د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځان شرمی که قام شرمی

حقمل صافى 03.10.2014 13:11

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

بسم الله الرحمن الرحيم

دتاريخ په اوږدو کی عموما افغانان په دين او وطن مين قوم ياد شوي او ياديږي،او هم يی پر دغو دواړو مهمو عنصرونو باندی وينه تويول او پري سرونه شيندل له پخوا  څخه عادت ګرځيدلی،خو په مقابل کی يی يو شمير داسی قام شرمي فقط په نوم افغانان هم تير شوي چی افغانان يی په افغانيت باندی شرميږي،او نوم سره يی دآفغان ذکر کول دځان لپاره پيغور او عار ګڼي.
ډير لری به نه ځو له پخوانی قام شرمو څخه راتيريږو،ځکه پخوانی قام شرمو چی به کله هم خپل قوم وشرماوه نو سر به يي ټيټ ؤ او ځان به يی نر نه حساباوه،او کله کله به يی په خپله قام شرمئ باندی اعتراف هم کاوه، او حتی چی خبره به تر بښنی هم رسيده، خو اوسنی قام شرمی دهغوي خلاف دي،ځان او قام ښه په ډاګه شرموي،بار بار ورباندی اقرار او فخر کول هم نرتوب ګڼي،او بيا له نرتوب وروسته دغه قام شرمی قام شرمي يوه ستره لاس ته راوړنه هم بولي،او ورسره په خواکی يی ځان يو لوي سياستمدار او متفکر هم يادوي.
ددغسی قام شرمو وطن پلورنه عادت ګرځيدلی،له نيږدی انډيوالانو يی ورته په ميراث پاتی ده،او که دپخوانيو قام شرمو په پل پل کينږدي نو خر چی له خر نه کم شي غوږ يی دپريکولو دی.
ددغسی قام شرمو له شرم ډک کارونو دافغانانو غصه پارولی،خفه کړی يی دي،او هم يی دغسی کسان داسلاميت او افغانيت خلاف ګڼلي،او هم يی دغه دلاسيک تر عنوان لاندی قام شرمي وطن پلورنه ياده کړی،او دتاريخ يوه توره ورځ يی ګرځولی.
 او بيادغه قام شرمي له شرم ډک کار څخه وروسته په وازه خوله دخپل کار دصفائي لپاره ويل:چي دغه کار به دافغانستان په اقتصاد او سوله کی مهم رول ولوبوي او نړئ سره به سيال شو!!!!!!!!!
خو بس قام شرمي به نور څه ويلی وي،خوله يی بنده بنده کيدله،رنګ يی زيړ شوی ؤ، په خبرو کی يی دزياتی سکتی معلوميدله چي ځان ورته دځان شرمي  سره قام شرمی هم ښکاري،ځکه په ډير شين زور سره يی ددماغو په ځاي له خيټی خبری راويستی،او ناست کدوان او دځان په شان قام شرمي يی پری دوکه کول، او دايی ورته په شرموونکو الفاظو ښکاره کوله چی دوطن په ګټه مو کار کړی چی هيڅ چرت خراب نه کړئ!!!!!!!
عجيبه رهبران دي،وطن پلورنه ورته هيڅ نه ښکاري،ځان شرموونه ورته هيڅ نه ښکاري؟ددومره ستر خيانت وروسته بيا هم دوي دهيواد نمايندګي کوي؟؟؟؟؟او ځانونه دهيوادوالو رشتينی او صادقه وکيلان او نمايندګان معرفي کوي!!!!
خفه په دی يو چی دغو قام شرمو زمونږ وياړلی او ځلاند تاريځ يو ځل بيا په خپلو تورو الفاظواو شرموونکی کړنی سره تک تور کړ،او دافغانيت په لمن يی يو نه پاکيدونکی داغ پريخود او تاريخ به دغه قام شرمي هيڅکله هير نه کړي.