د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وزیرستان او د پنجاپ ماتي

احمدجان تڼی 19.06.2014 12:15

هغه مهال را رسیدلی دی چی ټول پښتون اولس د وزیرستان سره یووالی او پیوستون د پنجاب د نیواکګر پوځ په وړاندی اعلان او خپل یووالی په سیاسی ، مالی او ځاني ډول سره ثابت کړي . دا ځکه چی په وزیرستان کی ستره بشری غمیزه روانه ده.
د پښتونخوا ( د اموسین او جیلم تر منځ ) په زړه اورونه بل دی ، په لوګیو او لوخړو کی سترګی کار نه کوي ، هر چیری وینی بهیږي. ژوندی خلک تر خاورو لاندی کیږي.
په ځمکه شوبلې او زغره وال جنګي ګاډي ، په هوا کې څرخې او اف شپاړس جیټ الوتکې ، درانده او سپک توپونه بلاخره بی د اټومی وسلو څخه د ټول مډرن جنګي تخنیک څخه د یوه مظلوم ، خوار او په ګوښه کی ساتل شوي اولس په وړاندې کار اخیستل کیږي.
درانه توپونه غړمبیږی ، توغندی چوی ، ګولۍ واریږی ، اف شپاړس جنګی جیټ الوتکی سر پرلپسی بمونه اوروي د پنجاپ اشغالګر پوځ د وینو د بهیدو او د کلیو د ورانیدو خوند اخلی .
د امریکا د متحده ایالاتو بی پیلوټه الوتکی هم په هوا باندی ګزمه وهی او هغه هدفونه چی د پنجاپ د پوځ له خوا ورکول کیږی تر اور لاندی نیسی.
په وزیریستان کی کلی نړیږی ، کورونه ورانیږی ، ماشومان ، ښځي او بوډاګان تر خاورو لاندی کیږی .
د مړو او ټپیانو شمیر معلوم نه دی څوک نه شته چی د ټپیانو ټپونه ورو تړی . د مړو د جنازو خښول ناممکن شوی دی . خلک په کورونو کی بند دی.
د وزیرستان درې خوا د پنجاپ د پوځونو او میلشاوی له خوا کلا بند شوی ده او خلک نه پریږدی چی دا سیمه پریږدی. او امن سیمو ته ولاړ شی. د وزیرستان په شمال ټک کی امریکایی پوځونه پراته دي.
د پنجاپ استعمار ګر پوځ په ټول قوت سره خلک وژنی ، کلی په هدیرو اړوی او شنه باغونه په شاړو دښتو اړوي.د سیمی څخه د راپورونو سره سم د پنجاپ پوځ په مقابل کی څوک نه جنګیږی او نه کوم مخالف قوت شته چی پری ډزی وکړي.
په وزیریستان کی د روانو جنایتونو په هکله د نړی بشری حقوقو د ملاتړ سازمانونه ، امریکا ، اروپا او ټوله نړی غلی پاتی ده دا په دی مانا چی دوی له پاره د وزیریستان ماشومان ، میرمنی او سړی په بشر کی نه شمیرل کیږی.
د حامد کرزی کثیفه اداره وایی چی دوی د دیوریند کرښه په رسمیت نه پیژنی دا ځکه چی د کرښی هغه خوا خلک خپل اولس ګڼی او خاوره یی هم خپله ده . مګر په واقعیت کی د حامد کرزی اداری ، پنجاپ ته ددی عملیاتو د اجازي په ورکولو سره د دیوریند کرښه په رسمیت وپیژندله او نوازشریف ته یی په رسمی توګه دا اجازه ورکړه چی په دی سیمو کی جنګی عملیات وکړي او د پښتون قوم تباه کړی.
د کابل حکومت ته اړینه وه چی د پښتونوالی او افغانیت تر نوم لاندی او د خپلی خاوری د ادعا په صورت کی یی د پنجاپ د تیری او جنایتونو په هکله کلک غبرګون ښودلی وای . مګر کابل واکمنان د پښتنو په وژلو او تباهی باندی نه خفه کیږی.
دا عملیات په دی ډول نه دی چی د کوم جنګی قوت په وړاندی روان وی بلکی دا عملیات د خلکو په ضد روان دی . خلک که چیری کارونو ته ځي او یا د یوه ځایه بل ځای ته ځي د پوځ له خوا نیول کیږی وهل ډبول کیږی او حتی وژل کیږی . د عینی شاهدانو له خولی تر اوسه په زرګونو بیګناه پښتانه د پنجاپ د لوټمار او نیواکګر پوخ له خوا وژل شوی او په لس ګونو کلی او په زرګونو کورونه وران شوی دی.
په وزیرستان کی د بشریت ضد زړه بوګنونکی جنایتونه د پنجاپ پوځ له خوا تر سره کیږی چی لویدیز ، د بشری حقوقو د ملاتړ سازمانونه ټول ورباندې چوپ دي.
په افغانستان کی هم مدنی ټولنی ، سیاسی ګوندونه، سیاسی او ملی شخصیتونو یوه هم خوله خلاصه نه کړه چی په وزیرستان کی د بشر ضد جنایتونه ودرول شی .
همدارنګه د بنجاب تر اشغال لاندی پښتنی سیاسی ګوندونه هم د وزیرستان د پیښو په هکله ځانونه غلی ساتلی دی او د ځانه کوم غبرګون نه ښیی. د دوی دا چوپتیا هم د پوښتنی وړ ده؟
که چیری تاریخی تجربو ته وکتل شی د انګریز پوځونو په زرګونو واره په وزیرستان بریدونه کړی او په لکونو انګریزي ،ګورکه او د نورو توکمونو څخه تشکیل شوی پوځونه یی په وزیرستان مارش کړي دي.
انګریزی په سلګونو الوتکو په هر وار د وزیرستان کلی او کورونه بمباری کړی دی او زیات شمیر خلک یی شهیدان کړی دی مګر د ازادی له پاره د وزیرستان مقاومت یی نه دی مات کړي.
د انګریزی استعمار د ماتی پیل د وزیرستان څخه شوی دی تر څو دا لویه وچه یی پریښی ده نو ځکه ګومان کیږی چی پنجاپ هم په دی برید سره ډیره لویه تیروتنه وکړه او د وزیرستان په کړکیمي کی ولوید.
د وزیرستان څخه پنجاپ په دی دوو پایلو کی په حتمی توګه یوه تر لاسه کولی شی: بشپړه تباهی د پوځونو ،یا ماته او تیښته..
په واقعی مانا سره پنجاپ د هغه ستراتیژیک پلان سره سم چی انګریزی استعمار له خوا پخوا د پښتنو د ځپلو د پاره جوړ شوی دی د پښتنو ځپلو ته دوام ورکوي.
انګریز د پلان سره سم د پښتنو د کمزوری ساتلو د پاره په منظمه او وقفه ایی توګه د دوی په سیمو کی د پوځی عملیاتو مخ ته بیول کیږی . پنجاپ په دی پوهیږی چی که چیری پښتانه د سولی موقع پیدا کړی بیا ځواکمن کیږی او هلته بیا پنجاب نه شی کولی د پښتنو د خپلو حقوقو د پاره د ازادی مخنیوی وکړي.
په تیرو دولسو کلونو کی پنجاپی اشغالګر پوځ په سلګونو زره پښتانه په ډیره بی رحمانه توګه وژلی او زیات شمیر یی دی اړ کړی دی چی خپلی سیمی پریږدي.
وزیریستان په سیمه کی ډیر لوی ستراتیژیک اهمیت لری په وزیریستان کی پیښی په افغانستان ، په سیمه کی تر ډیلي او په لویدیز کی تر خلیج پوری اغیزه کوي.
ددی په څنګ کی وزیریستان تاریخی اهمیت هم لری انګریز په یو نیم سل کلن استعماری بریدونو سره سره ونه کولی شول چی وزیریستان خاوره لاندی کړی وزیریستان کی انګریز ماته خوړلی او تل ازاد پاتی شوی دي .
په وزیریستان کی د ملا پاونده ، جاجی میرزاعلی خان او نورو قیامونه ددی سبب شوی دی چی انګریز په نیمه وچه کی مات شی او په ډیلي باندی د خپلواکی بیرغ ورپول شی.
د بنو مشهورې جرګې د پښتونخوا خاوره د پنجاپ څخه بیله اعلان او د ډیورینډ کرښه یی د نه منلو وړ وبلله.
حاجی میرزاعلی خان په وزیریستان کی د خپلواک دولت ( پښتونستان ) تر نوم لاندی بنسټ کیښوده او ګرویک یی پایتخت وټاکل شو خو د عینی شاهدانو په قول د حاجی میرزاعلی خان د پلان د کابل د دربار او پنجاپ په ګډو هڅو سره دا پلان بریالی نه شو.
د وزیریستان د ځپلو د پاره جنرال ضیاالحق خطرناکه توطیه تر لاس لاندی ونیوله دلته یی تروریستی ډلو ته اجازه ورکړه چی په وزیریستان او قبایلی سیمو کی ځالی جوړی کړی. دا ځالی د پنجاب د مالی ، استخباراتی او سیاسی ملاتړ څخه برخمنی وی او دي.
افغانستان ته د امریکایی پوځونو په راتګ سره ، د وزیرستان حالاتو هم بدلون وموند. پنجاب ددی له پاره چی په افغانستان کی جګړه روانه وساتی یو شمیر وسلوالی ډلی یی په وزیرستان کی ځای په ځای کړی .
ددې ډلو لګښت د هغه روپیو څخه ورکول کیږي چی امریکا یی د تروریزم سره د مبارزی په نوم ورکوي.
ددی ډلو ځای په ځای کول د سیمه ایزو خلکو د غبرګون سبب شول مګر پنجاپ د وسله والو ډلو په مرسته په سلګونو هغه مشران ووژل چی نه یی غوښتل وزیرستان د تروریزم منځ وګرځي.
په مقابل کی نوری جنګیالی ډلی رامنځته شوی چی په سیمه کی د جګړی عامل بنجاب ګاڼه نو ځکه یی د پنجاپ په ضد وسله وال مقاومت پیل کړ.
په تیرو دیارلسو کلونو کی پنجاپ او امریکا په وزیرستان او نورو سیمو کی ددی د پنجاپ ضد جنګیالو په ضد وجنګیدل.
خو نړیواله ټولنه ددی په ځای چی دا ټکی درک کړی چی اصلی تروریزم پنجاپی استعماری دولت دی دوی د سیمی خوار او بی وزله خلک په دی تورن کوي چی د تروریزم ساتونکی دی.
پنجاپ دا عملیات د دوو موخو د پاره تر سره کوی :
لومړی : غواړی نړیوالی ټولنی ته وښیی چی دوی د تروریزم سره په جګړه کی صادق دی.
دوهم : پنجاپ غواړی ددی عملیاتو له لاری چی لګښت یی ښایی لویدیز ورکوی پښتون اولس وځپی تر څو د خپلواکی غوښتلو خیال یی مغزونو ته رانشی..
په تیرو دیارلسو کلونو کی د کابل اداری او د هغه نړیوالو ملاتړ کونکو د پنجاپ استعماری اداره دی ته وهڅوله چی خپل پوځونه د ازادو قبایلو خاوری ( چی په تاریخی لحاظ نه انګریز او نه پنجاپ اجازه درلوده) ته ننوزی او د پنجاپ له خوا د ازادو قبایلو خاوری اشغال یقینی کړي.
د کابل د اداری نوموړی ضد ملی سیاست ددی سبب شو ، چی پنجاپی پوځ نه یوازی د ازادو قبایلو خاوره لاندی کړی بلکی د پاتې (؟) افغانستان د خاوری څینی برخی د ننګرهار ، کنړ ، خوست ، پکتیکا ، بدخشان ، زابل او کندهار په سیمو کی لاندی کړي. او په منظمه توګه د ډیورینډ منحوسی کرښې دا غاړه د توپونو او توغندیو تر اور لاندی ونیسی..
لکه څنګه چی د کابل په اداره کی واکمنی متعصبه کړۍ په غیرمستقیمه توګه تل پښتنو ته ( تروریستان .....) وایی دوی امریکایی او نورو بهرنیو پوځونو او دیپلوماتانو ته دا روحیه ورکوي چی پښتانه ( تروریستان ) ځانمرګي او دوی دی ته هڅوی چی د افغانستان په دننه کی پښتنو ځپلو د پاره سخت پوځی ګامونه پورته کړی . :
د کابل او پنجاب په دیپلوماتیکه ژبه کی طالبان (( یعنی پښتانه ؟ )) د دواړو دولتونو دښمنان دی او دوی باید ددی دښمنانو د ځپلو له پاره ګډ کار او عمل وکړي.
د کابل او پنجاپ په دیپلوماتیکه ژبه کی (( تروریزم )) پښتانه او (( ځالې )) د پښتنو سیمې دې دي .
په همدې منظور کابل ـ پنجاپ – لویدیز دری اړخیزی غونډی کوي چی په دی غونډو کی د هغو تروریستانو د ځپلو موضوع نه مطرح کیږی چی د پنجاپ له خوا روزل شوی ، وسله وال شوی او ځای په ځای شوی وي.
پنجاپ په دی غونډو کی د هغو وسلوالو کسانو د ځپلو له پاره د لویدیز څخه مرسته غواړی چی د پنجاپی استعمار په وړاندی یی ټوپک ته لاس کړی وي.
ملی اداره ( که وجود ولري ) هیڅکله به د پنجاپ ښکیلاک ګر او ترهګر دولت ته د ورور خطاب ونکړی بلکی هغه به ښکیلاک ګر دولت وبولی او زیار به وباسی چی د افغانستان ددی دښمن په وړاندی ځانګړی او اغیزمن ګامونه پورته کړي.
د کابل واکمنانو ته اړینه وه چی نړیوالو ته قناعت ورکړی چی تروریزم د پنجاپ د رسمی سیاست یوه برخه ده چی د هیواد په دننه او بهر کی د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو د پاره یی استعمالوی.
د وزیریستان خلک او په مجموع کی ټول پښتانه ، تروریستان نه دی بلکی د پنجاپی تروریزم او اشغال قربانیان دی. .
د کابل اداره کی اوسنی واکمنی کړۍ هم تر پنجاپه د پښتنو په ځپلو کې وروسته نه دي. دوی په ډیره ماهرانه توګه د پنجاپ په مرسته د پښتنو سیمی نا ارامه کړی او د پوهی او پرمختګ څخه بی برخی کړی دی.
په سیمه کی د پښتنو ځپل په کابل کی د متعصبه کړیو ، پنجاپ او تهران ګډ ستراتیژیک هدف دی او دی تور مثلث په ډیره ماهرانه توګه د نړیوالو پوځونو څخه هم د پښتنو په ځپلو کی استفاده وکړه.
په ټوله سیمه کی د پښتنو د ځپلو پروګرام ددی له پاره روان دی تر څو دا اولس ددی جوګه نشی چی د یووالی او خپلواکی له پاره غږ اوچت او خوځښت پیل کړی.
لوی احمدشاه بابا ټول پښتون په یوه متحده جغرافیا کی سره راټول او یو ځواکمن هیواد یی رامنځته کړ.
اوس دا لوی هیواد د فاسدو دربارونو او ځان غوښتونکو واکمنانو ، د بهرنیو تیریو او توطیو له امله په څو ټوټو بیل شوی دی چی زیاته برخه یی د پنجاپ د اشغال لاندی دی.
نو له همدی امله د افغانستان د خلکو د پاره ستره ملی مسله د افغانستان د هغه خاورې ازادی او بیرته د خپل وجود سره بیرته یوځای کیدل دی کوم چی د انګریزانو له خوا د افغانستان د وجود څخه په زور بیله کړل شوی او اوس د پنجاپ تر اشغال لاندی ده.
هر هیواد ځانته ملی اهداف لری چی په عام ډول سره دوه اړخونه لری:
لومړی : که چیری د یوه هیواد کومه برخه بیله کړل شوی وی بیا نو د نوموړی هیواد دولت او خلک د ځانته د نوموړی خاورې بیرته راستنول د ځانته لپاره ستراتیژیک هدف ټاکي.
دوهم : که په پورته ډول سره ستونزه ونلری بیا هڅه کوی چی په سیمه او نړی کی د یوه ځواکمن هیواد په توګه تبارز وکړي.
په لومړی ډله کی زیاتره هغه هیوادنه شامل دی چی د دوی د خاوری ځینی برخی د مختلفو عواملو له امله بیله وي.
ددی څخه موږ ښکاره مثالونه دادی : ختیز المان او لویدیز المان ، شمالی ویتنام او جنوبی ویتنام ، شمالی یمن او جنوبی یمن ،چین او هانګ کانګ ،
نوموړو هیوادونو وکولی شول د شرایطو په برابریدو سره بیرته په واحده جغرافیا کی سره یو شی.
په دی ډول ځینی هیوادونه تر اوسه په دی بریالی شوی نه دی چی په واحده سیاسی نکشه کی سره راټول شی ، لکه بلوچستان ، چین او تایوان ، کردستان ، کشمیر ، شمالی کوریا او جنوبی کوریا ، قبرس ټاپو او نور
په دی دوهمه ډله کی د پښتنو خاوره هم شامله ده . چی ځینی ځانګړتیاوې هم لری.
په دی بیله شوي خاوری باندی په لس ګونو کلونه بریتانیا منګول خښه کړي وه او وروسته د یوې توطیې په ترځ کی د پنجاپ استعماری اداری ته وسپارل شوه.
دا د کابل د حکومتونو دنده وه او ده چی ددی خاوری ازادی او د افغانستان سره د هغه د یوځای کولو د پاره پراخ پلانونه تر لاس لاندی ونیسی .
د کابل فاسد دربار پورې تړلو اکثریت چارواکو د هیواد په تاریخ کی منفی نقش لوبولی دی.
د کابل دربار کله چی په ۱۹۱۹ کال کی د انګریزانو په مقابل کی جګړه روانه وه تر دیره غازی خان پورې زیاتی سیمی انګریزانو تخلیه کړی او پیښور د کوهاټ له لاری تر تهدید لاندی و، په ټول اشغال شوو سیمو کی لوی پاڅون پیل شوی و.
کله چی انګریز دوه بمونه هغه هم چی تلفات یی نه درلودل ،په کابل واچول ، د کابل درباریان د افغانستان د خاوری د یو کیدو تیر او د افغانستان د بیا یو کیدو تاریخی چانس د لاسه ووت.
همدارنګه کله چی د هند او پاکستان تر منځ جګړی وی په همغه مهال کی د کابل فاسد دربار په دی هکله ځان بی طرفه وساته او د خپلی خاورې پوښتنه یی د پنجاپ د استعماری اداری څخه ونکړه او دا درې تاریخی چانسونه د لاسه ووتل.
همدارنګه کله چی دری کاله مخکی د امریکا متحده ایالاتو ، پاکستان ته د تروریزم څخه د ملاتړ له امله سخت اخطار ورکړل شو، په پاکستان یی خپلی مرستی بندی کړی او دی ته تیاره وه چی د هغه هیواد په وړاندی پوځی عمل وکړي. خو په مقابل کی د کابل د اداری مشر د یوی مرکې په ترځ کی اعلان وکړ چی دی به د پاکستان تر څنګ ودریږی . په دی ډول افغانستان یو بل تاریخی چانس هم د لاسه ورکړ.
د پنجاب تر اشغال لاندی سیمو کی تل د استعمار په وړاندی د خلکو سوله ایز او وسله وال مقاومت وجود درلود او دا مقاومت تر ننه پوری روان دی . دی مقاومت مختلف نومونه ځانته خپل کړی دی خو بیا یی هم د پنجاپ په وړاندی د وسله وال او یا سوله ایز مقاومت بیرغ اوچت ساتلی دی.
په مقابل کې پنجاپ هم په کراره نه دی ناست . پنجاپ د خپل استعمار په دورکی په میلیونو بښتانه شهیدان کړی دی او دا بهیر روان دی. دا د کابل اداری واکمنانو دنده وه او ده چی د پښتون اولس د ځپلو بهیر مخه ونیسی مګر
د کابل اداری د امیر عبدالرحمن خان څخه نیولی تر اوسنی ادارې پورې ټولو د پښتنو په وړاندی د دښمنی سیاست غوره کړی او له دی امله یی د انګریزی او پنجابی استعمارچیایو سره د پښتنو په ځپلو کی مرسته کړی ده.
اوس مهال په سیمه او نړۍ کی شرایطو بدلون موندلی دی ، د سیمی او نړیوالو سیاستوال پام په سیمه کی وروستیو پرمختیاو ته اوښتی دی . دوی راز راز وړاند وینی کوي چی زیاتره یی په سیمه کی د ځینو هیوادونو د تجزیی او د یا د نویو هیوادونو د رامنځته کیدو خبری کیږي.
خو د کابل اداری ، د کابل اکثریت اوتو بوتو ویونکو ( سیاستوالو) او مزدورو رسنیو ، د پنجاپ تر ښکیلاک لاندی د استعمار ضد ټولو مقاومتونو ته په سپکه کتلی او په هغوی یی راز راز نومونه ایښی دي.
خو یو شمیر کتونکی وایی چی په سیمه کی په راتلونکو بدلونونو کی د پښتنو رول به څه وي نو له دی امله غواړی چی دا لاندی ټکو ته روښن ځواب ورکړل شی:
ایا پښتون یو اولس دي او که څو اولسه؟
ایا پښتون اولس په سیمه کې د ټولو حقوقو څخه چې نور اولسونه یې لري برخمن دی او که نه؟
د سیمې په بدلونو کې د پښتنو راتلونکي رول څه دی؟
کابل چی په دربار کی یی تل پارسی پاشیزم حاکم و ، او حاکم دی تل د افغانستان د خاوری بیرته یووالی او متحد هیواد جوړیدو ته شا کړی ده او دا بهیر تر ننه روان دی.
نه یوازی د دیورینډ د منحوسی کرښی هغه خواته پښتانه د خپلو روا حقوقو بی برخی دی بلکی په افغانستان کی هم د خپلو لومړنیو قانونی حقوقو څخه هم بی برخی دي.
پنجاپ او تهران او یا په کابل کې واکمنې کړۍ په هیڅ صورت سره دې ته تیارې نه دي چې د پښتون ټبر ټوټې ټوټې شوی وجود دې سره بیرته یو شي . او یا بلوڅان په یوه سیاسي جغرافیا کې په خپلواکه توګه ژوند وکړی.
دوی د دې اولس په ټولو سیمو کې د جګړې اور ته لمن ووهي تر څو د پښتنو خاوره په مړستنو باندې واوړي .په دې نیمه وچه کې دپښتون اولس په وړاندې پراخه جګړه روانه ده چې د دې جګړې لمن د کراچۍ د ښار څخه نیولي تر بادغیس او کشمیر پورې غزیدلي ده.
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې:
. ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي
. په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
. په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي
. یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري
د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي. .
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي . لکه څنګه چی د پښتنو ستراتیژیک دښمنان جوت دی په همغه ډول د پښتنو دوستان هم معلوم دی چی کیدای شی په راتلونکی کی د پښتنو ملا وتړی.
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي.
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
پښتانه د چا حقوق نه تر پښو لاندې کوي خو دا حق لري چې خپل حقوق تر لاسه کړي.
باید ووایو چې پنجاپی استعمار په وړاندی د پښتنی په سیمو کی په مختلفو نومونو سره سوله ایز او وسله وال مقاومتونه روان دي دا مقاومتونه به تر هغه روان دي تر څو چی په پښتنی سیمو باندی پنجابی ښکیلاک پای ته رسیدلی نه وي.
کابل کی د متعصبو کړیو مخونه توریږی ، د پنجاپ ښکیلاک نړیږی ، پښتنو خپلواکه کیدل را نیږدی کیږي ، اصلی افغانستان بیرته را ژوندی کیږي.
په وزیرستان باندی په تیری سره پنجاپ ستره تیروتنه وکړه او ددی تیروتنې بیه به ډیره لوړه ورته تمامه شی .لکه څنګه چی د بریتانیا د امپراتوري ماتي د وزیرستان څخه پیل شوه په همغه ډول د پنجاپ د استعماری – تروریستی حکومت ماتي به هم د وزیرستان څخه پیل کیږي.
په وزیرستان کی اوس پنجاپی بوځ په کړکیمي ( تلک) کې لویدلی دی داسی کړکیمی چی په روغو پښو ترې وتل ناممکن دي
اوس د وزیرستان خلک اړ دی چی د پښتنو په نوم د خپلواکی او یووالی د پاره بیرغ را پورته کړي .
په تیرو وختونو کی وزیرستان جګړه وکړه ګټه یی پنجاب او هند ته ورسیده . دا وار به وزیرستان جګړه کوي تر څو پنجاپی استعمار مات او د پښتنوته د یوه ملی حکومت د را منځته کولو د پاره زمینه برابره کړي.
پارسي پاشیزم او پنجابی کلونیالیزم به حتما ماتی خوری او ټول خلک به د برابرو حقوقو څښتانان کیږی.
هغه مهال به اباسین او اموسین سره یو کیږی. په اسیا کی بل لوی ځواک د هند او چین په اړخ کی به رامنځته شی او هغه به د پښتونخوا هیواد وی چی احمدشاه بابا جوړه کړي وه.