د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دامنیتی تړون په باب اندیښنې بې ځایه دي

ننګیالی بڅرکی 04.02.2014 12:43

دسرخبري :
ایا بیله بهرنیانو موږ په خپل هیواد کي ډوډۍ نه سو موندلای؟
که دافغانستان امنیتي تړون لاس لیک نه سي ؟
نتیجه :
دسرخبري : موږ په دې پوهیږوچي تاریخ خلک اوولسونه جوړه وي، که موږ په دغه خپله شاه وخواکی دنوروهیوادونو تاریخ ته وګورو.او بیا خپل تاریخ ته پاملرنه وکړو،په دې کی هیڅ شک نه سته چی پر هیوادونوباندی بیلا بیل نظامونه اوحکومتونه را غلي دي. دلته دپام وړ خبره داده چي دغه تحولات او تغیرات په ټولنو اوهیوادونوکی دچاه دخواراغلي دي؟ . پوښته ساده ده ځواب یې هم روښانه دی ، ځکه موږ دانقلابونواواوښتنوتاریخوته که پاملرنه وکړو؛ نودابه را ته جوته سي، چی خلک دتاریخ جوړونکي دي.اوتاریخ خلک جوړوي.خو په دې کي هم شک نه سته چی دتغیراتواوتحولاتودپاره هغه عیني اوذهني شرایط برابرول په کار دي چی خلکو ته دتغیراتواوتحولاتوانګیزه سي.دلته موږدتاریخی شرایطو اوفلسفي قوانینو څخه داسی نورفرعي علتونه هم ترلاسه کولای سو.لکه پرټولنه دبهرني هیوادونواغیزي،دپوهواوسیاست پوهان یالارښوونکواغیزي،هم دپام وړګڼل کیږي.چی دتاریخ په جوړولوکی ارزښت منددي په یوه ټولنه یا دنړۍ په ټولوهیوادونو کی دعمل اوتطبق وړدي. چی په لنډ ډول موږ دغه عوامل چي دټولنی په جوړیدوکی ونډه لري،که یې ونډه فرعي ده، یااصلي ده.خواغیزي یې دحساب وړدي.دغه دوه عملونه لکه : (بهرنی قوتونه اواشخاص ) . داهغه فرعي سببونه دی چی دانقلابونواو تغیراتو پروسه چټکه کوی یا یې ځنډوي کوي.
داچی خلک دتاریخ جوړونکي دي، ددې معناداده ،چی دغه حکم په طبعت اوطبعي پدیدوکی هم دتطبق وړدی.ددې یولنډمثال موږراوړو که چیري په یوه لوښي کی اوبه واچول سي او هغه پراورکښیښول سي، نو شک نه سته چی پسله څودقیقو به هغه پرطغیان یا دتغیرپرحالات راځي.دلته اورپه کیمیاوی لحاظ یو کټلسټ دي، خواصلي خصوصیات په دننه داوبوکي دی.نوربحث پردې موضوعو نه اوږدوم اوس به راسو خپلي هغه اصلي موضوعوته .
ایا بیله بهرنیانوموږ په خپل هیوادکی ډوډۍ نه سو موندلای؟ .
افغانستان په جغرافیوي لحاظ دنعمتونوڅخه ډک هیواددی.هرلوري ته يې غوراآبي رودونه ،کانالونه ،کاریزونه بهیږي.غرونه یې دطبعي شتمنیو څخه ډک دي، دطبعت طبعي ښکلا یې دنړۍ دسیلانیانو پا ملرنه ځانته رااړولې ده،تاریخي شتمني یې ترپنځه زره کاله ډیرتاریخ لري، چي دنړۍ په کچه یوتاریخی هیواددی، داسیا په زړه کی دلرغونی تمدن ځانګوده،چي دیونسکوپاملرنه یې ځانته راګرځولې ده. انسانی دکارقوت اونیرویې بې نهایته ډیره ده،طبعي ځنګلونه او آب وهوایې په نړۍ کي دپاچهانوپاملرنه ځانته را ګرځولې ده. افغا نستان په ټولنیزاو سیمیزلحاظ یوزراعتي اودمالدارۍ دښوشرایطوهیوادشمیرل سوی دی.
هروخت چي په افغانستان کی ملی یوالی راغلی دی.دې هیواد نه یوازی داچی دخپل ځان دپاره دبشپړه نعمتونو ذخیرې درلودلي دي، بلکي دبهر دپاره یې هم ، نعمتونه لکه میوې،خوراکی توکي دسونګ توکي لیږلي دي.اودجاپان دهیوادسره خوئې په رسمي توګه په ۱۹۲۳م کال کی دغنمو مرستي کړي دي.
افغانستان ۳۰ کاله مخکي دخپل ځانه بشپړه وو.اوهیڅ افغان دبهر ته دپناه وړلونیت نه درلود،په سیمه کي یوازنی هیوادو، چی دهیوادنه بهر یې دمهاجرتونوکچه ډیره لږوه،پرافغانانو باندي خپل هیواد ګران وو.او دهرافغان دپاره نوموړی هیوادجنت نشان وو.همدغه علت ددې سبب سو، چی بهرنیانوزموږ هیواد په ملي لحاظ را ګډوډکی .اوموږ افغانان یې په داخلی جنګونوسره بوخت کړو.اوپه موږافغانانوکې دپونډ، ډالراوروبل په زوربې اتفاقۍ واچولې، خو! په دې کي هم شک نه شته چی تجاوزګرانوهم سمه ورځ په افغانستان کې نه ده لیدلې.نوددې خبري معناداده چی موږته بهرنیان ضرورت لري،خوموږ دهغوی وموجودیت اونظامي قراردادونو ته ضرورت نه لرو.بهرنیان زموږ جیوپولتیک موقیعت ته ضرورت لري،خو!موږهیڅ ضرورت دوی ته نه لرو، بهرنی زبرقدرتونه موږ ته اړتیا لري ،نوځکه هم عـزراوزارۍ باید وکي.اوهم باید زموږ شرایط زموږ سره ومني.که موږ په اسنی شرایطو کی ناټواوغربي اشغالکرقوتونه پریږدي، موږ به په خپلومنځنوکی سره جوړ،جوړتیا ته سره ورسیږو.اونوموړی هیواد به بیا هم دتیرومشرانو په څیر خپل ملي مشرتابه دتاریخي ضرورت له مخي رامنځته کي ، لکه: میرویس نیکه ، احمدشاه بابا ، تیمورشاه ، شاه زمان خان، امیرعبدالرحمان خان اوامیرآمان الله خا ن، نادرخان ،ظاهربابااوداسي نوردتاریخ په دوروکی اودتاریخ نه مخکی دوروکي چي دې هیواددرلودله.دلته یوه خبره دفهم وړخبره ده هغه داچي ، دسولي په پروسه کی که بهرنیان دخطاایستلواوچمبازیو په فکر کی ددې هیواد بچیان وژني اوپه افغانانوکی مذهبي،قومي ، ژبني او سیمه ایزاختلافات اچوي،نودا کارنه یوازی داچی دافغانانوپه ګټه نه دی؛بلکی:خپله بهرنیان هم ددې طریقې څخه ګټه نه سي پورته کولای.اوبیله دې څخه چي نوموړې خاوره دخپلو پلرنو،زامنواوهیوادوالو دپاره هدیره وګرځوي نور څه نه سي تر لاسه کولای.
ناټودافغانستان اوعراق په اشغال اونظامي تجاوزسره دا ثابته کړه چي نړیوال قوانین ، دامنیت شورا،دسولي نړیوال کنواسینونه یوازي تش په نوم اودادامریکائیانواویهودیانوهغه بې مسؤلیته نړیوال سیاسي سازمانو نه دي ،چی نړیوال اوغریب هیوادونه په همدغه نامه ټکول کیږي. او اشغاليږي. او هم ئې په نړۍ کي بې امنیتي را وستلې ده .
که دافغانستان امنیتي تړون لاس لیک نه سي؟.
که چیري دافغانستان امنیتي تړون لاس لیک نه سي؛نوڅه کیږي؟ . داپوښتنه ځکه مطرحه کیږي ، چي دناټوسرمنشي، ښاغلی اندرس فوک راسمون همیشه دغه اخطاروافغانانوته ورکوی چی امنیتي تړون که دافغانستان جمهورریس حامدکرزی امضأنه کړي، نوامریکائیان به پر افغانانو باندی نظامی کومکونه بند کړي .او همدغسي دافغانستان ځیني شنونکي اودشورای نظار،جمیعت اسلامی اویولړنورو پخوانی جهادي قومندانانو دخولې هم دغه خبره ډیره راوزي ، چي که افغانستان او امریکاامنیتي تړون امضأ نه کي نوامریکائېان اودامریکا سره دناټوتړلي هیوادونه به پر افغانستان باندي خپل کومکونه بندکړي.اوافغانان تل په دې باندي بیروی ، چی په هیواد کي به لوږه ،فقراوبیچارګي رامنځته سي، هیوادبه دالقاعده ومنګولوته ورولویږي،په هیوادکی به دبیا رغوني کارونه په ټپه سره ودریږي.همدغسي بارک اوبا ما هم په خپل د سږکال په رپوټ کي وهمدغه ټکی ته اشاره وکړه، خو! زیاته یې کړه چي موږبه دامنیتي قرارداترامضأ پوري صبروکړو.او دافغانستان سره به خپلو مرستوته دوام ورکړو.په دې باب دواشنګټن ضداو نقض آوازې دایوکال دافغانانو ذهنونه ورګډوډکړل، جن ساکن چي دااوس محال دسپن ماڼي یادامریکا دریاست جمهوری ویانده ده د۲۰۴۱م کال دجنورۍ په یوه رپوټ کی دافغانستان وولس ته خبرداری ورکړ، چی دامریکا سره دامنیتي تړون لاس لیک به دافغانستان دخلکو دپاره بدي پایلي ولري.
موږ په تیر کال کی دسترا تیژیک تړون دلاسلیک کولو شا هیدان یو چي دافغانستان او امریکا تر منځ ددواړو هیوادونو دجیوپلتیکوهدفونو په خاطر امضأوه سؤ.چی په نوموړي قرارداد کی ددواړو هیوادونو ګټي نغښتي وې. اوهغه اړخونه په نوموړی قرارداد کی په پام کی نیول سوي وه، کوم چی ددواړو هیوادونو په ګټه تمامیږي، امریکا خپلو ګټوته لیواله ده او په سیمه کی افغانستان دخیز وهلو دتختې په ډول استعمالوي.اوخپل امپریالیستي رقابتونه دنړۍ دنوروزبرقدرتونو سره هم دلته ترسره کوي، خو! بیا دافغانستان وملي ګټوته هم باید پا ملرنه وکي.دافغا نستان ددولت دمشرښاغلي حامد کرزي دغه نظراو طرحه دهرافغان طرحه ده چي امریکابایددافغانستان دملي ګټو،دخاوري تمامیت، معنوي او فرهنګي ارزښتونه په پام کی ونیسي،دافغانستان امنیت باید تضمین کړي، لکه څنګه چې پر افغانستان باندی فشارراړی دی هم دغسي با ید پرپا کستان اودسیمو پر هیوادونو با ندی با ید فشار را وستل سي، تر څوافغانستان دبهرني تیري ښکار نه سي، موږ ټوله افغانان اونړۍ په دې باندي پوهیږي، چي دافغانستان امنیت او دجنګونو اصلي بنسټ په کوم ځای کي دی.پاکستان موږ افغانانوته ځان وژونکي ،نظامي ملیشې اوطالبان رااستوي اودلته یې زموږ په خاوره کی جنګوي.افغان په افغان وژني؛ ایا!! امریکا ددغه ښکاره تجاور په مقابل کی وپاکستان ته اخطاراوګوت څنډنه نه سي کولای؟ ځواب واضع دی ... هغه داچی امریکا په سیمه کی دوه شیطاني سیاسته پرمخ بیا ئې، هغه داچي (غله ته وائې غلاکوه،دکورخاوند ته بیا وائې غل درغلی)  دغه سیاست خپله دامریکا دولس دګټوسره هم په ټکرکي دی او د امریکااوسیمی اقتصادی اوټولنیزحالات یې هم ورګډوډکړي دي.
په همدغه اوسني شرایطوکی موږبرسیره پردې چي وینوپا کستان دافغانستان په خاوره کی په پټه لاس وهنه کوي ، خوپه ښکار توګه هم وینو چی پاکستان دافغانستان پرخاوره په ښکاره توګه دتیري اوتجاوز خیال لري،پرکونړباندی په زرهاوراکیټونه دپاکستان دخواوه راوریدل، په سلهاوجریبه ځنګولونه دمنځه ولاړل،په سلهاوځوانان اودافغانستان زاړه اوواړه ،ښځي شهیدانیدل دپا کستان دراکیټونو په وجه. ایا!! دایوه ښکاره امنیتی ستونزه نه ده دپاکستان دلوري؟ چي دناټواوامریکا په موجودیت کې زموږ امنیت ته ئې تاوان رسولی دی،دګوشتې پرولسوالۍ باندي دپاکستان دخلکوراداخلیدل اوهلته په ښکاره توګه دشناختي کارتونوویشل یو ښکاره تجاوزنه دی،زموږپرخاوره؟؟.په داسي حال کی چي دناټواوامریکاپه موجودیت کي زموږخاوره ترتجاوزاوتیری لاندی وي، او په دغه دیرلس کاله کي ناټواوامریکا پرپاکستان باندي نه بندیزونه ولګول او نه یې هم ټنګ اخطارورکی اونه یې زموږ دامنیت دپاره څه وکړه. نوامنیتی تړون دهمدغه تیری کونکي هیوادوسره افغانستان څنګه لاس لیک کړي؟.ځینی کړۍ چی په افغانستان کې په خیانت سره یولړ دولتي شتمنۍ او دخلکو شتمنۍ ده دغه دچور په دوره کی تر لاسه کړي دي، نو شک نه شته چی په ډیره وارخطائي سره دغه چیغاري او بغاري وهي؛که امنیتی تړون لاس لیک نه سي نوموږ به دسخت اقتصادي اوامنیتي خطر سره مخامخ سو، خوخبره برعکس ده، که امریکاپه افغانستان کي، دحامد کرزی دسولی اوامنیت دتأمین طرحه تضمین نه کی نوپه دغه صورت کی به افغانستان تر ډیره وخته یوبې ثباته هیوادوی.اوهرکال به په سلهاوافغانان وژل کیږي.وټیز حالات به ورځ تربلي خرابیږي،نولازمه ده چي افغانان په لومړی سرکی په خپلوکی سره جرګه سي.او په ملی روحیه یوملی غښتلی دولت را منځته کی او هیڅ بیګانه ته ددې چانس ورنه کی چی افغانانو ته دي دډوډۍ ، لوږي اوبې امنیتۍ ګواښونه وکي.دغه اوسني مشران چی پاکستان وروزل او امریکا ورسره ومنل ددوي په شتون کی موږ ته هیڅ ډول سوله او اقتصادی پیاوړتیا نه را په برخه کیږي.
نتیجه:نوپه نتیجه کی ویلای سوکه دافغانستان اوامریکي ترمنځ امنیتی تړون دافغانانودګټوسره سم امضأ نه سو،نوداتړون به افغانانوته کومه ګټه ونه رسوي، بیله دوامداره جنګه.
موږپه افغانستان کي دسولي اوثوبات په خاطردامریکاسره خپلي اړیکی پراقتصادي،ډیپلوماټیکومنطقي اصولوغواړو،موږدورورولی لاس امر یکاته ورکوو، خو! په دې شرط چی امریکا دافغانستان سره دورور ولۍ مینه وکي. امریکا دلومړی سر څخه ددغه ستونزو دلیری کولو په خاطر دافغانستان سره ددوستۍ لاس ورکی پر لاندي موادو.
لومړی : په افغانستان کي داقتصادي ، فرهنګي کومکونو په خاطر.
دوهم : په افغانستان کي دنړیوال تروریزم اوالقاعده دله منځه وړلو په خاطر، په سیمه کي دعربو او پا کستاني افراطي مذهبي ګروپونودنفوذ مخ نیوی.
دریم :دتاریکوکښتونه ،دهیرویونونړیواله سوداګري،په سیمه اوافغانستان کي دهغه دمنځه وړل یودهغو لوړودجملې څخه وو، کوم چی امریکا په نظامی ډول افغانستان ته دناټو دقوتون سره یوځای را داخل سوه.
که دامریکائیانومؤخه په افغانستان کی دغه پورته موادوي اودلته د خپلونوروانډیوالانو سره دسولي اود افغانانو سره دمرستی کولو دپاره را غلي وي.خو!په عملی ډګرکی چی موږ ددغه دیرلسوکالو په جریان کي ګورو، په دغه ساحه کي چی دوی په نظرکی ویل وه؛ کوم عملی قدم نه دی اخیستل سوی. امنیت تر پخوا ډیرخراب سوی دی، اقتصادي حالت ، لوږه بیچاره ګی دومره ډیره سوې ده چی دډاکټر نجیب الله دوخت سره خوبیخی دمقایسې نه ده ،بلکي ترهروخت اوس په افغانستان کي لوږه اوفقرډیرسوی دی.دکابل ښاري نوتراوسه برق یابریښنانه لري ،دمامورینو کوپون اوماکولات خو بیخي اوس سته نه. پخواني رزیمونوخو اوافسانوی ډول ځانته غوره کړی دی، دافغانستان دولت دومره خواراو ضعیف سوی دی چي دمامورینواوعسکروتنخاه پرخپل وخت نه سي ورکولای،دنشی توکوقاچاق نه یوازي داچی خپله دخارجیانو اودولتي چارواکو دخوا څخه کیږي اوپه سیمه کې یوګواښ رامنځته کړی دی،بلکی ؛ په هیوادکې دننه هم زموږ یوتعداد هیوادوال په همدغه بدعمل اخته سوي دي،په داسي حال کی چی اوس د ناټواوامریکا له نظره دافغانستان سره دکاله ترلس میلیارډه دالره ډیره مرسته کوي، خودغه مرسته چیري ځي؟؟؟. بیرته یې خپله خارجیان اخلي اوزموږوعواموخلکوته هیڅ هم نه وررسیږي اوخلک ورځ تربلي دنا خوالو سره لاس په ګریوان دي، په داسي حال کي چي اوس تریونیم لک ډیروعسکروپوري دامریکااوناټوشتون لري،خو ګټه یې عام ولس ته څه ده؟ داټوله هغه پوښتني دي چی دافغانستان خلک یې دافغانستان دچارواکواوامریکائیانوڅخه کول غواړي.که چیري امنیتی قرارداد وسي اوامریکائیان یولړنظامي هډې دلته جوړی کی نوکولای سي چی زموږ امنیت اواقتصادته ګټه ورسوی؟ نه! نوافغانان باید پرپردوپه هغه صورت کی تکیه وکړي ، چي دهغوی عملي کومکونه څرګندوي.لیکن او س په عمل کي چي ناټو اوامریکا په خپل ټول توان اوطاقت سره دلته شتؤن لري په دغه دیرلس کاله کي امنیت دومره خراب سوی دی ، چی بیله غټو ښارونوڅخه ، بیله دولتی اوعسکری ځایونوڅخه نورهیڅ هم مسؤن نه دي.نوورسته ترقرارداددامضاڅخه یې هم نه امنیت ساتلاسي او نه هم زموږ داقتصاد دپاره ګټه رسولای سي.
ولي یوازنۍ دحل لاره داده چي په افغانستان کي دسیمودهیوادونو دتجاوزاوتیری لاسونه دافغانستان دخاوری څخه لنډکي اودافغانستان اردوپه مجهزوتجهزاتوسمبال کي،خپله په صادقانه ډول دافغانستان داشغال فکردمغزوڅخه وباسي،ګاونډي هیوادونه جمع دسیمي هیوادونه دنظامی هډوڅخه دبیرولو په خاطریوداطمنان وحالت را دعوت کی او افغانستان دخیزدتختې په توګه استعمال نه کی ، نوبیله امنیتي قرارداد څخه به افغانان تل دناټو او امریکا ستاینه کوي. پای