د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل خطرناکه لوبه

احمدجان تڼی 11.07.2013 14:12

په دی ورځو کی د امریکا سی این این تلویزیون راپورټ ورکړ چی: «د امریکا حکومت له افغانستانه د ټولو پوځیانو پر ایستلو غور کوي او غواړي چې په دغه هیواد کې حتی یو سرتیری هم پرېنږدي.»
د سي این این د راپور له مخې:« د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما چې د افغانستان له ولسمشر سره په امنیتي موافقه کې نهیلی شوی، په جدیت په دې غور کوي چې راتلونکی کال له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان وباسي.»
که څه هم دا راپورټ د کابل د ارګ ماڼۍ له خوا ډیر زر رد شو ، مګر هغه منابع چی دا راپورټ رد کولی شي د کابل ارګ نه بلکې د امریکا د بهر نیو چارو وزارت ، پنتاګون او یا سپینه ماڼۍ ده.
پورتنی رپورټ د خلکو او سیاسی شنونکو په ذهنونو کی راز راز پوښتنی را پیدا کړي. د کابل په دربار تړلو شنونکو دا خبر په کابل باندی د واشنګټڼ یو فشار بللی دی .
بیا نورو کتونکو دا د کابل دربار ناکامی وبلله چي ونه توانید د امریکا سره خپلی اړیکي په ښه ډول سره تنظیم کړي.
خو کیدای شی د کابل او واشنګټن د اړیکو په ترینګلتیا کی د تهران او پنجاپ رول تر ټولو زیات وي . دا ځکه چی د کابل واکمنی کړۍ د خلکو له خوا د پنجاپ او تهران سره په پټو اړیکو باندی تورنې کیږي.
په افغانستان کی د امریکايی پوځون شته والی د ځینو دلایلو له امله اړین دی :
• د جګړه مارو او زورواکو ډلو موجودیت او حاکمیت
• د ګاونډیو هیوادونو بی شرمانه مداخلی اوتیري
• افغانستان کمزوری اقتصادی حالت
کله چی د اسامه بن لادن په سر د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو اړیکی خړې پړې شوې او په ۲۰۰۱ کال کی د امریکا متحده ایالاتو په همدې پلمه په افغانستان باندی د برید کولو تکل وکړ نو دوی طالبانو په وړاندی په جګړه کی په هغو ډلو څخه چی په کورنیو جګړو کی خورا فعال رول درلود ، ډډه ولګوله. دا ډلي د افغانستان د خلکو او د بشری حقوقو څخه د څار د سازمانونو له خوا په جنګي او بشري ضد جرمونو، لوټماریو باندی تورنې دي.
دا ډلې د قومي اجنداو په درلودلو سره ، هڅه کوي چی په هیواد کي قومي او ژبنی اختلافاتو ته لمن ووهي. او په دی ډلو باندی خلک تور لګوي چی غواړي چي د پښتون اولس چي د افغان ملت د شمزۍ تیر جوړوي ، کمزوری او تباه کړي.
نوموړو ډلود هیواد په شمال کی امریکایی پوځونو په ملاتړ سره د طالبانو په وړاندی جګړه د پښتنو په ضد په جګړه باندی واړوله. دوی په لس ګونو زره پښتانه ووژل او په سل ګونو ډله ایز مړستنونه یی ددوی څخه ډک کړل.
دوی حتی په ماشومانو او میرمنوباندی جنسی تیري وکړل او د زیاتو خلکو جایدادونه یي غصب او په زرګونو پښتنی کورنی یی اړې کړي چی د هیواد شمال پریږډي دوی د هیواد نورو برخو او حتی بهر ته ولیږدي.
د خلکو په قول امریکايی پوځیانو د جګړه مارو کړیوددی جنایتکارانه اعمالو یوازی ننداره کوله او د دوی ددی عملونو په مخنیوی کی یی کوم اقدام ونکړ.
د امریکا متحده ایالاتو نوموړي ډلی د هیواد د شمال د غرونو او د لیری سیمو څخه د خپلو پوځونو په زور کابل ته راوستې او دلته دوی په ټولو دولتی څوکیو خیټې واچولې. او تر ننه یی څوک نه شي کولی د واک او څوکیو څخه راکښته کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د او د ملګرو ملتونو سازمان د نوموړو ډلو حاکمیت ته د مشروعیت د ورکولو د پاره په ۲۰۰۱ کا ل کی د جرمنی د بن په ښار کی نوموړی سیاسی ـ پوځي ملیشای ډلی، په پاکستان او ایران کی د هغه هیوادونو د پټو سرویسونو له خوا د رامنځته شوو بهیرونو ، پخوانی شاهي دربار فاسد چارواکی په یوه کنفرنس کې راټول کړل .
د دوی څخه یوه وګړي او ډلی هم د افغانستان د خلکو استازی توب نه کاوه.
نوموړو کسانو د امریکایی پوځیانو په شتوالی کی په هیواد واک وچلوه او د افغانستان په مظلوم ملت یی بیساری ظلمونه وکړل .همدارنګه دی کسانو د خپلو پخوانیو لوټماریو په دوام بی شمیره شتمنی راټولی کړی .د دوی هر یو په لس ګونو او یا ځینو یی په زرګونو میلیونه ډالر راټول کړل .
اوس که چیری امریکایی پوځونه په بشپړه توګه د هیواده په وتلو غور کوي په دی دی هم غور وکړي هغه زورواکی او فاسدی کړۍ چي امریکایانو په افغانانو په زور واکمنی کړي دي، هم د واک څخه لیرې او د ځانه سره بوزي.
د شنونکو په باور ددی ټولو کسانو شمیر د پنځه سوو څخه زیات نه دی .د دوی څخه زیاتره کسان د ګاونډیو هیوادونو ( ایران او پنجاپ) ډوولونو ته څڼي اچوي . همدا پنځه سوه تنه د ټولو مافیاو( پوډرو، قیمتي کاڼو ، ګازونو او نفتو ، ځمکو د غصب ، لرغونو اثارو) مشرتوبونه په غاړه لري .
تر څو د افغانستان خلک وکولی شی په ازاده توګه یوه نوی شفافه اداره رامنځته کړي.
د دې فاسدو کړیود واکه د لیري کیدو په صورت کی دا امکان لری چی اتیا سلنه په افغانستان کی سوله تامین شی.او پاتی شل سلنه نا ارامی کیدای شی د یوې ملی ادارې په جوړیدو سره له منځه ولاړه شي.
په هغه وخت کی بیا اولس هم دومره توان لری چي په افغانستان کی سوله او ارامی تامین او د ګاونډیو هیوادونو تیری او توطیې شنډی کړي .
که چیرې امریکايی پوځونه د افغانستان څخه په بشپړه توګه د وتلو نیت لری نو اړینه ده چی لاندی موضوعات وڅیړل شي:
• د بهرنیو پوځونو په بشپړ وتلو سره کوم ډول حالت رامنځته کیدونکی دی؟
• کوم تدبیرونه باید تر لاس لاندی ونیول شی ترڅو چی په هیواد کی د ناوړی تراژیدی مخنیوی وشي؟
کله چی د طالبانو اسلامی امارت د امریکا د متحده ایالاتو د یرغل او د ګاونډیانو( ایران او پنجاپ ) په همکاری سره نسکور شو په هغه وخت کی ټولو خلکو د نړیوالی ټولنې او د کابل د اداری څخه دا غوښتنه وه چی د ملی پوځ بنسټ دسره کیښودل شي.
تر دغه مهال پوری د پخوانی پوځ منصبدا رانو د دفاع ، داخله وزارت او امنیت کی حاضری ورکولی او دوی ( چی نوي سلنه یی د لوړو مسلکی زده کړو خاوندان و) په دی هیله و، چی امکان لری دوی یو ځل بیا وکولی شی د وطن له پاره خپله دنده تر سره کړی او د ملی ګټو څخه به دفاع وکړي.
مګر دا روزل شوی مسلکی افسر ان تر ټولو لومړی د توطیی موخه وګرځیدل او د دوی اکثریت د وسله وال پوځ څخه وشړل شول. ددوی ځای زیاترو داسی کسانو ته ورکړل شو ، چی په یوه عصري پوځ کی د دندو د تر سره کولووړتیا یې نه درلوده او د واکمنو کړیو سره د نږدی اړیکی لرلې.
کتونکی وایی چې کابل ا داری ځینو چارواکو هڅه وکړه ددی په ځای چی د پوځ کوماندانان او رییسان د لیاقت ، پوهی ، تجربی او ښی سابقي له مخی مقرر کړی په وسله وال پوځ کی هم په توکمی بنسټ باندی د څوکی وویشي.او بیا هم په دی ویش کی پښتانه وروسته پاتی شول.
په دی ټولو ستونزو سره سره بیا هم په تیرو دولسو کلونو کی د مختلفو عواملو له امله دا پوځ متحد پاتی شو دا ځکه چې:
• عادی سرتیری او افسران د هیواد د ملی ګټو په هکله فکر کوي
• د نړیوالو پوځونو شته والی
• نړیوالی مرستی ددی سبب شوی چی دا پوځ متحد پاتی شي.
د بهرنیو پوځيانو د وتلو په صورت کی د رامنځته کیدونکی حالت په هکله خلک یو لړ تشویشونه لري. دا په دی مانا نه ده چي د افغانستان خلک د بهرنیو پوځیانو شته والی غواړي . دا تشویشونه کومه ناڅاپی خبره نه ده. د افغانستان د خلکو تشویشونه دری برخي لري:
• د اوسنیو زورواکو واکمنو کړیو او ډلو چلند به د نویو شرایطو په رامنځته کیدو کی څه ډول وي؟
• د پنجاپ او تهران مداخلی او لاس وهنی به کومه بڼه ځانته نیسي؟
• د افغانستان پوځ به کوم حالت ولري؟
دا ځکه چی د افغانستان خلکو دا ډول حالات یو وار مخکی تجربه کړی دي . د ډاکټر نجیب الله د واک په مهال کی افغانستان یو متحد پوځ درلود دا پوځ په سیمه کی ډیر ځواکمن بلل کیده. شوروي پوځونو د وتلو په مهال خپل زیاتره جنګی تخنیک د افغانستان وسله وال پوځ ته پریښود.
شوروي پوځونو د وتلومخکی ددی جنګي تخنیک د استعمال له پاره د افغانستان د اردو افسران تربیه کړل او په دی یې ځانونه ډاډه کړل چی دوی کولی شی دا تخنیک په ښه ډول سره استعمال کړي.
• هغه پوځ د جنګی تخنیک له امله په ایران او پنجاب باندی مخکی و.
• پوځ یوه انګیزه درلوده.
• په قومی بنسټ جوړشوی نه و.
• جنګی تجربو لرونکی و.
نوموړی پوځ وکولی شول په جلال اباد ښار باندی د پنجاب د اتلسمی قل اردو برید ، چي په زرګونو افغانان یې په زور د جګړی کرښی ته راوستی و ،دفعه او دایی ورته په ډاګه کړه چې دا پوځ په منظمه جګړه کی تر ټولو ځواکمن دی. دی پوځ په داسی حال کی د پنجاب پوځ ، د امریکا متحده ایالات او د هغه متحدین د هغه په خلاف ولاړ و، نږدی څلور کاله یي په ډیره میړانه د وطن ساتنه وکړه.
مګر کله چی ډاکټر نجیب الله په هیواد کی د جګړو د پای او د سولی د ټینګښت له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی ته ( د موقت بی طرفه حکومت د جوړیدو په صورت کی) استعفا لیک ورکړ. د پوځ په دننه کی یو شمیر په متعصبه کړیو پوری تړلی کسان فعال شول او دوی د جنګي ډلو سره په یوځای کیدو سره یی دا پوځ د ړنګیدو سره مخامخ کړ.
پوځ ددی کړیو له خوا ړنګ او زیاتره عسکری قطعات لوټ کړل شول. ټانکونه او توپونه د منځه یووړل شول. د پنجاپ د استعماری – تروریستی اداری د هغه مهال صدراعظم محمد نواز شریف د افغانستان دوه سوه کلن پوځ ړنګول خپل افتخار وګاڼه.
چی وروسته هرې جنګی ډلی ځانته جلا جلا پوځونه تشکیل کړل. چی د دوی د جګړو له امله یوازی په کابل ښار کی پنځه اویا زره کابل مظلوم ښاریان ووژل شول. په ټول افغانستان کی د عادی خلکو له پاره یو انچ ځمکه هم مصوونه نه وه.
• په یو شمیر ښځو باندی د دوی د کورنیو د غړو په موجودیت کی جنسی تیري وشول، تیونه او نور پټ ځایونه ورته غوڅ کړل شول
• د نجونو تښتول او په ماشومانو جنسی تیریو یوه عادی بڼه ځانته ونیوله
• خلک د خښتو په بټیو کی ژوندي وسوځول شول
• د خلکو په سرونو کی میخونه ټکوهل شول
• خلک په کانتینرونو کی ژوندی وسوځول شول
• د خلکو او دولتی مالونه لوټ کړل شول
چی دا پورتنی زیاتره تورونه اوسنیو واکمنو ډلو پوری تړلو کسانو ته متوجه دي. او خلک تل دا د نړیوالی ټولنی څخه غواړي چی هغه ډلی او کړۍ چی په دی بشری ضد اعمالو باندی ککړی دي باید ړنګې او په جنایتونو تورن کسان محکمی ته ولیږل شي.
په هغه مهال کی د جنګي ډلو تر منځ د خونړیو جنګونو ، جنایتونو او لوټماریو له امله اولس ډیر په تنګ شو او دی ته اړ شو چی ددی ډلو په وړاندی د طالبانو ملاتړ وکړي. او طالبانو هم وکولی شول چی د هیواد پنځه نوی سلنه ځمکي څخه نوموړی ډلی وشړي.
خو کله چی په ۲۰۰۱ کال کی په امریکا باندی د القاعده د سازمان د بریدونو له امله ، په افغانستان کی د طالبانو د تحریک په وړاندی امریکا جګړه پیل کړه .
د امریکا متحده ایالاتو څو تیروتنی وکړي چی موږ یی په لاندی توګه یادولی شوی:
• مخکی له دی نه چی په افغانستان باندی د پوځی برید عواقب وسنجوی ، برید کول
• د امریکا متحده ایالات د دی په ځای چی هیواد خلکو غوښتنی وسنجوی او د هغوی ملاتړ تر لاسه کړی دوی په متعصبه ، په جرمونو تورنو ډلوباندی ډډه ولګوله
• د القاعدی په ضد جګړه یی د پښتنو په ضد په جګړه باندی واړوله
• هغه ډلی او ټپلی چی په جنګی جرمونو او لوټماریو باندی د نړیوالو سازمانونو له خوا تورنی وی واک ته ورسولي
• د بن په کنفرانس کی د پښتنو سره د محکوم اولس په توګه چلند وشو.
• د طالبانو د امارت د نسکوریدو څخه وروسته د پښتنو ځپلو ته دوام ورکړل شو.
د افغانستان په ټول تاریخ کی د لومړي ځل د پاره د توکمونو په بنسټ د دولت جوړولو بنسټ کیښودل شو. په دی جوړښت کی د پښتنو برخه او د هغه د چوکیو اندازه د ۷۵ سلنه څخه ۴۰ سلنه ته راټیټه کړل شوه او دا برخه هم چا ورنکړه.
په افغانستان کی د واک اساسی واګي هغه ډلو چې ځانونه د تاجکانو ، هزاره ګانواو ازبکانو مدافعین بولی په لاس کی واخیستی چی په دی غوړه برخه د لومړی یادی ډلی په لاس کی ورغله.
په دولتی ادارو کې په مقرریو کی هم پورتنیو توکمونو ته ( د تنظیم په بنسټ) لومړیتوب ورکول کیږي.
په امنیتي ډګر کی که څه هم خلکوغوښتل چی په افغانستان کی د ملی امنیتی ځواکونو بنسټ کیښودل شی خو د خلکو د ارادی خلاف په امنیتی ارګانونو کی لوړي او کلیدي څوکی هم د پورتنیو ډلو تر منځ د توکمونو تر نامه لاندی وویشل شوې .
ددی په اړخ کی پورتنیو ډلو د پوځ څخه د باندی هم وسله ډلی (د غیر مسوولو وسله والو ډلو تر نامه لاندی) وساتلی چې د دی ډلو شمیر زرګونوته رسیږي.
د وضعیت په تحلیل سره داسی معلومیږی چی هره ډله ځانته پټ پوځي تشکیلات لری ، کولی شی چی د هرې ډلي پټ پوځي تشکیلات تر یو ساعته پوري په ټول افغانستان کی په مستقل عمل لاس پورې کړي. نو له دې امله لکه څنګه چې ( سوله او چارواکی ) مقاله کی ورته اشاره شوي ده چی ددی خپل منځي جګړی لومړنی قربانی به په خپله اولسمشر واوسي چی د خپلو ډیرو نږدي همکارانو له خوا به له منځه ځي.
د جګړی د پیل په صورت کی به هره ډله زیار وباسی چی لومړی ارګ او وروسته د کابل ښار کنترول تر لاسه کړی .
وروسته به جګړه د ارګ څخه راوځي د کابل په ښار کی به خپریږی او بیا په ټول افغانستان ته سرایت کوي کور په کور جګړه به پیل شی.
د پخوانیو تجربو په نظر کی نیولو سره دا وار پنجاپ او ایران هم دی ته تیار نه دی چی دا ځل دې طالبان په افغانستان کی واک ته ورسیږي دا ځکه چی طالبانو پخوا ښودلی وه چی دوی په اسانه د ملی ګټو څخه نه تیریږي. طالبانو په خپله تیره واکمنی کی د بنجاپ سره د ډیوریند منحوسه کرښه لاسلیک نه کړه .
د طالبانو د واکمنی په مهال پنجاپی پوځونو ته اجازه ورنکړل شوه چی د افغانستان دخاوری څخه ټوټي بیلی کړي او د طالبانو له لوری یی سخت ځوابونه ولیدل او همدارنګه طالبانو د ایران د برید په وړاندی د هیواد دفاع تنظیم کړه او ایران اړ شو چی په افغانستان باندی د برید څخه ( چی د پنځو تنو دیپلوماتانو د وژل کیدو په پلمه تر سره کیده) لاس په سر شي.
اوس د پنجاب او ایران خپلی هیلی او پروګرامونه په متعصبو او زورواکو کړیو پوری تړلی دي او همدا زورواکان دی ته زمینه برابروی چی افغانستان د تباهی او نابودی لوری ته وښویږي. په دوی کی ځینی د خپلو شخصی واکونو د پاره د لوی تاجکستان ، لوی ازبکستان اود هزاره جات خوبونه وینی او داسی نور.
دا خوبونه هغه څه دی چی د ایران او د پنجاپ د ستراتیژیو سره برابر دي. نو له دی امله دواړه هیوادونه په موجوده زورواکانو باندی د پانګونی هڅه کوي.
خدای مکړه که چیری د زورواکانواو متعصبو کړیواو د ایران او پنجاپ د پروګرام سره سم افغانستان تجزیه شي په هغه صورت کی کیدای شي سیمه ایزه جګړه پیل او دا جګړه به په نړیواله جګړه واوړي.
دا ځکه د افغانستان تجزیه په خپله د ایران او پنجاب د تجزیه کیدو سبب ګرځي.
خو داسی ګنګوسی اونښانی شته چی ایران اوپنجاپ د افغانستان د تجزیی نه وروسته د حالاتود قابو کولو د پاره ځینو پټو موافقو ته رسیدلي دي. چي د پنجاپ به خپله د نفوذ ساحه تر هندوکش او ایران به د نفوذ ساحه د هندوکش شمال کی وغزوي.
یو څه چی تر ټولوښه بربنډ دی او هیڅوک ترې انکار نه شي کولی هغه د افغان اولس تر منځ ټینګي او نه شلیدونکی اړیکي دي.
• ټول توکمونه په قومی بنسټ د ملک د ادارې مخالف دي
• ټول توکمونه د توکمیز اومذهبی جنګونومخالف دي
• ټول توکمونه د افغانستان د تجزیی مخالف دي
• ټول توکمونه ازاد خپلواک ، متحد( له اموسینه تر اباسینه) افغانستان غواړي.
په دی کی شک نه شته چی د افغانستان وسله وال پوځ یو اتل پوځ دی چی د هغه زیاتره کسان د وطن سره د مینی له پلوه تیار دی چی خپل سرونه د هیواد څخه ځار کړی.
چی د ننګرهار د ولایت د ګوشته په ولسوالی کی ، پنجاپ اشغالګر پوځ ته د افغانستان د سرحدی قواو له خوا غاښ ماتونکی ګوزار او د ملی اتل شهید قاسم خان اتلولی د هغه ښه ساری دی.
په دی کی شک نه شته چی اوسمهال د افغان امنیتی ځواکونو ترمنځ ښه همغږي موجوده او دا ځواکونه د خپلو عملیاتو په ترځ کی د ځانه لوړ مهارتونه ښيي.
ددی ځواکونو سرتیری او منصبداران په ملی روحیه سمبال او د خلکو د باور وړ دي.
خو دا پوځ د دوو مهمو ستونزو سره مخامخ دی:
• د اوسنی عصر سره برایر جګړه ایز تخنیک او وسلو باندی سمبال نه دی
• تر اوسه د واکمنو کړیواغیزه پری لیدل کیږي
د بلی خوا د افغانستان اقتصاد دومره کمزوری دی چی حتی نه شی کولی د کابل فاسدی اداری اخراجات پوره کړی او د پوځ تمویل د اقتصادی لحاظه یو قوی اقتصاد ته اړتیا لری.
خو بیا هم د افغانستان خلک په پوځ ویاړي او د دی غوښتونکي دی چی دا پوځ دی د ملي روحیی په بنسټ سره جوړ او تقویه کړل شی.تر هغه چی په بشپړه توګه ملی ، ځواکمن وسله وال پوځ رامنځته کیږي یوه څه مودی ته اړتیا ده.

افغانستان نه یوازی د داخل له خوا ( د زورواکانو او جنګي ملیشاو په وجود سره ) د ګواښ سره مخامخ دی.، بلکی د افغانستان ګاونډی هیوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کی لاسوهنی او مداخلی کوي چی په هغوی کی ایران او پنجاپ په لومړی کتار کی دي. همدارنګه تاجکستان، ازبکستان ، هند، چین ، سعودی عربستان ،روس هم په دی هیواد کی لاس وهنی کړي او کوي يي.
د دي ټولو مداخلاتو په وړاندی تر ټولو لومړی اړینه ده چي یو ځواکمن پوځ موجود وی تر څو ددی افغان دښمنه هیوادونو مداخلی شنډی کړي .
په نړیوال سیاست کی ددی له پاره چی د اقتصادی ، سیاسی او پوځي ملاتړ ولری اړینه د ه چی د ځواکمنو هیوادونو سره راشه درشه وکړی او د باالفعل او باالقوه دښمنانو په وړاندی د هغوی ملاتړ تر لاسه کړی.
په دی کی هیڅ شک نه شته چی په تیرو دولسو کلونو کی د امریکا متحده ایالاتو د تروریزم تر نوم لاندی په جګړه کي پښتنو ته نه جبران کیدونکی زیانونه اړولی او د پښتنو په وړاندی یی د هغوی دښمنانان ( په کابل کی متعصبی ډلی او د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره )ځواکمن کړي دی او ډیر امکان لری چی د امریکا نوموړي پالیسی په راتلونکی کی هم دوام ومومی.
مګر د امریکا متحده ایالاتو ته اړینه ده چي په سیمه کی د پښتنو د ځپلو د سیاست څخه لاس واخلی او د ظلم او تیري په مقابل کی د پښتنو ملاتړ وکړي.
په سیمه کی د ستراتیژیکو حالاتو په څیړلو سره دا جوتیږي چی په سیمه کی د امریکا ګټی د پښتنو سره په مرسته همکاری کی نغښتی دي. له دی امله امریکا ته اړینه ده چي د پښتنو سره د پنجاب له خوا د اشغال شوو ځمکو په ازادی کی مرسته وکړی تر څو لرغونی پښتونخوا د اموسین تر اباسین پوری بیرته د یوه ځواکمن هیواد په توګه را ښکاره شي.
همدارنګه پښتانه دا توان لري چې د یوه ځواکمن سیمه ایز ځواک په توګه د امریکا د سیالانو ( لکه چین، روس ، ایران او پنجاپ ) په وړاندی ودریږي . ځکه چی دا هیوادونه هم یو ځواکمن ، متحد افغانستان نه شی لیدلی.
دا چی اوس د امریکا متحده ایالات د افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو په ایستلو فکر کوي .باید ووایو چی د امریکا متحده ایالات د هغه موخې د پاره چی راغلی دی نه ده تر لاسه شوي. د دوی موخه د تروریزم په ضد جګړه وه. مګر ددی په ځای چی د تروریزم په سیمه کی د منځه یووسی. دوی پښتانه ( د تروریزم اصلی قربانیان) وځپل. او په مقابل کی یی اصلی تروریستان ( پنجاپ تروریستی - استعماری اداره چي تر ننه تروریزم روزی او صادروي ) تر اوسه پريښي دی.
تر هغه چی په سیمه اونړی کی د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره موجوده وي دنړی هیڅ سیمه به د تروریستی بریدونو څخه خوندي نه وي.
نو ځکه نړیواله ټولنه باید تر ټولو لومړۍ نړۍ او سیمه د پنجاپ د استعماري – تروریستی اداری د شرڅخه وژغوري او وروسته خپلي پښې د سیمی څخه سپکې کړي.
د تاند د ویب پاڼی د را پور سره سم:
«د دواړو خواوو اړیکې تیره میاشت په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره نورې هم ترینګلې شوې. کرزي اعلان وکړ چې له امریکا سره د امنیتي تړون پرسر خبرې ځنډوي.
سي این این وايي، له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو مسله تر دې مخکې هم مطرح شوې وه او ویل کیږی چې په امریکا کې تل پر دې موضوع بحث کیږی خو له وروستیو انکشافاتو داسي ښکاري چې اوس تر هر وخت دا کار زیات ممکن دی.
د دغه تلویزیون د راپور پر اساس که امریکا له افغانستانه ځواکونه کاملاً وباسي نو هغسي وضعیت به رامنځته شي چې په عراق کې رامنځته شو.
د عراق حکومت هم امریکايی پوځیانو ته د قضايي مصونیت د نه ورکولو پر سر امریکا مجبوره کړه چې له دغه هیواده ټول پوځیان وباسي.
په همدې منځ کې نیویارک ټایمز د باوري سرچینو په قول ویلي چې له افغانستانه د درستو پوځیانو د ایستلو پر انتخاب جدي غور د جون په اووه ویشتمه نیټه د کرزي او اوباما له ویدیويي خبرو وروسته پیل شو.»
د امریکا متحده ایالاتو دا غور هغه وخت پیل کړ ، چی د ښاغلی حامد کرزی اداري پر امنیتی تړون خبرې د قطر په هیواد کي د طالبانو له پاره د خبرو له پاره د دفتر د موضوع سره وتړلې.
د کابل اداره په هیڅ شکل سره دی ته تیاره نه ده چی د خبرو له لاری په افغانستان کی سوله راشی دا ځکه چی واکمنی کړی نه غواړی حتی د سولی په لاره کی ډیر لږ امتیازات هم دلاسه ورکړي نو دوی غواړی چي که د خبرو له لاری سوله راځي باید : طالبان اساسی قانون ومنی، وسلی په ځمکه کیږدي او بیا به خبری کیږي.
لومړی دا چی اساسی قانون په خپله د کابل د چارواکو له خوا نه دی منل شوی په ډیر مهمو مواردو کی لکه ټولټاکنی او نورو کی اساسی قانون نه مراعات کیږي . او بله دا چی که چیری طالبان وسلی په ځمکه کیږدی بیا نو د سولی خبرو ته څه اړتیا ده؟
د دوه زره پنځم کال را پدی خوا د کابل د اداری مشر ښاغلی حامد کرزی وایی چی د خبرو له لاری د سولی پلوی دی او په هره وینا کی یی ویل که چیری د طالبانو له پاره کوم ادرس پیدا شي نو دی حاضر دی چی هلته ورشی .
د دوه زره پنځم کاله تر دوه زره دیارلسم کاله پوری یی په دی خبرو وخت تیر کړ خو یو عملی ګام یی پورته نکړ دا ځکه چی ده او دده ملګرو په دی هکله رښتینوالی نه درلود.
د جناب حضرت صبغت الله مجددی تر مشرتوب لاندی د سولی د ټینګښت کمیسیون او د سولی د عالی شورا تر نامه لاندی د یوی شورا جوړول د اولس مشر له خوا افغانی ټولنی او نړیوالی ټولنی ته دوکه وه ، تر څود امریکا متحده ایالات اړ شول چی دا خبری په خپله په مخ بوزی.
د کابل اداره د طالبانو له پاره د یوه دفتر د پرانستل کیدو مخالفه وه نو له دی امله به یی کله د سعودی عربستان نوم اخیست او کله د ترکیه هیواد. دا هڅي د وخت تیرولو او د دفتر د پرانستلو د بهیر شنډولو د پاره کیدې.
خو کله چی د قطر دفتر پرانستل شو ، د کابل اداری غوغا جوړه کړه چی خبری باید د دوی سره وشی. د طالبانو بیرغ باید کښته شی او د اسلامی امارت تخته لیری کړل شي .
په قطر هیواد کی د طالبانوله پاره د دفتر د پرانستلو وروسته خپل غبرګنونه په دوه بڼو سره وښودل:
• په امنیتی تړون باندی د امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو ځنډول
• د هیواد په ځینو برخو کی د سختو پوځی ( پښتون وژنی )عملیاتو پیل کول
د دی عملیاتو په ترځ کی د وژل شوو کسانو تصویرونو ته کتلو سره داسی ښکاریږی چی ددی عملیاتو موخه طالبان او یا د دوی په اصطلاح تروریستان نه دي بلکی د دی عملیاتو په ترځ کی هره ورځ په لس ګونو بیګناه پښتانه ( شپانه ، بزګران او مزدوران ) په ډیره بی رحمانه توګه وژل کیږي.
د کندز د څال په ولسوالی، لوګر ، بغلان او د هیواد په نورو سیمو کی په سلګونو بیګناه کسان وژل شوی او بیا یی د عکسونو د اخیستلو دپاره څو ټوپکونه ایښودل شوي دي. اوس مهال په بغلان کی په سوونو کورنی د خپلو کورونو څخه شړل شوی او ددوی زراعتی تولیدات له منځه تللی دي.
داسی ښکاریده چي د کابل اداره ( واکمنی کړۍ) غواړی چی د طالبانو د پاره د قطر دفتر وتړل شی چی دوی د موخی ته هم ورسیدل . ښاغلی کرزی د طالبانو په هغه ادرس پسی چی ورپسی ( په درواغو ) په تیرو اتو کلونو کی ګرځیده او اوس د قطر په هیواد کی پیدا شوی و، د منځه ولاړ.
د روهی ویب سایټ د راپور له مخی:« پاکستاني سرچينې خبر ورکوي، چې افغان طالبانو په قطر کې په احتجاجي ډول خپل دفتر خوشې کړی دی. تر هغه وروسته چې د قطر چارواکو په دوحه کې د طالبانو له دفتر څخه د هغوی بيرغ او د اسلامي امارت لوحه کښته کړه، طالبان اوس له دغه دفتر څخه وتلي او نور هلته نه ورځي. په قطر کې د طالبانو دوو وياندانو خپل موبايلونه غلې کړي او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د قطر دفتر په اړه له تبصرې ډډه کړې ده. »

لکه څنګه چی د عراق څخه امریکايی پوځیان ووتل او د هغه اصلی علت د دوی د قضایی مصوونیت په هکله و. که څه هم په عراق کی حالات د ویجاړیدو په لار روان شو ، خو چارواکو وکولی شول د نفتو د عایداتو په درلودلو سره خپله اداره او پوځ په پښو درولی وساتي.
مګر د کابل اداره به د کوم منابعو څخه په استفادی سره د دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته ددی پوځ لګښت او وسلی پوره کړي؟
پخوا به چارواکو دا ویل چی کیدای شی خصوصی سکتور ته د کانونو په ورکولو سره به وکولی شی تر ډیری اندازی د افغان دولت بودجه پوره کړی.
مګر وروسته ولیدل شوه چی خصوصی سکتور ته د کانونو سپارل هم د فساد ښکار او ددی کانونو را ایستل وځنډیدل . دولت اوس دا منبع د عوایدو هم د لاسه ورکړه.

دا یو واقعیت دی چی د کابل اداری د خبری له لاری د سولی د تامین خبری هسی یوه ډرامه او د وخت تیرول و. په دی وروستیو کی د کابل د اداری د ملی امنیت د سلاکار رنګین داد فر سپنتا په خبرو کی چی په دی وروستیو کی یی اولسی جرګی ته کړی وی بربنډ شو.
نوموړي څرګنده کړه : تر اوسه په افغانستان کی د سولې د بهیر په نوم کوم نوی شی نه شته.
هغه وویل: د طالبانو سره نیم - نیمګړی تماسونو ته د سولې بهیر نه ویل کیدای.
سپنتا وویل : د سولې بهیر ـ مهیر نه شته.
د قطر د دفتر سره د امریکا د متحده ایالاتونو سره د امنیتی تړون په هکله د خبرو تړل د افغانستان د خلکو په ذهنونو کی نوی پوښتنی را پيدا کړي. خلک په دی فکر کی دی چي په دی لوبه کی ایران او پنجاپ څومره دخیل دي؟

د ایران رژیم او د پنجاب استعماری – تروریستی رژیم د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتی تړون رامنځته کیدلو کلک مخالفت کوي .
دا ځکه چی دوی فکر کوی چي:
• د امریکايی پوځونو په موجودیت کی په کابل او ټول افغانستان کی د نویمی لسیزی په مهال دوسله والو ډلوتر منځ جګړو د پخوا په شان راتګ ناممکن دی
• متعصبه کړۍ به د افغانستان تجزیی ته زړونه ښه نه کړي
• امریکا به د افغانستان پوځ سمبال کړی
• د افغانستان اقتصاد ودی ته به زمینه برابره شی
• کیدای شی په افغانستان کی د امریکایی پوځونو شته والی ایران او پنجاب ته یو تهدید وي
له همدی امله دا هیوادونه په امریکا باندی د افغانستان څخه د ننه او د بهر څخه فشار راوړي تر څو ددی هیواد څخه پښی سپکی کړي. دا چی ښاغلی اوباما د خپلو ټولوسرتیر په ایستلو باندی غور کوی داسی ښکاری چي ایران او د پنجاب استعماری – تروریستی اداره خپلو موخو ته نږدی شوي وي.
خو ددی له پاره چی په افغانستان کی هم سراسری سوله تامین شوی وی او هم بهرنی پوځونه د افغانستان څخه وتلی وي باید:
• ټول زورواکان او په جنایتونو تورنې حاکمی کړۍ ( چي په افغانستان کی د جګړو مهم عاملین ګڼل کیږي او دا د لویدیز دموکراسی د افغانستان خلکو ته یو سوغات دی) د واک څخه ګوښه او د هاګ نړیوالی محکمی ته وسپارل شي
• په ټول افغانستان کی سراسری رڼې ټولټاکنی( د ټولو افغانانو په ګډون) د ملګرو ملتونو د سازمان تر مستقیمی ادارې او څارنی لاندی تر سره او یوه ملی اداره رامنځته شي.
• ایران ، پنجاپ، او نورو هیوادونو باندی سیاسی او پوځي فشار راوړی چی په افغانستان کی د مداخلو او لاس وهنو څخه په واقعی مانا لاس واخلی.
• د امریکا متحده ایالات دی ټولو هغو کورنیو ( په افغانستان او قبایلی سیمو کی )ته چی د دوی د عملیاتو په نتیجه کی یی د کورنیو غړي د لاسه ورکړی او یا یی جایدادونه له منځه تللی دی ، د نړیوال معیار سره دوی ته تاوان ورکړي.
• ټول هغه جګړه ایز تخنیک چی د امریکا متحده ایالاتو دلته افغانستان ته راوړی دی د افغانستان اردو ته ورکړي .
تر هغه چی د پنجاپ د استعماری – تروریستی اداری او یا د نړی کومی بلی برخی څخه افغانستان ته د تروریزم صادر کیدلو او کورنی ( د امریکا په واسطه واک ته رسیدلو زورواکانو له خوا ) تهدیدونه موجود وی باید تر هغه د امریکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو تر شا ودریږي.