د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كابل: تښتول شوي چينايي انجنيران خوشې كړاى شول.

لمر مومند 26.04.2010 17:37

كابل: درې مياشتې مخكې له فارياب ولايت څخه تښتول شوي 2 چينايي انجنيران خوشې كړاى شول.

يوه  بهرنۍ خبري رسنۍ د فارياب ولايت د والي د وياند احمد جواب بدر له خولې وايي،  چې درې مياشتې مخكې تښتول شوي 2 چينايي انجنيران يې په فارياب كې د تښتوونكيو له منګولو څخه ژغورلي دي.

همدراز زياتوي، چې نوموړى انجنيران يې له نامعلومو كسانو څخه له تاوان وركولو پرته خوشې كړي دي، خو نوموړي د تښتوونكيو د هويت له څرګندولو څخه ډډه كړې.