د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ خپله هم چندان خلک نه یو

محمود نظری 17.04.2016 12:31

***
جهاد هله کیږي چی وي بدبوۍ د اشغال
هغه خاین دی چې کوي خوارۍ زارۍ د اشغال
دلته چې دهر سږمور زړه وسي واک ته
اوړو ته خپله خمیره سي ډوډۍ ته د اشغال
یو ډله مجاهد سي اشغال ته ښه راغلاست ووايي
بیا بله ډله مجاهد دځان په ګټه سي ډالۍ د اشغال
اشغال څه توپیرنه کوي د روس وي یا امریکا
دې خیرنو ته پاته دتاریخ دي ډرۍ د اشغال
داجاسوسان ولي اوس دومره امتیاز غواړي
ځکه هغوی د پردو ملکو دي جرړۍ د اشغال
ولي پاکستان برید نه کوي پرهندو ایران
دا زموږ حرمونیان خپله دي تندۍ د اشغال
ایران ولي مداخله نه کوي په چاره د تاجکستان
دبل په واک کې موږته رسي بادرۍ داشغال
ځان مه ختا باسه په دې ضد دمرمۍ موټرو
قسم دی ستا څوکۍ ده ټینګه ډبرۍ د اشغال
دوحدت مشران ټوله د وطنفروشي دلالان دي
هغوی ته رسي له اوله دغاړې پټۍ د اشغال
ښه برېتور مو اوس د پردو سوي سپیان دي
هر مجاهد اوس اغوستې ده لویه سدرۍ د اشغال
خدایه اخیرت زموږ ددې مخبرو سم کړي
چي په ولس ژوند ی تیروي مړۍ داشغال
یا خپله یو سم خاینان یا د خاین ښه دفاع کوو
زموږ ارګ هر وخت دی سپينه ماڼۍ د اشغال
چې دلته مو پوه او عالم د خاین نسي لکۍ
هیڅ وخت نه کامیابیږي دلته کوپړۍ د اشغال
ډالري تنخواوي زري موټر او لوی مقامونه
زموږکم انده پوهان کړي شینګړۍ د اشغال
دکري خبره به تر قانون خود لوړه وي دلته
دا ټولو پښتنو ته دپزې ده نتکۍ داشغال
وشرمیږئ شرم وکړئ مردارخورو وحدتیانو
ستاسو دی زهر سي واک او کوړۍ د اشغال
کوړۍ ( پیسه)، خوارۍ زارۍ ( هلی ځلی)،تندۍ ( لنګه غوا ) ډرۍ ( ملندۍ)، شینګړۍ ( برج ،کلاه)