دنوي عصر سیاست
21.09.2013 02:23سم سړی به هیڅ وخت نه سي وزیر
هغه واکمن کیږي چې وي لړو پتو
هغه اوس په سیاست کې دي بریالي
چې کار بار یې وي ټوله په خرتو پرتو
آس ته دبزکشي اجازه کله ورکوي
چې په وطن کې پاته وي یوګوډ ټټو
له سیاسته نه ورکیږي غدو او بډو
چې ناست وي پر تخت یو دوپه ڼانټو
ډنګرو ډاکټرانو ته وار د کار کله رسي
چې پاته په کلي وي یو بې سواده خیټو
اوس هغه قام په سیاست خوري ملکونه
چې غر و پیل یي خبرې وي دهر باټو
داوس بړواګي داسې ګرځي لکه اتلان
هغه وخت ولاړ چې مخ یې پټوه په پټو
اوس دزعامت دعوا کوي هر غل غدو
همدا دکور خاوندان هغو ته سوي للو پتو
د اوس په سیاست کې مشر ان کیږي هغه
چې یو پردی یې ټینګ نیولی وي له خټو
وزیر بودجه په خپل حساب کې ساتي
هغه پوه یې دی تر هغو ناپوهو ډیر چټو
دې بې خاره مقامو ټوله غله کړي پیران
هر یوتر ځانه ټول ولس بولي ډیر مټو
هر یو یې په وار دا وطن سم جارو کړ
نه یې د سیک ډیره ناغه کړه نه دایران ټسو
یود قرباني پسونه بل داردودرمل هضم کړه
ورته نسوار نه دي که کوشنی دي که خړامبو
ولس په چا وکړی اوس اعتماد دکار
هغه ډنګررهین یې تر ټولو راوخوت پېټو
یو بل ته نسوای ویلای خیانت مه کوه
هر یویې وار ته ګور ي دخرتو پرتو
خدا ی دی هغه ملت ته خیر پيښ کړې
چې خلک یې شخصي ګټې کړې بې خټو
نظری چپ سه ټوله اخته دي په جان کني
هغه چې له چوره ګټه نه اخلي پر وایي لانت تو
چړامبو( لټ )، کړتو ( چټات)، لړوپتو( بی نظم )، لړو چټو ( اصرافی )، بی خټو( بی غیرته اوبی کاره ).نانټو( دټولو پوروړی )، مټو ( کم عقل )، للو پتو( چاپلوسي)، پېټو( پر خور)، خرتو پرتو( غولونه )، الپی الا ( خوار)،ټسو( ډیر لږ)