هيلري كلنټن: د پاكستان ځينو چارواكيو ته د ملا عمر او اسامه ځاى ځايګى معلوم دى.
10.05.2010 18:05واشنګټن: د امريكې د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلنټن وايي، چې د پاكستان ځينو چارواكيو ته د ملا عمر او اسامه بن لادن ځاى ځايګى معلوم دى.
نوموړې له يوه بهرني تلويزيون چينل سره د مركې پر مهال وويل، چې اوس امريكا دا نشي زغملى ، چې ځينې هېوادونه دې د ترهګرو مرسته وكړي او هغوى دې امريكا ته پر امريكې د بريد لپاره ولېږي.
نوموړې وايي، چې د ملا عمر او اسامه بن لادن د ځاى ځايګى د معلوماتو لرونكي چارواكي لوړ پوړي نه دي.
هغې وويل، چې امريكا هيله لري، چې د 11 سپتمبر د ملزمانو د نيولو او د قانون منګولو ته د سپارلو په لړ كې بايد له موږ سره نوره مرسته هم وشي، امريكا د هغوى د نيولو يا وژلو په لېوالتيا هيله منه ده.
نوموړې وايي، چې د فيصل شهزاد له پاكستاني طالبانو سره اړيكې شته او دا موضوع لا د پلټولو په حال كې ده.
هيلري وويل، چې د پاكستان لپاره زموږ پېغام څرګند دى او هغه دا چې زموږ و ستاسو دښمن شريك دى او اوس بايد د هغې له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته شي. امريكا اوس دا نشي زغملاى، چې د ترهګرو مالي يا بل ډول مرسته وشي او هغوى دې ته وهڅول شي، چې پر امريكې بريد وكړي.