له بخارۍ نه ساړه او له زخمونه ګلان
22.07.2014 15:47له بخارۍ نه ساړه او له زخمونه ګلان
د فرید باراني یو شعر او زما تآثر
فرید باراني یو پر کاره، خوځنده او جدي ځوان دی، د نورو کارونو تر څنګ یې شعرونه هم په میډیا کې ډیر ځلې غاړه هسکوي. زما یې شعرونه او جدیت خوښ دی. د اوس له پاره یې د نورو فرهنګي کارونو په باب ځکه څه نه وایم، چې ماته یې په بشپړ ډول څرنګوالی نه دی مالوم، خو کوم شعرونه یې چې زما له نظره تیر شوي دي، د هغو پر استناد وایم چې شعر یې نوې ښکلا لري او زما خوښ دی. زه فکر کوم چې فرید باراني په شعر کې د خپل فکر د پیاده کولو له پاره د لغاتو ډیر ښه لښکر لري، داسې لښکر چې د وخت او زمان ټولې نا دودې او ښیګڼې ورته مالومې دي، ښې تجربې یې زده دي او فرید باراني یې د باران د نرمۍ په ډول داسې په ځای او په وخت کاروي، لکه وستا کار چې په دیواله کې د دیوال د سم جګولو له پاره خښتې کاروي.
د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۲۱ سهار مې د مخکتاب په پاڼو کې د فرید باراني یو شعر ولوست. د ده د شعر په لوستلو سره مې د خپل عیني ژوندانه سر ګردانیو، په وطن او نړۍ کې د روانو حالاتو او نا خوالو طوفانونو په مغزو کې شور را پیدا کړ، په رګونو کې مې وینه لږ ګړندۍ شوه او له عادي حالت نه وتلی، بل ډول احساس را ته پیدا شو. د همدغسې شیبې حالت مې په دغو تورو او یو لنډکي شعر سره انځور کړی دی، نندارې ته یې کینئ:
زه دې ته ډیر خوشاله یم چې د فرید باراني په شعر کې نوي ترکیبونه، د نوې تکنالوژۍ او اوسني وخت نوموونې، په نوي ترکیب سره په هنرمندانه ډول د نویو شعري انځورونو په ډول سر اوچتوي. دغه څو ترکیبونه یې په همدې یوه ټوټه شعر کې ما ته نوي ښکاره شول او دا څو انځورونه مې تر اوسه بل چیرې نه وو تر سترګو شوي:
ــ له بخارۍ نه د سړو څڅیدل،
ــ ړنک تحمل،
ــ اور، اوبه او لوښي د تمسخر خندا کوي،
ــ د لمر ساړه هډونه،
ــ لا علاجه درد، د ډاکترانو نا تواني، ډاکتران باید هر څه له سره پیل کړي، او ...
د فرید باراني هنر په دې کې دی چې دی په آزاد شعر کې د ټولنې دردونه او خپل روان سره را نغاړي او په ډیرو لنډو الفاظو او څو تورو کې یې له نتیجې سره د لوستونکو مخې ته ږدي.
ما دا خبره څو څو ځلې کړې ده او بیا به یې هم وکړم چې استاد صدیق روهي به کله نا کله په ټولګي کې له موږ سره د بحث په ترڅ کې ویل:
«افغانستان د استـثـنا تو وطن دی، هر څه په کې پیښیدلای شي او ...»
او دا تجربې یو وار نه، څو ځلې ثابته کړې ده چې په افغانستان کې د هر څه د پيښیدو امکانات شته. لکه همدا اوس:
ټول هغه څه زموږ په وطن کې کیږي، چې باید نه وای شوي، او ډیر هغه څه نه کیږي چې باید شوي وای.
د فرید باراني په یاد شعر کې چې له بخارۍ نه د تودخې په ځای ساړه را څاڅي، دا په افغانستان کې د هغو استـثـنا تو یوه برخه ده چې روهي صاحب ویلي وو.
کله مې چې د مخکتاب په پاڼو کې د فرید باراني یاد شعر ولوست، نو ما هم دشعر په نامه دغه څو توري د کاغذ پر مخ رسم کړل، کیدای شي د دې سر لیک هم استـثـنا وي:
له بخارۍ نه ساړه او له زخمو نه ګلان
له بخارۍ نه چې ساړه څڅـیـږي
نو له ټـپونو نه خندا را څڅـیدلای نه شي؟
دغه ما نه،
دا بل چا نه،
دغه روهي راته ټولګي کې ویلي:
«دغه وطن د استـثـنا وطن دی
دلته هر څه هره شیـبه کې پـیـښـیدلای هم شي»
دلته لاسونه اوسرونه،
پښې اورمیږونه ریـبـیدلای هم شي
«دغه وطن د استـثـنا وطن دی
دلته هر څه هره شیـبه کې پـیـښیدلای هم شي»
دا هغه ښار دی چې ښاریان یې رنځوران دي او روغتون نه لري
دلته کیدای شي انسانانو نه ماران وزیـږي
داسې اوه سري ماران
چې په اویاوو خواوو خولې اچوي
دغه ماران زموږ مشران دي، کنډوالــو باندې حکمونه کوي
داسې مشران چې قدمو ته یې زلمۍ وینې تویږي او دوی خاندي ورته
او پرې د پاسه قدمونه ایږدي
«دغه وطن د استـثـنا وطن دی
دلته هر څه هره شیبه کې پـیـښیدلای هم شي»
دلته کیدای شي بخارۍ نه ساړه وڅڅیږي
دلته کیدای شي له زخمو نه ګلان ووریږي.
آصف بهاند
هیدرسلیف، ډنمارک
د۲۰۱۴ کال د جولای یوویشتمه