د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روان انقلاب

احمدجان تڼی 23.04.2014 12:20

د سږنی کال د وری د میاشتی په اولمشری او ولایتی شوراګانو په ټولټاکنو کی د افغانستان خلکو په پراخه توګه ګډون وکړ.
دا چی د نوموړو ټولټاکنو پایلی څه ډول اعلانیږی دا په عمومی صورت سره په واکمنو کړیو پورې تړلی ده .
د نړی تاریخ په ډاګه کړی ده چی په هیڅ یوه هیواد کی واکمنی فاسدی لوټماری کړۍ دی ته تیاری شوی نه دی چی په سوله ایزه او قانونی توګه واګ خلکو ته وسپاري.
که څه هم واکمنومتعصبو کړیود پنجاپ په مرسته وکولی شول په هیواد کی ( په پښتنو سیمو کې ) نږدې زر د رایو ورکولو مرکزونه بند کړي.
په دې توګه په کابل کی واکمنو کړیو وکولی شول چی نږدې په میلیونو وګړي د رایو ورکولو څخه بی برخې کړي. دا ځکه چې متعصبو کړیو او پنجاپ فکر کاوه چی د دی سیمو خلکو د متعصبو کړیو له خوا څخه اولسمشری څوکی ته کاندید ته رایی نه ورکولې .
همدارنګه په لس ګونو زرو خلکو د ګڼه ګوڼې او د وټوڼو د پاڼو د نشتوالی له امله ونشول کولی چی په ټولټاکنو کی برخه واخلی . د همدی ټکی په بنسټ ویلی شو ، چی دا ټولټاکنی سراسری نه وې.
پنجاپ اوس مهال په افغانستان کی د لاسوهنو د پاره د وسله والو ډلو په نسبت په واکمنو متعصبو ډلو زیاته ډډه لګوي او د هغوی د واک د ټینګښت د پاره هڅه کوي.
همدارنګه پنجاپ د دی له پاره چی په ټولټاکنو کی د خلکو د پراخ ګډون مخه ونیسی ، پنجاب اشغالګر پوځ د ډیورینډ دې خوا سیمی د توپچی تر اور لاندی ونیولې .
د پنجاپ او د کابل واکمنو کړیو په رنګارنګ پراخو توطیو برسیره بیا هم په دی تکل کی شول چی د رایو په استعمال سره په هیواد کی کیفی بدلون رامنځته کړي.
خلکو په دي ټولټاکنو سره د یوه سوله ایز انقلاب د پیل له پاره ګام اوچت کړ.
افغانستان د ستر بدلون په درشل کی دی. داسی بدلون چی زوړ نظام را نسکور کیږی او په ځای یی نوی نظام ځای نیسی . د هر انقلاب او ټولنیز بدلون محرکه قوا اولس تشکیلوی.
د افغانستان په دی انقلاب کی اولس را پاڅیدلی دی او غواړی زوړ نظام د تاریخ کندی ته وسپاری او په ځای یی نوی نظام واکمن کړي.
دا انقلاب د فساد په وړاندی پاڅون دی ، دا انقلاب د ظلم او دیکتاتوری په ضد دی ، دا انقلاب د تبعیض او قومی تعصب په ضد دی، دا انقلاب د جرم او جنایت په وړاندی دی. دا انقلاب د بهرنی مداخلی او تیری په وړاندی دی.
دا انقلاب د ملی یووالی او د یوه سوکاله ، ودان ، متحد او ځواکمن هیواد د جوړیدو د پاره دی.
دا انقلاب ، ملی اولسی انقلاب دی. چی په سوله ایزه بڼه پیل شوی دی .
ددی انقلاب شاته ، د هیواد ټول خواریکښ خلک ( دهقانان ، مزدوران ، صنعت کاران ، واړه سوداګر ) ، روڼ اندي ( دینی علما ، د ښوونځیو ښوونکي ، پوهان ) ، مختلف توکمونه ( پښتانه ، نورستانیان، پشه یان ، ازبکان ، بلوڅان،شغنیان ، ترکان ، هندوان ، سکان... ) ولاړ دي .
خو د دې انقلاب په وړاندی ، په جنایتونو تورنې ډلې ، زورواکان ، لوټماران ، په ګاونډیانو پورې تړلې مزدورې متعصبي ډلې ، د غلو او سړي تښتونکو مظمې ډلې ، ډول ډول مافیاوې ( د ځمکو د غصب ، د نشه یی توکیو د قاچاق، تیلو او ګازو ، تاریخی اثارو...) ولاړې دي .
په افغانستان کی موجوده نظام ته د کابل واکمنان او د هغه لویدیز ملاتړي په دموکراسی ولاړ نظام وایی او دوی په دی ویاړي چی دا نظام ددی چارواکو او لویدیزیانو د لطف او مرحمت له مخی رامنځته شوی دی .
دا چارواکی او لویدیز د خپلو ډنډورو له لاری غواړی چی د خلکو د سترګو څخه واقعیتونه پټ کړی او د دوی سترګو ته خاوری وشیندی او له دی لاری په کابل کی د تورو کړیو واکمنو ته د دوام زمینه برابره کړي .
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی څه ډول نظام په کابل واکمن دی ؟
دی پوښتنی ته دوه ډوله ځوابونه ورکول کیږی ، لومړی د کابل د واکمنې ادعا کوي چی :
• دلته دموکراسی موجوده ده ، د پارلمان او اولسمشری له پاره ټولټاکنی تر سره کیږی .
• د بیان ازادی شته ده
• زیات شمیر خپلواکی رسنۍ رامنځته شوي دي.
• د خلکو له پاره برابر حقوق ورکړل شوی دی
• د ښځو حقوقو ته په درنښت کتل کیږي
• اساسی قانون او نور موضوعه قوانین موجود او نافذ دی چی د هغو ساری نه لیدل کیږی
خو په واقعیت کې:
په افغانستان کی دموکراسی وجود نلری ، دلته ټولټاکنی په جعلکاریو او دوکه ولاړی او د خلکو ارادې ته درناوی نه کیږي . تیرو ټولو ټولټاکنو وښودله چی دا بهیر تش په نامه او د خلکو د دوکی د پاره دی.
په دی کی شک نه شته چی په افغانستان کی موجوده قوانین تر یوی اندازی د خلکو د پاره د منلو وړ دی او د دوی حقوق پکی په ډاګه شوي دي.
خو دلته دا قوانین تر ټولو زیات د واکمنو چارواکو او کړیو له خوا نه مراعات او تر پښو لاندی کیږي په افغانستان کی تیری ټولی ټولټاکنی چی تر سره شوی دی د اساسی قانون د موادو سره برابری نه وی. یعنی دا چی سراسری ، رڼې او اولس د پاره د منلو وړ نه وې
نو له دی امله د خلکو په نظر د کابل اداره او د هغه موسسات مشروعیت نه لری او د خلکو له خوا د ښاغلی حامد کرزی اداری ته په اولس باندی تپل شوی اداری په توګه کتل کیږي.
د طالبانو د اسلامی امارت په نسکوریدو سره لویدیز هیوادونو هڅه وکړه چی په افغانستان کی ازادې رسنی رامنځته کړل شي او ددی له پاره یی یو شمیر رسنیو سره مالی مرستی وکړې
خونوموړو رسنیو ددی په ځای چی په رښتینی توګه د خلکو غوښتنی ، نظریات او افکار منعکس کړی دوی د افغانستان د خلکو په وړاندی ودریدې. دوی د هغه څه خپرولو ته یی ملا وتړله چی د خلکو د کلتور او عقایدو سره یی توپیر درلود او له دی امله د خلکو د غبرګون سره مخامخ شوې.
د کتونکو په وینا په دی ډول ایران د لویدیز په خلاف هڅه وکړه چی په افغانستان کی د رسنیو واک په خپل لاس کی واخلی نو ځکه یی په ډیر خلاص مټ په افغانستان کی د رسنیو په رامنځته کولو کی هڅه وکړه او زیات شمیر داسی رسنۍ یی رامنځته کړې چی د ځانګړو اجنداو له پاره کار کوي .
د ځینو په باور اکثریت رسنیو شاته ایرانی منابع ولاړ دی .
ددی په اړخ کی پنجاب هم زیار وایسته چی په رسنیو کی نفوذ ولری او د ځینو په باور یو شمیر رسنیو سره اړیکی پالی .
په افغانستان کی د بیان ازادی په بشپړه توګه وجود نلری . دلته ویل کیږی چی فساد موجود دی ، جرم او جنایت وجود لری ، دلته مافیاګانی وجود لری . مګر تر هیڅوک دا توان نه لری چی د هغه کسانو او ډلو نومونه واخلی چی په فساد ، جرم ، جنایت کی برخه لری .
تر اوسه په دی هکله په څیړنیزه توګه په ټولو رسنیو کی یو مطلب هم خپور شوی نه دی او نه کوم وګړی دا توان لری چی د فساد، جرمونو او جنایتونو اصلی عاملین د رسنیو له لاری افشا کړي .
په عمومی ډول سره رسنۍ هڅه کوي چی د زورواکانو او متعصبو ډلو په جرمونو او جنایتونو باندې پرده واچوي او د خلکو پام د واقعیتونو څخه د خلکو پام بلی خوا ته واړوي .
د اساسی قانون سره سم د افغانستان ټول خلک د برابرو حقوقو او مکلفیتونو درلودونکی دی مګر دلته دی مادی ته د کابل واکمنان پاملرنه نه کوي . په دولتی مقرریو کی ددی یوازی په متعصبو کړیو پوری تړلو تاجکانو او هزاره ګانو ته اهمیت ورکول کیږی . د کابل په اداره کی د هلمند، خوست ، پکتیا، زابل، فراه ،غور، لوګر، بادغیس ، نیمروز، کوچیانو څخه په دولتی لوړو څوکیو څخه څوک وجود نلری. زیاتره مقرری په پنجشیراو پروان پورې محدودی دی.
افغانستان ته د نړیوالی ټولنی په راتګ سره ، لویدیز په ټول قدرت سره هڅه وکړه چی په افغانستان کې پوهنه وده وکړی مګر له بده مرغه د کابل اداری چارواکی ددی په ځای چی د پوهنی په سیستم کی اسانتیاوې رامنځته کړي په خپله د زده کړو په لاره کی خنډ شول.
د پوهنی وزیرانود اوسنیو چارواکو په ګډون په ټول قدرت سره هڅه وکړه تر څو د هیواد په زیاترو سیمو کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو مخنیوی وکړی او له دی لاری یی د پښتنو ، ازبکو ، پشه ییانو ، بلوڅانو ، شغنیانو د زده کونکو استعدادونه یی ووژل. او زیات شمیر زده کونکی اړ شول چی له دی امله ښوونځی پریږدی .
په دی ډول د پوهنی چارواکو په ډیره ماهرانه توګه هڅه وکړه چی په پښتنی سیمو کی د پوهنی بهیر کمزوری وساتی . په سوونو ښوونځی د ناامنی ( درواغو پلمه ) تر نامه لاندی تړلی وساتل او په دی سیمو کی یی د نویو ښوونځیو د تاسیس په لاره کی خنډونه را منځته کړل.
د پوهنی په ډګر کی تر ټولو مهمه ستونزه د بی کیفیته او سرخوږونکی تعلیمی نصاب شتوالی دی چی دا نصاب د زده کونکو دولس کاله عمر بی ځایه لګوی او د دوی د دولسو کلونو خواری او هڅه ډیره کمه مثبته پایله لری.
په دی کی شک نه شته چی په هغو ټولنو کی چی د اقتصادی له امله په لوټماری باندی ولاړه وی په هغه کی فساد حتما وجود لری . خو ځینی هیوادونه او حکومتونه هڅه کوی چی د فساد تر ممکنی اندازی پوری راټیټ کړي.
په افغانستان کی هم ځینو حکومتونه موجود و ،چی په هغه کی اداری فساد تر ډیری اندازی راټیت کړل شوی و، چی حتی په ټولنه کی محسوس کیدلی نه شو.
په افغانی ټولنه کی هغه وګړي ته چی په فساد کی به ککړ و، په ښه سترګه نه کتل کیدل. نو له دی امله نوموړو کسانو به تر ډیره اندازی زیار ایسته چی ددوی د فساد په هکله څوک معلومات تر لاسه نکړي.
مګر د ښاغلی حامد کرزی د اداری په رامنځته کیدو سره فساد د نوموړی اداری په کلتور باندی واوښت. پنځه نوي سلنه فساد کی لوړ پوړي چارواکی لاس لری .
د ځینو راپورونو له مخی په تیرو څو کلونو کی د کابل د لوړ پوړو چارواکو له خوا هره ورځ نږدی څلور میلیونه ډالر په جنسی توګه د افغانستان څخه ایستل کیږی. چی دا رقم په کال کی په میلیاردونو ډالرو ته رسیږی.
په دی ټوله نړی خبره ده چی د طالبانو په اسلامی امارت کی د کوکنارو کښت په بشبړه توګه له منځته تللی و، کوکنار یوازی په هغو سیمو کی پاتی و چی د طالبانو تر واک لاندی نه و. خو د طالبانو د اسلامی امارت په نسکوریدو سره د کوکنارو کښت بیرته افغانستان تر راستون شو .
د نشه یی توکو مافیا په رسمی ارګانونو باندی کلک نفوذ پیدا کړ ، د کتونکو د وینا سره سم یو شمیر دولتی لوړ پوړو چارواکو د نشه یی توکو په قاچاق کی مهم رول ولوبوه . د نشه یی توکو د قاچاق مهمی لاری د مختلوفو چارواکو تر کنترول لاندی وی او دي.
د نشه یی توکو د کښت او قاچاق زیاتی روپی واکمنی کورنی مافیا او د هغه د نړیوالو شبکو په جیبونو کی ولویدې او په مقابل کی ددی قاچاقو مهم ضربه په خپله خوارو دهقانانو ته متوجه شوه.
په افغانستان کی د نشه یی توکو په ضد مبارزه ( د نشه یی توکو د قاچاق د مافیا له خوا ) داسی تنظیم شوی ده چی په هغه کی د نشه یی توکو سترو مافیا ګټی خوندی ساتلی شوی دی او یوازی د څو ګرامو نشه یی توکو قاچاق وړونکی په لس ګونو کلونو بندیان کیږی.
د کابل اداری وکوالی شول افغانستان په نشه یی توکو کی په نړی کی لومړی مقام ته ورسوي.
د کابل اداری چارواکی تل دا غورې کوی او وایی چی دوی وکولی شول چی د ښځو ازادی را منځته کړي . دا سمه خبره ده چی د نړیوالی ټولنی د فشار له مخی د هیواد په مختلفو برخو کی د نجونو ښوونځي جوړی شوی او په میلیونو زده کونکی په کی لوست کوي.
خو د خلکو د یاده نه ده وتلی کله چی د ډاکټر نجیب اداره ړنګه شوه او د کابل اوسنیو چارواکو په همغه مهال واک په افغانستان کی واک ته ورسیدل. دوی په ټول افغانستان کی د ښوونځيو دروازی وتړلې . د ښوونځیو په ودانیو کی د لوټمارانو پوستې او یا د بیځایه شوو کورنیو مینې جوړې شوي.
په هغه مهال کی د اوسنیو واکمنو ډلو د جنایتونو عمده ټارګیټ میرمنی وې . په دی ډلو پورې تړلو وسلوالو د میرمنو په وړاندی داسی جنایتونه تر سره کړل چی د بشریت په تاریخ کې ننګ بلل کیږي.
اوسمهال د کابل په اداره کی هغه میرمنی په لوړو څوکیو کار کوي چی د پورتنیو په جنایتونو تورنو ډلو ملاتړ ورسره دی.
مګر په واقعی مانا سره د واکمنو کړیو او نورو زورواکانو له خوا د میرمنو په وړاندی تشدد روان او زیات شمیر میرمنو سره زور زیاتی کیږی . داسی راپورونه ورکول کیږی چی د هیواد په شمال کی دولتی ملیشاوی په میرمنو باندی ډله ایز تیری کړي او داسی څوک نه شته چی د قربانیانو پوښتنه او مجرمینو ته جزا ورکړي .
په اوسنی نظام کی د زور زیاتی له امله یو شمیر میرمنی په هیواد کی ځان وژنی ته لاس اچوی .
د راپورونوسره سم افغانستان هم له دی امله په نړی کی هم په لومړی کتار کی ولاړ دی.
لکه څنګه چی د کابل اداره په توکمیز تعصب باندی ولاړه وه په همغه ډول نوموړی اداری په ټول قدرت سره هڅه وکړه چی په انکشافی او پرمختیایی پروګرامونو په پلی کولو کی د تعصب او د دښمنی څخه کار واخلی.
که چیری په تیرو دیارلسو کی د کابل اداری یوه بنسټیزه پروژه په پښتون میشته سیمو کی نه ده ډيزاین کړی او نه یی کوم پلان درلودلی چی دا ډول پروژه پلی کړي.
د بلی خوا په کابل کی واکمنوکړیو هڅه کړی ده چی د پنجاپ په مرسته پښتنی سیمی نا ارامه کړي په کابل کی واکمنو کړیو پوری تړلو کسانو نړیوالو ځواکونو ته د غلطو راپورونو په ورکولو سره د پښتنو په لس ګونو زره کورونه وران او په لس ګونو زره بی ګناه پښتانه یی په شهادت رسولی دی.
د ولتی ملیشاو او کړیو له خوا دهیواد په شمال پښتنو د ټولوژنی او ځپلو بهیر ډیر ځواکمن و او دی. هلته په متعصبو کړیو پوری تړلی ملیشاوی د دولت له خوا تشکیل او په منظم ډول د پښتنو ځپلو ته دوام ورکوی چی په تیرو دیارلسو کلونو کی د کابل اداری مشر په نوموړو جنایتونو باندی سترګی پټی کړی وې.
د کابل په اداره کی واکمنو کړیو نه یوازی نړیوالی مرستی د افغانستان سره لوټ کړې بلکی د هیواد طبعی منابعو لوټ ته یی هم ملا وتړله . د هیواد د قیمتی تیږو قاچاق او د کانونو غیر قانونی را ایستل په اوسنی اداره کی د واکمنو کړیو یوه بله ځانګړتیا ده. په تیرو دیارلسو کلونو کې د هیواد زیات شمیر کانونه را وایستل شول او لوټ کړل شول.
د کابل اداری په درواغو او اوتو بوتو سره د خلکو د تیر ایستلو د پاره خبرو له لاری د سولی د راتګ ژمنی ورکړی دی مګر په واقعی مانا سره یی په هیواد کی د سولی د راتګ مخنیوی کړی دی. دا ځکه چی دوی پوهیږی که چیری په هیواد کی سوله رامنځته شی په هغه صورت کی خلک به د واکمنو متعصبو کړیو واکمنی پای ته ورسوي.
په کابل کی واکمن چارواکی د خپلو شخصی ، ډلو او توکمی ګټو د پاره د نورو وګړو ، اولس او توکمونو په وړاندی ودریدل . دوی افغانستان د فساد اولوټماری کندې وروغورځوه.
واکمنو کړیو نه یوازی هیواد د سترو ستونزو سره مخامخ کړی دی بلکی په بهرنی سیاست کی د ملی ګټو د دفاع له پاره جدی نه و . دوی تر ډیره بریده پوری د افغان دښمنه ګاونډیانو د خوشاله ساتلو د پاره د ملی ګټو څخه سترګی پټې کړي دي.
له همدی امله د کابل واکمنو کړیو د افغانستان خلکو ستراتیژیکو موخو ( د افغانستان د وجود څخه د په زور جلا کړل شوو خاورو بیرته راستنولو ، او د افغانستان په طبعی جغرافیا ( د اموسیند او جیلم تر منځ ) کی د یوه ملی ځواکمن دولت جوړیدو ) ته شا کړي ده چی د واکمنانو نوموړی پالیسی د افغانستان خلکو د پاره د زغم وړ نه ده.
له دی امله وایو چي :
• هغه نظام چی په ظلم او استبداد ولاړ وي
• په هغه نظام کی د نورو په وړاندی تعصب وجود ولری
• په هغه نظام کی چی بشپړ اکثریت خلک ډوډی نلری
• په هغه نظام کی چی د خلکو او ملی شتمنی لوټ کیږی
• په هغه نظام کی چی په فساد کی په نړی کی لومړی درجه وی
• په هغه نظام کې چی د ښځو حقوق تر پښو لاندی کیږی
• په هغه نظام کی چی په مورنیو ژبو زده کړه وجود ونلری
• په هغه نظام کی چی د پلان سره سم ځینی توکمونه د لوړو زده کړو بی برخی کیږی
• هغه نظام کی په نشه یی توکو کی لومړی مقام تر لاسه کړی وی
• په هغه نظام کې چی د هیواد اتیا سلنه خلک ځان ونه وینی
• په هغه نظام کې چی عدالت او قانونیت وجود ونلری
• په هغه نظام کی چی ملی ګټو ته په سرسری سترګه کتل کیږی
• په هغه نظام کی چی د دموکراسی تر نامه لاندی دیکتاتوری وجود ولری
• په هغه نظام کی چی د بیان ازادی یوازی د زورواکانو د پاره وجود ولری
• په هغه نظام کی چی د چا سر، مال او ناموس خوندی نه وي
• په هغه نظام کی چی واکمنان د ټولنی د پرمختګ په لاره کی خنډ وي
په دا ډول نظام کی د انقلاب راتلل حتمی دی.
د هر انقلاب بڼه او مخکښ ځواکونه په خپله د موجوده شرایطو له مخی رامنځته کیږی . په افغانستان اوسنی پیل شوی انقلاب چی په ټولټاکنو کی د خلکو په پراخ او شعوری برخه اخیستلو سره پیل شو ، کیدای شی ورو د حالاتو په بدلیدو سره خپله بڼه او خوځښت بدل کړي .
په دی کی هیڅ شک نه شته چی د انقلاب ضد قوتونه هم ، د اولسی او ملی انقلاب د ماتولو د پاره خپل پلانونه نیسي. د کابل واکمنو کړیو د دی انقلاب د ماتولو د پاره ځینی هڅی وکړې :
لومړی : کله پوه شول چی د افغانستان خلک په دی لټه کی دی چی د انقلاب ضد تورو کړیو په وړاندی یو نوی مشرتوب رامنځته کړی نو وارخطا شو او د خلکو ددی ارادی د ماتولو د پاره یی یو شمیر داسی کسان دی ته و هڅول چی خپل ځانونه اولسمشری څوکی ته کاندید کړي . تر څو د خلکو رایی وویشل شی او دده د نظر وړ کاندید چی د واکمنو کړیو مهم وګړۍ شمیرل کیږی او کله وار د اپوزیشن پیښې هم کوي واک ته ورسوي.
دوهم : ددی له پاره چی په ټولټاکنو خپل بریالیتوب یقینی کړی دې کړیو د خپل نوماند په ګټه په پراخه توګه درغلی وکړه او د ځینو ویناو مطابق دوی نږدی یو میلیون د درغلیو پاڼې صندوقونو ته واچولې .
ددی سناریو بله برخه :
دوی وایی که زورواکان بریالی نه شی کیدای شی امنیت ګډوډ او په لومړی پړاو کی ښایی د ټولټاکنو او شکایتونو کمیسیونو د غړی د دې پېښو قربانیان واوسی
په دوهم پړاو کی د دوی د سناریو سره سم په ټول افغانستان کی جګړه پیل شی
په دریم پړاو ( دوی وایی ) کیدای شی افغانستان تجزیه کړل شی
په دی کی شک نه شته چی واکمنی کړۍ د خپل واک د ساتلو د پاره هر ډول توطیی ته تیارې دي.
دوی کولی شی د وسله والو ډلو څخه استفادی سره ځینی امنیتی پیښې را منځته کړی، او کیدای شی یو شمیر کسان ووژنی او ترور کړي .
همدارنګه دا کړۍ کولی شی د ځینو والیانو له لاری کولی د هیواد د تجزیی کولو غږ پورته کړي.
د دوی د کړنو څخه ښکاری چی دوی سل په سلو کی د پخوا په شان واک غواړی او که واک یی په لاس کی نه وي بیا دوی په هیواد کی جګړه پیل کوی او هیواد تجزیی خواته بیایی.
باید ووایو چی په هیواد کی د پراخې جګړی پیل او یاد هیواد تجزیه کول یوازی یو خوب او خیال دی.
په پښتو کی متل دی چی وایی : اوبه په ډانګ نه بیلیږی .
په همدی ډول افغان اولس متحد او ملی ګټو ته ژمن اولس دی . دا اولس هیڅکله دا اجازه نه ورکوی چی دا خاوره څوک سره بیله کړی . بلکی دا اولس غواړی چی د افغانستان کی بیلی کړل شوی ټوټی هم بیرته ددی هیواد سره یو ځای کړی.
په هیواد کی د کورنیو جګړو پیل کول د بهرنیو پوځونو په شتوالی کی ناممکن دی. او له بلی خوا خلک د زورواکو کړیو په دوکو نه تیروزی. د افغانستان خلکو ته د اوسنیو واکمنو کړیو ټول جرمونه ، جنایتونه او لوټماری ښې جوتې دی او ددی کړیو ناوړې موخې د افغانستان خلکو ته ښکاره دي.
اوس خلک بدلون غواړی ، داسی بدلون چی د فاسدـ دیکتاتوری او په تعصب ولاړ نظام ړنګ او په ځای یی په رښتینی مانا سره ملی اداره جوړه شی او په عدالت ولاړ دموکراتیک نظام رامنځته شی.
که چیری واکمنی کړی د خلکو ارادی ته غاړه نه کیږدی په هغه صورت کی کیدای شی چی خلک پراخو سوله ایزو حرکتونو ته مټې راونغاړی .
په دی کی شک نه شته چی واکمنی متعصبی ـ فاسدی ـ زورواکی کړۍ به د زور څخه د خلکو په وړاندی کارواخلی خو د اولس سوله ایز خوځښت په شانه تلونکی دی.
د بدلون له پاره د خلکو اراده قطعی او نه ماتیدونکی ده.
له همدی امله دی ټکی ته رسیږو چی انقلاب په مخ روان دی .