د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود نظری

18.12.2016 15:46    |   محمود نظری خاین ته نوې سزا کشف سوه

محمود نظری پنځه یي ګانې یې لا زده نه وي خبریال سي لا پنځه پټکې یې زده نه وي سیاستوال سي چلي غټګوپه دې ملک کې ښه مزې وکړې د ښه غله زوی لا د مور به نس کی ډګروال سي

24.07.2016 21:41    |   محمود نظری دا د ویاندمرستیال بیا څه شی دی ؟!

طنز نن د دنیا تر ټولو درواغجن سړی وي ویاند د خپل خیل ټر تولو پمن غپن سپی وي ویاند د وطن دوښمن په ګټه غلطه خوله خوځوي تر شیخ الشیطان لا دوه مخه پیری وي ویاند فساد ، خیانت ،مزې او چړچې یې بادار کوي په سیله کې د خپل بادار شین زمری وي ویاند

22.07.2016 18:01    |   محمود نظری ښه مسلماني

طنز توپکیان چې تجلاکوي وه ډار لره کنه لاپي باټي چې پړکا کوي وه خار لره کنه داافغانان چې له یو بل سره جنګیږي دیو بل سرونه پرې کوی د افتخارلره کنه دا مقدس نومونه چې هره ډله یې کاروي دا ټوله د کولو د بد بد کردار لره کنه

15.05.2016 11:06    |   محمود نظری راځئ مسلمانان ښکار کړو!!!

طنز دا ټوله اسلامي ملکونه ګوره د هغو تر منځ جنګونه ګوره دمسلمان ټوټه ټوټه کوي بدنونه دهغو د غوښو بارانونه ګوره ***

23.04.2016 12:31    |   محمود نظری په ورستوهګیو ناسته کوټه چرګه

طنز چاچې د شیطان لاس ټینګ نیولی وي هغه چا ته څه شرم دی د سامبولی هغه چې لوړ سوی وي په غلاغلتي هغه مردار خوار به خود سي باولی په زمریانو کې چې موشه خر باچاسي دهغه هنګا ته خود دخرو سی بلی بلی

17.04.2016 09:31    |   محمود نظری موږ خپله هم چندان خلک نه یو

طنز بیا مو ګران باچا جان کری راغی وطن ته ملکیو عین اوغین ته یې ډالۍ کړه نقلي امېلونه دواړو یې ناپاک لاسونه او پښې مچي کړې هغه دواړو ته وکړه دسپين سترګي نصیحتونه

27.03.2016 09:58    |   محمود نظری دکوخ چینجي

طنز دنیا کراره کښېناستلای نسي چنجي لري د کوخ هر چیري چې کمزوره وویني له واره ورته وایي اوخ بې خبره جیټ یا دوړن الوتکې ور په هوا کړي دا نوی نزی د نیولو سیاست دی بیله ټخ و ټوخ اسیا اوس ددي نوي غلبلې دشطرنج تخته ده چیری چې یې زړه وي ورته خپل پیاده کړي روخ

22.03.2016 09:42    |   محمود نظری سرچپه لقبونه

طنز ستا چې دخپل ساتونکي په ملا تړ خیژي ټسا ستا چې زړه ریږدي دخپلي لوړ د قاتلانو په سزا ستا مور چې روغتون ته ونه رسیده او مړه سوه هغه خوشاله وه چې وطن کې لری یو عادل پاچا

28.02.2016 10:52    |   محمود نظری په شلغمانو کې تک سور چوغندر

طنز ومی لیده د خپلې پایچی لاندی بخۍ دتان د سرراته ښکاره سوه هلته ټاپۍ دتان اوبدونکی ته ښه دتان سر دی خیاط پټوي سر دتان لاندې تر ژۍ دلته دخلکو نظرونه هلته ده درب رضا د وري پوست سي قره قل د پسه ماسۍ

14.02.2016 11:30    |   محمود نظری د سولې کیچړۍ

طنز موږ ته چا باندې کړئ بیا کیچړۍ چا مرض راوستئ راته د تبې ژړۍ د دې ډول غدارانو بازار ښه تود دی مشر هغه چې کړه یې وي د تروړۍ

10.01.2016 11:33    |   محمود نظری دشاه شجاع یومتر ږیره

طنز ‏‏***‏ ‏ ساده ته د عالم مرتبه په کچه د وړۍ ده ‏ تر هغه یې هم لوړه په کچه د پزې بوړۍ ده ‏ عالم ورته هغه دی چې تک سپين یږ وي یاهغه چې تکه سپینه یې جامه او پګړۍ ده ‏

03.01.2016 11:29    |   محمود نظری کال بدل سو ایمان بدل کړه!‏

طنز ‏ سیاستوال چې موسم بدل سي ایمان بدل کړي ‏ چې نظام بدل سي خپل د بوټ لمبران بدل کړي ټول سیاستوال بدلیږي دا د هغوی فطرت دی ان ځینې په مورنۍ ژبه شرمیږي لسان بدل کړي

20.12.2015 12:10    |   محمود نظری مسلکي دولت

طنز محمود نظری ‏‎ ‎ موږ څلور ډلې بې لوړو زده کړو لرو مسلکیان ‏ یوه ډله یې زیږېدلي ده له موره متخصصان ‏ دویمه ډله یې ده له پلاره پلاره اصلي غوړمالان ‏ دوه لاسه واسلین کاروي نه ځای ګوري نه زمان

06.12.2015 10:54    |   محمود نظری سیاسي پټو

طنز محمود نظری سیاسي پټو په ټولو کالو کې جار سم د پټو پر اوږه یې اچوي دانا هم مکټو تر هره بله جامه دی ډیر غوره هم ددڼګر په کار دی هم خېټو

25.05.2015 12:22    |   محمود نظری ددولت دشپږو میاشتو نوښتونه

طنز ۲۵-۵-۲۰۱۵ دافغانستان د ادارې موټر یې دوه اشترنګه کړ دامریکا دبهرنیو چارو وزیر یې دوه ارتینه کړ لولو مخ ته للیان ورپسې هر چیري دي په اټن رهي دنیاته یې په دې ډله ډله تلو دا دولت با عزته کړ

27.07.2014 06:37    |   محمود نظری خوسا پارلمان

طنز موږ نران داسې ټاکنې کوو چې بازنده نه لري موږ نران کاږه وکیلان لرو چې یو سیده نه لري خدای دی دنورو هیوادو دخلکو له حاله ساته موږ نران کاندیدان لرو چې دشرم پزه نه لري

10.03.2014 09:43    |   محمود نظری دزوړ امام زړې تراویح

طنز محمود نظری زوړ امام زړې تراویح د مشر ځي په تخت یې شخړه ده د غلونو زامنو هغه چې غله غدویې کړه ددې هیواد له تالیمنو لیوان، ماران ، لړمان ،غنډلان یې دومره ډیر کړه ولس یې اوس نه پوهیږي چندان په اثر دنیښونو

01.03.2014 18:58    |   محمود نظری څوک ټاکی زموږ آغا لالا(؟!)

طنز څوک دی ټاکونکی ددې ښو اوبوزونو؟ ولي خیال کوي په مرییانو د خیالمنو که رښتیا څوک زموږ په رایو پاچا کیږي بل ته ولي واک ورکوي زموږ د قتلونو د دیموکراسۍ په کوز ولي پټوي اشغال په اشغال کی کوم خر اعتبار کوي په ټاکنو

20.02.2014 11:34    |   محمود نظری دټاکنو خرلیک

طنز کاشکي ټاکنې یوسي بیا خوجینان ټوله موشه خره راتناوکړي بیا بزرګان د وطن په عمل خره سي بیا واکمنان دهر یوه خره سي سل بیا مشاوریان دا وطن به دانډوخرسي بیا میدان دوجدان ځای به ونیسي بیا جودان

31.01.2014 15:43    |   محمود نظری دخلکو ښې خبرې

طنز ډنګر ته وایي وچه کونه دی ځوان ته وایي لغړ زنه دی چاغ ته وایي ښه چاري دی چالباز ته وایي مداري دی رشوت خور ته وایي سپی دی دوه مخه ته وایي چینجی دی

27.01.2014 15:33    |   محمود نظری ترشورا د وکیلانوډیر اعتبار په سپو کیږي

طنز په نصرانیانو کې لوی افتخار په سپو کیږي په اسلام کې ډیر ګمان د مردار په سپو کیږي له کسته مسلمان دلته خواراوزار په سپو کیږي اوس اعتماد د سیاستمدار په سپو کیږي ځکه تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

15.11.2013 13:49    |   محمود نظری دخلکو خولې نه تړل کیږي

طنز پيغلتوب : انجلۍ چې وي بدرنګه وایي هغه به څوک غواړي که وي ډنګره وایي دامړژوانده به څوک مړه وي که چاغه وي وایي دا ګامېښه به دچا په کور ننوځي که یې ورو خبرې کولې وایي ږغ یې له څا ه راوځي

19.10.2013 12:40    |   محمود نظری صابونکیان

طنز راغلې ټاکنې په کار دي دهر پادوان صابون یو په ژبه موښې بل په لاسو بل په ځان صابون څوک کند وزي کاروي څوک د ځان صابون کله سپین وای سي دا شاتوتان صابون راغلی ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون

27.09.2013 13:49    |   محمود نظری نامسلمان غل

طنز دکار خنډ ما ویل یو بیکاره وزیر ته په پند په دومره پيسو دي جوړ نه کړ یو بند ول زه دهمدې لپاره مقرر سوی یم چې دبندودجوریدو سم خنډ اوځڼد

20.09.2013 23:23    |   محمود نظری دنوي عصر سیاست

طنز نن چپو خولو ته وايي خوار او بې مټو پوه هغه چې ټوله ورځ تیروي په کړتو الپی الا او ډنګر څوک نه بولي سړی سړی هغه دی چې وي پنډ او چړامبو