په امريکا کې د ولسمشرۍ لپاره د غوره نوماند په ملاتړغونډه
21.05.2009 21:00٢٠٠٩ کال د مې د مياشتې په ١٦ مه نېټه د کليفورنيا د ايالت په فريمانت ښار کې د هېواد د پېژندل شوي او سياسي چارو شنونکي ډاکتر عبالقيوم کوچي په بلنه او نوښت سره ، ولسمشرۍ ته د نوماند او په کورني او نړېواله کچه پېژندل شوي شخصېت ښاغلي داکتر اشرف غني احمد زي په وياړ درنه غونډه رابلل شوې وه چې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو پکښې ګډون کړې وه٠
دا غونډه د پاک کلام د مباره کو اېتونو په تلادت سره پېل او د غونډې وياند پېژندل شوي شخصيت ښاغلي حبيب خان هوتکي د غونډې د کړنلارې په اړه ګډونوالو ته رڼا واچوله٠
د يادونې وړ ده چې د دې غونډې په پېل کې ښاغلي ډاکتر عبدالقيوم کوچي د ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي د ژوندانه په ټولو اړخونو باندې ځغلنده رڼا واچوله، چې وروسته ګډونوالو هر ېؤ د هېواد نامتو او پېژندل شوي تاريخ پوه ،پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ،استاد محمد عمر صديقي،د هېواد نامتو سياسي شخصيت ښاغلي محمد داؤد مومند،د هېواد سياسي شخصيت ښاغلۍ سېد مسعود مجروح،ښاغلي استاد شا اغا مجددي، د ماليې وزارت پخوانۍ مالي مرستيال ښاغلي طارق فورمولي،ښاغلي ډاکتر صبحان هاتفي،په کليفورنيا ايالت کې د افغاني کلتوري ټولنې مشر ښاغلي الحاج عزيزالله زمريالي،ښاغلي مولانا عبدالوهاب پاچا او د ښاغلي داکتر اشرف غني احمدزي ګڼ شمېر مينه والو په خپل نوبت سره د دې منلي او په علمي او اکاديمېک لحاظ ولسمشرۍ ته د غوره شخصېت په اړه خپلې هر اخيزه ويناوې او ارزونې وکړې،چې د غونډې د ګډونوالو د تاودو احساساتو سره بدره ګه شوې٠
داغونډه د ماښام د لمانځه څځه وروسته د ښاغلي الحاج ډګروال احمد سيد خان خوګياڼي په دعايئ سره چې په ګران هېواد کې د صلحې ،امنيت ، د يوۀ ځپلواکه ، غښتلې افغانستان او د ښاغلي اشرف غني د لا برياليتوبونو ، روغتيا او اوږد عمر په هيلۀ پای ته ورسېده٠
د لا معلوماتو او د ښاغلي اشرف غني د غوره کېدو او کمپاېن په اړه په لاندې برېښنا پتو باندې زمونږ سره اړيکې ونيسﺉ٠
alwatand@yahoo.com