ لري . دا بڼه د دغي لنډي « ي » ده، چي موږ ئې وینو . اوس فونیم د دغي «یې » په خوځښت کي ئې دآواز په غوږو اورو نو پوهیږو،چي دا ږغ یاغږ دلنډي « ي » دی . دغسي هم دټول « الپبې » توري پېژندل کیږي .
اوس راځم آري خبري ته چي دپښتو ژبي «یې ګاني » دي .
دغه « یي ګاني » پوهاند «زیار» صیب ښپږ بولي . پنځه ئې دودي بللي او یو ه بله ئې هم تشریح کړې ده، چي وایي : « نیمواکه،سیمي واولي (ي y)، په دودیز لیکدودکې دنوروپنځو یاوو پرخلاف کومه جلا نښه نه لري او له نوروسره ګډېږي .»
لومړی دغه پنځه دودیزي «یـې ګاني » ګورو: [۱ي – ۲ې – ۳ی – ۴ۍ – ۵ئ – ۶یْ ]
۱:- لنډه (ي) هغه «یې» ته ویل کیږي، چي ور لاندي خپل دوه ټکي څنګ پر څنګ لري . لکه : [ي] او د خپل شا د توري ږغ لنډ او د زېر په ډول ئې کښتي خوا ته کش وي . لکه : [ دي؛ ځي؛ شي؛ وري ] دغه «یې» په لیکنه کي د ګړو په منځ او په پای کي راځي . لکه دګړو په منځ کي :
[ ویر؛ تیر؛ پیر؛ ګیر او نور .] په پای کي د تورو لکه : [ ځي؛ ځغلي؛ ښادي؛ هندي او نور . ]
د ژبـښودیاني ګرامر له مخي تر ډېره بریده دغه «ي» دنومانو جمع یاني ډېرن جوړه وي . لکه : [سړي؛ غوایي؛ ښځي (ښځې)؛ژمي؛ دوبي؛ پسرلي؛ مني؛ کالي؛لرګي،منګي؛(مي،کي،چي) لوېدیزه لهجه ده؛ غواوي؛ګیدړي؛ژړاوي او نور . ] ستاینیز حالت : [ ورځني؛ ماښامني؛ پخواني؛ اوسني؛نري؛ګردي؛سپیني؛ګلالي؛ښکلي؛ بدي؛ ناوړي .] په منځ کي د تورو لکه : ټیټ؛ تریخ؛خوړین؛ سپین او دغسي نور .
کړه نیز حالت : [ ګوري؛ اوري؛ ښوري؛ کړي؛ ځي؛ راځي؛ کوي؛باره وي؛ نځیږي؛ خوري او دغسي نور .] په نومانو کي ښځینه (مفردمؤنث) : [مامي؛ دوستي؛ خپلوي؛ خواري؛ بي بي؛ وداني اونور .] په نومانو کي نرینه (مفردمذکر): [ موچي؛ دوبي؛ ډولي؛ تاریاکي؛ چرسي؛بنګي اونور .]
لنډه (ي) چي دتورو په سر کي راسي تر ډېره بریده په عربي «زور» ویل ګیږي . لکه : [یار؛یمن؛یو ؛یابو؛یاغي؛یخ،یرغل؛یقین؛یې؛یهود؛یېږ؛یتیم؛یم؛یله] ټوله دغه ګړي په «زور» ویل کیږي . یوازي [ینه جمع ئې ینې په پاړسي ورته جګر وایي؛ییره جمع ئې ییرې؛یي ] د«ي» پوره ږغونه یاغږ ونه ورکوي . او یو څو نوري ګړي چي په «ي »لیکل کیږي اود عربي ژبي په «پېښ » ویل کیږي . لکه : [ یُو = هستیم؛یُوم =بیل؛یُون = حرکت؛یُور دلېوره ښځه؛ یُونان مملکت دی؛ یُوروشلیم ښار دی او نور .] دا ټولي ګړي په لنډه «یې » لیکل کیږي .
۲:- اوږده ( ې )هغه «يې » ته وایي، چي دوه ټکي خپلي کښتي خواته لاندي باندي ولري . لکه : (ې) او د خپل شا د توري ږغ یاغږ اوږد او روښانه لاندي خواته کش کي . لکه : [ دې؛ ځې؛ اوّرې؛ خوّرې اونور .] دغه «يې » دګړو په منځ او په پای کي راځي . د تورو په منځ کي لکه : [ډېر؛هېر؛ګېر؛وېره؛پـېښه؛بېړه؛لېوه اونور . ] د تورو په پای کي لکه : [نمسې؛ نیمګړې؛ راوړې؛ وړې؛ لېونې اونور .] (مې؛ چې؛ کې ] په ختیزه لهجه کي . دغه «یې » دژبـښود یاني ګرامر له مخه ګورو . دغه «يې » تر ډېره حده ښځینه نومانو اوستاینو کي راځي . په ښځینه نومانو کي لکه : [ نجلې؛ نارې غلبلې؛ ادې؛خرې؛شلومبې؛ پردې؛لنډې؛ شړې؛ وړې؛ غالې؛نالې؛زمرې؛ خواښې؛ګلګې؛ورې اونور . ]په منځ کي دتورو لکه : [وېره؛ تېره؛پېره؛ پېریانې او نور . ]
په ستاینیز حالت کي لکه : [خوږې، توروې؛ ګلالې؛ ورستې؛ښایستې؛نسبتي حالت ئې لکه : کابلې؛ کندهارې؛ننګرهارې؛مزارې؛بدخشې (بدخشانې)؛ کلاتې اونور .]
۳:- نرمه (ی) هغه «یې» ته وایي،چي ټکي نه لري . لکه : (ی) . د دغي «یې » ږغ یاغږ چي توری ئې شاته راسي روښانه لوړ او بیائې لږ کښته کي لکه د انګلیسي (ai ) او یا د الماني (ei) . دغه «یې» تر ډېره بریده په نرینه یَوَنّ (مفرد مذکر) نومانو،ستاینو او کړنو کي راځي اوتل دغه «یې» دګړو په پای کي راځي . د دغي «یې» په کار وړل د ژبـښود یاني ګرامر له مخي .
په نرینه مفرد نومانو کي . لکه : [ سړی؛ لرګی؛ګلګی؛غیرګی؛منګی؛غویی؛وری؛بياڼګی؛ جونګی ؛زمری؛مېږی او نور .] په نسبي نومانو کي لکه : [ کندهاری؛ننګرهاری؛ بدخشی؛ کابلی؛مزاری؛هراتی؛فراه یی اونور .] په ستاینیز حالت کي لکه : [ ګردی؛سپینککی؛توره کی؛ نری؛ګُلالی؛ښکلی؛ښایستوکی؛جګوکی اونور .] په کړه نیز حالت کي لکه : [ راغی؛ ولاړی؛ تللی؛راغلی؛خوړلی؛کړی؛ختلی؛کښلی اونور .]
ښاغلی استادمحمدمعصوم «هوتک» ددرېم سړي نومځي یاني مفرد غایب ضمیر (دی) او درېم سړي کړنه دلازمي کړنځي «ول» (دی) توپیر داسي کوي : ضمیرغایب (دی) لیکي او کړنه د غایب سړي داسي (دئ) لیکي . کنه نو دواړه یو ډول لیکل کیږي،چي توپير ئې نه کیږي . زه هم د دوی کړنلاره منم او دغسي ئې لیکم . (دئ) فعل دئ او (دی)ضمیر دئ .
ځیني ګړي په خپل منځ کي نرمه « ی »غواړي؛ خو دغه «یې» په خپل ګرافیم کي نه راځي،بلکه داسي راځي لکه لنډه ( ي ) . هغه توري دغه دي : [ پایل «پَیل»؛ سَیل؛مَیل؛خیر؛غیر اونور. ] که څه هم یوازي پایل پښتو ګړه ده نور عربي ریښي لري؛ موږ ئې په خپل ژبه کي په کار وړو . مائې په خپل پخوانۍ لیکنه کي وړاندیز دلیکني داسي کړی وو : [سی ـل؛می ـل؛خی ـر] داځکه چي ګرافیم د نرمي « ی » څرګند سي .
۴:- درنه ( ۍ) دغه «یې» یوه ځانګړې دپښتو«یې » ده؛څرنګه چي لیدل کیږي په پای کي خپل یو ډُمبکّ لري . دغه (ۍ) خپل د مخ د توري آواز دروند،ډک او یو څه لاندي خواته کشوي . لکه : ( نړۍ یا ډوډۍ ) . د (دی) آواز روښانه اورېدل کیږي خو د (ډۍ) آواز ډک او څه تاریکه اورېدل کیږي . د ګرامري لحاظه دغه «یې» په ښځینه نومانو کي او ستایونو کي راځي . لکه په ښځینه جمع نومانو کي :
[ سپوږمۍ؛څوکۍ،ډوډۍ،نجلۍ،نتکۍ؛نړۍ؛وړۍ؛خورکۍ؛ لورکۍ؛بوډۍ ؛ سپۍ؛نمسۍ؛اوسۍ،صدرۍ اونور .] نسبتي حالت ئې : [ کابلۍ؛کندهارۍ؛ هلمندۍ؛ میوندۍ ؛ مزارۍ؛لغمانۍ اونور . ] ستاینیز حالت ئې : [ ګلالۍ؛لېونۍ؛کوچنۍ؛ خپلوۍ؛اوسنۍ؛کورنۍ او نور .] دغه ( ۍ ) یوازي د تورو په پای کي راځي .
۵:- همزه یي (ئ)دغه «يې» څرنګه چي لیدل کیږي خپل پر سر همزه لري،چي دغه همزه کوم فونکشن نه لري او دعربي همزه په شان نه دی خاص د نرمي ( ی ) د توپیر لپاره هلته دی،چي و پېژندل سي . دهمزه یي (ئ)ږغ یاغږ د نرمي ( ی ) او د درنې ( ۍ ) تر منځ یو سپک ږغ چي څه لاندي خواته کشیږي . تر ډېره بریده دکړونو (افعالو) (جمع مذکر)سره راځي . لکه : [ خورئ؛ کوئ،منئ؛چښئ؛راسئ؛ ځئ اونور .]
ځیني مهال کېدای سي، چي د نرمي ( ی)کار هم ځني واخستل سي؛ لکه څنګه چي پورته وښول سوه . همزه يي (ئ) د تورو په سر کي او په پای کي راځي .
دتورو په سرکي لکه : ( ئې ) ضمیرمفرد غایب فاعل . [قلم ئې واخست .] د ګړو په پای کي لکه :
خورئ؛ کوئ او نور .
۶:- سپکه یانیمواکه (یْ) دغه «یې » ترمخ تر دې چي پوهاند زیار صیب ورته متوجه شي دنرمي (ی) په نامه کارېده .پوهاند«زیار » ورته نیمواکه سیمي واولي (يy) ویلې ده . ماسپکه (یْ)ورته وویل او سربېره پر دې مي هم یوه «ګردې» نښه پرسرد دغي «یې» د پېژندو لپاره ورکړه، چي دنورو «یې ګانو» په ډول و پېژندل سي . دغه (یْ) تر ډېره حده د ګړو په پای کي راځي . لکه : [لُوی؛خوی؛ وای؛ شوای او نور .] دغه لیکنه ئې دزاړه لیکدود په شان ده،چي هلته لا دغه «یې» دنرمي «ی» په ډول پېژندل کېده . خو د دې مخ په ایسته که ژبپوهان،لیکوالان،اديبان او پښتوژورنالیستان موافقه وکړي؛ دغه نیمواکه یا سپکه «یْ» چي شپږمه «یې» «زیار» صیب بللې په دغه ډول په لیکدود کي معیاري کړي . دابه دلوستونکو او لیکونکو لپاره یوه لویه اسانتیا رامنځ ته کړي . نوی لیکنه : [لویْ؛خویْ؛ وایْ؛ دویْ؛ سوایْ یاشوایْ اونور .] اوس دغه سپکه یانیمواکه «یې» دژبښود یاګرامر له مخي ګورو. دغه (یْ) تر ډېره حده دنرینه نومانو په پای کي راځي . لکه : [ خدایْ «ج»؛ځایْ؛اشنایْ؛زویْ؛بوی؛لایْ؛ کالخوایْ؛ چایْ؛ رایْ؛پایْ او نور.] په کړنیز حالت کي :[تلایْ؛کولایْ؛سوایْ یاشوایْ؛وایْ؛ کړایْ، وهلایْ اونور . ]
ښاغلی پوهاند دکتور «زیار»صیب دغه «يې» دکلمو په سر او په منځ کي له لنډې (ي i) سره ګډه یا التباس بولي . لکه په یون؛یونل؛یووړ؛یوسه؛یاد؛بیا؛بېدیا؛یو؛یور ؛ژيړ(زېړ)؛ وریځ اونور. خو زما تر غوږو د دغو ګړو ږغونه یا غږونه د لنډي (ي) دي نه دنیمواکي یا سپکي (یْ)،چي په ډېر آسانه ډول ئې فونېم په [ ځایْ؛زویْ؛خویْ اولویْ ] کي اورېدل کیږي . او توپیر ئې دنرمي «یي» سره بیخي اورېدل کیږي .

اخځونه: د «زیار» صاحب لیکنه په تانده کي (۵ .۲ .۲۰۱۶) او داستاد م . «هوتک» صاحب لیکنه په لروبر کي