پردی چاپیریال اودکوچنیانواوځوانانودزدکړې مسأله
04.02.2013 20:27 شپږمه برخه
(مطالعه اوله مطالعې سره اړوندې ستونزې)
مطالعه اومطالعه کیدونکي شیان،دفرهنګونواونسلونوترمنځ دپلونوحیثیت لري.دمطالعې له لارې،هرنسل کولای شي چې له خپل تاریخ،فرهنګ،علمي لاسته راوړنواو... خبرشي؛دخپل تیروخت اوترسره شويوکارونواوتجربوسره آشنا شي،دخدمتونوپه څرنګوالي پوه شي،په ناکردواونادودوخبرشي،اوسنی حالت درک کړي چې چیرې دی اودراتلونکې په باب دوړاند وینې توان ترلاسه کړي اودځان له پاره ځای اودریځ غوره کړي.دا هرڅه دمطالعې له لارې ترلاسه کیدای شي.
زما یودوست اوهمکاربه داخبره تل بیا بیا تکراروله اوویل به یې:« هرکتاب په یووارلوستلوارزي او...» ترنن پورې مې سرورباندې خلاص نه دی چې دا جمله به دده خپله وه که به یې دی راوي و،خوهرکله مې چې دکوم کتاب دلوستلوتکل کړی دی،داخبره مې نیغه سترګو ته دریدلې ده « هرکتاب په یو وارلوستلوارزي.»؛هوکې هرکتاب په یو وار لوستلوارزي.
څنګه چې انسانان په توپیرسره پیدا شوي دي،دغسې چې خلک دسلیقوي توپیرونوله مخې یوله بل نه بیل دي،دغسې یې دکتاب لوستلو،مطالعې اوله مطالعې نه داخیستنې اوبرداشت څرنګوالی هم توپیر سره لري.مګر اصلي موضوع اودټولو لوستونکوپه منځ کې ګډ ټکی دادی چې باید له مطالعې څخه یوه ګټه اوچته کړي اوجدي پاملرنه ورته وکړي.
مطالعه په هر وخت اوهرسن کې یوه اړتیا ده.دانه په مسلک پورې اړه لري اونه هم په وخت،ځای اوسن پورې.دا چې له ډیرو ستونزوسره سره موږ(میندې اوپلرونه)،تنکي ځوانان اوکوچنیان،څنګه په مطالعې باندې روږدي کړو،دا په هرې ټولنې،هرچاپیریال،هرې کورنۍ اوهرشخص او وګړي پورې اړه لري.
له بده مرغه زموږډیری خلک دسواد یا لوستلوله نعمت څخه بې برخې دي،چې دا دنه مطالعې له پاره لوی دلیل اواصلي ستونزه ده.هغه چې سواد لري،بیا یا دمطالعې په ارزښت نه پوهیږي اویا هم ــ ددوی داستدلال له مخې ــ وخت نه ورته لري اوهغه چې سواد هم لري،وخت هم ورته لري اودلوستلوپه ارزښت هم پوهیږي،بیا له بل ډول ستونزوسره مخامخ دي،یعنې دخپلې خوښې وړ کتاب نه شي پیدا کولای اودغسې نورې کوټه کوټه ستونزې چې ځینې یې په طبعي ډول دځینوکسانوپه ژوند کې شته وي اوځینې ستونزې په خپله ستونزه والا خلک ځانته جوړوي.دساري په ډول،یوتن ډیر کتابونه دمطالعې له پاره په واک کې لري،خواستدلال کوي چې:
دمطالعې له پاره څه شی نه شته،دا کتابونه سړی بې لارې کوي،داغلط دي داسیاسي دي،په دې ژبه نه پوهیږم،دا مذهبي دي او...
سره له دې چې نړۍ دګلوبلیزم د ډولونودانګازوپه دایره کې،په یوه واړه کلي بدله شوې ده،خوزه ددې واړه کلي دیوکليوال په توګه په دې نه پوهیږم چې زموږددې واړه کلي څومره افغان کلیوال،داستفادې له پاره څومره کتابونه اودلوستلوله پاره چاپي اوبریښنايي مواد په اختیارکې لري؟ له نظره یې تیرکړي دي که نه؟نوروته یې دلوستلوله پاره په واک کې ورکړي دي که نه؟ اویا يې یوازې په دې ویاړ؟ بسنه کړې ده چې دپلانکي لیکوال،شاعراوسیاستوال، دغه،دغه عنوان کتابونه مې لیدلي اولرم یې؛اوپه همدې لیدلویا لرلوباندې یې ځان خوشاله ساتلی دی،چې دا په خپله یوه نیمګړتیا اوبدمرغي ده.
داسې هم لیدل شوي دي چې یوعنوان کتاب،دیوه باسواده وخت لرونکي شخص په کورکې پنځه یا لس کاله لکه بندي پروت وي.کله چې په تصادفي ډول چا ته په لاس ورشي،لیدل کیږي چې پاڼې یې لا،له چاپخونې نه دراوړلو له وخته هماغسې سره نښتې وي؛یعنې همدې باسواد لالا؟یې په مخکاته باندې ځان نه دی زهیر کړی اوګوتې یې نه دی وروړې.
دا حالت چې سړی وویني،بیا نولږڅه باید ددې با سواد لالا؟په حال اوډیرهم دبندي بې سرنوشته مظلوم کتاب اودکتاب دلیکوال پرحال وژاړي،اوښکې توې کړي اوګوتې پرې لمدې کړي اوهغه په کلونومنتظرې سره نښتې پاڼې،بیلې کړي؛بیا نوپه هرډول چې وي نا وخته به وي،که په کتاب کې تاریخ وي،که سیاست وي،که هنري مسایل اوکه علمي حقایق،هغه به زاړه اوله موده لویدلي وي.
اکثرولوستوافغانانوباندې،داسې یوحالت حاکم شوی دی چې له تودوسیاسي،نظامي او ورسره اړوندومقالو،تبصرواومسایلوسره بیړنۍ مینه ښیي؛که یې له فکر اوګټې سره برابروو،خوشاله وي اوکه برعکس وي،خپه کیږي.
دښوونې روزنې،دنوي نسل دپالنې اوپه سمه اوګټوره علمي اوانساني لاره باندې دهغوی لارښوونې ته دومره چې ښایي،پام نه کوو.کوم نیم لیکوال که دې موضوع سره په ډیرزړه سوي برخورد هم کوي،دډیری خلکولا ورپام هم نه وي اوپه بې ارزئ ورته ګوري.
دغسې په سلګونې پيښې اوریدل شوې اولیدل شوې دي،چې دا د نه مطالعې لوی سندونه اوښې بیلګې بللی شو،چې پرټولنه اوخلکوباندې دنه مطالعې دکلتورتسلط ښيي.
دنه مطالعې په برخه کې بله لویه ستونزه،دوهلواوتهدید مسأ له ده چې زموږځینې میندې پلرونه یامشران ورونه اوخویندې په وهلواوتهدید سره ماشومان مطالعې ته اړباسي،اودا په یوه دود باندې بدل شوی دی.په خواشینۍ سره باید ووایوچې دغه ناوړه دود تراوسه پورې پیروان هم لري،حتی په اروپا کې.دا جمله له یوه نسل نه بل نسل ته لیږدول شوې او اوس هم خوله په خوله ګرځي اوضارب دوهلوپه وخت کې ددې جملې په تکرارسره ځان ډیرهوښیاراوحق په جانبه هم ګڼي:
« چې ډب نه وي،ادب نه وي»
اوله بده مرغه چې لا ترنن پورې دغه دود زموږ په ټولنه اوخلکوباندې حاکم دی،په داسې حال کې چې تنبیه شکل اوډولونه لري،اوس دوهلوټکولووخت تللی دی اوخپل ځای یې دعصري ښوونې او روزنې اوسنیو نویوقوانینوته پرییښی دی.
وروه،خورې،ښوونکیه،پلاره،مشره او... تیر له دغې مهربانۍ،لارښوونې اومشرتوب نه دې چې په واړه سن کې په دې وهلوسره ته دکوچني دذهن دتاخانوپه کرونده کې دعقدو،نفرت اوډار زړي کرې اوراتلونکي نسلونه له هراړخیزورواني ناروغیوسره لاس ګریوان کوې.
دا چې مطالعه یوه اړتیا ده،اوس دا په یوه منل شوي حقیقت باندې بدل شوی اصل دی اوباید دې ته موپام وي چې مطالعه تل باید په یوې ورځنۍ اړتیا بدله کړو.که مطالعه دډار یا مجبوریت له مخې وي،پایله به له نیمګړتیاووډکه وي.
ټولودنیا والوته ښکاره ده چې پرافغانستان اوافغانانوباندې په یوه وخت کې دجګړې له سونامي نه زیږیدلې،څو نورې سونامي ګانې هم راغلي دي:
ــ دلوږې سونامي،
ــ دفقرسوانامي،
ــ دبیسوادۍ سونامي،
ــ دبې باورئ سونامي
ـ د ... سونامي
ـ اودنه مطالعې سونامي.
ځینې بهرمیشتي وطنوال موله بده شامته لاپه دې نظر دي چې ځه وروره موږدجګړې له سره اورنه راوتلي یو،اوس په جنتونوکې پراته یو،موږمطالعه څه کوو،هرڅه چې کیږي ودې شي،موږیې څه کوو او...
دا ډول خلک دخپلې دغې پالیسۍ له برکته بیا په هرلوري چې قدم واخلي،له سونزوسره لاس ګریوان وي.دساري په ډول که خدای مه کړه کتابتون ته ولاړ شي اوکوم کتاب راوخلي چې له ځان سره یې کورته دلوستلو له پاره یوسي،هلته په کتابتون کې لکه دپخوا په شان کوم موظف شخص نه وي چې مرسته ورسره وکړي اودی په خپله دنه مطالعې او نا خبرتیا په وجه نه شي کولای چې هغه په ټاکلي ماشین کې ثبت اوراجسترکړي.دغسې دسفرپه وخت کې دریل یا بس په تمځای کې له ماشین نه دټکټ اخستل،له ځینومغازو اودکانونوسودا اخستل او... داټول داسې خلکوته دنه مطالعې له وجې ورپیښیږي.
دلته دی چې دژوند په هره چاره کې له نویوقوانینواوپرمختګونواوبدلونوخبریدل یوه ضروري چاره باندې بدلیږي،که مطالعه ونه کړو،موږنه شوکولای چې دنوي ژوند په کوڅه کې قدم اوچت کړو.
اصلي ستونزه دا ده چې په موږ کې دمطالعې کلتوریا هیڅ نه شته اوکه لږشانتې وي هم،دبیلا بیلوعواملو له مخې ډیرپه ټیټه سطحه کې دی.دلته اروپا کې ټول خلک دسفرپه وخت کې هرډول ترانسپورتي وسیلې چې کاروي،خامخا دمطالعې له پاره کتاب،مجله،اخباریا کمپیوترله ځان سره اخلي،لولي یې،خپل وخت ښه پرې تیروي،ځان پرې بوختوي،خپل مالومات ډیروي،له ورځنیوپیښوځان خبروي اودسفرلارورباندې لنډوي.
دهمدغواوږدولارودسفرونوپه ترڅ کې ما په خپله،یو وارنه،بلکې په لسګونوځلې لیدلي دي چې افغان لالایا ویده وي،یا اوف و چوف اوشکایتونه کوي اویا یې هم بهرنۍ مجلې اواخبارونه مخې ته نیولې وي،لوستل اونه لوستل یې چندان ورته مهم نه وي،کرارناست وي عکسونه یې ګوري.
عیني لیدنې اوتجربوداښودلې ده چې افغانان یا هیڅ مطالعه نه کوي،یا یې ډیره لږه کوي چې په سلنه کې هم نه شي راتلای.دافغانانو دنه مطالعې اټکل مخامخ سړی له دکتابونو،مجلواواخبارونوله تیراژ نه هم کولای شي.په افغانستان کې دننه یا له افغانستان څخه دباندې که دمثال په ډول که د چا پیدونکوکتابونوتیراژپه نظر کې ونیول شي،اوبیا دافغانستان له نفوس سره مقایسه شي،نودنه مطالعې په سلنه باندې ډیرښه پوهیدلای شي.
که دافغانستان نفوس داټکل له مخې ۲۹ یا ۳۰ میلونه په نظر کې ونیول شي اوبیا دزرو یا دووزروټوکونوپه اندازه دکتابونودچاب تیراژ ته وکتل شي،نوویلای شوچې څومره سلنه افغانان مطالعه کوي،په داسې حال کې همدا زر یا دوه زره ټوکه چاپ شوي کتابونه هم اخیستونکي نه لري.زموږپه ګاونډ تاجکستان کې چې اوه میلیونه نفوس لري،هرعنوان کتاب کم ترکمه دشپیتوزروټوکونوپه اندازه چاپیږي(18)،خرڅیږي هم،لوستونل کیږي هم.اوس ددواړوهیوادونودمطالعې سلنه خپله سره وسنجوئ.
زموږدټولنې ډیری باسواده وګړي هم مطالعې سره علاقه نه لري،مطالعه نه کوي،که کوي یې هم،رسمي مطاله کوي اوغیررسمي مطالعه نه کوي.دساري په ډول دښوونځیو زده کونکي او دپوهنتون محصلین یوازې په خپلو رسمي کتابونواولوستونوباندې بسنه کوي،نوره مطالعه ضروري نه ګڼي.کتابونه یا نه شته اوکه شته هم په کورونواوکتابتونوکې دخاورو خوراک کیږي.
بله ستونزه دا ده چې زموږمیډیا هم دکتاب اومطالعې دارزښت په باب دومره چې ښایي،پاملرنه،یادونه اوتبلیغات نه کوي،دلیکوالواوژونالیستانوسانسورول اوډارول هم،کتاب اولوستلوسره مینه کموي.په روڼ اندو اولوستو وګړوکې مو« ځان ته قایلیدل » هم ددې سبب کیږي چې مطالعه نه لرې پاتې شي.لومړی باید موږ دمطالعې اوله مطالعې سره داړوندو لومړنیو ستونزو په باب فکر اوخبرې وکړو،دمطالعې په مورد کې به دنورو خبرو په باب وروسته فکرکوو.دساري په ډول په کوم وخت اوپه کوم حالت ،کوم ډول چاپیریال کې مطالعه باید وشي،کتاب څومره له سترګونه لرې یا سترګوته نږدې ونیول شي،په څه ډول رڼا کې باید مطاله وشي،دمطالعې له پاره څه ډول موضوع یا کتاب انتخاب کړو،دمطا لعې په جریان کې کوم ډول موضوعات دبیا پیدا کولواواستفادې له پاره،څه ډول په نښه کړای شي.دمطالعې په لړکې باید دیادولوکیفیت ته پام وکړو،نه کمیت ته،دمطالعې انګیزه اوهدف باید معلوم وي او...
کتاب داسې دوست دی چې هیڅکله له چا نه مروریږي،مطالعه ده چې انسان له هرڅه خبروي،که غواړئ څه ولیکئ،کم له کمه موباید په لسګونه یا سل ګونه کتابونه لوستلي وي.مطالعه ددې له پاره باید ونه شی چې انسان مصروف شي،بلکې ددې له پاره باید وشي چې یوڅه ورنه زده شي؛ځکه چې کتاب ښوونکی دی،کتاب اومطالعه انسان ته لار ورښیي.
دتلویزیون اورادیوپه پرتله،دمطالعې بله ګټه دا ده چې دمطالعې په لړ کې کولای شوفکروکړواودمفاهیموپه پوهیداباندې خلاص لاس اودانتخاب حق ولرو،دمطالعې په وخت که په یوه موضوع په سمه توګه نه پوهیږو،کولای شو بیا بیا یې ولولو،فکراوقضاوت ورباندې وکړو.په دې ډول دایمي مطالعه زموږدمعلوماتوخزانه لا بډایه کوي،دنړۍ دپرمختګ له څرنګوالي نه موخبروي اودیوڅه ویلواولیکلوله پاره موپه علمي ډول چمتو کوي.
ماشوم ته په لوړ آوازدکتاب لوستل دافغانانوپه منځ یا نه ده دود،اوکه وي ،ډیربه لږاودګوتوپه شماروي،خودپرمخ تللو ټولنو تجاربودا ښوولې ده چې ماشوم ته په لوړ آواز کتاب لوستل ډیرګټور دي.څه موده مخکې مې چې دهمدې مقالې له پاره لومړني مواد برابرول،په هیوادکې دننه دیولیکوال له یوې تجربې سره مخ شوم.ښاغلي اسدالله غضنفرپه دې برخه کې خپله یوه تجربه داسې ښوولې وه چې په لوړ آوازماشوم ته دکتاب لوستل څومره مهم دي،ده دخپلې یوې تجربې دبیان په ترڅ کې دا مسآله داسې مهمه بللي ده:
«ماپه ژوند کې په لومړي ځل له کتاب سره هغه وخت مینه پیداکړه چې مشرې خورمې د«آمنه ،مادرپیامبر» په نوم یوکتاب راته په لوړآواز ولوست.دغه وخت به زه شاید په اول ټولګي کې وم.دتیرکال (۱۳۹۰ ) دجدي په لومړۍ نیټه چې موهمدا خورخاوروته سپارله،په هدیره کې دنوم وړي کتاب یوه جمله،هماغسې چې په فارسي ترجمه شوې اوزما په حافظه کې پاتې وه،بیا بیا رایاده شوه.پیغمبر(ص ) دخپلې موربي بي په باره کې فرمایلي:مادرم ازقبیله قریش بودوګوشت قدید مې خورد.خور راته ویلي ووچې قدید دلاندي غوندې وچې غوښې ته وايي.» (1)
له بده مرغه چې کوچنیانوته په لوړ آوازدکتاب لوستل په افغانستان کې څه چې دلته په پرمخ تللوټولنواوشته امکاناتوکې هم په افغانانوکې دومره نه ده دود.یا ځان نه په عذابوواویا هم دپردي دود په شان په بده سترګه ورته ګورو.په هیواد کې دننه اوله هیواد نه دباندې،ټول مشران باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي چې ماشومانوته په لوړ غږدکتاب لوستل هغوی ته ډیره ګټه رسوي. هغه ماشومان چې دژوند له لومړنیو کلونونه کیسې اونکلونه اوري،هغوی به په راتلونکې کې بډایه اوشتمنه ژبه ولري،ماشوم ته په لوړ غږکتاب لوستل ددې سبب کیږي چې ماشوم په راتلونکې کې دپراخیدونکي تخیل خاوند شي؛دهمدې له پاره باید ماشوم ته په لوړغږکتاب ولوستل شي او په لوړ آوازسندرې ورته وویل شي.دماشوم دژبې پایه اواساس دژوند په همدغوکلونوکې ایښودل کیږي.ماشوم ته باید په لومړي ګام کې په مورنۍ ژبه کتاب ولوستل شي،بیا په نورو ژبو.
دمیندوپلرونودنده ده چې له ماشوم سره په لومړي ګام کې په مورنۍ ژبه خبرې وکړي،که ماشوم خپله مورنۍ ژبه په سمه توګه زده کړي،دنورو ژبوزدکړه ورته آسانیږي.ماشومان،ځوانان اولویان کولای شي دمطالعې له لارې په هرڅه باندې پوه شي،کولای شي دزدکړې له لارې هرڅه توضیح اوبیان کړي اوزدکړه له انسانانوسره مرسته کوي چې ټولې شته ستونزې دخبرو اوپوهاوي له لارې حل کړي اودیوبل سره په آرامه خپل ژوند پرمخ بوزي.
بله خبره دا ده چې زموږ قلموال هم دلوستلو یا مطالعې ارزښت ته دومره پاملرنه نه ده کړې او نه یې کوي.له هغې ورځې چې کمپیوتري برښنايي آسانتیاو ته افغانانولاسرسی پیداکړی دی اوخپلې لیکنې،پیامونه اونظریات دهمدې امکاناتوپه چوکاټ کې ډیر ژر یو بل ته رسولای شي،دمطالعې دارزښت په باب دومره دپام وړ کتابونه،مقالې اویا هم دژورنالستانوګزارشونه نه دي تر سترګو شوي.کومې برښنا پاڼې چې زما له نظره تیرې شوي دي،په هغوکې مې دګوتوپه شمیردموضوع په اړوند،یا په نیغه اویا هم په څنګځني(ضمني) ډول دلوستلو یا مطالعې په اړوند ځینې مقالې ،ګزارشونه اویادونې لیدلې دي،چې زه یې دلته لنډه یادونه کوم،البته زه ددې دعوا نه لرم چې زما له نظره به ټول هغه څه تیر شوي وي چې تراوسه لیکل شوي دي ،داسې به وي چې ځینې لیکلي شیان به ما نه وي لیدلي،که یې دلته یادونه نه کیږي،دابه زما دکار یوه نقیصه وي،خوخپل قصوریې نه ګڼم اوڅوک دې ګیله هم نه کوي:
ــ کتابونه،اسدالله غضنفر،(1)
ــ دکاغذي کتابونوځای،کمپیوتري کتابونه نیسي،تاند ویبپاڼه(2)
ــ ماشومان څنګه مطالعې ته وهڅوو،ډاکترزغم،(3)
ــ مطالعه،اجمل ښکلی،(4)
ــ ماشومان څنګه مطالعې ته وهڅوو؟ ظریف افغان،(5)
ــ افغانستان دکتابونوپه نړیوال نندارتون کې لومړی راغی،مصطفی سالک،(6)
ــ په پکتیا کې دکتابونوپلوراودمطالعې دود ترپخوا ډیرشوی دی،سلطان پاچا (7)
ــ کتاب های آنلاین؛تحولی شګرف درتجربه کتاب خوانی،تیم مسترز،(8)
ــ له علومواکاډیمۍ څخه یوه غوښتنه،اسدالله غضنفر،(9)
ــ فروش کتاب درکندز رونق ندارد،روزنامه هشت صبح،(10)
ــ په خوست کې ۱۲۰۰۰ ټوکه کتابونه نندارې اولوستنې ته وړاندې شول،بینواویبپاڼه،(11)
ــ نمایشګاه سه روزه کتاب دربدخشان راه اندازي شد،۸صبح،(12)
ــ په کابل کې دکتابونونندارتون،حکمت الله هڅاند،(13)
ــ په پکتیا کې دکتاب پلورنځیوبې سارې وده،اسمعیل لاروی،(14)
ــ ترویج فرهنګ مطالعه دربلخ،هشت صبح،(15)
ــ ماشومان اومطالعه،ژباړه او اوډنه:رفیع الله ستانکزی،(16)
ــ کودکان ونوجوانان درمرکزتوجه نمایشګاه کتاب فرانکفورت،دویچه وله فارسي،(17)
ــ سخنې چند به بهانه روزجهاني کتاب،احمدشاه عبادي،(18)
ــ او ...
که حقیقت ته سړی ځیرشي،زموږلیکوالواوفرهنګیانوپه خپلوتحقیقي اوتخلیقي لیکنوکې دمطالعې دتشویقولوپه برخه کې دومره پاملرنه نه ده کړې،په ځینولیکنوکې که دې موضوع ته پاملرنه هم شوې ده،دمطالعې دضعیف کلتورپه وجه هغه څوک لولي نه اوپاملرنه نه ورته کوي.دساري په ډول داسدالله غضنفر«کتابونه»(1)نومی مضمون دمطالعې دڅرنګوالي،ارزښت اوتشویق په برخه کې،یوموثراودپاملرنې وړمضمون دی،خودمطالعې دضعیف کلتوریا بیخي نه مطالعې په وجه دچا پام هم نه ورته اوړي.
موږلا دکاغذي کتابونودمطالعې له پاره ځانونه نه دی چمتوکړي ،خونوره دنیا دومره پرمخ تللې ده چې اوس اوس دکاغذي کتابونودمطالعې ټغر ورټولوي اودبرښنايي کتابونولوستلو ته یې مخه کړې ده،چې هم ژر،آسانه اوپه ارزانه بیه ترلاسه کیدای شي اوهم دوخت دضیاع مخه نیول کیږي.
مطالعه نه کول،دمطالعې دنه کولوبیلابیلې ستونزې،اقتصادي اوټولنیزې نیمګړتیاوې اویا په کتابونوکې دمعلوماتوزوړوالی اودلوستونکي له ژوندسره په کتاب یا مضمون کې دمعلوماتواو راوړل شووموادو دنه تعلق اوپه روزمره ژوند کې په درد نه دواکیدل هم کیدای شي چې دنه مطالعې په مخ کې دخنډونود جوړويدودلایل وشمیرل شي.
مطالعه،له مطالعې سره مینه،دمطالعې فرهنګ رواجول؛له شخص نه نیولې،بیا تروړکتون،ښوونځي،پوهنځي،پوهنتون،دولتي ادارواوشخصي دفترونو؛ټولوپورې اړه پیدا کوي.کتاب ارزانه،بې مدعا اوبې دردسرملګری دی.هرکله درسره غږیږي اوهرکله چې وغواړې غلی کیږي هم،نه درنه خپه کیږي اونه کوم څه درنه غواړي،که یې خلاص کړې،ښې خبرې درسره کوي،خوشالوي دې،مالومات درکوي،حقایقونه دې خبروي اوکه یې بند کړې درنه خپه کیږي هم نه،کتاب هغه دوست دی چې هیڅکله له چانه نه خپه کیږي،کتاب په هرحالت کې دانسان یاراومددګاردی،خوښي دې ډیروي اودغمونوپه کمولوکې مرسته درسره کوي.یوه پوه دکتاب دښیګڼوپه باب څه ښه ویلي دي:
« دکتاب پاڼې هغه وزرونه دي چې زموږ روح درڼا نړۍ ته ورالوزوي.»(18)
په هرصورت موږباید قانع نه شو،دکاردښه کیدو په خاطربایدهرکله داجمله سترګو ته ودرووچې دکتاب لوستلوفرهنګ زموږ په ټولنه کې ډیر ضعیف دی.دکتاب لوستلوفرهنګ درواجولواوعامولوله پاره باید مطالعه په یوه دایمي عادت باندې بدله کړو.دا کار په هر ډول شرایطوکې کیدای شي.ښه مثال یې هغه څه دي چې دافغانستان په خوست ولایت کې فرهنګیانوکړي دي.خوست دافغانستان له ناامنوسیموڅخه شمیرل کیږي،خوبیا هم کلتوري هڅې په کې شته.،کلتوري غونډې،کلتوري ټولنې ... اوپه پای کې کتابونه دمطالعې له پاره وړاندې کیږي.(۱۱)؛دوی له ډیرونه ښه دي،دمرګ په بازارکې دمطالعې بازار پرانیزي.
هرفرهنګي اودکورنۍ مشرسره ښايي چې هغومره لارښوونې چې زموږدکورنۍ اوټولنې مشرانوکشرانوته کړي،هغومره قربانۍ چې تیرونسلونو زموږله پاره ورکړې دي؛موږاونورنسلونوته ښايي چې دهغولس چنده اوسل چنده کاراوقربانیوته اوږه ورکړو.دا موباید هیڅکله هیره نه شي چې:
ترټولوستره ګناه نوي نسلونه په تیاروکې ساتل دي.
دا یوتریخ عیني واقعیت دی چې زموږدټولنې اکثریت بې سواده وګړي دي.دې ترخه واقعیت ته په پام سره،داموضوع دیادولواوجدي پاملرنې وړده،هغه خلک چې لوست اومطالعه نه شي کولای،باید له مسایلواوموضوعاتونه دخبریدو له پاره غږیزوامکاناتونه استفاده وشي،یعنې دباسواده کیدوتروخته پورې دې دمطالعې ځای غږیز وسایل ډک کړي.ښايي پخوا په دودیزډول په ځینوځایونوکې دا کارشوی وي،خوله نیکه مرغه چې دلومړي ځل له پاره په علمي اوشعوري ډول ددې تشې ډکولوته دفرهنګیانوورپام شوی دی.اوس ممنون مقصودي بډې وهلي دي اوپه دې برخه کې یې کارپیل کړی دی.دې موضوع ته مې په بي بي سي ویبپاڼه کې د همیم جلالزي په قلم لیکل شوي « غږیزکتابونه اوزموږاړتیا» مضمون ته پام واوښت.همیم جلالزي ډیرپه ځای اوپه وخت دې جدي اوحیاتي مسآلې ته پام کړی دی.دی دخپل مضمون په لړ کې لیکي:« ... ښاغلی مقصودي دا مهال په کابل کې له یوې سیمه ییزې رادیو سره کارکوي.ده هڅه پیل کړې،چې یوشمیرپښتواودري کتابونه غږیزکړي.
زهره،لام(او)ایلینو،ارشاک واوشاس اوڅونوردغسې کتابونه یې دا مهال چمتوکړي دي.
ښاغلی مقصودي غواړي چې په دې ډول ځینې ګټورکتابونه دټولنې هغوخلکوته هم ورسوي چې لیک لوست نه شي کولای ... » (19)
که خلک لوستي وي اومطالعه وکړي،پرته له شکه چې دډیرو شخصي اوټولنیزوستونزودحل لار په مطالعه کې ترلاسه کولای شي.زموږدرسنیوتعلیمي اوښوونیزه تله ډیره درنه څه چې،لږه هم درنه نه ده.دخپرونوډیره سلنه موسیاسي مذهبي مسایلو ته جلاکړای شوې ده.زه یې دلته دحساسیتونودپاریدو په خاطرنوم نه یادوم،خوپه عیني ډول لیدل کیږي چې دځینو ویبسایتونودکتابتونونو،نوي سلنه آنلاین کتابونه تکراري مذهبي کتابونه دي،نه هغه کتابونه چې ځوانانواونوي نسل سره دنویواوعصري علومو په برخه کې مرسته وکړای شي.
ددې ترڅنګ ډیری خلک له تفریحي مسایلوسره علاقه لري،نه له ښوونیزومسایلوسره،دراتلونکونسلونودروزلومساله یا کاملاهیره ده اویا دومره لږه پاملرنه ورته کیږي چې په نشت حساب ده.دا هم دسیاسیونودنده ده اوهم دقلموالوچې دنوي نسل روزل هیڅکله باید له پامه ونه غورځوي،خوسیاسیون کیدای شي چې خپلوروا او ناروا هدفونوته درسیدو له پاره کله دا جدي مسآله یا هیره کړي اویاپام ورته ونه کړي،خوزموږدفرهنګیانوباید داهیره نه شي چې دنوي نسل سمه روزنه یوبنیادي کاردی.دکنفوسیوس داخبره مو باید هیڅکله هیرنه شي چې:
« که یوکلن ثمرغواړې،غنم وکره،که دوه کلن ثمرغواړې،ونه کینوه اوکه سل کلن ثمرغواړې،خلک وروزه»
ترټولومخکې باید سواد عام کړای شي،دښوونې اوروزنې کیفیت لوړکړای شي،درسي نصاب اودرسي کتابونوته باید جدي پاملرنه وشي.زما له نظره دا دافسوس خبره ده چې دافغانستان دښوونې اوروزنې وزارت په تعلیمي نصاب کې غیراړین مسایل ځای پرځای کړای شي،دساري په ډول که دکریکټ دزدکړې له امکاناتو نه په بل ډول استفاده وشي،ښه به وي.زه فکر کوم چې له غیرضروري شیانونه،که هغومسایلوته چې په ټول ژوند کې اړین دي اودټولې دنیا په تعلیمي نصاب کې شتون لري،پاملرنه وشي،ډیره به ښه وي.لکه:
ــ دلومړنیومرستوزدکړه،
ــ داساسي قانون دموادو زدکړه،
ــ دملي ګټوزدکړه،
ــ دترافیکي قوانینوزدکړه،
ــ دملي هویت اوملي ترمینالوژۍ زدکړه
ــ او ...
زه په افغانستان کې له اوسني حاکم نظام اوحاکمې پالیسۍ نه دهیڅ شي توقع نه لرم.په دې خاطر چې دولس کلنې ناکامې تجربې ښودلې ده چې دنړیوالې ټولنې له ټولو امکاناتوسره سره،ښوونیزنظام ته دومره چې ښايي،پاملرنه نه کیږي،هلته دپخواني نظام کارکوونکوته په یوه نامه بد رد ویل اوداوسني نظام مامورینو ته په بل نامه ښه ویل ،دورځې شعارګرځیدلی دی.په دې ښکنځلواوشعارونو،نه وران وطن جوړیږي،نه ښوونیز نظام سمې لارې ته سیخیږي اونه هم نوي نسل ته دزدکړې اومطالعې زمینه برابریدای شي.
په هیواد کې دننه اوله هیواد څخه دباندې دنه مطالعې دکلتوردحاکمیدوبل لوی لامل دافغانانو په منځ کې دباور اواعتماد دضعف اوبهتره ده ووایو،نشتوالي مساله ده.دغه دباور نشتوالی دی چې څوک چاته کتاب نه ورکوي،څوک له چا نه کتاب نه اخلي،نه یې لولي.دبهانویادونه خویې مخکې وشوه،خوداعتماد دنشتوالي موضوع یې اصلي موضوع ده،خوڅوک یې نه یادوي.
موږکه وغواړوکه ونه غواړو،دتمدن اوتکنالوژۍ کاروان په چټکۍ مخ وړاندې روان دی،اوموږلکه بې لاسو،بې پښو اوبې سترګوانسانان له دې کاروانه دنه مطالعې په وجه،داسې وروسته پاتې یوچې په سترګویې نه شولیدلای اودتلونکي کاروان دپښوګردونه هم پناه کیدونکي دي؛موږلاځان دکتاب،مجلې،اخبارله مطالعې سره نه دی آشنا کړی؛خودپرمختګ دکاروان دلارویانوپه منځ کې دکاغذي چاپ مطالعه له رواجه څخه په لویدو ده.دوی اوس دزرګونوکتابونودرلودونکي کتابتونونه په خپلوکمپیوترونوکې،له ځان سره ګرځوي،هرشیبه اوهرځای یې چې زړه وغواړي پرانیزي یې اولولي یې.
په سبا باندې باورپه تولونړیوالوکې یومنل شوی اوعیني واقعیت دی.دهمدې اصل پربنا ویل شوي اوویل کیږي چې:
« دنن ورځې ماشومان،دراتلوکي نړۍ جوړونکي دي.»؛
نودا بې ځایه نه ده چې دکوچنیانواوځوانانومشهورسویدني لیکوال،آستریدلیندګرن(۱۹۰۷- ۲۰۰۲) دخپلوبې شمیروبریالۍ تجربوپه پای کې ویلي دي:
«داچې راتلونکې نړۍ به څه ډول وي،په پراخه پیمانه دهغو کسانوپه تخیل اوتصورپورې تړلې ده،چې اوس لوستل زده کوي» (20)
مآخذونه:
1-http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand4&article=33684
2-hppt://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand6&article=31586
3- hppt://taand.com/index.php?mod=article&cat=hcildcare&article=27049
4- hppt://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand4&article=28841
5- article=27069&کرهکتنه=http://taand.com/index.php?mod=artic
6- http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/05/120514 ss-afghanistan-1st-in-book
7- http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand3&article=32236
8- http://www.bbc.co.uk/persian/arts/2012/05/120525 141 books transitions.sht
9- http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand3&article=33604
10- http://www.8am.af/index.php?option=com_content&view=article&id=25585:1391-0...
11- http://www.benawa.com/kandahar/fullstorys.php?id=49327
12- http://www.8am.af/index.php?option=com content&view=article&id=25555:1391-0…
13- http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand3&article=33369
14- http://www.tkg.af/pashto/culture-art/others/6509
15- http://www.8am.af/index.php?option=com_content&view=article&id=23900:1390-1...
16- http://taand.com/index.php?mod=article&cat=childcare&article=26627
17- http://www.dw.de/کودکان-ونوجوانان-در-مرکز-توجه-نمایشګاه-فرانکفورت /a16290588
18- http://www.ariane.com/dari3/farhangi/ebadi.htmll
19- http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2012/10/121013_ss-hamim-audio-books.shtml
20- http://www.dw.de/article/0,,16290588,00.html