لويه جرګه
19.11.2013 19:36ښاغلو او درنو هیوادوالو:
لکه څرنګه چې روښانه ده اوخبر یاست اوسنۍ تپل شوې او مفسدې ادارې او پلویانو یې چې
زمونږ د هیواد او خلکو ټولې مادي او معنوي شتمنۍ لوټ او تالان کړې ، اوس د
خپلو نړېوالو زبر ځواکو، زبیښاکګرو قوتونو په ملاتړ سره زمونږ د کلتوري او فرهنګي ارزښتونو
پسې را اخیتسې او د خپلو ځانونه د حفاظت او په قدرت کې د مافیایی پرلپسې پاتې کیدو په تمه یې
د ولسواکۍ او دموکراسۍ په پلمه په نوې ډنډورو او ډرامو پیل کړۍ دی او غواړيهغه پټې لوبې
قرار دادونه اوپرېکړې چې د دوی شخصي ، ګروپي اوتنظیمي ګټې پکې ساتل شوې وي د په اصطلاح
د مشورتي لویې جرګې په رابللو سره قانوني بڼه ورکړي او پدې توګه خپلې مفسدې منګولې د تل لپاره
د دې مظلوم ولس پر ستوني خښې کړي.۴
د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده
دا عزت ، زمونږ برم ده هم درنه ده د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده
دکلتور او د فرهنګ زمونږ دا لویه هسته ده هره ستونزه کې حلېږي که لوېه یا وړه ده
د جرګو چې هره پرېکړه فېصله ده د پولادو په سېر ټینګه او پخه ده
د پلرونو مو ده غږ د مور ناره ده د میرویس او احمد شاه د سر شمله ده
پاتې له نیکونو مونږ ته دغه وسیله ده د رحمن که د خوشحال که د حمزه ده
دلته هر یؤ راټولېږي د دې خاورې که پښتون ،تاجېک ،ازبک که هزاره ده
د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده
خو
اوس ناتار دې اوس مو کور کې غلبله ده لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
نن مې بېا چې ټول ولس داسې خفه ده په ټپي وجود مو بل زخم تازه ده
اوسنۍ جرګه رېښتينې نده دا هسې پلمه ده رنګ او خوند او ښکلا ټوله یې پيکه ده
جوړه کړې اجنبی ټوله قصه ده د پردو هر فرماېش راته کوربه د
خرڅ ، خوراک او ټول مصرف یې بېګانه ده خود په ګټه د پردو یې فېصله ده
څه ناتار دې څه مو کور کې غلبله ده لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
چا راغوښتۍ دا قوت د زور مېلمه ده ای نانزکو ، مریانو دا مو پاېله نتيجه ده
د قدرت او ثروت بقأ دا ستاسې عقيده ده ځکه جوړه مو نن بله بهانه ده
اخلاقي که دولتي فساد کې ډوب یاست پکې غرق یاست توپير څه چې څو نېزه ده
زما حامد دا واورۍ هر چا ته کره ده مڼې واړه دي په شمار خېر که اوس شپه ده
څه ناتار دې څه مو کور کې غلبله ده لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
ستاکتن کليفورنیا