د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تصوف الله جل جلا له ته د رسېدو لنډه لار

لمر مومند 20.03.2013 11:32

که څه په پښتو کې بېلابېل کتابونه ليکل شوي دبېلګې په توګه: شاعري، ادبي کتابونه، تاريخ، لنډې کيسې، ساينسي کتابونه او نور او دا لړۍ لا په درز کې روانه ده، له نېکه مرغه د پښتو ادب لمن د اسلامي کتابونو هم ډکه ده.

د اسلامي کتابونو د چپرنيز بهير لړکې دا دى دا ځل پر پښتو مئين فرهنګيال، ليکوال او شاعر ښاغلي شاه محمدصديقي نقشبندي د تصوف په اړه په زړه پورې اثر (تصوف الله ج ته د رسېدو لنډه لار) هم  وليکه او خپور يې کړ، ترڅو د تصوف مينه وال او صوفيان ترې ګټه واخلي.

دا کتاب چې ډېر ښکلي صحافت او ښکلې رنګه پښتۍ د ١٠٠٠ ټوکوپه شمېر د علمي خپرندويې ټولنې _ ګرديز له خوا خپور شوى، پکې د تصوف په اړه اړخيزه معلومات وړاندې شوي دي. دبېلګې په توګه:

د صوفي او تصوف د کلماتو پيدايښت

طريقه ياطريقت

دتصوف تعريف

دتصوف هدف

د تصوف د جوړښت اصولي عناصر

د طريقت محتويات

په تصوف کې د حالاتو مرحلې

تفکر

او نور...

لنډه داچې په نوموړي اثر د تصوف اړوندټول مسايل په ډېره ښه توګه توضيح او تشريح شوي دي، چې لوستونکي ترې په غټه پيمانه ګټه پورته کولاى شي.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي صديقي تر دې وړاندې هم څو کتابونه، چې په هغې شعري ټولګې، هائيکو او اقوال زرين د يادونړې وړ دي، هم ټولنې ته وړاندې کړي او دا اثر يې لسم اثر دى، چې د تصوف په اړه يې په زړه پورې څېړنه کړې ده.

زه په پخپل وارښاغلي صديقي صيب ته مبارک ورکوم، ما نوموړى اثر له سره تر پايه ولوست، خوند مې ترې واخيست او زده کړه مې ترې وکړه. زه ښاغلي صديقي ته مبارکي ورکوم او ددې ترڅنګ ترې داهيله هم کوم، چې خپل قلم روان او ګړندى وساتي او په راتلونکي کې دې ورته اثار خپل پښتني ټولنې ته وړاندې کړي.

د صديقي صيب د اوږد ژوند په هيله