د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزنی په اسني وخت کي داسلامي تمدن دپایتخت په توګه

ننګیالی بڅرکی 16.04.2013 00:47

دلته زما دنظره دوې پو ښتني دي :
 لومړی : دغزنی لرغونی تمدن اولرغونی اسناددتاریخ په اوږدوکی :
 دوهم پوښتنه : په اقتصادي،ټولنیز،سیاسي لحاظ غزنی دمرکزاوپایتخت په توګه.
لومړۍ پوښتنه : په دې کی شک نه شته چی افغانستان یولرغونی هیواددی.اوداریائیانو دتمدن یوه پراخه برخه په همدغه هیوادکی تیره سوې ده .هرولایت اوسیمه یې د تاریخ نماینده ګي کوي ،موږ دلته دمیلادنه مخکي قیمتي توکی لرو چي دلرغون پوهني له مخي پورارزښت لري .لکه د طلا تپې اثار ، د مندیګک ، ای خانم ، تپهَ مرجان اوداسي نوري سیمي شته چی دنړیوالولرغون پوهانواولرغون پیژندونکو پاملرنه یې ځانته وراړولې ده. نو دشکه وتلې خبره ده چي په ټولنیزلحاظ افغانستان یوډیرلرغون تاریخي هیواددی.اودلته بایددلرغونواثارواویادنړیوال تمدن دڅیړنومرکزپخوالاجوړسوی وای،خودا چي نن غزنی ددې ویاړلری چی دلته دي یونړیوال فرهنګي اسلامي مرکزدلرغونواثارودڅیړنوجوړکړل سي،البته داخبره وټولوافغانانوته دویاړوړبولم،خو!دومره باید ووایم: چی خپله په غزنی کي دمیلادنه مخکي دلرغونوزمانوډیرداسي قیمتي توکي لکه په طلاتپه، مند یګک اونوروځایونوکي چی میندل سوی دي،په غزنی کي موږنه دي تراوسه کړي. یا قیمتی توکي نه دي ترلاسه سوی. خو البته په دې کی شک نسته چی دلته به خامخا دمیلاد نه مخکي مدنیتونه هم وه . لکه :دبوداستره مجسمه چي د(نیروانا)په نوم نومیږي هم په غزني کی پیداسوې ده.اوهمدغسي دناورددښت لرغونی توکې دي چی دناورددښت ددروبرخویعني هواري ـ غونډیواوهغه غرنیوبرخوڅخه چي ددوغرنیو تپو څخه احاطه سوې ده څه ناڅه دځینو بهرنیو اوداخلي لرغون پوهانو دخوا کشف سوي دي.چي یوه اندازه موادئې زموږ سره خوندي هم دي لکه:دکاروسایل،تیره چاقوګان، چړې،لوښي،ډول ،ډول ډولونه دتعمیراتوسوپې، چی داټکل له مخي به دډبرودتوږلواودفلزاتوپه پیراودوران پوري اړه لري تراوسه موندل سوي دي.خوځیني قیمتی توکي،اثاربه يې تر مځکی لاندی پاته وي. خو! بیا هم موږ داسلامی دورې نه ورسته غزنی د۹۷۷م کا ل څخه بیا تر ۱۱۰۰م کال پوري چي داسلامی نړۍ دپاره په هغه وخت کی یوپوخ مرکزوو. اودمرکزخښته یې سبکتګین ایښې ده، ګورو په دغه وخت کی تمدن په افغانستان کي په بې ساري توګه پرمخ ولاړی.اوداهغه لومړی ثقافتي ، فرهنګي مرکزسو،چي دشاه وخوا تیت اوپرک نورفرهنګي مرکزونه لکه: خوارزم ،ګرګان ،هرات، نیشاپوراونور...هم سره راغونډ سوه،دلته په غزني کې نړیوال علمي،اکاډمیک مرکزپرانیست. اودسلطان محمودپه پیراودوران کي موږ ګورو چی دهند پر پراخه خاوره،ترشرقمیاني ترغاړوپوري افغانانو په دې سیمه کی یو پراخ حکومت د ډول ، ډول قومونویو مرکزي اسلامی دولت جوړکی، دلته یې دوخت ډیرپوهه کسان،شاعران،علمان،ساینس پوهان،ستوري پیژندونکي،طب پوهان په یوه علمی مرکزغزنی کي سره راغونډ کړه،چی ددې جملې څخه موږد محمد بن احمدابوریحان البیروني،سنایی فردوسي ،ابوالفتح بستي،ابونصرمشکان،ابالفضل بیهقي،ابن سینا،حکم سنائي،ابومنصورثعالبي،ملک الشعرأعنصري،امیرفرخي.اود نورو نامتوعلمانو نومونه اخیستلای سو. که څه هم په نړیواله سطحه دلته موږ ددروډیروغټومدنیتونونومونه یادولای سولکه :
خوارزم :دالبیروني دودي لومړی ځای اومحیط ؤ،چي دالعراق دکورنۍ دامارت مرکزؤ.ځکه چي دالعراق کورنۍ یوه پوهه علم پروره او هنردوسته کورنۍ وه ، نو ځکه يې دالبیروني په زده کړه او بشپړتیاکي لوی لاس درلود،په تیره بیا ابو نصر منصوردعلي زوی اودعراق لمسی ،چي دریاضي علوموسترپوهاندؤ.او خپله ئې هم البیروني داستاز په توګه یادوه.اودی هم پراستازدومره ګران وو،چي خپله یې هم ځیني لیکني دبیروني په نوم نومولي دي.
 ګرګان:ګرګان دالبیروني دژونددوهم علمی مرکزوو،چي په ۳۹۰هـ کال کې خپل مشهوره او نامداره کتاب (اثارالباقیه) ئې هم دلته ولیکی، خوهغه وخت چي محمودغزنوي خوارزم بیرته په غزني پوري وتړی ، نوبیا البیروني همدغه دغزني دتمدن مرکزته راغلی ،او همد لته یې دمحمود غزنوي په تشویق ډیرکتابونه ولیکل.
 غزني: چی دسبکتګین دکهاله مرکزوو. دسبکتګین ورسته سلطان محمودغزنوي پاچاه سواوسلطان محمودغزنوي یوعلم دوسته اودده په وخت کی علم په افغانستان او سیمه کی دومره پرمختګ وکی چي په نړۍ کې بل ساری هم نه درلود.اودعلمانو دقدردانۍ په خا طر وعلمانو ته ئې ډیر امتیازات او ښه شرایط هم برا برکړي وه،پوهانو په دربار کې لاره درلودله ، ډیره تنخاه ورته ورکول کیده، غټ،غټ ادبي محفلونه ورته جوړیده او قصرونه او باغونه یې په اختیار کي وه، که څه هم خپله سلطان محمود غزنوي یو نظامی ښه جنګي جنرال وو، خودده هوښیاري په دې کی وه چی هغه دټوله شاه وخوا سیمي لوړ شخصیتونه په غزنی کی سره را غونډکړه. اوغزنی دده په وخت کی دپوهي اوزده کړي یونړیوال مرکزوګرځیده ، چی نه یوازي په افغانستان او سیمه کې علوم رواج کړه بلکي؛ په نړۍ کي ذهنونواوفکرونوته وده ورکړه، دبیلګې په توګه هغه وخت علامه ابوالریحان البیروني دمځکي دګردۍ والي اودهغه دحرکت په باب دلمر پر شاه وخواخپل نظرورکړی وو، خورسته پنځه سوه کاله بیا ګالیله دهغه پر نظرقدم کښیښود. خود سلطان دمړیني څخه یوه پیړۍ ورسته دغزني مدنیت اودهغه وخت تاریخی،لرغونی اثاردمنځه ولاړل.سلطان اعلاوالدین غوری چي څه وخت قدرت ته ورسیدی نوغزني ته یې اورورواچاوه اوغزنی دخپلوټول ښیګڼوسره وسوځیده. ممکن ډیره علمی شتمني هم دمنځه تللې وي.همدغسی دمغلولانودورې هم پرغزنی هغه تاړاکونه وکړه چی دجنګونوپه وسیله یې نوموړی ښارته تاوانونه ورورسول،دخپل میراثي خوی اوخصلت سره یې سم په غزني کې دانسانانو دسرونومنارونه جوړکړه.خوترټولوبیا داموضوعودارزښت وړده چی دانګریزانودقدرت پروخت، دسلطان محمودغزنوي، دقبردروازه چی ډیرلرغونی ارزښت يې درلودی ، هغه د(لارد آلن بورد) په امردغزنی څخه یووړل سوه اودبریطانوي هند (اګرې) ته ئې یووړه چي اوس هم ،هم هلته پرته ده.خود شواهدوله مخی به خامخا یوڅه تاوانونه هم وررسیدلي وي.
دوهم پوښتنه : په اقتصادي،ټولنیز،سیاسي لحاظ غزنی دمرکزاوپایتخت په توګه.
دنړیوالودخوادغه قدم چی غزنی دیوه لرغوني تمدن، فرهنګ په حیث دڅیړنومرکزوټاکل سو، دافغانستان دټولو خکو دپاره یو ډیر ښه زیری دی .
لومړی : په اقتصادي لحاظ : په دې کی شک نسته چی نړیوال پانګوال هیوادونه به دغزني تاریخی ځایونو ته پاملرنه وکي اوهغه به دنابودۍ څخه وژغوري،نوي لرغوني اثاربه ولټوي اودخاوروڅخه به یې را وباسي چي داهم دافغانانو دپاره پوره ارزښت لري، نوي سړکونه اولاري به پرا نیستل سي اونوي ساختمانونه به جوړکړل سي. چی دا کار دافغانانو دپاره ګټوردی.
دوهم :افغانستان اوپه تیره بیا غزني ته به دټوله نړۍ دټوریسټانواو سیلانیانوته دبیا را تګ زمینه برا بره کړه سي . دهغوی دپاره به هو ټلونه  جوړکړل سي اوهغه ډالرونه چی هغوی یې دخپل ویکشن یا رخصتۍ دپاره دځانه سره راوړي هغه به دافغانانو پروټیزحالت مثبته اغیزه وکي.کاربه دځوانانو دپاره په مخلیفوبرخوکی پیدا سي.
دلرغونو اثارو دپاره به دساتني او بیا را ټولني مرستی او کومکونه دنړیوالو دخوا څخه وسي،دافغانستان تاریخ اوتمدن به نورهم پیاوړی سي.اونوربه دافغانستان خلک دخپل تاریخ څخه خبرسي،ډیري هغه پوښتني چي اوس په تاریخی لحاظ نه دي حل سوي دهمدغه څیړنو په پایله کی به حل کړل سي، غزني لرغونی مواد به دموزیمونودغنی کولو دپاره په ټوله افغانستان کی پیداسي ، ممکن دنړۍ دسترو موزیمونودجملې څخه یوهم دافغانستان تاریخی او لرغونی موزیم را منځته سي،دځوانانو اوڅیړنکو دپاره به داسي زمینه برا بره سي، چی دهغوی فکرونه دتاریخ او لرغون پیژندنی په باب نور هم روښانه کړي، هغه تیروتنی به دیوه واقیعت په څیرروښانه سي ؛ کوم چي ځینی هیوادونه دافغانستان لوړاوعلمی شخصیتونه په ځانونو پوري تړي، اوداسي نوري ښیګڼي هم سته چي موږ ددغه ټولوڅخه بهرمند سو. نودغزني ټاکنه دنړیوال تمدن دمرکز په توګه یو ښه زیری دی او افغانانو ته ددې زیري مبارکي . پای