د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیال محمد کټوازي مړینه یوه لویه فرهنګي ضایعه ده

ننګیالی بڅرکی 09.02.2013 15:40

دښاغلي خیال محمد کټوازي ناببرمړینه دافغانستان دخلکو،ملي نهضتونواومترقي کړیو دپاره یوه نا جبران کیدونکې غمګینه پیښه ده.
مرحوم خیال محمد کټوازی،چی دخپل عمریوه ډیره برخه یې دهیواددفرهنګ ، ژورنالیزم اودادب په نړۍ کي تیره کړې ده،نن زموږ په منځ کی نسته اوموږیې یوازي پریښودلو،خیال محمد کټوازی،یوهیوادپاله ،سیاسي، ادبي ،ژورنالیست ، شاعر او لیکوال وو. هغه برسیره پردې چي دهیوادپه ډیروورځپاڼو ،رسانیوکې مضمونونه درلودله هغه دشعردرې خپرې سوي مجموعي یا ټولګي هم درلودلې. لکه:درڼا بهیر – پریشانه ولولې – دستورو ورا . دمرحوم خیال محمد کټوازي په لیکنواوشعري توکوکی دهیوادپالني، سیاست ، ادبیي بهیر ژور خیالونه موندلای سو. دمرحوم خیال محمد کټوازی دژوند پیل او ختم په لاندي توګه دی .
مرحوم خیال محمد کټوازی په ۱۳۲۹هـ ش کال کي دپکتیا په ښرنه کي دملکانو په کلی کي زیږیدلی دی او دمنځنیو زده کړوور سته چي دعلي بابا په لیسه کې ترسره کړي دي، بیادکابل درحمان بابا په لیسه کې بکلوریا اوتر هغه ورسته دکابل پوهنتون دادبیاتوپه پو هنځی کې دژور نا لیزم په برخه کې لوړ تحصیلات تر سره کړه.
مر حوم کټوازی په ۱۳۴۹هـ ش کال کي په راډیوافغانستان کي کار را پیل کی او په همدغه ریا ست کې دمرستیال په توګه دنده تر سره کول.
 مر حوم خیال محمد کټوازی د خلک ډموکراتیک ګوند دمرکزی کمیټې یوفعاله اولوړسیا سي شخصیت وو،دثورترانقلاب ورسته هغه دخپل استعداداولیاقت پربنسټ داطلاعات او کلتوردوزارت وزیروټاکل سو.مرحوم کټوازی دخبل قدرت په وخت کي وملي منافعو ته ډیره پاملرنه درلودله، دغه علت وو، چی په خپل شاه وخوا کې ترګوندي کسانو ملي او مستعد کسان ډیرمقرره کړي وه.چي موږ یې ډیر بیلګي یادولای سو.چی یودهغه جملې څخه زه خپله ددې شاهد یم ؛ څه وخت چي زه دکندهار په طلوع افغان ورځپاڼه کي دتصحیح دمسؤل په توګه ټاکل سوی وم، خودوخت دګوندي تنګ نظریو په وجه ، دګونددروژنیستي اویکتازۍ دروحیه پربنسټ دهمدغه ورځپاڼي څخه ایسته کړل سوم . اودایسته کولومکتوب مي ترلاسه کی ، خوڅه وخت چي مرحوم کټوازی صاحب دپیښي څخه خبرسو، زه یې ددوهم ځل دپاره بیرته په همدغه دنده کي مقرره کړم او دمقرری اتمنان یې هم دچارواکو څخه وغوښت.
مر حوم کټوازی صاحب تر ۱۳۵۸هـ ش کال وروسته یادروسانوتریرغل ورسته زنداني کړل سو.او دزندان سخت شرا یط ئې ترکوټه قلفۍ پوري هم ولیدل،مرحوم کټوازي دزندان په بدوشرایطوکي هم دیوې بندي مرغۍ په څیر دآزادۍ ږغ پورته کړی ؤ. اوپه زندان کې هم شعرونه اودقلم په څوکه دناخوالو سره مبارزه کړې ده.
مرحوم خیال محمدکټوازی دروسانودیرغل په وخت کي،بیله محکمې ۹ کاله زندان وزغمه ، خوتوره یې پر مځکه کښینه ښوول.
 مرحوم خیال محمدکټوازی څه وخت چی په ۱۳۶۷ هـ ش کال کي دزندانه را خوشي سو ،ددکتورنجیب الله په پیر(دوران)کي نو بیا ورسته دلیبیا په هیواد کي ئې دسفیر په توګه دنده را پیل کړه، هلته یې هم دافغانانو سره پورمرسته وکړه، مرحوم کټوازی ، په واقیعت کي یوداسي لوی شخصیت وو، چی موږ هغه دټولو افغانانوویاړګڼو،هغه یوملي اونړیوال شخصیت وو، هغه ډیرافتخارات درلودله اوافتخارات یې په یوه کورني اوقوم پوري محدودنه وه؛ بلکي هغه یو داسي انسان وو،چي همیشه یې دانسانیت دپاره فکرکاوه،دهغه افکاردمظوم انسان په ګټه،اودغریبویوسپیڅلی استازی اونماینده وو.که نن مرحوم کټوازی صاحب زمومږ سره نسته خودهغه نیک افکار به دتل دپاره زموږ سره وي.
په پای کي مرحوم کټوازی صاحب دهالینډ په هیوادکي دروتردام په روغتون کي د۶۴ کلونو په عمر ددې پاني دنیا څخه دابد دپاره سترګي پټي کړې .« روح دې ښادوي»
داحمد شاه بابا علمي ادبي ټولنه دښاغلي خیال محمد کټوازي مړینه یوه لویه ادبي او فرهنګي ضایعه یا تشه ګڼي.اودهمدغه ټولنی ټوله غړي دمرحوم دکورنۍ سره ځانونه په دې غم کي شریک ګڼي .
داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولني په استازیتوب