د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروسیې المپیک اودنشې المپیک (مډالونه اودودونه)

پوهندوی آصف بهاند 17.02.2014 12:10

کومه انګیزه چې زه یې ددې کرښولیکلواود پاسني سرلیک غوره کولوته وهڅولم،هغه دا وه، چې د BBC د پښتوویبپاڼې د انځورونوپه برخه کې مې په داسې عکسونوباندې سترګې ولګیدې چې دلیدلواوزغملونه وو.دا په افغانستان کې په نشوروږدي ماشومان اودهغود میندوعکسونه وو:
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/02/140210_hh-mother-drugs-babies.shtml
اوپه داسبا ورځ یې دوې پرله پسې ورځې په همدې پاڼه کې دسوچي دالمپیک دلوبوعکسونه:
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/02/140210_st-sochi-2014-gallery.shtml
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/02/140211_st-sochi-olympic-tuesday.shtml
ددې دواړوالبومونوپه منځ کې له هره اړخه دومره واټن شته چې ښايي دنوري کلونو په اندازه وي.
کله چې په ۲۰۱۲ کال په اوړي کې په لندن کې دالمپیک لوبې روانې وې،ما د « دلندن المپیک اود جګړې المپیک »(مډالونه اوبمونه) ترسرلیک لاندې یوه مقاله ولیکله چې په همغه وخت په ځینو ویبپاڼوکې خپره شوه:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_assef_de_landan_olympic.pdf
په هغې مقاله کې په افغانستان کې روانه غمیزه اوله هغې څخه نورې راپیدا شوې ستونزې انځورشوې وې؛دا مقاله هم دهماغې مقالې دبلې برخې په توګه دروسیې المپیک اودنشې المپیک (مډالونه او دودونه) تر سرلیک لاندې درنولوستونکوته وړاندې کوم.
« دلندن المپیک اودجګړې المپیک» مقاله کې ما لیکلي ووچې په لندن کې دلوبوګټوونکوته دسروزرومډالونه په غاړه کې وراچول کیږي،مګر په افغانستان کې ماشومانواوځوانانوته انتحاري واسکټونه اوبمونه ورله غاړې کیږي اودجنت په تمه دګورتیاروته لیږل کیږي دسوچي په المپیک کې هم عین لوبه روانه ده.په سوچي کې هم ګټونکووته لکه لندن دسرومډالونه ورپه غاړه کوي،خودافغانستان ددود اونشې په المپیک کې ګټونکو اونه ګټونکودواړوته ددود اونشې کړۍ ورله غاړې کیږي اوپایله خویې ټولوته ښکاره ده چې څه کیږي.
 که په رښتیا سره ځیرشو،له ۲۰۱۲کال نه تر اوسه په المپیک والاهیوادنوکې حالات د خلکو په ګټه په سمه لار روان دي،خوپه افغانستان کې نورهم بد تر شوي دي اود جګړې د المپیک ترڅنګ د نشې اودود المپیک هم خپل اوج ته رسیدلای دی.
په لندن کې،په سوچي کې په ټوله نړۍ کې حالات بدل شوي دي اوپه افغانستان کې هم؛یوازې په دې توپیرچې په لندن،سوچي اونوروځایونوکې په مثبته خوا بدل شوي دي اوزموږ په هیواد کې په منفي لوري روان دي.په ټولوځایونوکې دنوې تکنالوژۍ له وروستیومظاهرونه استفاده کیږي،په هرځای کې دژوند دښه کولو اوآبادۍ له پاره،خوزما په وطن کې دژوند دخرابولو اوبربادۍ له پاره.نوروځایونوکې له وروستۍ تکنا لوژي نه په استفادې سره د المپیک له پاره نوی ښار،نوې لارې اونوي ځایونه جوړیږي،خوزما له وطن نه دټول جهان پولیګون جوړکړای شوی دی اود نړۍ وروستی ماډل وسلې په کې آزمیل کیږي.
دا چې یوځای څه کیږي اوبل ځای څه،دا ټوله نړۍ په سترګوویني؛مګرزما هیواد والو ته له یوه آدرسه چیغې وهل کیږي چې:
« ری مه وهئ،دوی کفار دي،همدا ددوی دنیا ده او...»
په دې ډول یې په خاموتارنو باندې تړي اوسم دم یې په هم دې دنیا کې،دمځکې پرسردوزخ ورته جوړ کړی دی او پرته له ګناه اوخطا نه یې په کې سوځوي.
په افغانستان کې دجګړې المپیک په خپل اوج کې روان و،چې ورسره سم د دود اونشې المپیک په زیاتیدوشو.دجګړې داورخوراک دافغانانوغوښې،وینې اوهډوکي وو؛اود دود اونشې المپیک هم دافغانان دژوند په بیه تمامیږي.
په افغانستان کې دروانې تپل شوې جګړې په پایله کې،پردې وطن باندې رنګارنګ سونامي ګانې راغلې دي چې یوه یې په نشه اي توکوداخته کیدو سونامي ده.د میډیا دراپورونوله مخې اوس دافغانستان دیومیلیون په شاوخوا کې وګړي په نشه اي توکو اخته دي.له بده مرغه په دیرشومیلیونوکې یومیلیون لویه سلنه ده اوډیره خواشینونکې ده چې پرافغانستان باندې دنوروپرله پسې سونامي ګانوپه څنګ دا هم لویه ورانونکې سونامي ده.
په دې یومیلیون کې به ډیره کمه سلنه دهوس دنشې له لارې دتباهۍ دې لوی ډنډ ته ورننوتي وي،خوډیره برخه سلنه یې دجبرنشه ده خوارۍ اوپه ناپوهۍ کې ډوب افغانان په نه پوهیدنه کې ورپورې وهل شوي دي.په ټول کې دټولنې هراړخیز وروسته پاتې والی اوپه ځانګړي ډول دسواد نه شتوالی،په خلکوباندې دپخوانیوزړوقوانینواورواجونوحاکمیت،دسیاسي ثبات نه شتوالی،ددولت اوخاصتآ دحکومت بیخي ضعف،دوامداره بیکاري،په کورنیوکې درنګارنګ ستونزو موجودیت او... اویا یې هم له بهر نه له ځان سر ه دیوه سوغات په ډول راوړل.چې هره برخه یې دجلا څیړنې او ژړا وړ ده.
دا هغه سونامې ده چې له پخوا زمانوڅخه دافغانستان پرخلکوراماته شوې ده،خواوس خپل اوج ته رسیدلې ده.دنشه اي توکودکارولودغه سونامي دکورنیوله بېوزلۍ نه راپیل شوې ده.موردټولنیزې ناپوهۍ اوبې سوادۍ دبلا دشته والي په سلسله کې،پرته له دې چې دنشه اي توکو دکارولوپه پایلوباندې پوه شي،خپل ماشوم ددې له پاره نشه کوي چې دا خپله کارته وزګاره شي،یا به غوجل پاکوي،یا دکورکارونوته اړم وي او له ټولونه مهمه دا چې خپله ترټولو مهمه وظیفه یعنې د قالینو اوبدل هیر نه کړي.
په ښاري ژوند کې تردې هم دژاړه اوتآسف وړ غمیزې سره مخ کیږو.مور،ماشوم ته نشه اي توکي ورکوي چې بې سده شي ،لکه دکوما دحالت ناروغ بې حاله پریوزي چې دخلکوپام اوزړه سوی ورته واوړي،اوپه دې ډول یې موردهمدې بې حاله ماشوم اوڅونوروبچوروزي ترلاسه کړای شي.هرورځ په دې ماشوم باندې دا کارتکراریږي.ښځه نشه یې توکي اول خپله کش کوي اوبیا یې لوګی دماشوم خولې اوپزې ته ورپوکوي،د وړوکي ماشوم واړه حجرات دنشوپه څپوکې داسې په خوب ویده کوي چې لس پنځه لس ساعته ونه ښوري او وروسته له څه مودې هغه ماشوم لا په هماغه کوچنیوالي کې داسې په مخدراتو روږدی شي چې بیا یې را اړول مشکل نه ،بلکې ناشوني وي.
بس دا یوه جمله ده:دماشوم پلارنه شته،وژل شوی او...
په دې کور،کوڅه کلي،ښار،هیواد،سیمه اولاټوله نړۍ کې دبشردحقوقوپه دې لویه هنګامه کې ددیموکراسي بي بي په دې لوی جنتي بڼ کې داسې څوک نه شته چې پوښتنه وکړي چې دا ګدا میرمن چې له غیرتونو؟سره سره لاس غځوي خیرغواړي ،دچا ښځه ده؟دا پروت نشه کړای شوی ماشوم دچا زوی یا لورده ؟ پلاریې چې وژل شوی،ولې وژل شوی؟دچا اوڅه له پاره وژل شوی؟ اوچا وژلی؟او نورډیرداسې ولې،ولې او ؟؟؟؟؟؟؟           
د دود اونشې دغه المپیک زموږدوطن په هرکلي کوڅه اوښارکې داډیره موده روان دی؛خوهلته لرې په نوره دنیا کې چې زموږ دوطن په هرکلي اومالت کې هغوته کفاراودکفارو وطن ویل شوی او ویل کیږي،څه نورې کیسې اولوبې روانې دي.هلته هڅه کیږي چې دنشې دالمپیک مخه ونیول شي،ژوند اوآرام ته دتګ په لوري سیالۍ رامنځ ته شي،چې ښه مثال یې همدغه دروسیې دسوچي المپیک دی.
ښايي دا تصادفي پیښه وي چې هغه هیوادونه چې په دې وروستیوکې دالمپیک لوبوکوربانه وو اودي،زموږدهیواد په روانوسیاسي اونظامي پیښوکې مرکزي اومنفي رول درلود اولري یې؛خوزموږدخلکواوټولنې دسواد دسطحې ټیټ والی،ناپوهي،دسیاسي رهبرانوجفا اود دوی خرڅیدل ... اودخلکواوټولنې په ذهنونوباندې حاکم افکارهم دهیرولو نه دي.
نوره نړۍ څه کوي اوموږ څه کوو؟
په اِنګلند کې دلندن المپیک،په افغانستان کې دجګړې المپیک
په روسیه کې دسوچي المپیک،په افغانستان کې دنشې اودود المپیک
په نوره دنیا کې دتکنالوژۍ،دژوند دښه کیدواوعصري کیدوالمپیک،
خوزما په وطن کې دجکړې المپیک،دبربادۍ المپیک،دنشه اي توکودرواجیدوالمپیک،دبیسوادۍ دزیاتیدوالمپیک،جهالت ته دورننوتوالمپیک،له تکنالوژۍ اوتمدن نه دتښتیدوالمپیک روان دی او ورځ تربلې زورهم اخلي اوموږ ورته هره ورځ د « الحمدلله » په ویلوسره شکرونه هم باسو.
زموږټولنه اوخلک چا داسې کړه اوڅه باید وشي؟
دسوچي دالمپیک لګښت  دیرش میلیارده پونډه شوی دی،نوی ښار،نوې لارې اونوي ځایونه ورته جوړشوي دي،اودهمدې المپیک په پایله کې ګټونکوو لوبغاړوته دخندا اوخوښۍ په څپوکې دسرو،سپینواوبرونزومډالونه ورکول کیږي،
خوزما په وطن کې دمخدراتواودود المپیک په لړ کې په ډیر انصاف؟ سره پرته له توپیرڅخه ټولوګډونکونکوته دمرګ،توروخاورواودګوردتیارته دتګ ډالۍ،دژړا په څپوکې ورکول کیږي.
ددې دواړ المپیکونوګډ ټکی یوازې د « المپیک » په توري کې دی،نورکاملآ په هرڅه کې یودبل په مقابل دریځونوکې ولاړدي.په سوچي کې دخندا اومینې په څپوکې دویاړونومډالونه ورکول کیږي،خوپه افغانستان کې انسانان دژوند کولو کوم سند اوحق چې خدای ورکړی دی،هغه ورنه اخستل کیږي،هلته ګټونکي خپل وطن ته دویاړمډالونه وړي زما په وطن کې ټول مړه دي،یوشمیریې خوځیدونکي مړي اویوشمیریې نه خوځیدونکي مړي.خوځنده مړي،نه خوځیدونکي مړي دګورونوپه لوري کشکاږي او...؛
په نورو وطنونوکې دراتلونکوسیالیوله پاره ځای او وخت ټاکل کیږي اوزما په وطن کې دعادي ژوند کولو دامید زړی په بیخ کې وچیږي.اودقیقآ په همدې وخت کې زما دوطن دنوي نسل دبربادۍ دبنسټ ډبره ایښودل کیږي.
دسوچي المپیک خود۲۰۱۴ کال دفبرورۍ په درویشتمه خلاصیږي،خوزما په وطن کې دنشې المپیک،لکه نه تمامیدونکې خواشیني،نه یوازې نه خلاصیږي،بلکې ورځ تربلې یې دوحشت څپې پراخیږي.
چیرې کوم جهادي مشرڅخه،کوم ژورنالست پوښتنه کړې وه چې په اسلام کې خومخدرات نا روا دي،تاسویې ولې تبلیغ اوکاروبارته زور ورکړی دی؟
هغه په ځواب کې ورته ویلي و چې موږدهمدې په مټ له کفاروسره زور وهو،دوی موږپه مرمیو وژني،موږهم دغه مخدارات ورلیږو.
ما(آصف بهاند) په خپل یوشعرکې ددې ښاغلي؟ رهبردې خبرې ته په پام سره موضوع ته داسې اشاره کړې وه:
« دوی دې وژني زموږ ژڼي په مرمیو       موږیې وژنوپه یودود باندې ځوانان »
خواوس خبره تریوې اندازې سرچپه شوې ده،هغه داسې چې زموږدناپوهۍ په وجه دود او مرمۍ دواړو موږ ته مخه کړې،زموږ په کور کې میلمانه دي.مرمیوسوري سوري کړواودود موسترګې اوذهن داسې رافیصله کړي دي چې دتمدن په کاروان پسې رسیدل څه چې په ټپه یې درولي یو،بیخ اوریښه یې را وچه کړې ده.
ددغې بربادۍ ریښې په نیغه دټولنې په ناپوهۍ اوبیسوادۍ کې اوپه زړوافکاروباندې دخلکوباوراودریدلوکې ریښې لري.که څوک وايي چې انتخابات مخکې دي،نوی حکومت اودهغه کاري تیم به دحل کومه لارپیدا کړي او... داهسې خیال پلونه دي،دشخص بدلیدل هیڅ هم نه شي کولای،زما په نظراصلي چاره دنظام،روانې پالیسۍ او ورسره دکاري ټیم بدلول دي.باید نا کاره،فاسد په زړوتارونواوزړوقوانیونوکې نښتی نظام بدل شي او ورسره سم دنوي متمدن نظام په رڼا کې نوی ښوونیزنظام رامنځ ته شي اودنویونړیوالومنل شویوقوانینوپه چوکاټ کې نوي نسل وروزل شي.اوپه پای کې بیا هم د حسن اختتام په ډول د استاد ګل پاچا الفت خبره را اخلم:
               « کوچنیان باید په علم پسې ولاړ شي اودعلم رڼا له ځان سره راوړي »
                                                                                        پای